هغه زیاته کړه: "په دغه سفر کې د ایران تخنیکي ټیم ولیدل چې اوبه د کجکي بند طرف ته روانې دي خو د ذخیرو د لیدو اجازه ورنه کړل شوه."
جوانبخت زیاتوي، چې د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو د شوي تړون پر بنسټ باید افغانستان هر کال ۸۲۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ایران ته ورپرېږدي خو په تېرو څو کلونو کې په دې اندازه اوبه ایران ته نه دي ورکول شوي.
نوموړی وايي؛ که څه هم ایران له اوبو څخه لیدنه کړې ده، “مګر موږ په دې لیدنې ډاډ نه شو حاصلولی، ځکه چې د روان کال په بېلابېلو میاشتو کې د بارانونو اندازه او د اوبو سطحه توپیر کوي”.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر وايي، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي او زیاتوي، چې د ترهګرۍ پر ضد به بری تر لاسه کوي.
نوموړي نن دوشنبه د (زمري ۲۳مه) د پاکستان په کاکول پوځي اکاډمۍ کې د پاکستان د جوړېدو د ۷۶یمې کلیزې په مناسبت د پاکستان ولس ته ډاډ ورکړ، چې دوی به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او کامیابي به تر لاسه کوي.
جنرال منیر زیاتوي: “پاکستان ډېر مېلمه پاله هېواد دی او موږ له ټولو افغانانو ورونو غواړو چې زموږ اخلاص ته په صداقت ځواب ووايي او خپله خاوره دې زموږ پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي”.
جنرال عاصم منیر له یادې غونډې وروسته د کوېټې په پېښه کې د زخمي شويو پاکستاني پوځیانو پوښتنې ته ورغلی او هلته یې د پاکستان د وسلوال پوځ د ځواکونو په نماینده ګۍ ویلي، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د خوندي پټنځایونو او د فعالیت د ازادۍ په اړه جدي اندېښنې لري.
نوموړی زیاتوي: “تمه کیږي، چې د افغانستان موقت حکومت به د دوحې په تړون کې د شویو ژمنو سره سم په رښتیني معنا او د هېڅ هېواد پر ضد د خپلې خاورې د استعمال اجازه ورنه کړي”.
طالبانو د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر نویو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویلي وو، چې دوی پر خپلې ژمنې ولاړ دي او د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم هېواد پر ضد نه کاریږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د امنیتي پېښو په شمېر کې د پام وړ زیاتولی راغلی، چې له امله یې سلګونه ملکیانو او نظامیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.