
د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان وکړ، چې په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه ولایت رسنیو ته امر کړی چې په هیڅ صورت دې د ښځو غږونه نه خپروي. ویل کېږي، چې د طالبانو دغه حکم د د روانې زمري له میاشتې راهیسې پلې شوی.
په راپور کې راغلي: "دا مهال د بي بي سي ميډیا اکشن برخه د "درملنې" په نوم یو ځانګړی پروګرام لري چې د روغتیا او ناچاودو توکو له امله د ستونزو او ګواښونو په اړه د پوهاوي په برخه کې جوړ شوی، د نوي لارښود له مخې به د هلمند په ازادو رسنیو کې نه خپرېږي. دا خپرونه چې شاوخوا یو نیم ساعت اوږده ده، د دې لارښود له صادرېدو مخکې د سباوون، سکون، غږ او لښکرګاه راډیوګانو څخه خپرېده."
ویل شوي، چې د طالبانو په حکم کې د ښځو په غږ د ژوندۍ او نورو خپرونو وړاندې کول هم شامل دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو پر دغه اقدام خواشیني څرګنده کړې او له دغې ډلې یې غوښتي، چې په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي. دغه بنسټ همداراز له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او ازادو رسنیو حقونو ته درناوی وکړي.
په تېرو دوو کلونو کې طالبانو رسنیو ته بېلابېلې لارښوونې کړې دي. طالبانو امر کړی، چې ښځې دې په رسنیو کې خپل مخونه پټوي او له نارینه وو سره د مرکې حق نه لري.
موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو هغوی له پرلپسې اړیکو وروسته هم له موږ سره معلومات شریک نه کړل.

په کاناډا کې مېشتو یو شمېر افغانانو د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۲۲مه) د طالبانو پر ضد احتجاجي غونډه وکړه. اعتراض کوونکو پر افغان ښځو د طالبانو ظلمونه وغندل او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې په افغانستان کې له جنسيتي توپير سره مبارزه وکړي.
د اعتراض کوونکو په خپرو شويو انځورونو کې لېدل کېږي، چې پر خپلو ليکدړونو یا بنرونو يې (طالبانو ته نه وواياست) ليکلي دي.
په دې احتجاجي غونډه کې چې په اوتاوا ایالت کې د پارلمان د ودانۍ مخې ته جوړه شوې وه، شاوخوا سلو کسانو برخه اخیستې وه.
د اوتاوا سټېزن په نوم رسنیۍ، طالبان یوه "ترهګره" ډله وبلله او د یوه افغان لاریون کوونکي له خولې يې لیکلي: "په تېرو دوو کلونو کې موږ هره ورځ د ښځو پر ازادۍ او د هغوی د حقونو په وړاندې نوي بندیزونه لیدلي دي."
په وروستیو دوو کلونو کې طالبانو پر خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي، چې نړیواله ټولنه یې له بشري حقونو او جنسیتي توپیر څخه سرغړونه بولي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ افغانستان ته د ایراني پلاوي د سفر په تایید وویل، چې دغه پلاوي د دهراوود په نوم د اوبو اندازه کولو وسیله کې د اوبو د وضعیت ارزونې سره په هلمند سیند کې د اوبو کچې د کمېدو بهیر تایید کړ.
طالبانو یو ځل بیا ویلي، چې د وچکالۍ له امله د ایران د اوبو حق هغسې چې په کار و، نه دی ورکړل شوی.
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دهرادود د اوبو پېژندلو په سیسټم کې د اوبو بهیر په یوه ثانیه کې له اوو متر مکعبه څخه کم و، او د اوبو د بهیر وضعیت "حیرانوونکی" و.
طالبان ادعا کوي، چې د هلمند له اوبو څخه د ایراني پلاوي له ارزونې وروسته معلومه شوه، چې په دغه سیند کې د اوبو بهیر کم شوی او د دې سیند څنډې چې د ارغنداب، موسی کلا، ارغستان او ترنک ولسوالۍ په کې شاملې دي، هم په بشپړه توګه وچې شوې دي.
د طالبانو په وینا، ایراني پلاوي د اوبو د کمښت لامل د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلونونو له امله راغلې وچکالي بللې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د ایران د اوبو حق ته په خپلو ژمنو ټینګار کوي، په دې خبرپاڼه کې یې لیکلي، چې «د ایران د اوبو د حق په نه برابرولو کې هیڅ ډول انساني کړنه اوهوډ نشته.»
طالبانو ټینګار کړی، چې د بارانونو په ورېدو او د شرایطو د ښه کېدو نه وروسته به د هلمند او سيستان د سيمو اوسېدونکو ته د اوبو حق ورکړل شي.
په دې وروستیو کې له طالبانو څخه د حقابې پر سر د ایراني چارواکو پر له پسې غوښتنو د کابل او تهران ترمنځ ناندرۍ زیاتې کړې، چې ان کله ناکله د پوځي ګواښونو تر بریده هم رسېدلي دي.
تیره ورځ په ایران کې د هم میهن ورځپاڼې په روان کال کې د اوبو ناورین جدي ګڼلی او زیاته کړې یې ده، اسلامي جمهوریت طالبان ګواښي چې که د اوبو حق ورنکړل شي «نو کېدای شي پوځي ګام واخلي.»
د مانش په کانال کې د شپږو افغان کډوالو له مړینې وروسته، پارلمان او د کډوالو څو ملاتړو سازمانونو د برېتانیا له حکومته وغوښتل، چې د کډوالو د قاچاق کوونکو پر وړاندې ګام واخلي. دغه سازمانونه وایي، د کډوالو د منلو لپاره باید یو انساني سیسټم جوړ شي.
د نېشنل نیوز په لېکنه، دوی د برېتانیا حکومت ته خبرداری ورکړی چې له جدي ګامونو پرته، ټول هغه کډوال چې د مانش کانال له لارې برېتانیا ته راځي، نو ژوند به یې د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.
د شنبې په ورځ د مانش په کانال کې د کډوالو د بېړۍ په ډوبېدو کې شپږ افغان کډوال مړه شوي او کابو ۵۹ نور وژغورل شول. دغه کډوال له فرانسې څخه برېتانیا ته روان وو.
په برېتانیا کې د کډوالو د شورا مشر انور سالامون وایي، چې له دې پېښې وروسته له مانش څخه د کډوالو د تېرېدو پر وړاندې د برېتانیا حکومت باید جدي ګامونه واخلي او د پناه غوښتنو لپاره باید منظم او انساني سیسټم جوړ کړي.
کډوالو ته د استیف اسمیټ مرستندویه سازمان مشر وایي، د شنبې د ورځې پېښې له امله چې د دغو پناه غوښتونکو د مړینې تراژیدي یې رامنځته کړه، د مخنیوي وړ وه.
نوموړي زیاته کړه، د دغې پېښې وروسته باید برېتانیا ته د خوندي راتلو یو سیسټم جوړ شي، چې له دې سره به د کډوالو د قاچاق مخه ونیول شي.
د کارګر ګوند استازي برجیټ فیلیپسن د انساني قاچاق کوونکو پر وړاندې د "سخت چلند" غوښتنه وکړه، چې د نوموړي په وینا د پناه غوښتونکو ژوند په خطر کې اچوي. هغه په بریټانیا کې "د انساني قاچاق کوونکو د محکومیت او بند په کمېدو" نیوکه وکړه.
د ولسي جرګې د محافظه کار ګوند استازي جک بېري ټینګار وکړ ،چې حکومت باید د مانش د کانال له لارې د انساني قاچاق کوونکو پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښیي، چې تېره پنجشنبې او جمعه څه باندې زر کډوال په بېړیو کې د مانش له کاناله دغه هېواد ته راغلي چې دغه شمېر د نورو وختونو پرتله بې ساری ښودل شوی دی.
د یادو شمیرو له مخې، په تېرو اوو میاشتو کې څه باندې شپاړس زره کډوال له دې لارې د برېتانیا خاورې ته ننوتي دي.
په برېتانیا کې د افغانستان سفیر زلمي رسول نیویارکر مجلې ته ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې پرځای ډيپلوماسي غوره کوي. هغه په هیله مندۍ ویلي، چې « باید د دوی د سبا د بېرته تګ لپاره چمتووالی ونیسو.»
هغه د دغې اوونیزې مجلې نوم وتي خبریال سټیف کول ته په مرکه کې ویلي:« موږ نشو کولی، چې لاس تر زنې کښېنو. که موږ د طالبانو سره د جګړې او تاوتریخوالي پلوي نه یو او په همدې حال کې له سیاسي اړخه هم څه نه کوو، دا د هېواد د اوسني وضعیت او د طالبانو د منلو په مانا ده.»
د حامد کرزي د حکومت د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د امریکا او طالبانو پر مذاکراتو په نیوکې سره ویلي، دغه بهیر « د افغانستان د راتلونکې حکومت په توګه طالبانو ته د احتمالي رسمیت ورکونې» پرته بل څه نه دي.
هغه هم له هېواده بهر د نورو طالب مخالفو سیاست والو په څېر ویلي، چې د طالبانو سره جګړه د حل لار نه ده.
د افغانستان انټرنشنل سره د زلمي خلیلزاد له مرکې وروسته، د افغان سیاست والو د هغه خبرو ته تند غبرګون ښودلی. د امریکا استازي له افغان سیاست والو وغوښتل، چې هېواد ته راوګرځي او واک ته د رسېدو لپاره دې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو د ملاتړ په تمه نه پاتې کېږي.
نیویارکر مجلې په برېتانیا کې د ستيف کول سره د افغانستان د سفیر د مرکې متن د یکشنبې په ورځ خپلې کورپاڼه کې خپور کړی. کول د زلمي رسول سربېره له نورو افغان سیاسیتوالو سره هم مرکې کړي دي چې په دې کې ځینې یې هیله مند وو، چې « ملګري ملتونه، امریکا یا اروپا به “سیاستوال” سره یوځای کړي.»
سټیف د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ له حوالې لیکلي، چې د نړۍ هېوادونه به تر هغه له افغان سیاسي لوبغاړو ملاتړ ونه کړي ترڅو چې دوی سره یو نشي.
کول د ویسټ له حوالې لیکلي:« زما پیغام تل افغان سیاسي لوبغاړو ته دا دی، چې لومړی یو او همغږي شي او بیا له نړیوالې ټولنې مرسته وغواړي.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر نیویارکر ته ویلي، له طالبانو سره د امریکا او برېتانیا د استازو له تعامل سره سره، هغه او د تېر حکومت نور ډیپلوماټان د پخوا پرتله ډېر رسمي غونډو ته بلل کېږي.
د افغانستان سفیر ویلي، چې بهرني سفارتونه د خپلو نوم وتو مېلمنو سره په لیدنو کې هغه ته هم بلنه ورکوي.
هغه نیویارکر ته ویلي: « زه معمولأ هلته ځم، یو ساعت کښېنم څو دا وښیم، چې افغانستان لاهم شته.»
رسول د نورو سیاست والو خلاف چې واک ته د طالبانو د راتګ پړه د امریکایانو په اوږو اچوي، په ښکاره وايي، چې د تېر حکومت ناکامي "زموږ تېروتنه" وه.
رسول په دې اړه وویل،:« موږ ونشو کړای چې د ډیموکراسۍ ستنې پیاوړې کړو. په افغانستان کې ځینو بنسټونو ډیموکراسي تخریب کړه… او فساد کلیدي رول ولوبوو.»
هغه زیاته کړې:« موږ باوري وو، چې د نړۍ هېوادونه به د ډېر وخت لپاره دلته پاتې شي او موږ ته به پیسې راکوي. په رېښتیاهم معجزه وه، چې دغو هېوادونو شل کاله په افغانستان باور درلود.»
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په یوه نوي راپور کې په خپله بودجه کې د ۱.۳ میلیارد ډالرو د کموالي خبر ورکړی. دغه سازمان ویلي، چې سږني ژمي کې به د بودجې کموالی زیانمنې افغان کورنۍ له لوږې، ناروغۍ او ان د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي.
دغه بنسټ د یکشنبې ورځې (د اسد ۲۲مه) په تازه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په بودجه کې د خوراکي توکو د کمښت له امله د مرستو د اخیستونکو شمېر له ۱۳ میلیونو څخه ۹ میلیونو ته راټېټ شوی.
د دې ادارې د بودجې کموالی د دې لامل شوی، چې ۲۶۲ ګرځنده روغتیايي مرکزونه چې لږ تر لږه دوه میلیونه وګړو ته یې لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، وتړل شي.
دغه سازمان ټینګار کړی، که بودجه ترلاسه نه کړي څه باندې ۲۸۰۰ ښوونځي چې څه باندې ۱۴۱ زره ماشومانو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې، د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
دغه بنسټ وايي، چې په دغو ښوونځیو کې تر نیمايي زیات زده کوونکي يې نجونې دي.
له نهو مليونو څخه پنځه ميليونو ته د ورځني ژوند مرستو د ترلاسه کوونکو کموالى يو له هغو نورو برخو څخه دى چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ورته اشاره کړې ده.
اوچا تر را روان ژمي مخکې د "بيړنۍ بودجې" اړتيا اړينه وګڼله او خبرداری يې ورکړ، چې ښايي د بودجې د کموالي له امله د ژوند ځينې مرستې، تغذيې، روغتيا او نور له منځه ولاړ شي.
د ملګرو ملتونو اداره وايي، سږ کال یې شاوخوا ۸۰۱ میلیونه ډالر ترلاسه کړي، چې یوازې ۲۵ سلنه یې د خلکو اړتیاوې پوره کوي.
د اوچا ادارې ویلي، چې له ۲۱ میلیونو زیاتو افغانانو سره د مرستې لپاره ۳،۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.