• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی : افغانستان د اېس یا ښیښې د تولید په اصلي سرچینه بدل شوی

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د ایران د نشه يي توکو ضد مبارزې رییس وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید زیات شوی او دا هېواد د «اېس» یا ښیښې د تولید په اصلي سرچینه بدل شوی دی. ایرج کاکاوند ویلي، دا مسله په نړیواله کچه د نه جبرانېدونکي ټولنیز تاوان سبب ده.

د راپورنو له مخې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د «اېس» یا ښیښې څکول او قاچاق زیات شوی دی.

د تېر جمهوریت چارواکو ادعا کوله چې دا ډول نشه یي توکي له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېږي.

خو اوس د ایران د نشه يي توکو ضد ادارې مشر وايي، چې دا نشه يي مواد له افغانستانه ایران ته قاچاق کېږي.

د ایسنا د راپور له مخې، ایرج کاکاوند د دغه توکي د تولید پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او له قاچاق سره یې د سختې مقابلې غوښتنه وکړه.
نوموړي له روسیې هم غوښتي چې له افغانستان د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوی په مبارزه کې ور سره معلومات شریک کړي.

ښیښه یا متامفتامین د بورې په شکل سپین رنګه مواد دي چې په بهرنیو هیوادونو کې ورته ایس وايي خو په افغانستان کې پر ښیښې مشهور دي.

روغتیاپوهان وايي د ښیښې څکول انسان کې د خوشالۍ حس پیدا کوی، خو دا یوه خطرناکه نشه ګڼي چې دوامدار استعمال سره روږدي کسان د مرګ خواته نژدې کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

بلاول بوټو زرداري: د کابل تر سقوط وروسته په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ډېر شوي

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د کابل تر سقوط وروسته په پاکستان کې ترهګریزې پېښې زیاتې شوې او یو ځل بیا یې له طالبانو وغوښتل چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. همدارنګه هغه ټینګار کوي، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ همکاري او تعامل ضروري دی.

پاکستانۍ رسنۍ ټریبیون د پنجشنبې په ورځ (د اسد په ۱۹مه) د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي، که طالبان په ډیپلوماټیکه توګه په رسمیت پېژندل غواړي، باید د نړیوالو اندېښنو ته پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د پاکستاني طالبانو تحریک په دغه هېواد کې خپل بریدونه ډېر کړي دي.

د پاکستان پوځ په ځلونو ټینګار کړی، چې تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) په افغانستان کې پټنځي لري او له هغه ځایه د پاکستان پر حکومت بریدونه تنظیموي.

پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري. تېر کال افغان طالبان د پاکستاني حکومت او د پاکستان د طالبانو تحریک ترمنځ د سولې خبرو کوربه و، خو دا خبرې کومې پایلې ته ونه رسیدې.

څو ورځې مخکې باوري سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده له لوري یو فرمان صادر شوی، چې له مخې یې په پاکستان کې جګړه حرامه ده.

همدارنګه د طالبانو د سترې محکمې غړي مفتي عبدالروف هم اعلان وکړ:« نن ورځ په بل هېواد کې د افغانستان پر خلکو جهاد فرض نه دی.»

زلمی خلیلزاد: دا به ډېر ژر وي، چې د طالبانو پر کړنو قضاوت وشي

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۲۷ GMT+۱

د هغو خبرو په پایله کې چې طالبان یې واک ته ورسول د امریکا استازی یې په اړه وایي، دا به ژر وي چې د دې ‌‌‌‌‌‌ډلې پر کړنو قضاوت وشي. زلمي خلیلزاد افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې وضعیت مثبت او منفي اړخونه لري.

د امریکا د پخواني استازي په وینا یو مثبت اړخ دا دی، چې "د تېر پرتله اوس د افغانانو وژنه کمه شوې ده، خلک له جګړې ستړي شوي وو او امریکا هم له دغو وژنو نوره ستړې شوې وه."

ښاغلي خلیلزاد د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي ته وویل، چې د افغانستان اقتصادي حالت د طالبانو په واکمنۍ کې ښه نه دی؛ خو دا خبره یې هم په زغرده کوله چې تېر حکومت هم د امریکا له ملاتړه برخمن و او بیا یې هم ښه اقتصاد نه لاره.

100%


هغه دا نظر رد کړ، چې خلک د افغانستان دننه د وضعیت د ښه کېدو شاهدان نه دي او یا دا چې وضعیت ورځ تر بلې بدتریږي.

ښاغلي خلیلزاد وویل: " زه داسې نه ګڼم چې د افغانستان خلک دې دغسې نظر ولري، نظرونه بېلابېل دي؛ که چېرته ټول افغانان په یو نظر وای، نو دغسې لانجې ګونجې به نه پېښېدای."

دغه مرکه کې چې د اګست په پنځلسمه د کابل د سقوط سره هم مهاله له افغانستان انټرنشنل نه خپریږي، ښاغلي خلیلزاد ټينګار کړی چې د نجونو پر زده کړو او د مېرمنو په کار د بندیزونو لګول د طالبانو منفي تګلارې دي او دغه ‌‌‌‌‌‌ډله د دغسې منفي کړنو په دوام نه شي کولای د نړیوالې ټولنې له ملاتړه برخمنه شي.

پخوانی ایرانی ‌‌‌‌‌‌ډیپلومات: طالبان د ایران حقابه د کوکنارو په کروندو کې کاروي

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۴۲ GMT+۱

په افغانستان کې یو پخوانی ایرانی ‌‌‌‌‌‌ډیپلومات وایي، د هلمند نه د ایران تر پولې ټولې پرتې ځمکې شنې او سمسورې ښکاري، چې «په ځينو برخو کې یې کوکنار هم کرل شوي.» محسن روحي صفت ادعا کړې، چې طالبان د دغو کروندو لپاره د هلمند سیند له اوبو ګټه اخلي.

د ایران دغه پخواني چارواکي ویلي، چې دغه کروندې په هغو عکسونو کې لېدل شوې چې د هوا له لارې اخیستل شوي دي.
د محسن روحي صفت په وینا: «دا ښيي، چې طالبان ټولې اوبه په دغو کروندو کې کاروي.»

هغه روښانه کړې، چې طالبانو یو بل داسې نوی انحرافي کانال جوړ کړی چې نور هېڅ اوبه ایراني لوري ته مخه و نه کړي.
د ایران د اسلامي جمهوري په نامه ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۹ مه) د دغه پخواني ‌‌‌‌‌‌ډيپلوماټ له قوله لیکلي، چې «طالبان په غوښتنو او زاریو اوبه نه ورکوي.»

د ایران د چاپېریال ساتنې سازمان مشر علي سلاجقه، د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۱ مه) وویل:« طالبانو د ۸۵۰ میلیونه لېټرو اوبو پر ځای یوازې ۱۵ میلیونه لېټره اوبه د حقابې په نوم خوشې کړې دي.»
محسن روحي صفت د دې پوښتنې په ځواب کې، مخکې له دې چې د ایران د حقابې پر سر خبرې وشي په ایران کې د طالبانو د سفارت منل یوه تېروتنه نه وه؟ وویل: «هو بالکل دا یوه تېروتنه وه.»

هغه وایي: «د افغانستان خلک له طالبانو ناراضه دي او طالبان نه غواړي. نو ولې موږ د یوې کوچنۍ ‌‌‌‌‌‌ډلې سفارت چې خپلو وګړو ته هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول حقونه نه ورکوي او هغوی خپل رعیت نه مني د هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول خبرو اترو او شرطونو پرته ومنو؟! په ټول کې باید موږ د خپلو ګټو لپاره هم د طالبانو سفارت په دومره اسانۍ سره نه وای منلای.»

د ایران د ولسمشر له ګوت څنډنې چې د ایران د حقابې په اړه یې کړې وه، درې میاشتې تېرې شوې دي؛ خو تر دې مهاله د طالبانو لخوا د شویو ژمنو کوم څرک نه دی لېدل شوی.

حسن کاظمي قمي د ابراهیم رئيسي له خبرداري وروسته طالبانو ته یوه میاشت ضرب الاجل وټاکه.
د ایران پارلمان یو شمېر غړیو د ایران له حکومته وغوښتل، چې په تهران کې د طالبانو سفارت وتړي.
طالبانو تر اوسه د دغو څرګندونو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

د بې پولې خبریالانو ټولنه: څه د پاسه ۸۰ سلنه خبریالو مېرمنو خپلې دندې پرېیښې دي

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۱۹ GMT+۱

دغې ټولنې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د شاوخوا ۱۲ زره خبربالانو له ‌‌‌‌‌‌ډلې دوه پر دریمه برخه یې خپلې دندې خوشې کړې دي. د دغې ارزونې له مخې د طالبانو د بندیزونو د سخت دریځه سیاستونو له امله ۸۰ سلنه خبریالانې اړ شوې چې خپلې دندې پرېږدي.

دغه سازمان پر افغانستان د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په درشل کې د «طالبانو تر ولکې لاندې نظام کې خبریالي» تر سرلیک لاندې لیکلي، نیمایي رسنۍ چې په ۲۰۲۱ کال کې یې شمېر ۵۴۷ ته رسېده تړل شوې دي.
دغه بنسټ د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې د شمېرو پر بنسټ راپور ورکړی، چې د ۱۵۰ ټلویزیوني شبکو له ‌‌‌‌‌‌ډلې نږدې اویا هغه یې فعاله دي.
دا رنګه له ۳۰۷ را‌‌‌‌‌‌ډیویي سټيشنونو له ‌‌‌‌‌‌ډلې یوازې ۱۷۰ یې خپرونې کوي او د ۳۱ خبري اژانسونو څخه ېوازې ۱۸ هغه یې پاتې دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان په کابل کې د یو مېشت خبریال له قوله لیکلي:« د طالبانو اصلي دنده سانسورول دي. طالبان د خپلو سیاستونو پر ضد هیڅ مخالفت نه شي زغملی، موږ دلته هېڅ ملاتړی نه لرو. موږ همدومره پوهیږو، چې د هغوی هرې خبرې ته باید غاړه کېږدو.»

په راپور کې دا شان راغلي، چې په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د ظلمونو او سانسور لګولو له امله ترهېدلي او سخت نهیلې شوي دي.
د راپورونو له مخې ‌‌‌‌‌‌ډېری خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د زیات زور زیاتي او ځورولو له امله اړ وتي، چې له هېواده وتېښتي.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ سازمان نۍ مشر ظریف کریمي وویل، سیمه ییزې رسنۍ د لګول شویو بندیزونو له امله نهیلې شوې او په وینا یې که وضیعت همدغه شان روان وي، نو ګڼ رسنیز بنسټونه به دې ته اړ شي چې خپل ورونه وتړي.
د طالبانو د پراخو بندیزونو په لړ کې وروستی ګام دا و، چې د چنګاښ په مېاشت کې یې د ننګرهار ولایت د همېشه بهار په نوم ټلویزیوني او را‌‌‌‌‌‌ډیویي خپرونې بندې کړې.

یوه خبریاله وایي، په رسنیو کې کار کول د هغوی لپاره ورځ تر بلې سختېږي. د هغې په خبره دا چې هغه مېرمن ده، په ځلونو داسې پېښ شوي ځينو پېښو ته خبري پوښښ ور نه کړای شي.
د هغې په وینا، خبریالانې د دې پر ځای چې د مېز تر شا بندیانې پاتې شي ښه دا ګڼي د خبر خونې پر ځای په کور کې کښیني.

محمد محقق: طالبان د امریکا لوبتوکي او د خلیلزاد په لاس کې دي

۱۹ زمری ۱۴۰۲ - ۱۰ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۱۵ GMT+۱

د مقاومت شورا غړی محمد محقق وايي، چې له سیاسي مخالفینو سره د طالبانو مذاکره نه کول به د امریکا د پخواني استازي په مداخلې سره حل شي. هغه وويل: "طالبان د خليلزاد په لاس کې دي. که هغه ووايي چې مذاکره وکړئ، مذاکره کوي او که ووايي چې مذاکره مه کوئ، نه یې کوي".

محقق د پنجشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور «مستقیم اشغال» وباله او ویې ویل، چې «هغوی اوس هم په غېر مستقیم ډول» پر افغانستان واکمن دي. طالبان د لوبتوکي او یو نیابتي ځواک دی.

محمد محقق له هغو سیاسي مشرانو څخه دی، چې د کرزي او محمد اشرف غني حکومت کې یې لوړ مقامونه درلودل. په هغه وخت کې طالبان د امریکا د حکومت پر ضد جنګېدل او واکمن سیاستوال یې د «امریکایي اشغال سره په ملګرتیا» تورنول.

محمد محقق د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته له هېواده بهر ژوند کوي او یو هغه مهم سیاستوال دی، چې له طالبانو سره د خبرو اترو هیله مندي لري.

هغه زیاته کړه، اوس مهال په افغانستان کې د سیاسي کړکیچ د له منځه وړلو لپاره د حل لاره له طالبانو سره خبرې اترې دي او هغه خبرداری ورکړ؛ که دوی خبرې ونه کړي «نورې لارې چارې به ولټوو».

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د طالبانو له مخالفو رهبرانو غوښتي، چې کابل ته ولاړ شي او له طالبانو سره خبرې وکړي.

نوموړي په دې ځانګړې مرکه کې زیاته کړې، چې د طالبانو د مخالفو رهبرانو لپاره دا یوه موثره طریقه ده، چې کابل ته لاړ شي او له طالبانو سره د اساسي قانون او د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو په اړه خبرې وکړي.

محمد محقق د خلیلزاد د خبرو په غبرګون وویل: "د ښاغلي خلیلزاد خبرې هوایي او پخوانۍ خبرې یې هم دروغ ختلې دي".

د مخکښو سیاستوالو په منځ کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې دي.

محقق ویلي که دوی کابل ته راستانه شي نو د کرزي او عبدالله له برخلیک سره به مخ شي.

محقق وویل: «ښاغلی کرزی تر څارنې لاندې دی، زنداني دی. ښاغلی کرزی له هېواده بهر سفر نه شي کولی. همدا راز د ډاکټر عبدالله تګ راتګ هم محدود دی» او طالبان هغوی ته په سیاسي چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ده ورکړې.

هغه زیاته کړه: "طالبان یوازې یو ګوند غواړي، چې هغه طالب ګوند دی او ټول واک باید د دوی په لاس کې وي."