• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انوارالحق کاکړ د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۱۳ GMT+۱

په پلازمېنه اسلام اباد کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي لخوا نوي ټاکل شوي سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ ته سوګند ورکړل شو. په دې ترتیب ښاغلي کاکړ نن ( اسد ۲۳ ) د پاکستان د اتم سرپرست لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

د لوړې په مراسمو كې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير او پخواني لومړی وزیر شهباز شريف هم ګډون کړی و.

انوارالحق کاکړ د پاکستان سنا مجلس سناتور ترڅنګ د بلوچستان د عوامي ګوند غړی او د ایالتي حکومت ویاند هم و.

نوموړی د مسلک له مخې خبریال هم پاتې شوی دی.

په پاکستان ټاکلی حکومت تر خپلې قانوني پنځه کلنې دورې بشپړولو وروسته واک سرپرست حکومت ته سپاري.

سرپرست حکومت ۹۰ ورځېد ټاکنو کمېسون سره په ګډه واک چلوي اوپه ۶۰ ورځو کې ټاکنې کېږي او واک نوي حکومت ته سپارل کېږي

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ: په باجوړ کې یو سرتېری او څلور وسلوال ووژل شول

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۰۲ GMT+۱

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر وایي، د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د عملیاتو پر مهال یو سرتېری او څلور وسلوال وژل شوي او یو وسلوال نیول شوی دي. پوځ نن ویلي، د استخباراتي معلوماتو له مخې امنیتي ځواکونو د باجوړ په چارمنګ کې دا عملیات کړي دي او ولس ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ایکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، پاکستاني پوځ په دې عملیاتو کې، وسلې، مهمات، بمونه او د ځانمرګو واسکټونه هم نیولي دي.

د پاکستان په باجوړ کې پوځ د عملیاتو خبره په داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې په دغه سیمه کې د وسلوالو بریدونه هم ډېر شوي دي.

څلور ورځې مخکې هم د پاکستان حکومت ومنله چې په دې ولسوالۍ کې د پولیسو پر ګزمې موټر د ځانمرګي برید له امله دو سرتېري او پنځه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې هم باجوړ کې د مولانا فضل الرحمن ګوند پر غونډه په ځانمرګي برید کې شاوخوا ۶۳ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شول.

د دې برید مسوولیت داعش – خراسان څانګې پر غاړه اخیستی وه.

د پاکستان ولسمشر ، انوارالحق کاکړ د سرپرست لومړي وزیر په توګه منظور کړ

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۲۶ GMT+۱

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي د دغه هېواد د مشرانو جرګې غړی انوارالحق کاکړ د سرپرست لومړي وزیر په توګه منظور کړ. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د اپوزیسیون مشر راجه ریاض له ولسمشر د انوارالحق کاکړ د منظورۍ غوښتنه کړې وه.

ډاکټر عارف علوي خپل رسمي ټوېټر کې داسې انځور او بیان خپور کړی، چې پکې د نوي سرپرست لومړي وزیر منظورۍ لیک لاسلیکوي.

انوارالحق کاکړ د بلوچستان د عوامي ګوند غړی او پخوا د صوبايي حکومت ویاند هم و.

نوموړی د مسلک له مخې خبریال هم پاتې شوی دی.

ټاکلې ده چې د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر په توګه سبا لوړه وکړي.

په پاکستان ټاکلی حکومت تر خپلې قانوني پنځه کلنې دورې بشپړولو وروسته واک سرپرست حکومت ته سپاري.

سرپرست حکومت ۹۰ ورځې د ټاکنو کمېسون سره په ګډه واک چلوي او په ۶۰ ورځو کې ټاکنې کېږي او واک نوي حکومت ته سپارل کېږي.


اېنټرسېپټ: د امریکا په لمسه، عمران خان له واکه وغورځول شو

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۲۷ GMT+۱

د پاکستان د حکومت د هغو سندونو له مخې چې اېنټرسېپټ ورځپاڼې خپاره کړي ښیي، چې امریکا د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان حکومت وهڅاوه چې عمران خان د اوکراین په خاوره د روسیې په برید کې د هغه د بې پرې توب له امله لرې کړي.

دا غونډه چې په امریکا کې د پاکستان د سفیر او د بهرنیو چارو وزارت د دوو چارواکو تر منځ شوې وه، له تېر یو نیم کال راهیسې یې په پاکستان کې د عمران خان د پلویانو او د پوځي کړیو ترمنځ د سختو نیوکو او کشالو لامل وګرځاوه.
د واک لپاره سیاسي مبارزه د اګست په پنځمه هغه وخت ګړندۍ شوه کله چې ښاغلی خان د فساد په تور په درې کاله بند محکوم شو او هغه یو وارې بیا د دویم ځل لپاره ونیول شو.
د دغه حکم له مخې د پاکستان دغه سیاستوال په وروستیو ټاکنو کې له ګډونه منع کړای شو.

له امریکايي چارواکو سره تر لیدنې یوه میاشت وروسته د پاکستان د حکومت په یوه افشا شوي سند کې په پارلمان کې د نه باور رایه واخیستل شوه چې له امله یې عمران خان له واکه لرې شو.

داسې هم ویل کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د عمران خان د لیرې کېدو وروسته له پاکستان سره د تودو اړیکو ژمنه هم شوې وه.

د "محرم" په نوم دغه سند کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د لیدنې راپور شامل دی، چې په کې د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونلډ لوو او په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسد مجید خان هم شامل دي.

دا سند د پاکستان د پوځ د یوې نامعلومې سرچینې له خوا انټرسیپټ ورځپاڼې ته ورکړل شوی، چې ویلي یې دي، دوی له عمران خان او د هغه له ګوند سره هېڅ تړاو نه لري.

د دغه راپور له مخې امریکا د اوکراین د جګړې په اړه د عمران خان پر بهرنۍ تګلاره اعتراض کړی و.

دا ډیپلوماټیکه غونډه دوه اونۍ وروسته له هغې وشوه چې روسیې پر اوکراین برید وکړ او عمران خان مسکو ته په لاره و، هغه سفر چې واشنګټن یې سخت په غوسه کړی و.

له غونډې یوه ورځ مخکې، خان یوې ناستې ته په وینا کې ویلي وو: "چې موږ د روسیې دوستان او د امریکا ملګري یو. موږ د چين او اروپا ملګري يو. موږ د هیڅ ټلوالې برخه نه یو."

له هغه وروسته ښاغلي لوو خبرداری ورکړ، چې که وضعیت سم نه شي، پاکستان به د خپلو لویدیځو متحدینو له خوا په شا شي.

داسې ښکاري، چې د امریکا پر وړاندې دغه یووالی د پاکستان پوځ ته د ګټې زمینه برابروي.
له هغه وروسته د اګست په ۳ مه یوې پاکستانۍ ورځپاڼې خبر ورکړ، چې پارلمان له امریکا سره د "ګډو پوځي تمرینونو، عملیاتو، روزنې، او تجهیزاتو" په اړه د دفاعي تړون لاسلیک تصویب کړ.

د دغه تړون له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي ملګرتیا پياوړې شي او په هغو پخوانیو پنځلس کلنو تړونونو کې به نور بدلونونه هم راشي چې موده یې په ۲۰۲۰ کال کې پای ته رسیدلې وه.

په کوټه کې د پاکستاني بېرغونو پر پلورونکو چاودنې؛ د دوو پولیسو په ګډون لس تنه ټپیان شوي

۱۹ زمری ۱۴۰۲ - ۱۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۰۴ GMT+۱

ځایي سرچینې وايي، چې د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوټه ښار کې د پاکستاني بېرغونو یوه پلورنځي او یوې لاسي کراچۍ ته لاسي بمونه ورغورځول شوي، چې له امله یې د دوو پولیسو په ګډون لس تنه ټپیان دي.

د کوټې پولیس وايي، چې لومړۍ پېښه تېره ورځ د کوټې پر جواینټ روډ شوې؛ چېرې چې پر یوې لاسي کراچۍ د پاکستان بېرغونه پلورل کېدل.

پولیس وايي، چې د لاسي بم په دغه چاودنه کې د دوو پولیسو او یوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي او بم غورځونکی د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

دویمه پېښه نن پنجشنبه د کوټې د ګلونو په بازار د پاکستاني بېرغونو په یوه پلورنځي کې رامنځته شوې ده، چې له امله یې څلور تنه ټپیان شوي دي.

د کوټې پولیس؛ ځایي رسنیو ته پېښه تاییدوي او وايي، چې نامعلومو وسلوالو د پاکستاني بېرغونو دوکان ته لاسي بم ورغورځولی او په خپله له سیمې څخه تښتېدلي دي.

تر اوسه پورې د دغو دواړو پېښو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د اګسټ څوارلسمه د پاکستان د ازادۍ ورځ ده، له همدې امله په بازار کې د پاکستاني بېرغونو پلور زیات شوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر: د اکثرو طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې دي

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۵۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې واک ته د طالبانو له راتګ سره سره د دې ډلې د ډېرو مشرانو کورنۍ لا هم په پاکستان کې ژوند کوي.

نوموړی زیاتوي، اورېدلي یې دي چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب کورنۍ هم په پاکستان کې ده.

د طالبانو د مشرانو او قوماندانانو کورنۍ له پخواني حکومت او ناټو ځواکونو سره د جګړې پر مهال د پاکستان او قطر په ګډون د سیمې په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتې وې.

په پاکستان کې د طالبانو د کورنیو شتون له دغې ډلې د پاکستان د ملاتړ نښه ګڼل کېده اوپر وړاندې یې ګڼ اعتراضونه شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ را وروسته لا هم څرګنده نه ده چې د طالب مشرانو کورنۍ ولې په پاکستان کې اوسي؟

د پاکستان پخواني سفیر د طالبانو د انزوا په اړه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، د نړۍ هېوادونه لېوال وو چې د طالبانو د واکمنۍ تر «لومړیو اوو میاشتو» پورې له دې ډلې سره کار وکړي.

د هغه په ​​وينا، کله چې طالبانو د نجونو ښوونځي وتړل، له دوی سره د هېوادونو د تعامل کچه راټيټه شوه.

طالبانو د نړۍوالو دوه لویې غوښتنې؛ د نجونو تعلیم او د یوه ټول شموله حکومت جوړول له پامه غورځولي او دا یې خپله داخلي مساله ګڼلې ده.

خو نړۍوالې ټولنې او په تېره بیا لوېدیځو حکومتونو په پرله پسې توګه ټینګار کړی چې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې له دغې ډلې سره د نړۍ د اړیکو پر وړاندې اصلي خنډ دی.

که څه هم پاکستان واک ته د طالبانو په راتګ کې لوی رول لوبولی، خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د پاکستان پخواني سفیر ټینګار وکړ، چې د افغانستان ګاونډیان او نړۍ په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کېدو ته ترجیح ورکوي.

خو طالبانو د خپل توکمیز او ځانګړې ډلې حاکمیت رد کړی او د طالبانو د ریاست الوزرا د ازبک مرستیال عبدالسلام حنفي په څېر اشخاصو شتون یې د ټول شموله حکومت نښه بللې ده. خو دا ټول هغه اشخاص دي چې د طالبانو په ډله پورې تړلي دي.

منصور احمد خان د جمهوري دولت د وروستي ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني د حکومت په وروستیو کلونو کې په کابل کې د پاکستان د سفیر په توګه وګومارل شو او د هغه ماموریت واک ته د له رسېدو وروسته پای ته ورسېد، چې پر ځای یې عبیدالرحمان نظاماني په کابل کې د دغه سفارت شارژدافیر او مشر په توګه وټاکل شو.