د امریکا په هاوایي ایالت کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۹۳ ته ورسېد

د امریکا د هاوایي ایالت په ماوي ځنګل کې د اورلګېدنې له امله سلګونه ودانۍ سوځېدلې او د مړو شمېره یې ۹۳ تنو ته لوړه شوې ده. چارواکو د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، اور وحشتناک دی او ورکو شویو خلکو پسې د پلټنې او ژغورنې ډلې پلټنې کوي.





