د ترکیې پولیسو په توکات ښار کې ۴۷ غیرقانوني افغان کډوال نیولي دي

د ترکیې په شمالي ښار توکات کې پولیسو ۴۷ تنه غیر قانوني افغان کډوال د موټر د پلټنو پر مهال نیولي دي.

د ترکیې په شمالي ښار توکات کې پولیسو ۴۷ تنه غیر قانوني افغان کډوال د موټر د پلټنو پر مهال نیولي دي.
ترکي چارواکو ویلي، چې دغه غیر قانوني افغان پناه غوښتونکي به د طبي معایناتو لپاره یوه روغتیايي مرکز ته واستول شي او بیا به د ترکیې له خاورې وویستل شي.
ترکیې په وروستیو میاشتو کې د غیر قانوني کډوالو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر ګړندی کړی دی.
نږدې هره اونۍ لسګونه افغان کډوال په بېلابېلو ښارونو کې نیول کېږي او بېرته افغانستان ته ستنيږي.
د روان کال له پيله تر اوسه شاوخوا څلور زره غیر قانوني افغان کډوال د ترکيې د پوليسو له خوا نيول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر له ترکي چارواکو سره په لیدنو کې له هغوی غوښتنه کړې وه، چې له افغان کډوالو سره دې له نرمښته کار واخلي.
تېر کال ترکیې څه باندې ۵۷ زره بې اسنادو افغان کډوال ونیول او بېرته یې افغانستان ته ولېږل.
د رسمي شمېرو له مخې په ترکیه کې له درې لکو زیات افغان کډوال مېشت دي.

په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وايي، چې د ښځو پر حقونو دوامداره محدودیت لا ډېرې اندېښنې راپورته کړي دي او هره ورځ د افغانستان ښځې د ټولنیز ژوند فرصتونه له لاسه ورکوي.
د افغانستان لپاره د جاپان سفیر له یوې چاپانۍ رسنۍ این ایچ کی انلاین سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له مشرانو سره یې د ښځو او بشر حقونو پر محدودیت خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.
نوموړی وايي، چې په افغاني ټولنه کې ښځې هره ورځ د خپل ټولنیز ژوند د لرلو فرصتونه له لاسه ورکوي او که طالبان غواړي یو باثبات افغانستان ولري نو اړتیا ده چې له ښځو ملاتړ وکړي.
تاکاشي زیاته کړه: “ما په وار- وار د طالبانو مشرانو ته ویلي؛ که په افغانستان کې ثبات او سوکالي غواړئ له ښځو ملاتړ وکړئ”.
نوموړی وايي، چې د افغانستان خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، بهرنۍ مرستې کمې شوي او اقتصاد یې په ټپه ولاړ دی.
سفیر زیاتوي، چې جاپان د افغان مېرمنو ملاتړ کوي او هیله یې څرګنده کړه، چې طالبان به د ښځو په اړه د نسبتاً نرمې پالیسۍ څخه کار واخلي.
په افغانستان کې د جاپان سفارت د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له راتلو سره سم په موقت ډول د قطر هېواد ته انتقال شو؛ خو تېر کال یې د سپټمبر په میاشت کې په کابل کې بېرته په فعالیت پیل وکړ.
نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره کیږي، مګر لا هم طالبان د ښځو پر وړاندې له سخت دریځ څخه کار اخلی.
نن دوشنبه (د زمري ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د کاپوهانو یوې ډلې په خپلې اعلامیې کې ویلي، چې د طالبانو د اصلاح فکر ناسم و.
دوی لیکلي، چې د طالبانو له خوا د ټول شموله حکومت د جوړولو ژمنې نه دي عملي شوي، د پخوانیو دولتي کارکوونکو له بښنې سرغړونه کېږي، په زندانونو کې د شکنجې او ناوړه چلند د مخنیوي لارښوونې له پامه غورځول کېږي، اقلیتونه تر پښو لاندې کېږي او له تبعیض سره مخ کېږي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې طالبان له انساني کرامت څخه د سرغړونې په څېر ظالمانه سزاګانې کاروي؛ لکه: سنګسار، په دورو وهل او تر دېوال لاندې کول، چې د بشري حقونو له نړۍوالو معيارونو سره په ټکر کې دي.

هندي رسنۍ خبر ورکوي، چې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو، سیلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۴۸ تنه مړه شوي او ۷ نور ورک دي.
رسنیو د هند په شمالي ایالتونو اتراکنډ او هماچل پردېش کې د چارواکو په حواله نن دوشنبه (د زمري ۲۳مه) راپور ورکړی، چې د اګسټ میاشتې له پیله تر اوسه په دغو ایالتونو کې سیلابونو ګڼې ودانۍ او پلونه ویجاړ کړي او سلګونه موټرونه یې وړي دي.
په دې وروستیو کې په هند، چین، بنګله دېش، سریلنکا او ګاونډیو هېوادونو کې د موسمي بارانونو پر مهال د پېښو شدت زیات شوی او ګڼ تلفات یې اړولي دي.
ال انډیا راډیو؛ د هماچل پردېش د مشر وزیر سوویندر سینګ سوکو په حواله وايي، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله په دغه ایالت کې لږ تر لږه ۱۹ کسان په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې مړه شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې له دغو کسانو څخه یې نهه تنه د دغه ایالت په مرکز شیملا کې د یوه معبد د نړېدو له امله مړه شوي دي او یو شمېر نور بند پاتې دي.
د سوکو په خبره، چې ژغورونکې ډله تر معبد لاندې د نورو کسانو د راویستو په لټه ده.
فاکس نیوز د هند د سیلابونو په اړه په خپل راپور کې وايي، چې په اتراګنډ او هماچل پردېش کې سلګونه ودانۍ، سړکونه، د ریل ګاډي پټلۍ، د برېښنا تارونو او مخابراتي شبکو ته زیان رسولی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې په ګڼو سیمو کې له خلکو سره اړیکې پرې شوي او تر اوسه د تلفاتو او زیانونو په اړه دقیق معلومات نه شته.
د یادونې وړ ده، چې تېره میاشت هم په هند کې د سختو بارانونو له امله سلګونو تنو ته مرګ ژوله اوښتې وه او ګڼې ودانۍ ویجاړې شوې وې.

ځايي سرچینې وايي؛ د کندهار د جامعه نعمانیه نقشبندیه مدرسې ۲۲ زده کوونکي مسموم شوي او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
جامعه نعمانیه نقشبندیه مدرسه په کندهار کې یوه شخصي مدرسه ده، چې د عوامو او سوداګرو په چندو چلیږي.
د سرچینې په خبره، چې د دغې مدرسې په لېلیه کې لسګونه زده کوونکي اوسي، چې د دوشنبې په ماښام (د زمري ۲۳مه) ورته د یوې کورنۍ له خوا ډوډۍ ور وړل شوې او له خوړولو وروسته یې ۲۲ زده کوونکي مسموم شوي دي.
د کندهار د میرویس نیکه حوزوي روغتون یوه ډاکتر افغانستان انټرنشنل- پښتو ته تایید کړه، چې د مدرسې مسموم زده کوونکي ورته ور وړل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې له دغو ۲۲ کسانو څخه یې د څلورو صحي وضعیت پېچلی دی.
په روانه میاشت کې دا د مسمومېدو دوه یمه پېښه ده، له دې وړاندې په خوست ولایت کې ۲۰۰ کسان د یوه خیرات د ډوډۍ له خوړولو وروسته مسموم شوي وو.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوه ډله وايي؛ د طالبانو د ژمنو او اجراتو تر منځ روښانه توپیر دا ښيي چې د دې ډلې د اصلاح فکر ناسم و.
د دغه سازمان ۳۰ کارپوهانو؛ په افغانستان کې د طالبانو له خوا ډله ییزه ځورونه او جنسیتي تبعیض د «بشریت ضد جرم» بللی او ویلي یې دي، چې د طالبانو کړنو د «جنسیتي اپارتاید» بحثونه اړین کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له خوا د دوشنبې په ورځ (د اسد ۲۳مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان په افغانستان کې واک ته له رسېدو دوه کاله وروسته هم د ښځو او نجونو پر وړاندې بشپړ تبعیضي چلند کوي او له بشري حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکوي.
دغو کارپوهانو ویلي دي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تبعیض د تېر کال په پرتله زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو لږ تر لږه ۳۰ نامتو کارپوهان، چې پکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ، په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د مدافعانو ځانګړې راپور ورکوونکې مري لاولور، په ملګرو ملتونو کې د اقلیتونو په چارو کې ځانګړی راپور ورکوونکی او یو شمېر نور نوموتي کارپوهان شامل دي او یاده اعلامیه یې لاسلیک کړې ده.
د ښځو د مسالې تر څنګ؛ د دې اعلامیې لاسلیک کوونکو د طالبانو د هغو ژمنو یو لړلیک هم خپور کړی، چې دغې ډلې نه دي عملي کړي.
دوی لیکلي، چې د ټول شموله حکومت د جوړولو ژمنې نه دي عملي شوي، د پخوانیو دولتي کارکوونکو له بښنې سرغړونه کېږي، په زندانونو کې د شکنجې او ناوړه چلند د مخنیوي لارښوونې له پامه غورځول کېږي، اقلیتونه تر پښو لاندې کېږي او له تبعیض سره مخ کېږي.
دوی همدارنګه د قاضیانو، څارنوالانو، وکیلانو او په حقوقي نظام کې د شاملو کسانو پر امنیتي ګواښونو هم نیوکې وکړې.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې طالبان له انساني کرامت څخه د سرغړونې په څېر ظالمانه سزاګانې کاروي؛ لکه: سنګسار، په دورو وهل او تر دېوال لاندې کول، چې د بشري حقونو له نړۍوالو معيارونو سره په ټکر کې دي.
د راپور په پایله کې دغو کارپوهانو ویلي دي، چې دې ټولو کړنو دا په ډاګه کړې ده، چې د طالبانو د اصلاح فکر ناسم و.
تر دا مهاله طالبانو د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې طالبانو د ایران تخنیکي ټیم ته په کجکي بند کې د هلمند سیند د ګډې زېرمې د لیدنې اجازه نه ده ورکړې. خو طالبان وايي، چې د ایران تخنیکي ټیم اوبه اندازه کړي او منلې یې ده، چې اوبه کمې شوي دي.
د ایران د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال وزیر محمد جوانبخت نن دوشنبه (د زمري ۲۳مه) په یوې خبري غونډې کې خبریالانو ته وویل، چې د ډېپلوماتیکو هلو ځلو په پایله کې د دوی تخنیکي ټیم ته د کجکي بند د اوبو د اندازه کولو له سټیشن څخه د لیدنې اجازه ورکړل شوې وه.
هغه زیاته کړه: "په دغه سفر کې د ایران تخنیکي ټیم ولیدل چې اوبه د کجکي بند طرف ته روانې دي خو د ذخیرو د لیدو اجازه ورنه کړل شوه."
جوانبخت زیاتوي، چې د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو د شوي تړون پر بنسټ باید افغانستان هر کال ۸۲۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ایران ته ورپرېږدي خو په تېرو څو کلونو کې په دې اندازه اوبه ایران ته نه دي ورکول شوي.
نوموړی وايي؛ که څه هم ایران له اوبو څخه لیدنه کړې ده، “مګر موږ په دې لیدنې ډاډ نه شو حاصلولی، ځکه چې د روان کال په بېلابېلو میاشتو کې د بارانونو اندازه او د اوبو سطحه توپیر کوي”.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د کجکي بند څخه د لیدنې غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې طالبانو د دوی تخنیکي ټیم ته اجازه ورنه کړه، چې د کجکي د اوبو ذخیرې وګوري.
هغه وايي، چې له سپوږمکۍ څخه اخیستي تصویرونه ښيي، چې په دغه بند کې په کافي اندازه اوبه ذخیره شوې دي.
بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ افغانستان ته د ایراني پلاوي د سفر په تایید ویلي وو، چې دغه پلاوي د دهراوود په نوم د اوبو اندازه کولو په وسیله کې د اوبو د وضعیت ارزونې سره په هلمند سیند کې د اوبو د کچې د کمېدو بهیر تایید کړی.
دوی ویلي، چې د وچکالۍ له امله د ایران د اوبو حق هغسې چې په کار و، نه دی ورکړل شوی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دهرادود د اوبو اندازه کولو په سیسټم کې د اوبو بهیر په یوه ثانیه کې له اوو متر مکعبه څخه کم و او د اوبو د بهیر وضعیت "حیرانوونکی" و.
طالبان ادعا کوي، چې د هلمند له اوبو څخه د ایراني پلاوي له ارزونې وروسته معلومه شوه، چې په دغه سیند کې د اوبو بهیر کم شوی او د دې سیند څنډې چې د ارغنداب، موسی کلا، ارغستان او ترنک ولسوالۍ په کې شاملې دي، هم په بشپړه توګه وچې شوې دي.
