له دغو ستونزو څخه یوه یې پر ماشومانو د درنو کارونو ترسره کول دي.
په هغه عمر کې چې د نورې نړۍ ماشومان د روښانه راتلونکې لپاره زده کړې پیلوي، افغان ماشومان بیا له کلونو راهیسې د بشري حقونو له موازینو څخه په سرغړونې سره د زده کړو ترڅنګ شاقه یا درانه کارونه هم کوي.
ډېری ماشومان د خپلو کورنیو د کمزوري اقتصاد له امله د غالیو اوبدلو په کارخونو، د کروندې او مالدارۍ، په کانونو، د موټرو د ترمیم په ورکشاپونو، د خښتو په بټیو او نورو برخو کې په درنو کارونو بوخت دي.
شپاړس کلن داوود او پنځلس کلن فرهاد هغه دوه وروڼه دي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې ښونځی پرېښود او ایران ته د کار کولو په موخه ولاړل.
دغه وروڼه چې اوس مهال په ایران کې د کالیو ګنډلو په یوې تولیدي کارخونه کې په کار بوخت دي وایي، چې د جمهوریت پر مهال دوی ته کاري فرصتونه زیات وو، او هره ورځ به له ښوونځي څخه تر رخصتۍ وروسته د کالیو ګنډلو په یوه دوکان کې د شپې تر ناوخته په کار کولو بوخت وو، خو له بدلونونو وروسته چې اقتصادي شرایط پر دوی هم سخت شول، د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستنو د پياوړتیا لپاره یې هېواد پرېښود.
دغه وروڼه وایي:« زده کړې او هیلې مو نیمګړې پاتې شوې، خو هڅه کوو په کار کولو سره د خپل سپین ږېري پلار مالي ملاتړ وکړو.»
اخوا دولس کلن رضوان الله چې د خپلې کورنۍ یوازینی نارینه دی وایي، په لومړي ټولګي کې و چې پلار یې مړ شو، او تر هغه وروسته د کونډې او ناروغې مور ترڅنګ یې د درېیو خویندو مسوولیت هم ور تر غاړې شو.
نوموړی د شهرنو په واټونو کې د خلکو موټر پاکوي او وایي، چې اوس مهال د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، نو ځکه دوی ته د پخوا په شان کارونه نشته او په سختۍ سره د خپل کور اړتیاوې پوره کوي.
په تېرو کلونو کې د یو ځینو نړیوالو ادارو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا دوه ملیونه ماشومان په درنو کارونو بوخت وو؛ خو اوس مهال د همدې ادارو لویه اندېښنه دا ده، چې دا شمېر په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته نور هم زیات شوی او د زیاتېدو په حال کې دی.
رایان روزنتون چې د یوې مرستندویه ټولنې په همکارۍ له نږدې دوو کلونو راهیسې فعالیت کوي، شاوخوا ۸۵ یتیمو ماشومانو ته چې ۵۵ یې هلکان او ۳۰ یې نجونې دي د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړې ده.
ددغه روزنتون مشر حمیدالله ولي وایي، چې شلو نجونو او څلوېښتو هلکانو ته یې په بېلابېلو برخو کې د ښوونیز او مسلکي پروګرامونو سربېره د کالیو، خوړو او د دغو ماشومانو له کورنیو سره مالي برخو کې هم مرستې کړي دي.
ښاغلی ولي همداراز زیاتوي، دوی ډېر شمېر ماشومان له سړکونو څخه هغه وخت ټول کړل چې په درنو کارونو او یا هم په سوالګرۍ بوخت وو.
دیارلس کلن ادریس چې اوس مهال په یاد روزنتون کې اوسېږي وایي، چې پلار یې اوه کاله مخکې مړ شو او تر هغه وروسته یې مور د ژوند د پرمخ بېولو لپاره خلکو ته ډوډۍ پخوله.
دی وایي، له خپلې مور سره یې د همکارۍ په موخه د خلکو بوټونه رنګول؛ خو د رایان روزنتون له مسوولانو سره تر پیژندګلوۍ وروسته له درنو کارونو لاس پر سر شو او اوس مهال یوازې زده کړې کوي او د روزنتون په مالي ملاتړ له خپلې کورنۍ سره هم همکاري کوي.
په هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د بې وزلۍ او بیکارۍ کچه لوړه شوې ده، چې له همدې امله ډېر شمېر کورنۍ اړې شوې چې ماشومان یې سخت او درانه کارونه ترسره کړي.
له زیاتو کوښښونو وروسته ونه توانېدو، چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت نظر هم واخلو، تر دې وړاندې دغه وزارت ویلي وو چې له ښارونو او کوڅو یې هغه ماشومان راټول کړي چې یا یې درانه کارونه ترسره کول او یا یې هم سوالګري کوله؛ خو هېڅ یوې خپلواکې سرچېنې د طالبانو د دغې ادعاوو پخلی نه دی کړی.