• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا په افغانستان کې د بشري مرستو د کموالي له امله، د راتلونکو ګواښونو خبرداری ورکړی

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۵۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په یوه نوي راپور کې په خپله بودجه کې د ۱.۳ میلیارد ډالرو د کموالي خبر ورکړی. دغه سازمان ویلي، چې سږني ژمي کې به د بودجې کموالی زیانمنې افغان کورنۍ له لوږې، ناروغۍ او ان د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي.

دغه بنسټ د یکشنبې ورځې (د اسد ۲۲مه) په تازه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په بودجه کې د خوراکي توکو د کمښت له امله د مرستو د اخیستونکو شمېر له ۱۳ میلیونو څخه ۹ میلیونو ته راټېټ شوی.

د دې ادارې د بودجې کموالی د دې لامل شوی، چې ۲۶۲ ګرځنده روغتیايي مرکزونه چې لږ تر لږه دوه میلیونه وګړو ته یې لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، وتړل شي.

دغه سازمان ټینګار کړی، که بودجه ترلاسه نه کړي څه باندې ۲۸۰۰ ښوونځي چې څه باندې ۱۴۱ زره ماشومانو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې، د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

دغه بنسټ وايي، چې په دغو ښوونځیو کې تر نیمايي زیات زده کوونکي يې نجونې دي.

له نهو مليونو څخه پنځه ميليونو ته د ورځني ژوند مرستو د ترلاسه کوونکو کموالى يو له هغو نورو برخو څخه دى چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ورته اشاره کړې ده.

اوچا تر را روان ژمي مخکې د "بيړنۍ بودجې" اړتيا اړينه وګڼله او خبرداری يې ورکړ، چې ښايي د بودجې د کموالي له امله د ژوند ځينې مرستې، تغذيې، روغتيا او نور له منځه ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو اداره وايي، سږ کال یې شاوخوا ۸۰۱ میلیونه ډالر ترلاسه کړي، چې یوازې ۲۵ سلنه یې د خلکو اړتیاوې پوره کوي.

د اوچا ادارې ویلي، چې له ۲۱ میلیونو زیاتو افغانانو سره د مرستې لپاره ۳،۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

یو کال د طالبانو زندان کې؛ ایا د محمود شاه حبیبي نیول دایمن الظواهري له وژنې سره تړاو لري؟

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې د پخواني مشر کورنۍ وايي، محمود شاه حبیبي له یوه کال راهیسې د طالبانو په زندان کې دی. د ښاغلي حبیبي کورنۍ وايي، نوموړی د تېر کال د اګسټ پر ۱۰ یوه ورځ وروسته له هغه د کابل شېرپور کې ونیول شو چې امریکا پکې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په نښه کړ.

محمود شاه حبیبي یو افغان توکمه امریکایی دی چې د افغانستان په تېر حکومت کې یې د ملکي هوايي چلند د ادارې د عمومي رییس په توګه کار کړی دی.

د محمودشاه حبيبي ورور تيمورشاه حبيبي افغانستان انټرنشنل ته وويل، له يو کال تېریدو سره بیا هم د طالبانو هېڅ کومې ادارې د هغه د ورور د نيولو په اړه دوی ته څه نه دي ويلي.

د ښاغلي حبیبي په وینا، کورنۍ یې د "غیر رسمي سرچینو" له لارې خبره شوې چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند پخوانی رییس د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

هغه زياته کړه، چې طالبانو له ښاغلي حبيبي سره شاوخوا ٣٠ نور کسان هم نيولي وو، چې ټول يې له بنده خوشي شوي، خو يواځې دوه تنه په بند کې پاتې دي.

تيمورشاه حبيبي وويل، له محمودشاه حبيبي سره په زندان کې بل پاتې کس د اکرم په نوم د یوه خصوصي شرکت انجینر دی.

ښاغلي تیمورشاه له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې څرګنده کړه چې "موږ هېڅکله نه وایو چې محمود شاه حبیبي د القاعدې د مشر د وژلو په تړاو نیول شوی دی".

خو هغه وايي چې له محمودشاه حبيبي سره نيول شويو کسانو له زندانه تر خوشي کېدو وروسته وويل: "دوی له موږ څخه د دې قضيې [د ايمن الظواهري د وژنې] په اړه پلټنې وکړې".

د محمودشاه حبیبي د کورنۍ په وینا، د هغه له بند څخه یو کال تېریږي، خو دوی ور سره د خبرو اجازه نه ده ترلاسه کړې.

طالبانو تر اوسه د ملکي هوايي چلند د پخواني مشر د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د زندانونو د ادارې چارواکو د شنبې په ورځ تایید کړه چې د افغانستان په زندانونو کې ۱۶ تنه بهرني اتباع بندیان دي. دغو چارواکو د دغو وګړو د هويت او ملت په اړه څه ونه ويل.

تر دې وړاندې امریکايي چارواکو هم تایید کړې وه چې په افغانستان کې د طالبانو په زندانونو کې یو شمېر امریکايي اتباع بندیان دي. دوی د دغو بندیانو کره شمېر او هویت نه دی په ډاګه کړی.

د طالبانو له زندانونو څخه د امریکايي بندیانو خلاصون یوه له هغو موضوعاتو څخه وه، چې ټام ویسټ او رینا امیري د اسد په ۹ مه په دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال پرې خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې امریکايي استازو د طالبانو له زندانه د خپلو وګړو د ژر تر ژره او غیر مشروط خوشې کېدو غوښتنه وکړه. معلومه نه ده چې د طالب چارواکو او امریکايي استازو ترمنځ په خبرو کې هم د محمود شاه حبیبي د نیولو موضوع راپورته شوې او که نه.

انس حقاني: ډېر خلک په دې فکر کې دي چې زموږ نظام د څو ورځو مېلمه دی

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۴ GMT+۱

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون غړی انس حقاني وايي، د تبلیغ په نتیجه کې ډېرو خلکو، پانګوالو او علمي کادرونو ته فکر ور پیدا شوي، چې د طالبانو نظام د څو ورځو مېلمه دی. نوموړي د دې خبرو په ردولو سره وویل، چې د طالبانو نظام «پايدار او دوامدار» دی.

انس حقاني نن یکشنبه ( اسد ۲۲ مه ) له بهر څخه هېواد ته راستانه شویو علمي کادرونو ته د ښه راغلاست غونډه کې دا خبرې وکړې.

د ده په خبره، د طالبانو حکومت په اسانه یا د معاملې په نتیجه کې نه دی جوړ شوی: «د سرونو په قربانۍ او د اور پر سر دلته راغلي یو، دنیا زوار وازمویه، وروسته له دې چې پوه شوه، پښې یې نه تینګېږي، نو لاړل او دا نظام داسې پاخه بنیادونه لري چې هیڅوک دې هم فکر نه کوي چې داسې په اسانه به لاړ شي. »

انس حقاني زیاته کړه: « زه ټولو ته دا ډاډ ورکوم چې دا نظام پايدار او دوامدار دی».

ښايي د نوموړي ځواب د طالبانو ضد افغان سیاستوالو وروستیو څرګندونو ته وي، چې وايي د دې ډلې نظام پایدار او دوامدار نه دی او ډیر ژر به له منځه لاړ شي.

په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو ضد وسلوالو جبهو د څو بریدونو ادعا وکړ او ځینو مخالفو سیاسي اشخاصو په راتلونکې کې د جکړې د پراخوالي خبره کړې ده.

د طالبانو دغه غړي په دې خبرو کې د افغانستان اوسني اقتصادي حالت ته پّ اشاره وویل: «فقر او غربت د افغانستان قدیمي مشکل دی او دا دې څوک په طالبانو پورې نه تړي.»

انس حقاني په داسې مهال غربت د افغانستان پخوانی مشکل بولي، چې د دې ډلې واکمنېدو او افغانستان کې د نړیوالو مرستو کمېدو او د بې کارۍ زیاتېدو سره دا هېواد له زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) په خپل یو وروستي راپور کې ویلي، د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له بېساري بشري بحران سره مخ دى.

په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې ١٧ ميليون کسان له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د راپور پر اساس، په روان ميلادي کال کې به د افغانستان ۲۸.۳ ميليونه کسان ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتيا ولري، ځکه دغه هيواد څو کلنې پرله پسې وچکالۍ ځپلی او د طالبانو د حاکمیت پیلېدو سره له دوو کلونـو راهيسى له سخت اقتصادي زوال سره مخ دى.

کاظمي قمي: ایراني کارپوهانو اول ځل د هلمند سیند سرچینه له نژدې ولیده

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۴۸ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی تاییدوي چې د دغه هېواد کارپوهانو اول ځل د هلمند سیند سرچینه له نژدې څخه ولیده. حسن کاظمي قمي وايي، د ارزونې دغه ایرانی پلاوی دمګړۍ په کابل کې دی او د خپلې ارزونې راپور به ډېر ژر ور وسپاري.

ایرنا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ ( اسد ۲۲ مه ) د ایران د سفارت د سلایار یا شازدافیر له خولې ویلي په هلمند سیند کې د حقابې ترلاسه کولو لپاره د ایران د هڅو په لړ کې دا پلاوی کابل ته تللی دی.

د دې راپور له مخې، ایراني متخصصانو له کجکی بند بره د اوبو سنجولو وسیله کتلې ده.

دا وسیله هلمند سیند ته د تویېدونکو اوبو کچه اندازه کوي.

د ایراني کارپوهانو محاسبه به وښيي چې سږ کال دې سیند څومره اوبه درلودلې.

حسن کاظمي قمي وايي، ایران له افغانستان سره د تړون له مخې د طالبانو د دې ادعا ریښتونوالی کتلی شي چې هلمند سیند کې اوبه کمې شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څه مهال مخکې ويلي وو، چې دوی د ۱۳۵۲ لمریز کال د حقابې تړون ته ژمن دي، خو په هلمند سیند کې اوبه کمې دي.

د کابل پوهنتون سلګونه علمي کتابونه بېرون غورځول شوي

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۵۳ GMT+۱

له کابل پوهنتون څخه د يوې سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه پوهنتون ۳۵۳ ټوکه علمي څېړنیز کتابونه له کتابتون اېستل شوي او بېرون غورځول شوي دي. سرچینې «د افغانستان لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ پایداره سیسټمونه» ژبه او کلتور په برخه کې دا کتابونه خورا مهم بولي.

دغه سرچينه چې نه غواړي نوم يې یاد شي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه لوی شمېر کتابونه په اتو کارتونونو کې اېښې و، خو «طالبانو» خځلو کې غورځولي دي.

سرچینه وړاندې وايي، دا کتابونه د کابل پولتخنيک، هرات او ننګرهار پوهنتونونو د استادانو له لوري د علمي څېړنې په مېتود په انګلیسي ژبه ليکلي او د دوو جرمني استادانو تر بیا کتنې وروسته چاپ شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست ندا محمد ندیم نن د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونو له استادانو سره په غونډه کې وويل، چې ۴۵۰ تنه استادان له زده کړو وروسته له بهرنیو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د افغان ماشومانو تنکۍ مټې او درانه کارونه

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۱۳ GMT+۱

افغانستان هغه هېواد دی، چې د اقتصادي کمزورتیا له امله یې هره برخه اغېزمنه شوې. پر ماشومانو درانه کارونه، په نشه یې توکو د ځوانانو روږدېدل، د سوالګرو د شمېر زیاتېدل، د خلکو وزګارتیا او دې ته ورته نورې ستونزې شته چې خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.

له دغو ستونزو څخه یوه یې پر ماشومانو د درنو کارونو ترسره کول دي.
په هغه عمر کې چې د نورې نړۍ ماشومان د روښانه راتلونکې لپاره زده کړې پیلوي، افغان ماشومان بیا له کلونو راهیسې د بشري حقونو له موازینو څخه په سرغړونې سره د زده کړو ترڅنګ شاقه یا درانه کارونه هم کوي.
ډېری ماشومان د خپلو کورنیو د کمزوري اقتصاد له امله د غالیو اوبدلو په کارخونو، د کروندې او مالدارۍ، په کانونو، د موټرو د ترمیم په ورکشاپونو، د خښتو په بټیو او نورو برخو کې په درنو کارونو بوخت دي.


شپاړس کلن داوود او پنځلس کلن فرهاد هغه دوه وروڼه دي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې ښونځی پرېښود او ایران ته د کار کولو په موخه ولاړل.
دغه وروڼه چې اوس مهال په ایران کې د کالیو ګنډلو په یوې تولیدي کارخونه کې په کار بوخت دي وایي، چې د جمهوریت پر مهال دوی ته کاري فرصتونه زیات وو، او هره ورځ به له ښوونځي څخه تر رخصتۍ وروسته د کالیو ګنډلو په یوه دوکان کې د شپې تر ناوخته په کار کولو بوخت وو، خو له بدلونونو وروسته چې اقتصادي شرایط پر دوی هم سخت شول، د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستنو د پياوړتیا لپاره یې هېواد پرېښود.
دغه وروڼه وایي:« زده کړې او هیلې مو نیمګړې پاتې شوې، خو هڅه کوو په کار کولو سره د خپل سپین ږېري پلار مالي ملاتړ وکړو.»


اخوا دولس کلن رضوان الله چې د خپلې کورنۍ یوازینی نارینه دی وایي، په لومړي ټولګي کې و چې پلار یې مړ شو، او تر هغه وروسته د کونډې او ناروغې مور ترڅنګ یې د درېیو خویندو مسوولیت هم ور تر غاړې شو.
نوموړی د شهرنو په واټونو کې د خلکو موټر پاکوي او وایي، چې اوس مهال د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، نو ځکه دوی ته د پخوا په شان کارونه نشته او په سختۍ سره د خپل کور اړتیاوې پوره کوي.


په تېرو کلونو کې د یو ځینو نړیوالو ادارو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا دوه ملیونه ماشومان په درنو کارونو بوخت وو؛ خو اوس مهال د همدې ادارو لویه اندېښنه دا ده، چې دا شمېر په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته نور هم زیات شوی او د زیاتېدو په حال کې دی.


رایان روزنتون چې د یوې مرستندویه ټولنې په همکارۍ له نږدې دوو کلونو راهیسې فعالیت کوي، شاوخوا ۸۵ یتیمو ماشومانو ته چې ۵۵ یې هلکان او ۳۰ یې نجونې دي د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړې ده.
ددغه روزنتون مشر حمیدالله ولي وایي، چې شلو نجونو او څلوېښتو هلکانو ته یې په بېلابېلو برخو کې د ښوونیز او مسلکي پروګرامونو سربېره د کالیو، خوړو او د دغو ماشومانو له کورنیو سره مالي برخو کې هم مرستې کړي دي.
ښاغلی ولي همداراز زیاتوي، دوی ډېر شمېر ماشومان له سړکونو څخه هغه وخت ټول کړل چې په درنو کارونو او یا هم په سوالګرۍ بوخت وو.


دیارلس کلن ادریس چې اوس مهال په یاد روزنتون کې اوسېږي وایي، چې پلار یې اوه کاله مخکې مړ شو او تر هغه وروسته یې مور د ژوند د پرمخ بېولو لپاره خلکو ‌‌‌‌‌‌ته ډوډۍ پخوله.
دی وایي، له خپلې مور سره یې د همکارۍ په موخه د خلکو بوټونه رنګول؛ خو د رایان روزنتون له مسوولانو سره تر پیژندګلوۍ وروسته له درنو کارونو لاس پر سر شو او اوس مهال یوازې زده کړې کوي او د روزنتون په مالي ملاتړ له خپلې کورنۍ سره هم همکاري کوي.

په هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د بې وزلۍ او بیکارۍ کچه لوړه شوې ده، چې له همدې امله ډېر شمېر کورنۍ اړې شوې چې ماشومان یې سخت او درانه کارونه ترسره کړي.
له زیاتو کوښښونو وروسته ونه توانېدو، چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت نظر هم واخلو، تر دې وړاندې دغه وزارت ویلي وو چې له ښارونو او کوڅو یې هغه ماشومان راټول کړي چې یا یې درانه کارونه ترسره کول او یا یې هم سوالګري کوله؛ خو هېڅ یوې خپلواکې سرچېنې د طالبانو د دغې ادعاوو پخلی نه دی کړی.