د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې اداره (سیګار) تر دې مخکې یو راپور خپور کړی و او لیکلي یې وو، چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا او ملګرو ملتونو له مرستو طالبان ګټه پورته کوي.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په درشل کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې د سې شنبې په ورځ (د زمري۱۷ مه) کانګرس ته په یوه راپور کې یو ځل بیا په افغانستان کې د نړۍوالو مرستو په وېش کې د طالبانو په ناوړه ګټه اخیستنې او خنډ جوړولو ټینګار کړی.
د دې ادارې د راپور له مخې د ناوړه ګټې اخیستنې له احتمال سربېره امریکا له افغانستان سره ۲.۳۵ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
امریکايي چارواکو ویلي دي، چې دغه مرستې د مرستندویه موسسو له لارې افغانستان ته استول شوې دي. خو یو شمېر دغه بنسټونه وايي، چې طالبان د دوی په کارونو کې لاسوهنه کوي.
د امریکا نړۍوالې مرستندویه ادارې سیګار ته ویلي، چې د بشري مرستو په برخه کې د طالبانو لاسوهنه، استول شویو مرستو ته د اړمنو کسانو د لاسرسي پر وړاندې یو لوی خنډ دی.
ښاغلي مکال په یوه بیان کې د طالبانو له خوا د مرستو پر کارولو نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «کرکه پاروونکې ده، چې د متحده ایالاتو د مالیه ورکوونکو پېسې د طالبانو په څېر د یوې تروریستي ډلې جیبونو ته ځي او بیا دا ډله افغان ښځې او نجونې ځوروي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې تمویلوي، د مذهبي لږکیو پر ضد جرمونه کوي او هره ورځ له بېلابېلو بشري حقونو څخه سرغړونه کوي».
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وايي؛ د روان میلادي کال په می میاشت کې یې د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې ته یو لیک استولی او له افغانستان سره یې د امریکا د مرستو د لا زیاتې څارنې او معلوماتو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي مکال وویل، خو دې ادارې تر اوسه په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.
دغه امریکايي سناتور د طالبانو په وړاندې د بایډن د حکومت پر سیاستونو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې بشري ناورین خورا زیات شوی دی.
مایکل مکال په خپله وینا کې وویل، میاشتې کیږي چې د بایډن له حکومت څخه یې د افغانستان له خلکو سره د مرستې د څرنګوالي په اړه په دې شرط چې طالبان له دې مالي منابعو لرې وساتل شي وضاحت غوښتی دی.
د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر د سیګار وروستي راپور ته په اشارې سره په افغانستان کې د مالي مرستو په برخه کې د بایډن په ادارې کې د روڼتیا پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.