• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مایکل مکال: چمتو یم چې له افغانستان سره مرستې وځنډوم ترڅو د طالبانو جیبونو ته لاړې نه شي

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۱۳ GMT+۱

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وايي؛ چمتو دی چې له افغانستان سره د مرستو بودیجه تر هغه وخته پورې وځنډوي، ترڅو ډاډه شي چې دا پیسې د طالبانو جیبونو ته نه ځي.

د یکشنبې په ورځ (د اسد ۲۲مه) مایک مکال د طالبانو له خوا د ښځو پر محدیتونو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې ښځې نه شي کولای تعلیم ترلاسه کړي او له کوره ووځي.

فاکس نیوز د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې له مشر سره د یوې مرکې په ترڅ کې وپوښتل، چې هغه امریکايي مالیه ورکونکو ته چې ډالر یې طالبانو ته رسیږي، څه وایې؟

مایک مکال په ځواب کې وویل: "موږ اړتیا لرو چې ډاډ ترلاسه کړو، چې دا پیسې په سمه توګه مصرف شوي او د افغان مېرمنو سره مرسته کولی شي که نه؟".

هغه ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې ښځې حتا د غیر دولتي مرستندویه موسسو له خوا هم په دندو نه شي ګومارل کېدی، خو بیا هم "موږ پیسې ورکوو".

ښاغلي مکال وویل؛ که چېرې امریکا ته دا ډاډ ورنه کړل شي، چې له دې مرستو ښځې ګټه نه اخلي او پیسې به د طالبانو جیبونو ته نه ځي، "نو زه فکر کوم چې موږ باید د مرستو کمولو ته چمتو شو".

د افغانستان پر بيارغونې د څار ځانګړې امريکايي اداره "سيګار" د سې شنبې په ورځ (د اسد ۱۷) د امریکا کانګرس ته په یوه راپور کې ویلي، چې د بایډن ادارې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره ۲.۳۵ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

جان ساپکو وویل، «نه شم کولی، دې کمېټې یا امریکايي مالیه ورکونکو ته ډاډ ورکړم چې موږ اوس مهال د طالبانو مالي مرسته نه کوو».

د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۲۹) په لندن کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت له خوا په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان پر بيارغونې د څار ځانګړې امريکايي ادارې مشر وویل، چې طالبانو د ملګرو ملتونو په پروګرامونو کې پراخ نفوذ کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

جنرال عاصم منیر: افغانان دې خپله خاوره زموږ پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۵۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر وايي، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي او زیاتوي، چې د ترهګرۍ پر ضد به بری تر لاسه کوي.

نوموړي نن دوشنبه د (زمري ۲۳مه) د پاکستان په کاکول پوځي اکاډمۍ کې د پاکستان د جوړېدو د ۷۶یمې کلیزې په مناسبت د پاکستان ولس ته ډاډ ورکړ، چې دوی به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او کامیابي به تر لاسه کوي.

جنرال منیر زیاتوي: “پاکستان ډېر مېلمه پاله هېواد دی او موږ له ټولو افغانانو ورونو غواړو چې زموږ اخلاص ته په صداقت ځواب ووايي او خپله خاوره دې زموږ پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي”.

پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په وار – وار ادعا کړې ده، چې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې افغان اتباع لاس لري؛ خو طالبانو بیا د پاکستان دغه تورونه رد کړي او د امنیتي پېښو ډېرېدل یې د پاکستاني امنیتي ځواکونو ناکامي بللې ده.

جنرال عاصم منیر له یادې غونډې وروسته د کوېټې په پېښه کې د زخمي شويو پاکستاني پوځیانو پوښتنې ته ورغلی او هلته یې د پاکستان د وسلوال پوځ د ځواکونو په نماینده ګۍ ویلي، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د خوندي پټنځایونو او د فعالیت د ازادۍ په اړه جدي اندېښنې لري.

نوموړی زیاتوي: “تمه کیږي، چې د افغانستان موقت حکومت به د دوحې په تړون کې د شویو ژمنو سره سم په رښتیني معنا او د هېڅ هېواد پر ضد د خپلې خاورې د استعمال اجازه ورنه کړي”.

طالبانو د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر نویو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویلي وو، چې دوی پر خپلې ژمنې ولاړ دي او د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم هېواد پر ضد نه کاریږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د امنیتي پېښو په شمېر کې د پام وړ زیاتولی راغلی، چې له امله یې سلګونه ملکیانو او نظامیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست ښار په یوه هوټل کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۴۷ GMT+۱

یوه پاکستاني رسمي چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ومنله، چې د دوشنبې په ورځ د خوست په چاودنه کې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته مرګژوبله اوښتې ده. په همدې حال کې دغه چارواکي په دغه برید کې د پاکستان د هوایي ښکېلتیا خبره رد کړه.

افغانستان انټرنشنل ته د دوشنبې په ورځ سیمه ییزو سرچینو دا ومنله، چې د خوست ولایت په یوه هوټل کې د پاکستان د تحریک طالبان غړي په نښه شول.

لومړني راپورونه ښيي، چې په دغه برید کې یوشمېر پاکستاني طالبان وژل شوي؛ خو کره شمېره یې لا روښانه نه ده.

د سرچېنو په وینا، د هوټل چت راپرېوتی او یوشمېر کسان ترلاندې اېسار پاتې دي.

هغوی وایي، چې طالبانو سیمه کلابنده کړې او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

دمګړۍ طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، او د شوې مرګژوبلې په اړه احتمالي مالومات په لاس کې نشته.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو ښیي، چې د چاودنې له ځايه امبولانسونه د ټپیانو په لېږدولو بوخت دي.

طالبانو په هلمند کې د رسنیو له لارې د ښځو پر غږ بندیز ولګاوه

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان وکړ، چې په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه ولایت رسنیو ته امر کړی چې په هیڅ صورت دې د ښځو غږونه نه خپروي. ویل کېږي، چې د طالبانو دغه حکم د د روانې زمري له میاشتې راهیسې پلې شوی.

په راپور کې راغلي: "دا مهال د بي بي سي ميډیا اکشن برخه د "درملنې" په نوم یو ځانګړی پروګرام لري چې د روغتیا او ناچاودو توکو له امله د ستونزو او ګواښونو په اړه د پوهاوي په برخه کې جوړ شوی، د نوي لارښود له مخې به د هلمند په ازادو رسنیو کې نه خپرېږي. دا خپرونه چې شاوخوا یو نیم ساعت اوږده ده، د دې لارښود له صادرېدو مخکې د سباوون، سکون، غږ او لښکرګاه راډیوګانو څخه خپرېده."

ویل شوي، چې د طالبانو په حکم کې د ښځو په غږ د ژوندۍ او نورو خپرونو وړاندې کول هم شامل دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو پر دغه اقدام خواشیني څرګنده کړې او له دغې ډلې یې غوښتي، چې په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي. دغه بنسټ همداراز له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او ازادو رسنیو حقونو ته درناوی وکړي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو رسنیو ته بېلابېلې لارښوونې کړې دي. طالبانو امر کړی، چې ښځې دې په رسنیو کې خپل مخونه پټوي او له نارینه وو سره د مرکې حق نه لري.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو هغوی له پرلپسې اړیکو وروسته هم له موږ سره معلومات شریک نه کړل.

کاناډا کې مېشتو افغانانو له نړۍ غوښتي، چې په افغانستان کې له جنسيتي توپير سره مبارزه وکړي

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۱۵ GMT+۱

په کاناډا کې مېشتو یو شمېر افغانانو د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۲۲مه) د طالبانو پر ضد احتجاجي غونډه وکړه. اعتراض کوونکو پر افغان ښځو د طالبانو ظلمونه وغندل او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې په افغانستان کې له جنسيتي توپير سره مبارزه وکړي.

د اعتراض کوونکو په خپرو شويو انځورونو کې لېدل کېږي، چې پر خپلو ليکدړونو یا بنرونو يې (طالبانو ته نه وواياست) ليکلي دي.

په دې احتجاجي غونډه کې چې په اوتاوا ایالت کې د پارلمان د ودانۍ مخې ته جوړه شوې وه، شاوخوا سلو کسانو برخه اخیستې وه.

د اوتاوا سټېزن په نوم رسنیۍ، طالبان یوه "ترهګره" ډله وبلله او د یوه افغان لاریون کوونکي له خولې يې لیکلي: "په تېرو دوو کلونو کې موږ هره ورځ د ښځو پر ازادۍ او د هغوی د حقونو په وړاندې نوي بندیزونه لیدلي دي."

په وروستیو دوو کلونو کې طالبانو پر خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي، چې نړیواله ټولنه یې له بشري حقونو او جنسیتي توپیر څخه سرغړونه بولي.

طالبان: ایراني پلاوي له ارزونې وروسته ومنله، چې په هلمند سیند کې د اوبو کچه راټیټه شوې

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ افغانستان ته د ایراني پلاوي د سفر په تایید وویل، چې دغه پلاوي د دهراوود په نوم د اوبو اندازه کولو وسیله کې د اوبو د وضعیت ارزونې سره په هلمند سیند کې د اوبو کچې د کمېدو بهیر تایید کړ.

طالبانو یو ځل بیا ویلي، چې د وچکالۍ له امله د ایران د اوبو حق هغسې چې په کار و، نه دی ورکړل شوی.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دهرادود د اوبو پېژندلو په سیسټم کې د اوبو بهیر په یوه ثانیه کې له اوو متر مکعبه څخه کم و، او د اوبو د بهیر وضعیت "حیرانوونکی" و.

طالبان ادعا کوي، چې د هلمند له اوبو څخه د ایراني پلاوي له ارزونې وروسته معلومه شوه، چې په دغه سیند کې د اوبو بهیر کم شوی او د دې سیند څنډې چې د ارغنداب، موسی کلا، ارغستان او ترنک ولسوالۍ په کې شاملې دي، هم په بشپړه توګه وچې شوې دي.

د طالبانو په وینا، ایراني پلاوي د اوبو د کمښت لامل د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلونونو له امله راغلې وچکالي بللې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د ایران د اوبو حق ته په خپلو ژمنو ټینګار کوي، په دې خبرپاڼه کې یې لیکلي، چې «د ایران د اوبو د حق په نه برابرولو کې هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول انساني کړنه اوهوډ نشته.»

طالبانو ټینګار کړی، چې د بارانونو په ورېدو او د شرایطو د ښه کېدو نه وروسته به د هلمند او سيستان د سيمو اوسېدونکو ته د اوبو حق ورکړل شي.

په دې وروستیو کې له طالبانو څخه د حقابې پر سر د ایراني چارواکو پر له پسې غوښتنو د کابل او تهران ترمنځ ناندرۍ زیاتې کړې، چې ان کله ناکله د پوځي ګواښونو تر بریده هم رسېدلي دي.

تیره ورځ په ایران کې د هم میهن ورځپاڼې په روان کال کې د اوبو ناورین جدي ګڼلی او زیاته کړې یې ده، اسلامي جمهوریت طالبان ګواښي چې که د اوبو حق ورنکړل شي «نو کېدای شي پوځي ګام واخلي.»