• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

دوشنبه کې افغان سفارت: د اګسټ په ۱۵مه دې ټولې سیاسي استازولۍ خپل بېرغونه نیم ځوړند وساتي

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۳۲ GMT+۱

په تاجکستان کې افغان سفارت د افغانستان له نورو سیاسي استازولیو غوښتي، چې د اګسټ په ۱۵مه دې د سفارتونو بېرغونه نیم ځوړند وساتي. دغه سفارت وایي، په دې توګه به وکولی شو خپلو هېوادوالو سره، چې د طالبانو تر اسارت لاندې ژوند تېروي همدردي شریکه کړو.

د دغه سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د واک په غځېدو او پایښت سره به د افغانستان ټولې مادي او معنوي شتمنۍ لوټ شي او هغه یووالی چې د بېلابېلو قومونو، مذهبونو، ژبو، فرهنګونو او نورو هغه ګډ مشترکات چې د افغانانو ترمنځ له پېړیو پېړیو راهیسې په میراث پاتې دي، د لمنځه تلو په حال کې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ ده چې په پیلېدو سره یې سلګونه زره افغانان بې کوره او بې وطنه شول او په کور دننه پاتې افغانان یې د غم په ټغر کښېنول.

دمګړۍ په دوشنبه کې د افغان سفارت دغې غوښتنې ته نورو سفارتونو ښکاره غبرګون نه دی ښودلی.

په دوشنبه کې لاهم د افغانستان سفارت واګې د پخوانیو ډیپلوماټانو په لاس کې دي.
سره له دې چې په ځینو د ګوتو په شمېر هېوادونو کې طالبانو خپل ډیپلوماټان سیاسي استازولیو ته استولي، خو تاجکستان د افغانستان په ګاونډ کې هغه هېواد دی، چې تراوسه یې د طالبانو دغې غوښتنې ته د رد ځواب ویلی دی.

نن سبا د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د پخوانیو ډیپلوماتانو لخوا اداره کېږي، خو لا یې هم د مالي امکاناتو په اړه روښانه تګلاره نه ده مالومه شوې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

متقاعدین: کابو درې کاله کېږي، چې خپل ورک شوي حق پسې لالهانده یو

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۴۵ GMT+۱

په افغانستان کې د تېرو حکومتونو لسګونو تنو تقاعد شویو کارکوونکو د شنبې په ورځ د زمري په ۲۱ مه په کابل کې د مالیې وزارت د تقاعد صندوق د دفتر مخې ته لاریون وکړ. لاريون کوونکو ویلي، چې له درېيو کلونو راهيسې يې د تقاعد امتیازات نه دي ترلاسه کړي.

یو لاریونوال میرویس وايي، دوی له ډېرې بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي او له اوسني حکومته غواړي چې د دوی د تقاعد پیسې ورکړي.

د ميرويس په وينا: "کابو درې کاله کېږي، چې د تقاعد د کارکوونکو امتیازات نه دي ورکړل شوي او بايد ورکړل شي. د متقاعدینو اقتصادي وضعیت خورا بد دی او باید پام ورته وشي "

د تقاعد شويو پخوانیو حکومتي کارکوونکو د ټولنې د معلوماتو له مخې چې واک ته تر رسېدو وروسته يې څو ځله د طالبانو حکومت له استازیو سره خبرې کړې او د خپلو امتیازاتو د ترلاسه کولو غوښتنه يې کړې.

طالبانو تر دې وړاندې رسنیو ته ويلي وو، چې د دغو پخوانیو تقاعد شويو حکومتي کارکوونکو د تقاعد د ورکړې موضوع يې له خپل مشر سره شریکه کړې چې یوه حل لاره ورته ومومي.

د افغان ډیپلوماټانو ټولنه د ترکیې لخوا د طالبانو کوربه توب "دوه ګونې لوبه او مشروعیت" بولي

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماټانو ټولنه، ترکیې ته د ملا برادر وروستی سفر د ملګرو ملتونو له اهدافو سره په ټکر کې بولي. دغې اتحادیې ویلي، چې د ترکیې لخوا د طالب چارواکو کوربه توب د « طالبانو د مشروعیت لپاره دوه ګونی لوبه ده.»

دې ټولنې د یکشنبې په ورځ (د اسد ۲۱) په یوه بیان کې لیکلي، چې ترکیې ته د ملا برادر وروستی سفر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د هغه ليدنه د طالبانو لپاره یو «تبلیغاتي سند» دی.

د طالبانو د ریس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې ډلې د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته تللی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماټانو د همغږۍ ټولنې دغه هېواد ته د طالب چارواکو د سفر لپاره د ترکیې منښته په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په اړه د ترکیې د حکومت له دریځ سره په ټکر کې بللی دی.

په دې خبرپاڼه کې د افغانستان ډیپلوماټانو د سیمې هېوادونو ته مخامخ لیکلي، چې د طالبانو حکومت مشروعیت نه لري او له دغې ډلې سره هر ډول "تړون او ژمنتیا" له حقوقي اړخه "باطل" دی او مسوولیت یې هم د هغو حکومتونو پر غاړه دی، چې له طالبانو سره د یوه " مسؤل او مشروع حکومت په توګه"چلند کوي.

دغې ټولنې په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د ملا برادر په لیدنه کې د افغانستان د سفیر شتون د «خواشینۍ وړ» بللی دی.

دغې ټولنې د ویانا کنوانسیون او نړیوالو قوانینو ته په اشارې سره لیکلي، چې د افغانستان سیاسي استازو ته د « افغانستان اسلامي جمهوریت مشروعیت» ورکړی.

په دې خبرپاڼه کې د افغان ډيپلوماټانو د افغانستان له سياسي استازو غوښتي، چې د قانوني او اخلاقي مسوولیت په پام کې نيولو سره دې له طالبانو سره له «جوړجاړي او تسليمېدو» ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بندیزونو سره سره د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې ډلې د پلاوي په مشرۍ د سې شنبې په ورځ (د اسد ۱۷) ترکیې ته ولاړ. په دغه سفر کې ملا برادر د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي.

د ملا برادر په ګډون د طالبانو یو شمېر لوړپوړي مشران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې دي. د دغه بندیز له امله د طالبانو لوړ پوړي چارواکي له ستونزو سره مخامخ دي.

د امنیت شورا له بندیزونو سره سره یو شمېر طالب چارواکو چې په تور لېست کې هم دي، د سیمې هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

ملي مقاومت شورا د زلمي خلیلزاد خبرې د افغانستان خلکو او سیاسي ټولنې ته «سپکاوی» وباله

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۵۱ GMT+۱

د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د زلمي خلیلزاد څرګندونې افغانانو او سیاسي ټولنې ته «سپکاوی» وباله. دې شورا ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي له افغانستان انټرنشنل سره مرکه کې د «طالبانو د ویاند رول» لوبولی او د «طالبانو د سپیناوي» لپاره لابي کوي.

جلا وطنه پخوانیو جهادي مشرانو، سیاسي ګوندونو او د پخواني افغان حکومت چارواکو د افغانستان ژغورنې لپاره ملي مقاومت شورا جوړه کړې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دویم کال په درشل کې د طالبانو له مخالفو مشرانو څخه غوښتي چې کابل ته ولاړ شي او له دې ډلې سره دې خبرې وکړي.

ښاغلي خلیلزاد د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، که د طالبانو مخالف مشران په دې فکر وي چې امریکا به بیا پر طالبانو برید وکړي او د هغوی د ساتنې لپاره به خپل ځواکونه وګوماري، تېروتنه کوي او هغه وخت پای ته رسیدلی.

د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د شنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) د خلیلزاد دې خبرو ته سخت غبرګون ښودلی دی.

دې شورا ویلي، زلمی خلیلزاد او ځینې نور کسان غواړي طالبان سپین کړي.

د دې شورا په اعلامیه کې راغلي چې «جنایت کار طالبان» د افغانستان د سیاسي انزوا او وروسته پاتي کیدو لامل او ښځې یې له زدکړو او کارڅخه محرومې کړې دي.

دې ډلې طالبان په اندرابونو، بلخاب او پنجشیر کې د بندیانو په وژلو او د خلکو په شکنجه تورن کړي دي.

د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د زلمي خلیلزاد خبرې د «ترهګرۍ خپرول او وده» او د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف بللې دي.

دې شورا د امریکا له ولسي جرګې غوښتي چې د دوحې د موافقې له لاسلیک څخه تر اوسه د امریکا د استازي په توګه د هغه پر کړنو او پرېکړو له سره کتنه وکړي.

دغې شورا د امریکا له ولسي جرګې دا هم غوښتي چې ښاغلی خلیلزاد دې استجواب کړي.

د دې شورا په اعلاميه کې راغلي: «د خلیلزاد هغه تېروتنې چې د افغانستان او افغانانو پر وړاندې یې کړې او زموږ په هېواد کې د یوې ترهګرۍ ډلې د واکمنۍ لامل شوې، د عدلي او قضایي ارګانونو له لارې دې د بشري حقونو خلاف ناوړه کړنو په توګه په ګوته او هغه ته دې سزا ورکړل شي».

د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا هم د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا په استازۍ د زلمي خلیلزاد د هوکړې لاسلیک یوه «لویه تېروتنه» ګڼلې چې د میلیونونو افغانانو برخلیک یې له یوه ناورین سره مخ کړی.

د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو د افغانستان په سیاسي ډګر کې توند غبرګونونه راپارولي دي.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح او د اسلامي جمعیت ګوند د خلیلزاد څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

د ایران پخوانی پوځي چارواکی: ایران ته یونیم میلیون داسې افغانان تللي چې پوځي مخینه لري

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۰۴ GMT+۱

د ایران د ملي امنیت د کمیسیون پخوانی رییس وایي، پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته له یونیم میلیون ډېر داسې افغانان دغه هېواد ته تللي، چې پوځي سابقه لري. د ایران دولتي او یا هم خپلواکو بنسټونو د حشمت الله فلاحت پیشه د دې ادعا ریښتونوالی نه دی تایید کړی.

حشمت الله فلاحت پیشه ایران ته د دې پوځیانو پر ننوتلو اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل، ایراني چارواکي باید دا موضوع وڅاري.

هغه څرګنده نه کړه چې د افغان کډوالو په اړه د دې احصایې سرچینه یې کومه ده.

همدا راز ښاغلي فلاحت پیشه ادعا وکړه چې د نارسمي شمېرو له مخې د طالبانو په واکمنېدو پسې په ایران کې هره ورځ د کډوالو په شمېر کې په اوسط ډول لس زره کسان زیاتیږي.

هغه ادعا وکړه چې« په هرو پنځو افغانانو کې یو یې په ایران کې دی».

د ایران دغه پخواني نظامي چارواکي ایران ته د افغانانو د لیږد په بهیر کې پر «سیستماتیک فساد» خواشیني وښوده او ویې ویل، ایران ته د هر یو کس په لیږلو ۵۰۰ امریکایي ډالره اخیستل کیږي او «ځینې کسان په افغانستان او ایران کې د دې کسانو له لیږد څخه ګټه اخلي».

دا ادعا په داسې حال کې شوې ده، چې د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي چارواکو په دغه هېواد کې د زرګونو افغان کډوالو د نیولو اعلان کړی دی.

د ایران د خراسان رضوي سرحدي قوماندان مجید شجاع وايي، د ۱۴۰۲ لمریز کال له پیل څخه را په دې خوا ۲۲۴ زره افغان کډوال د ایران له خاورې شړل شوي او طالبانو ته سپارل شوي دي.

ښاغلي شجاع ویلي، له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو شمېر سږ کال له تېر کال څخه ۱۵ سلنه زیات شوی دی.

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانانو د کډوالۍ څپه ګاونډیو او د نړۍ نورو هېوادونو ته پیل شوه.

ډېری هغه کسان چې له افغانستانه وتلو ته اړ شوي، د افغانستان د حکومت پخواني کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان، د رسنیو کارمنان او هغه کسان دي چې د طالبانو د ګواښونو او یا هم له خپلو اساسي بشري حقونو څخه د بې برخې کیدو له امله خپل هېواد پرېښی دی.

د ترکیې شمال کې ۲۴ افغان او عراقي کډوال ونیول شول

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د ترکیې رسنۍ وايي، د دغه هېواد شمال لوېدیځ ته په کرکلارلي ښار کې امنیتي ځواکونو ۲۴ افغان او عراقي کډوال ونیول. د ترکیې پولیسو د شنبې په ورځ ویلي، دا نیول شوي کسان یې د بهرنیو وګړو د اېستلو مرکز ته سپارلي دي.

د ترکیې امنیتي ځواکونو سږ کال په دغه هېواد کې نږدې څلور زره افغان کډوال نیولي او له دغه هېواد اېستلي دي.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له دې پرېکړې وروسته چې «د کډوالۍ سیاست کې څرګند بدلون» راولي، د کډوالو په تېره د افغانانو د نیولو او اېستلو بهیر هم چټک شوی دی.

تېرکال ترکیې ۵۷ زره ۱۷۴افغان کډوال ونیول او افغانستان ته یې ستانه کړل.