• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې اوږدې وچکالۍ بشري ناورین لا پسې ژور کړی دی

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۰ GMT+۱

د رویټرز د راپور په حواله په افغانستان کې اوږد مهاله وچکالي د کروندګرو او خوړو امنیت زیانمنوي او انساني ناورین لا پسې ژوروي. د هوا د کیفیت د نړیوال ګراف له مخې، افغانستان د نړۍ شپږم هېواد دی چې د اقلیم د بدلون له ګواښونو سره مخامخ دی.

رویټرز په هغه راپور کې چې د جمعې په ورځ (د زمري ۲۰مه) خپور شو لیکلي، چې د اقلیمي کارپوهانو په وینا، وچکالي به د اقلیم له بدلون سره شدت ومومي او د اوبو پر سرچینو به د فشار د زیاتوالي لامل شي.

افغانستان د اوبو لګولو د کمښت پرمهال، په غرونو کې د واورو په ویلې کیدلو بسیا دی چې سیندونه وبهوي او په دوبي کې کروندو ته اوبه ورکړي.

د اوبو د منابعو او چاپېریال ساتنې کارپوه او د جرمني د فدرالي لارو د انجنیرۍ او اوبو د څېړنو د انستیتیوت څېړنیز مرستیال نجیب الله سدید وايي، د تودوخي د زیاتوالي او د واورې او باران کمښت د دې لامل شوی چې د پخوا په څېر سیندونو ته اوبه نه رسیږي.

ښاغلي سدید ټینګار کړی، که د افغانستان کرنه د اقلیمي بدلون له امله اغیزمنه شي، ناخالص اقتصاد به کم شي.

پر اقلیمي بدلونونو او ګواښونو سربیره، افغانستان د خوړو د خوندیتوب په برخه کې یو داسې هېواد دی چې د ناخالصو تولیداتو ۳۰ سلنه یې له کرنې څخه ترلاسه کیږي.

خو په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ دوه کاله پوره کېدو سره د کرنې ستونزې د دې ډلې د حکومت له اصلي ننګونو څخه دي.

په روان کال کې د بشري مرستو کمی او د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسمیت نه پیژندلو سره مرستندویان او ډیپلوماټان وایي، چې د دغو ستونزو هوارولو لپاره د پراختیایي مرستو کچه محدوده ده.

د طالبانو اداره د ۲۸۰ کیلو مترو په اوږدوالي یو کانال جوړوي چې د هېواد ټولو شمالي ولایتونو ته د خړوبولو لپاره اوبه رسولی شي، خو د دغه کانال بشپړېدل به کلونه وخت ونیسي خوګاونډي هېوادونه د اوبو د غیر عادلانه وېش او انحراف په اړه اندېښمن دي.
په افغانستان کې د اوبو کمښت یو له مهمو ننګونو څخه دی. څه موده وړاندې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ویلي و، چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې او هېواد د اوبو له کمښت سره مخ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په دغه هېواد کې د اوبو او فاضله موادو د بحران د حل لپاره ۴۷۹،۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ کورنیو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

واشنګټن پوسټ: د جمهوریت له پرځېدو ۲ کاله وروسته ۱۵۰ زره افغانان د امریکا ویزې ته په تمه دي

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۱۳ GMT+۱

پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ د دویمې کلیزې په درشل کې امریکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ وايي، ۱۵۰ زره افغانان د امریکا د کډوالۍ ځانګړو ویزو د ترلاسولو لپاره له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د جګړې مهال ملګرو ټولنه وايي، د دې ټولو کسانو د غوښتنلیکونو څېړل ممکن ۳۱ کاله وخت ونیسي.

د لوتران کډوالۍ او پنا غوښتنې خدمتونو مشر کریش اومارا ویګناراجا وايي، د امریکا د پنا غوښتنې بهیر ډېر پڅ روان دی او تر لسو کلونو په تمه پاتې کېدل یوه عامه چاره ده.

هغه زیاتوي، د افغان کډوالو پر وړاندې بل خنډ دا دی چې د طالبانو په واکمنېدو پسې ډېری افغانان د نورو هېوادونو امن ځایونو ته ولېږدول شول ترڅو د امریکا ویزې ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په لسګونو زره افغان پناغوښتونکو کې دغه هېواد تراوسه شپږ زره ۸۶۲ افغان کډوال منلي، چې ډېری پکې «د اول او دویم لومړیتوب کډوالۍ ځانګړي پروګرام اړوند» اړوند کسان دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن څه مهال مخکې وویل، چې دغه هېواد د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې نږدې ۲۴ زره افغانانو ته نوي استوګنځي ورکړي دي.

هغه په امریکا کې افغانانو ته د نویو استوګنځیو ورکړه وستایله، خو ټینګار یې وکړ چې دا کار دوام لري.
خو د افغانستان د رغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې یا سیګار د افغان کډوالو د لېږد او دوی ته د ویزېو په ورکړه کې پر پڅ بهیر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې «اداري ګډوډۍ او د کارمنانو کمښت په وخت د افغان کډوالو د خوندي کولو په برخه کې د امریکا ژمنې کمزورې کړې او زرګونه ملګري افغانان له خطر سره مخ دي.»

واشتګټن پوسټ لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ځینې اسنادو تر ردېدو وروسته په پاکستان کې مېشت د امریکايي وېزې غوښتونکي افغانان بې برخلیکه دي. ځکه دوی د وېرې او اندېښنې له امله خپل سندونه له منځه وړي او اوس د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کوم سند نه لري.

یوه امریکايي چارواکي هم ویلي: «دا افغانان ښايي کلونه په ډېر خطرناک حالت کې منتظر پاتې شي.»

د افغان حکومت تر پرځېدو وروسته امریکا له ۷۰ زرو ډېر افغانان ولېږدول، خو څه مهال مخکې په پاکستان کې ا فغان کډوالو یوه پرانیستي لیک کې پر سپینه ماڼۍ او کانګرس د دوی د قضیو د ځنډېدو له امله اعتراض وکړ.

دوی په پاکستان کې د ژوند بد شرایط او له دغه هېواد د اېستلو وېرې ته په اشاره د دې قضیو د چټکولو غوښتنه وکړه.

دوی ویلي ژمنه ور سره شوې وه چې له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو کې به ومنل شي، خو د دې وخت تر تېرېدو وروسته هم بې برخلیکه دي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ: طالبان د کورنیو رسنیو منځپانګه په کلکه څاري او کنټرولوي یې

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۳۵ GMT+۱

د امریکا د سولې انسټیټیوټ د طالبانو واکمنۍ کې د کورنیو او بهر کې افغان رسنیو د وضعیت په اړه یو راپور لیکلی دی. د راپور له مخې طالبان د کورنیو رسنیو منځپانګه په کلکه څاري او کنټرولوي. همداراز هغه معلوماتو ته لاسرسی محدودوي چې د دې ډلې په ضرر وي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۹مه) خپور شو، ویل شوي چې طالب چارواکي د ازادو رسنیو په تړاو له کوم قانوني بنسټ پرته دا رسنۍ سانسوروي.

دغه بنسټ لیکلي، چې حتی د طالبانو ځینې ولایتي چارواکي غواړي د رسنیو محتوا له خپریدو مخکې چک او تایید کړي.

د دغه راپور له مخې، طالبانو د هشت صبح اواطلاعات روز ورځپاڼې، کابل نیوز ټلویزیون، ازادي راډیو، بي بي سي او دویچه ویله په ګډون د یو شمېر ملي او نړیوالو خبري سرویسونو فعالیتونه هم بند کړي دي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ وايي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت په دوره کې د ډله ییزو رسنیو د قوانینو له منځه وړلو له خبریالانو سره د قانوني چلند پولې له منځه وړې چې له امله یې خبریالان د غچ اخیستنې، وهلو او ځورونې پر مهال قانوني خوندیتوب نه لري.

دغه انستيتوت د رسنيو د راپورونو په حواله ليکلي، د رسنيو د کارکوونکو د نيونې، تاوتريخوالي او ناڅاپي بريدونو له درې سوه زياتې پېښې ثبت شوې دي.

طالبان د ۲۰۲۱ میلادې کال د اګست میاشت کې کله چې بیا واک ته ورسیدل، بېلابېل فرمانونه او لارښوونې یې صادرې کړې او د خپلې خوښې «اخلاقي او اسلامي» مسایل په رسنیو تپي. لکه پر ښځینه ویاندویانو د خپرونو پر وخت په زوره مخ پټول.

رسنیو په وړاندې د طالبانو "د خپلې ګټې" کړنلاره

د امریکا د سولې انسټیټیوټ لیکلي، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د رسنیو پر وړاندې داسې تګلاره غوره کړې چې د فعالیت اجازې ورکولو په بدل کې ترې ناوړه ګټه پورته کړي.

دغه انسټیټیوټ لیکلي، چې دوی دې کړنلارې سره له رسنیو د خپل تبلیغ، خپل فکر دودولو او مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د وسلې په توګه کار اخلي.

په راپور کې ویل شوي، "د رسنیو په برخه کې د طالبانو فکر یوازې خپلو ګټو ته دی او دیموکراتیکو ارزښتونو ته درناوی نه کوي. دوی د خپل فعالیت پر مهال یې د خبریالانو په ګواښلو، بریدونو او حتی په ډله ایزه توګه وژلو ډده نه ده کړې.

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د رسنیزو فعالیتونو ځنډول

دغه بنسټ د رسنيو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو پر حواله ليکلي، چې تر دې دمه ۴۰ سلنه رسنۍ (۲۰۰ رسنۍ، د ۵۵ تلويزيوني چينلونو، ۱۰۹ راډيوګانو، ۲۱ خبري اژانسونو، ۱۵ ورځپاڼو په شمول) د طالبانو د ظالمانه سیاستونو او مالي ستونزو له امله د خپلو فعالیتونو بندولو ته اړ شوې دي.

د راپور له مخې د رسنیو د فعالیت بندیدل د دې لامل شوو چې ۶۰ سلنه خبریالان خپلې دندې له لاسه ورکړي. په راپور کې دا هم راغلي، چې ۶۷ سلنه خبریالانې په کور ناستې دي او له هغو ۵۴ رسنیو چې د ښځو له خوا اداره کیدې، لسو ادارو ته راټیټې شوې دي.

دغه انسټیټیوټ وايي، اوس مهال پر ملي رسنیو سربېره، دیریش ټلویزیوني چینلونه او سل راډیو ګانې فعالې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ښځې له زدکړو اوپه ډېرو برخو کې له کار کولو منع شوې دي. د امریکا د سولې انسټیټیوټ ویلي چې رسنۍ یو له هغو څو ځایونو څخه دي چې ښځې اوس مهال پکې کار کوي.

همدا راز، د امریکا د سولې انسټیټیوټ د طالبانو د ځپلو په لړ کې د افغانستان رسنیزې ادارې د «هیلو څراغونه» بولي او زیاتوي؛ د دوی د فعالیت او مقاومت دوام د پام وړ دی.

په جلاوطنۍ کې د رسنیو راڅرګندیدل

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ او پر رسنیو او ازادو اطلاعاتو په بهیر د پراخو محدودیتونو لګولو وروسته، د پام وړ رسنۍ له هېواد څخه بهر ولیږدول شوې چې له بېلابېلو هېوادونو څخه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ لیکلي؛ په جلا وطنۍ کې د افغاني رسنیو ظهور د طالبانو د ځپلو او د زیات شمېر رسنیو د بندولو مخه نیولی شي. د دې ادارې په وینا: دا رسنۍ له «قوي او انتقادي» غږ سره راڅرګندې شوې دي.

له افغانستان څخه د کورنیو رسنیو پر وتلو سره بېره،له تېرو دوه کلونو را په دې خوا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، یو شمېر رسنیو له هېواد څخه بهر خپل فعالیتونه پیل کړل.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ زیاته کړې چې په جلاوطنۍ کې رسنۍ د طالبانو د ناسمو معلوماتو د کمپاین په مخنیوي او د کره خبرونو په ژر خپرولو کې مهم رول لوبوي. د راپور له مخې، دا کار وروسته محلي رسنیو کې د پوښښ لپاره لار هواروي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ د رسنیو له اتحادیو او د بشري حقونو له بنسټونو چې پر طالبانو فشار راوړي، وغوښتل چې د رسنیو اړوند پېښې وڅاري او د خبریالانو د نیولو، وهلو او ځورونې په پېښو کې دې د خبریالانو له حقونو دفاع وکړي.

د پکتیکا د جمهوریت مهال مرستیال والي: ځايي طالبانو مې ورور تښتولی او بیا وژلی دی

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۲ GMT+۱

د پخواني حکومت پرمهال د پکتیکا مرستیال والي وايي، طالبانو پرون د دغه ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د نوموړي ورور محمد یاسین لومړی تښتوالی او وروسته یې وژلی دی. سرچینو هم افغانستان انټرننشل ته وویل، طالبانو څو تنه ددې پيښې په تړاو نیولي دي.

د تېر حکومت پرمهال د پکتیکا مرستیال والي محمد ابراهیم نن - اسد ۲۰ مه- افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ورور یې څو ورځې وړاندې په یوسف خیلو ولسوالۍ کې ځايي مخ پټو طالبانو تښتولی و او پرون یې مړی پیدا شو.

محمد ابراهیم زیاتوي، ورور یې په تېر جمهوریت او اوس د طالبانو تر کټرول لاندې د دفاع وزارت اړوند نظامي پوهنتون محصل و.

نوموړی وايي، له چاسره شخصي دوښمني نه لري او نه یې هم ورور په پخواني نظام کې کاري مخینه یا سابقه لري.

په پکتیکا کې د طالبانو سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې څو طالبانو محمد یاسین وژلی او د هغه په قتل کې ښکېل څو کسان یې له یوه موټر سره نیولي دي.

دوی زیاتوي چې د دې پيښې په اړه څیړنې روانې دي.

د وژل شوي محمد یاسین کورنۍ له طالبانو انصاف او د نوموړي وژونکو ته علني سزا غواړي.

په دې وروستیو کې د پکتیکا اوسیدونکي شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې ځايي طالبان په خپلسر د پخواني حکومت نظامیان او قومي مشران ځوروي او په مرموز ډول یې وژني.

د طالبانو لخوا د پخوانيو نظامیانو او مامورنیو د زنداني کولو او وژلو په تړاو اندېښنې موجودي دي.

د نړيوالو څارونکو د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو واک ته رسیدلو او د دې ډلې د مشر له خوا د عمومي بښنې اعلان سره سره طالبانو ګڼ شمیر پخواني نظامیان او حکومتي مامورین زنداني کړي او یا هم وژلي دي.

دې وروستیو کې یوه طالب چارواکي ته منسوب داسې وټسپ غږ هم لاس په لاس کېږي چې پکې د پخوانیو امنیتي ځواکونو وژل روا بولي.

امرالله صالح وایي، زلمی خلیلزاد د طالبانو انلاین سلاکار دی

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۳۳ GMT+۱

امرالله صالح له افغانستان انټرنشنل سره د زلمي خلیلزاد د مرکې په غبرګون کې ویلي، چې ښاغلي خلیلزاد ډېر ځله ویل چې په عاطفه او احساس کې افغان او په ماموریت او تابعیت کې امریکایی دی.

صالح په یوه ټویټ کې لیکلي، چې ښاغلی خلیلزاد اوس د مجازي نړۍ له لارې د طالبانو په سلاکار بدل شوی او خپلې کړنې توجیه کوي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د دویمې کلیزې په درشل کې د امریکا پخواني استازي له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې د طالبانو له مخالفو سیاسي مشرانو وغوښتل چې کابل ته ولاړ شي او له طالبانو سره خبرې وکړي.

په دې مرکه کې زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې طالبان او په افغانستان کې نور لوبغاړي باید پر یوه ټولشموله حکومت او اساسي قانون توافق وکړي.

نوموړي د خپلې مرکې په یوه برخه کې چې د شنبې په ورځ (د اسد ۲۴مه) به له افغانستان انټرنشنل ټلویزیون خپره شي، ټینګار وکړ چې که د طالبانو د مخالفینو مشران فکر کوي چې امریکا به بیا پر طالبانو برید وکړي او د دوی د ساتلو لپاره به خپل ځواکونه واستوي، خو دوی غلط دي او دا دوره پای ته رسیدلې ده.

د پخواني افغان ولسمشر مرستیال امرالله صالح پر طالبانو د امریکا بیا حملې ته په اشارې سره لیکلي چې په امریکا باندې د مقاومت باور یوه ستراتیژیکه تېروتنه وه چې د مقاومت جوړښت او ټولنیز بنسټ یې کمزوری کړ.

ښاغلي صالح زیاته کړه، موږ پر هغو ارزښتونو باور درلود، چې امریکا پرې پښه کېښوده او د دوحې تړون له مخې یې چې له شرموونکې دسیسې پرته بل څه نه و افغان ولس او خپل متحدین له شا په توره ووهل.

د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر زیاته کړه، چې د دوحې په تړون کې امریکا د افغانستان پخوانی حکومت او ولسي بنسټونه له پامه وغورځول «طالب یې ځواکمن کړ او افغانستان یې د پاکستان په ګټه یوې نیابتي او جهالتپالې ډلې ته وسپاره»

ښاغلي صالح ویلي دي چې د امریکا په سیاست کې دا " ناانډوله بدلون" کیدای شي د امریکا د ګټو لپاره کار ور کړي، خو د هغه په ​​باور له اصولو او قانونيت پرته دا بدلون د انسان له بنسټیزو ارزښتونو سره په څرګند ټکر کې دی.

هغه زیاته کړه چې د امریکا او د هغې د غربي متحدینو په خبرو او بیانیو بیا باور کول د مار د مخ ښکلولو په څیر دي.

ښاغلي صالح په ټویټر کې د خپل یادښت په یوه برخه کې لیکلي چې زلمي خلیلزاد د دوحې د هوکړې په لاسلیکولو او له طالبانو سره د اتحاد او افغانستان دې نیابتي او ملي ضد ډلې ته سپارلو سره ثابته کړه چې د وطن سره د مینې په نوم هېڅ شی نشته. لږترلږه د هغه په ​​​​ذهن کې نه.

امرالله صالح زلمی خلیلزاد «چلباز » بللی دی.

ایرانی چارواکی : افغانستان د اېس یا ښیښې د تولید په اصلي سرچینه بدل شوی

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۲۱ GMT+۱

د ایران د نشه يي توکو ضد مبارزې رییس وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید زیات شوی او دا هېواد د «اېس» یا ښیښې د تولید په اصلي سرچینه بدل شوی دی. ایرج کاکاوند ویلي، دا مسله په نړیواله کچه د نه جبرانېدونکي ټولنیز تاوان سبب ده.

د راپورنو له مخې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د «اېس» یا ښیښې څکول او قاچاق زیات شوی دی.

د تېر جمهوریت چارواکو ادعا کوله چې دا ډول نشه یي توکي له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېږي.

خو اوس د ایران د نشه يي توکو ضد ادارې مشر وايي، چې دا نشه يي مواد له افغانستانه ایران ته قاچاق کېږي.

د ایسنا د راپور له مخې، ایرج کاکاوند د دغه توکي د تولید پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او له قاچاق سره یې د سختې مقابلې غوښتنه وکړه.
نوموړي له روسیې هم غوښتي چې له افغانستان د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوی په مبارزه کې ور سره معلومات شریک کړي.

ښیښه یا متامفتامین د بورې په شکل سپین رنګه مواد دي چې په بهرنیو هیوادونو کې ورته ایس وايي خو په افغانستان کې پر ښیښې مشهور دي.

روغتیاپوهان وايي د ښیښې څکول انسان کې د خوشالۍ حس پیدا کوی، خو دا یوه خطرناکه نشه ګڼي چې دوامدار استعمال سره روږدي کسان د مرګ خواته نژدې کوي.