د طالبانو له واکمنېدو وروسته، بیا هم په افغانستان کې ترهګریز بریدونه او د مرګ ژوبلې دوام

نن د اګسټ ۱۵مه، د طالبانو د بیا واکمنېدو له دویمې کلېزې سره برابره ده. د طالبانو تر راتګ وړاندې، داسې انګېرل کېده، که طالبان راشي نو امنیت به ښه شي؛ خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا امنیتي وضعیت تر پخوا ښه شوی دی؟