• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بریتانیا ته پر لار د کښتۍ ډوبېدو کې یو افغان او ۵ نور کسان مړه شول

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۹ GMT+۱

بریتانیا ته پر لار د بې قانونه کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د یوه افغان په ګډون ۶ کسان مړه شول فرانسوي چارواکو ویلي، پېښه د شنبې په سهار وختي مانش کانال کې شوې او لا هم د ورکو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د فرانسې سمندرساتې ادارې یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې لا هم دوه کسان ورک دي او ۵۵ نور ژغورل شوي دی.

چارواکو ویلي څلورو فرانسوي کښتیو او یوې چورلکې او دوو بریتانوي کښتیو د ژغورنې په هڅو کې برخه اخیستې او ځینې ژوندي پاتې کسان هم د بریتانوي کښتیو لخوا ژغورل شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې هم ۲۷ بې قانونه کډوال په مانش کانال کې د بېړۍ ډوبېدو له امله مړه شول.

د بریتانیا د رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د مانش کانال له لارې له دغه هېواد ته تر یو لکو ډېر بې قانونه کډوال اوښتي دي.

تېر مارچ کې فرانسوي چارواکو له هغه وروسته بریتانیا ته د بې قانونه کډوالو د تګ د مخنیوي لپاره ګزمه او نورې هڅې زیاتې کړې چې لندن دغه هېواد ته په کال کې د میلیونونو ایرو د ورکړې ژمنه وکړه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په کابل او تخار کې ښځو یو ځل بیا د طالبانو پرضد مظاهرې وکړې

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۹ GMT+۱

له افغانستان را رسېدلي راپورونه وايي، په کابل او تخار کې د ښځو دوو ډلو د شنبې په ورځ یو ځل بیا د طالبانو د «ظالمانه سیاستونو» پر ضد مظاهرې وکړې.افغانستان انټرنشنل ته له کابل څخه سرچینو وویل، چې طالبانو دې ښار کې له مظاهرې په خبریدو سره د معترضو مېرمنو د غونډېدو پر ځای برید وکړ.

همداراز افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو انځورونو کې لیدل کیږي چې مظاهره کوونکو ښځو د غونډي ځای بدل کړی او په یوه بل سړک خپل پرېکړه لیک لولي.

هغوی یلې د امنیتي ګواښونو له امله یې ونه شو کولی بنرونه پورته کړي.

په ورته وخت کې افغانستان انټرنشنل ته له تخار ولایت څخه داسې ویډیوګانې رسیدلې، چې پکې یوه ډله ښځې په سړکونو د طالبانو پرضد شعارونه ورکوي.

په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې د تخار په سړکونو کې معترضې ښځې په خپلو شعارونو کې وایي: «مرګ پر ظالم، که طالب وي او که لابيګر یې».

«خبرداری، خبر داری، هېره وونکې نړۍ» او «طالبان ظلم کوي، امریکا یې ملاتړ کوي» دا شعارونه هم په تخار کې د اعتراض کوونکو ښځو له خوا ورکړل شول.

همداراز، د افغانستان د ښځو احتجاجي خوځښت د اګسټ پر پنځلسمه د افغانستان د سقوط د کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې یې طالبان یوه «ترهګره او توکمپاله» ډله بللې ده.

په بیانیه کې راغلي، چې د طالبانو په توکمپال حاکمیت کې دوی سا نشي اخیستلی.

خو طالبان تل دا تورونه ردوي او وايي، دوی اسلامي حاکمیت لري او ټولو قومونو ته یې په واک کې ځای ور کړی دی.

طالبان دا هم وايي، چې ښځو ته د اسلام مطابق ټول حقونه ور کوي.

د افغانستان د ښځو احتجاجي خوځښت وایي، افغانستان یوې بې قانونه صحرا ته ورته دی چې خلک یې د مایوسۍ له امله د ځان وژنې او یا هم د تېښتې په فکر کې دي.

دغه مېرمنې وایي؛ د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو هیله د طالبانو د حاکمیت بې قید او شرطه ختمېدل دي.

د طالبانو د زندانونو د تنظیم اداره وايي، ۱۶ بهرنیان ور سره بندیان دي

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د زندانونو د تنظیم ادارې چارواکي وایي، د پنځو ښځو په ګډون ۱۶ بهرنیان د افغانستان په جېلونو کې بندیان دي. دوی د شنبې په ورځ «ملت ته د حکومت حساب ور کول» پروګرام کې دا خبره وکړه، خو د بهرنیو بندیانو د هویت په هکله یې څه ونه ویل.

د ځینې پخوانیو راپورونو له مخې، په بهرنیو بندیانو کې ځینې د امریکا او بریتانیا وګړي هم دي.

د امریکايي بندیانو خوشي کېدل د جولای په وروستیو کې په دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د امریکايي پلاوي د خبرو برخه وه.

د ټام وېسټ او رینا امیري په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو وغوښتل چې دا بندیان « بې شرطه او سملاسي» خوشي کړي.

معلومه نه ده چې څو امریکايي وګړي له طالبانو سره بندیان دي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېر اپرېل کې وویل، چې ۱۷۵ وګړي یې په افغانستان کې پاتې دي.

د نوموړي په خبره، له دوی ځینې د افغان حکومت تر پرځېدو وروسته افغانستان ته تللي دي.

د بریتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې هم تېر اپرېل وویل، چې درې بریتانویان له طالبانو سره بندیان دي.

د باختر اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د جېلونو د تنظیم ادارې چارواکي وایي، چې زندانونو کې یې د بندیانو د وهلو مخه نیولې ده.

د دې ادارې په خبره، په ایران کې په اعدام ۲۵۰ افغانانو حکم یې بند ته اړولی دی.

ازادۍ او مقاومت جبهې په بغلان کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو طالبان یې ردوي

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۵۶ GMT+۱

د افغانستان ازادۍ او مقاومت جبهو په نوم د طالبانو مخالفې وسلوالې ډلې، د بغلان په مرکز پلخمري ښار او د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې دې ډلې ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي. خو په بغلان کې د طالبانو ځايي چارواکي د دې دواړو جبهو دا ادعاوې ردوي.

د افغانستان ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفه وسلواله ډله وايي، د پلخمري ښار په پل معدن سیمه کې یې بېګا د طالبانو پر ګارنېزیون په برید کې دوه طالبان وژلي او څلور یې ټپیان کړي دي.

دې ډلې څو ویډیووې هم نشر کړې چې په تیاره کې چاودنې ښيي، خو ځای یې نه مشخص کېږي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو بله مخالفه وسلواله ډله هم وايي، چې د بغلان په خوست کې یې د طالبانو پر قرارګاه برید کړی او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

دې جبهې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی ښودلی.

خپلواکو سرچینو د دې دواړو جبهو د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي.

په بغلان کې د طالبانو اطلاعات او فرهنګ ریاست هم دا ادعاوې ردوي او وايي، دې ورځو کې د بغلان په مرکز او ولسوالیو کې کومه امنیتی پېښه نه ده شوې.

ایرانی چارواکی: سږکال مو ۲۲۴ زره بې قانونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۳۸ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي یو امنیتي چارواکی مجید شجاع وایي، په روان لمریز کال کې یې دوه لکه ۲۴ زره بې قانونه افغانان له دغه هېواد اېستلي دي. ښاغلی شجاع وايي، افغانستان ته د بې قانونه کډوالو د ستنولو دا شمېر د تېر کال تر ورته مودې ۱۵ سلنه ډېر دی.

د خراسان رضوي دغه سرحدي قومندان وايي، دا افغانان له اسلام کلا سره پر پوله د تایباد له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي.

نوموړي له ایرنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، تېرو پنځو میاشتو کې یې تر ۳۰ زرو هغه کسان هم نیولي چې د ایران له سرحدي ولایتونو یې دغه هېواد ته د ننوتلو هڅه کوله.

خراسان رضوي ولایت له افغانستان سره ۳۰۲ او له ترکمنستان سره ۵۲۱ کیلومتره ګډه پوله لري.

زلمی خلیلزاد: د طالبانو د حکومت راتلونکی لاهم څپ څپانده او ناروښانه دی

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۱۳ GMT+۱

زلمي خلیلزاد د افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې چې بشپړه هغه به یې د زمري په ۲۵مه نېټه خپره شي ویلي:« که په افغانستان کې پر یو تړون هوکړه ونه شي، نو ورسره به د افغانستان راتلونکی د پوښتنې سره مخامخ شي.»

دلته پوښتنه دا پيدا کېږي، چې که دغسې هوکړه نه کېږي نو پایلې به یې د افغانستان د راتلونکې لپاره څه وي؟ هغه مهال به افغانستان د څه وړ برخلیک سره مخامخېږي؟
تر دغه ځایه د خلیل زاد له لیدلوري څو ټکي جوتیږي، لومړی دا چې طالبان د یوه پاییدونکي حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي، او اوسنی حکومت یې څپ څپانده دی؛ ځکه هغه وایي، چې د افغانسنان د خلکو له هوکړې وروسته دې حکومت جوړ شي.
دویمه خبره دا چې د راتلونکو ګامونو په اړه چې ښاغلی خلیلزاد یې یادونه کوي هغه د هغه مشروع حکومت جوړښت دی، چې د افغانستان د خلکو له سلا مشورو وروسته جوړېدای شي، که دا د دودېزې لویې جرګې، ټاکنو او یا هم د ټولپوښتنې له لارې شونې وي. چې هم افغان ولس او هم نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي.
دریمه خبره دا چې که طالبان دغو خبرو ته چې ښاغلی خلیلزاد یې یادونه کوي غاړه نه ږدي، نو سیاسي ګوندونه، قامونه، نورې افغانې ښکېلې غاړې او ان سیمه ییز قدرتونه چې دغلته یې ګټې خوندي دي، لاس تر زنې به نه پاتې کېږي.
سر له همدا اوسه داسې مخالفتونه په راټوکېدو دي چې وايي، واک یوازې یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې، یو قام، یو ګوند او یو توکم ولکه کړی دی.

د تاجکستان له مخالفته پرته چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړ، خو نن سبا د ایران د اسلامي جمهوریت له اړخه هم د مخالفت غږونه اوچتیږي.

همدا نن د هم میهن ورځپاڼې د ایران او طالبانو ترمنځ د شوي تعامل په اړه لیکلي:«ایران دې د طالبانو لخوا ګواښ جدي وګڼي.»
له ایران پرته د روسيې کارپوهانو ژبه او ادبیات هم د طالبانو پر وړاندې مخ په تندېدو دي، او د دغو هېوادونو د دریځونو سختوالی به نورې طالب ضد ټلوالې لکه د افغانستان د ازادۍ او مقاومت جبهې پياوړې او افغانستان به یو ځلې بیا د اخ و‌‌‌‌‌‌ډب پر ‌‌‌‌‌‌ډګر بدل کړي.
له دې امله د خلیلزاد خبرداری او له واکمنې اوضاع څخه د هغه ارزونه چې په خبره یې لا پای ته نه ده رسېدلې او د هغه د څو لسیزو ماموریت ته په کتو، امریکا به د نوموړي خبرې له پامه و نه غورځوي، او تجربو ته په کتو هره پلا چې د افغانستان موضوع د کړکېچ پر لورې کږه شوې نو امریکا سملاسي له خلیلزاده د مرستې غوښتنه کړې ده.