رنګین دادفر سپنتا: نړۍوال قدرتونه پر طالبانو د واکمنۍ لپاره له یو بل سره سیالي کوي

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار وايي؛ واک ته د طالبانو د راتګ یو اصلي لامل "اوسنۍ جیوپولیټیکي غوښتنې" دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار وايي؛ واک ته د طالبانو د راتګ یو اصلي لامل "اوسنۍ جیوپولیټیکي غوښتنې" دي.
ډآکتر رنګین دادفر سپنتا پر ایکس (ټویټر) شبکې لیکلي، چې نړۍوال قدرتونه د طالبانو پر ملیشو د لا زیات حاکمیت لپاره سیالي کوي.
د هغه په وينا؛ طالبانو خلک په ژور تمدني شکست اخته کړي، خو د زمري٢٤مه، له "ټولو تيارو او کړاوونو سره د تاريخ پای نه دى."
ښاغلی سپنتا زیاتوي، چې عدالت او ازادي د خلکو په توان او ځواک پر تکیه کولو سره پلي کیږي.
رنګين دادفر سپنتا ليکلي؛ د ډېرو ټولنو په تاريخ کې داسې وحشتناک بدلونونه ليدل کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې "د مظلومو خلکو د ګډ برخلیک څخه په انکار سره تاسو نه شئ کولی د ازادۍ افق ته ورسیږئ. له هدفمند پلان جوړونې او هڅو سره کولې شئ له دې سخت حالت څخه ووځی".
د یادونې وړ ده، چې نن پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره شول.


سرچینې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی. سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دا پېښه نن سې شنبه (د زمري ۲۴مه)د تالقانو ښار په دویمه امنیتي حوزه کې رامنځته شوې ده. د طالبانو سېمه ایزو چارواکو دا پېښه تایید کړې ده.
اسپوتنیک خبري اژانس ته د ملي مقاومت په نوم جبهې تایید کړې، چې د تخار په تالقانو ښار کې نننۍ چاودنه د دې جبهې د ځواکونو کار و، چې د طالبانو د ځواکونو یو موټر یې په نښه کړ.
بلخوا د تخار د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند مبین صافي وایي، چې چاودېدونکي توکي په یوه «ویټز» ډوله شخصي موټر کې ځای پر ځای شوي وو او په برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
صافي زياته کړه، لومړنيو څېړنو ښودلې، چې چاودنه د شخصي دښمنۍ له امله شوې ده.
خو اسپوتنیک اژانس زیاتوي؛ چې په دې چاودنه کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د دغې ډلې پنځه تنه جنګيالي ټپيان شوي دي.

د هالیووډ سینما وتلې فلمي ستورې او د کډوالۍ د چارو فعاله انجلینا جولي د زده کړو فعال مطیع الله ویسا ته په یوه لیک کې د هغه په نیول کېدو حیرانتیا څرګنده کړې او هیله یې ښودلې، چې یوه ورځ به ورسره وویني.
د دغه لیک یوه کاپي د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې؛ پکې مېرمن جولي د مطیع الله ویسا د خلاصون هیله څرګنده کړې ده.
نوموړې ویسا ته ویلي: " له ټولو هغو کسانو سره یو ځای، چې ستاسو د خلاصون او د نجونو لپاره د زده کړو په اړه د ټولو بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه کوي؛ خپل اواز پورته کوم تر څو تاسې بېرته د دې جوګه شئ، چې خپل دغه مهم کار ته دوام ورکړئ."
انجلینا جولي؛ په دغه لیک کې زیاتوي، چې د مطیع الله ویسا په څېر د داسې یوې ورځې خوب ویني، چې پکې د افغانستان هر ماشوم وشي کولی په ازاده توګه ښوونځي او پوهنتون ته لاړ شي.
نوموړې په دغه لیک کې ویلي، چې د افغانستان په زندانونو کې ښوونکي، خبریالان او د بشري حقونو مدافعین ځای نه لري. هغه زیاتوي: " تاسو او د مدني حقونو ټول هغه فعالان چې پرته له کوم تور څخه په زندان کې ساتل شوي یاست، ځای مو ستاسو په خپله ټولنه کې دی، چېرته چې تاسو د افغانانو لپاره ډېر ښه او غوره کار کوئ."
د هالیووډ دغه وتلې فلمي ستورې په داسې حال کې د مطیع الله ویسا په نوم لیک لیکي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني دوه کلنه شوه، خو په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار لا هم بندیزونه موجود دي.
طالبانو د قلم لارې ټولنې مشر مطیعالله ویسا د روان کال په مارچ میاشت کې په خپل کور کې ونیو او تر اوسه د دوی په زندان کې دی.
د یادونې وړ ده، چې انجلینا جولي د فلم ستورې تر څنګ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په چوکاټ کې نېږدې دوه لسیزې کار کړی دی.

د طالبانو د دفاع وزیر که څه هم د پاکستان نوم نه اخلي؛ خو وايي ځیني هېوادونه په خپل پوځ او استخباراتي ادارو ميلیاردونه پيسې مصرفوي خو بیا هم نه دي توانیدلي چې خپل امنیت خوندي کړي او پړه پر افغانستان اچوي.
ملا یعقوب دا خبرې نن سه شنبه ( د زمري۲۲ مه ) د طالبانو د دوه کلنۍ بریا په نمانځغونډه کې وکړې.
د طالبانو دفاع وزیر، چې د ملي دفاع وزارت په یوه تالار کې یې سلکونو نظامي لباس پر تن طالبانو ته خبرې کولې وویل؛ دوی هیچا ته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
یعقوب وايي؛ ځیني هېوادونه غواړي د خپل ملت په سترګو کې خاورې واچوي او د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان اچوي.
هغه په غیرمستقیم ډول پاکستان ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دوی دې خپل مسوولیت وپېژني او د خپل هېواد امنیت دې وساتي.
نوموړی زیاتوي، چې دوی څو ځله د دغو هېوادونو ادعاوې رد کړي؛ خو دوی بیا هم خپلو تورونو ته ادامه ورکړې ده.
د هغه په خبره؛ دغه هېواد غواړي نړۍ ته پېغام ورکړي، چې افغانستان ستاسو لپاره هم خطر دی.
ملا یعقوب وايي؛ دا ځل به د افغانستان د جغرافیې دښمنان دا ارمان ګور ته یوسي چې یو ځل بیا افغانستان ته ستونزې راوړي او د خپلو اقتصادي ګټو لپاره افغانستان بیا ناامنه کړي.
له دې وړاندې پاکستاني چاوراکو خبردارۍ ورکړی و، چې پاکستاني طالبان به په افغانستان کې دننه په نښه کړي.
ملا یعقوب د کوم هېواد نوم نه اخلي؛ خو وايي ځینې هېوادونه په بېلابېلو نومونو د افغانستان پر ضد ډلې جوړوي تر څو د افغانستان امنیت خراب کړي.
څېړونکې وايي، چې اوس مهال پاکستان د افغانستان د ناامنه کولو لپاره داعش ډلې ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی ترڅو یې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جکړې لپاره اماده کړي، چې دغه کار د طالبانو د مشرانو غبرګونونه راپارولي دي.

د جمعیت ګوند اجراییوي رییس عطا محمد نور د جهادي مشرانو په اړه د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني استازي زلمي خلیلزاد څرګندونې ناسمې وبللې.
نوموړي نن سې شنبه د (زمري ۲۴مه) له افغانستان انټرنشنل راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي، چې خلیلزاد اوس یو عادي شخص دی او په داسې موقف کې نه دی، چې د افغانستان جهادي مشرانو ته دنده وسپاري.
ښاغلي نور په لومړي ځل خپلې سیاسي تېروتنې بیان او په خپلو تېروتنو پښېماني ښکاره کړه.
عطا محمد نور؛ د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې له حنیف اتمر سره پر اتحاد، د بې وسلې کولو پروسې ته د وسلې پر سپارلو، کابینې ته د فاسدو وزیرانو پر معرفۍ او د ډاکتر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته له ازبېکو، هزاره ګانو او پښتنو سره په کړې جګړه پښېماني څرګنده کړه او دا یې خپلې تېروتنې یادې کړې.
نوموړي د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح له امریکایانو څخه د پېسو په اخیستو او د تورو پېسو په سپینولو تورن کړ او ویې ویل؛ که چېرې امر الله صالح له دغه کاره انکار کوي، چمتو دی چې نور جزییات روښانه کړي.
عطا محمد نور وايي: “سره له دې، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا د ټولو طالب ضد شخصیتونو په ګډون جوړه شوې ده، خو احمد مسعود له دغې شورا سره لېوالتیا نه لري او تر ډېره په غونډو کې ګډون نه کوي”.
په دې ځانګړې مرکه کې ښاغلی نور د امریکا پر سیاستونو د نیوکې تر څنګ وايي؛ که طالبان د سولې په اهمیت پوه نه شي او ستونزه د سیاسي مذاکراتو له لارې حل نه کړي، د امریکا له مخالفت سره - سره به د دې ډلې پر ضد جګړه پیل کړي.
افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه، چې په دې اړه د وروستي جمهوري دولت د پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح نظر را واخلي، خو د خبر تر خپراوي پورې یې د هغه نظر تر لاسه نه کړ.

په اسلام اباد کې میشتو افغان کډوالو نن سې شنبه (د زمري ۲۴مه) پر افغانستان د طالبانو په واکمنیدو نیوکه وکړ. اعتراض کوونکو له نړۍ او نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان خلک دې په دې حساس تاریخي وخت کې له یاده نه باسي.
اعتراض کوونکو دا اعتراض «د پیوستون اونۍ» په ملاتړ چې د اګست له ۱۲مې تر ۲۰مې نېټې پورې په ټوله نړۍ کې جوړېږي، کړی دی.
دې اعتراض کوونکو د یوه پریکړه لیک په خپرولو ویلي: «موږ نن د دې لپاره سره یوځای شوي یو تر څو د هغو افغانانو رسا غږ شو چې په سختیو کې ژوند تیروي. ټولو د افغانستان خلک هیر کړي دي او نړۍ د افغانستان سیاسي مسایلو ته د نندرچیانو په څېر ګوري».
هغوی په پریکړه لیک کې له نړۍ او نړۍوالې ټولنې غوښتي چې له ترهګرو ډلو سره دې له دوه ګوني چلند څخه کار نه اخلي. دا په داسې حال کې ده چې د د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ څو ورځې مخکې هم له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره دې هیڅ ډول جوړجاړی نه کوي.
په پریکړه لیک کې راغلي «موږ د نړۍ له ټولو هېوادونو غواړو چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پیژني او د خلکو د رایو پر بنسټ دې یو قانوني حکومت جوړ کړي چې د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي. په افغانستان کې د دې ډلې واکمني نه یوازې د افغانستان خلکو د راتلونکي لپاره، بلکې د نړۍ او نړۍوالې سولې لپاره هم ستر ګواښ دی او هیڅ هېواد به ترې خوندي نه وي او د هغو افغان کډوالو برخلیک دې معلوم کړي چې د دې ترهګرې ډلې له امله په ګاوڼډیو هېوادونو کې سختې ورځې شپې سبا کوي».
د پریکړه لیک په وروستی برخه کې اعتراض کوونکو له نړۍ او نړۍ والو څخه له طالبانو سره د مرستو د بندیدو غوښتنه هم کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر هم ویلي؛ چمتو دی چې له افغانستان سره د مرستو بودیجه تر هغه وخته پورې وځنډوي، ترڅو ډاډه شي چې دا پیسې د طالبانو جیبونو ته نه ځي.
په ورته وخت کې، په ایران او برېټانیا کې هم افغان اوسیدونکو لاریونونه کړي. لاریون کوونکو د طالبانو له خوا د نيول شويو يو شمېر فعالانو عکسونه له ځان سره لېږدولي او د دې ډلې پر ضد يې شعارونه ورکړي دي.