• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقاعدین: کابو درې کاله کېږي، چې خپل ورک شوي حق پسې لالهانده یو

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۵۵ GMT+۱

په افغانستان کې د تېرو حکومتونو لسګونو تنو تقاعد شویو کارکوونکو د شنبې په ورځ د زمري په ۲۱ مه په کابل کې د مالیې وزارت د تقاعد صندوق د دفتر مخې ته لاریون وکړ. لاريون کوونکو ویلي، چې له درېيو کلونو راهيسې يې د تقاعد امتیازات نه دي ترلاسه کړي.

یو لاریونوال میرویس وايي، دوی له ډېرې بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي او له اوسني حکومته غواړي چې د دوی د تقاعد پیسې ورکړي.

د ميرويس په وينا: "کابو درې کاله کېږي، چې د تقاعد د کارکوونکو امتیازات نه دي ورکړل شوي او بايد ورکړل شي. د متقاعدینو اقتصادي وضعیت خورا بد دی او باید پام ورته وشي "

د تقاعد شويو پخوانیو حکومتي کارکوونکو د ټولنې د معلوماتو له مخې چې واک ته تر رسېدو وروسته يې څو ځله د طالبانو حکومت له استازیو سره خبرې کړې او د خپلو امتیازاتو د ترلاسه کولو غوښتنه يې کړې.

طالبانو تر دې وړاندې رسنیو ته ويلي وو، چې د دغو پخوانیو تقاعد شويو حکومتي کارکوونکو د تقاعد د ورکړې موضوع يې له خپل مشر سره شریکه کړې چې یوه حل لاره ورته ومومي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د افغان ډیپلوماټانو ټولنه د ترکیې لخوا د طالبانو کوربه توب "دوه ګونې لوبه او مشروعیت" بولي

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماټانو ټولنه، ترکیې ته د ملا برادر وروستی سفر د ملګرو ملتونو له اهدافو سره په ټکر کې بولي. دغې اتحادیې ویلي، چې د ترکیې لخوا د طالب چارواکو کوربه توب د « طالبانو د مشروعیت لپاره دوه ګونی لوبه ده.»

دې ټولنې د یکشنبې په ورځ (د اسد ۲۱) په یوه بیان کې لیکلي، چې ترکیې ته د ملا برادر وروستی سفر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د هغه ليدنه د طالبانو لپاره یو «تبلیغاتي سند» دی.

د طالبانو د ریس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې ډلې د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته تللی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماټانو د همغږۍ ټولنې دغه هېواد ته د طالب چارواکو د سفر لپاره د ترکیې منښته په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په اړه د ترکیې د حکومت له دریځ سره په ټکر کې بللی دی.

په دې خبرپاڼه کې د افغانستان ډیپلوماټانو د سیمې هېوادونو ته مخامخ لیکلي، چې د طالبانو حکومت مشروعیت نه لري او له دغې ډلې سره هر ډول "تړون او ژمنتیا" له حقوقي اړخه "باطل" دی او مسوولیت یې هم د هغو حکومتونو پر غاړه دی، چې له طالبانو سره د یوه " مسؤل او مشروع حکومت په توګه"چلند کوي.

دغې ټولنې په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د ملا برادر په لیدنه کې د افغانستان د سفیر شتون د «خواشینۍ وړ» بللی دی.

دغې ټولنې د ویانا کنوانسیون او نړیوالو قوانینو ته په اشارې سره لیکلي، چې د افغانستان سیاسي استازو ته د « افغانستان اسلامي جمهوریت مشروعیت» ورکړی.

په دې خبرپاڼه کې د افغان ډيپلوماټانو د افغانستان له سياسي استازو غوښتي، چې د قانوني او اخلاقي مسوولیت په پام کې نيولو سره دې له طالبانو سره له «جوړجاړي او تسليمېدو» ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بندیزونو سره سره د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې ډلې د پلاوي په مشرۍ د سې شنبې په ورځ (د اسد ۱۷) ترکیې ته ولاړ. په دغه سفر کې ملا برادر د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي.

د ملا برادر په ګډون د طالبانو یو شمېر لوړپوړي مشران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې دي. د دغه بندیز له امله د طالبانو لوړ پوړي چارواکي له ستونزو سره مخامخ دي.

د امنیت شورا له بندیزونو سره سره یو شمېر طالب چارواکو چې په تور لېست کې هم دي، د سیمې هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

ملي مقاومت شورا د زلمي خلیلزاد خبرې د افغانستان خلکو او سیاسي ټولنې ته «سپکاوی» وباله

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۵۱ GMT+۱

د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د زلمي خلیلزاد څرګندونې افغانانو او سیاسي ټولنې ته «سپکاوی» وباله. دې شورا ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي له افغانستان انټرنشنل سره مرکه کې د «طالبانو د ویاند رول» لوبولی او د «طالبانو د سپیناوي» لپاره لابي کوي.

جلا وطنه پخوانیو جهادي مشرانو، سیاسي ګوندونو او د پخواني افغان حکومت چارواکو د افغانستان ژغورنې لپاره ملي مقاومت شورا جوړه کړې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دویم کال په درشل کې د طالبانو له مخالفو مشرانو څخه غوښتي چې کابل ته ولاړ شي او له دې ډلې سره دې خبرې وکړي.

ښاغلي خلیلزاد د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، که د طالبانو مخالف مشران په دې فکر وي چې امریکا به بیا پر طالبانو برید وکړي او د هغوی د ساتنې لپاره به خپل ځواکونه وګوماري، تېروتنه کوي او هغه وخت پای ته رسیدلی.

د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د شنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) د خلیلزاد دې خبرو ته سخت غبرګون ښودلی دی.

دې شورا ویلي، زلمی خلیلزاد او ځینې نور کسان غواړي طالبان سپین کړي.

د دې شورا په اعلامیه کې راغلي چې «جنایت کار طالبان» د افغانستان د سیاسي انزوا او وروسته پاتي کیدو لامل او ښځې یې له زدکړو او کارڅخه محرومې کړې دي.

دې ډلې طالبان په اندرابونو، بلخاب او پنجشیر کې د بندیانو په وژلو او د خلکو په شکنجه تورن کړي دي.

د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د زلمي خلیلزاد خبرې د «ترهګرۍ خپرول او وده» او د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف بللې دي.

دې شورا د امریکا له ولسي جرګې غوښتي چې د دوحې د موافقې له لاسلیک څخه تر اوسه د امریکا د استازي په توګه د هغه پر کړنو او پرېکړو له سره کتنه وکړي.

دغې شورا د امریکا له ولسي جرګې دا هم غوښتي چې ښاغلی خلیلزاد دې استجواب کړي.

د دې شورا په اعلاميه کې راغلي: «د خلیلزاد هغه تېروتنې چې د افغانستان او افغانانو پر وړاندې یې کړې او زموږ په هېواد کې د یوې ترهګرۍ ډلې د واکمنۍ لامل شوې، د عدلي او قضایي ارګانونو له لارې دې د بشري حقونو خلاف ناوړه کړنو په توګه په ګوته او هغه ته دې سزا ورکړل شي».

د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا هم د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا په استازۍ د زلمي خلیلزاد د هوکړې لاسلیک یوه «لویه تېروتنه» ګڼلې چې د میلیونونو افغانانو برخلیک یې له یوه ناورین سره مخ کړی.

د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو د افغانستان په سیاسي ډګر کې توند غبرګونونه راپارولي دي.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح او د اسلامي جمعیت ګوند د خلیلزاد څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

د ایران پخوانی پوځي چارواکی: ایران ته یونیم میلیون داسې افغانان تللي چې پوځي مخینه لري

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۰۴ GMT+۱

د ایران د ملي امنیت د کمیسیون پخوانی رییس وایي، پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته له یونیم میلیون ډېر داسې افغانان دغه هېواد ته تللي، چې پوځي سابقه لري. د ایران دولتي او یا هم خپلواکو بنسټونو د حشمت الله فلاحت پیشه د دې ادعا ریښتونوالی نه دی تایید کړی.

حشمت الله فلاحت پیشه ایران ته د دې پوځیانو پر ننوتلو اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل، ایراني چارواکي باید دا موضوع وڅاري.

هغه څرګنده نه کړه چې د افغان کډوالو په اړه د دې احصایې سرچینه یې کومه ده.

همدا راز ښاغلي فلاحت پیشه ادعا وکړه چې د نارسمي شمېرو له مخې د طالبانو په واکمنېدو پسې په ایران کې هره ورځ د کډوالو په شمېر کې په اوسط ډول لس زره کسان زیاتیږي.

هغه ادعا وکړه چې« په هرو پنځو افغانانو کې یو یې په ایران کې دی».

د ایران دغه پخواني نظامي چارواکي ایران ته د افغانانو د لیږد په بهیر کې پر «سیستماتیک فساد» خواشیني وښوده او ویې ویل، ایران ته د هر یو کس په لیږلو ۵۰۰ امریکایي ډالره اخیستل کیږي او «ځینې کسان په افغانستان او ایران کې د دې کسانو له لیږد څخه ګټه اخلي».

دا ادعا په داسې حال کې شوې ده، چې د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي چارواکو په دغه هېواد کې د زرګونو افغان کډوالو د نیولو اعلان کړی دی.

د ایران د خراسان رضوي سرحدي قوماندان مجید شجاع وايي، د ۱۴۰۲ لمریز کال له پیل څخه را په دې خوا ۲۲۴ زره افغان کډوال د ایران له خاورې شړل شوي او طالبانو ته سپارل شوي دي.

ښاغلي شجاع ویلي، له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو شمېر سږ کال له تېر کال څخه ۱۵ سلنه زیات شوی دی.

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانانو د کډوالۍ څپه ګاونډیو او د نړۍ نورو هېوادونو ته پیل شوه.

ډېری هغه کسان چې له افغانستانه وتلو ته اړ شوي، د افغانستان د حکومت پخواني کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان، د رسنیو کارمنان او هغه کسان دي چې د طالبانو د ګواښونو او یا هم له خپلو اساسي بشري حقونو څخه د بې برخې کیدو له امله خپل هېواد پرېښی دی.

د ترکیې شمال کې ۲۴ افغان او عراقي کډوال ونیول شول

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د ترکیې رسنۍ وايي، د دغه هېواد شمال لوېدیځ ته په کرکلارلي ښار کې امنیتي ځواکونو ۲۴ افغان او عراقي کډوال ونیول. د ترکیې پولیسو د شنبې په ورځ ویلي، دا نیول شوي کسان یې د بهرنیو وګړو د اېستلو مرکز ته سپارلي دي.

د ترکیې امنیتي ځواکونو سږ کال په دغه هېواد کې نږدې څلور زره افغان کډوال نیولي او له دغه هېواد اېستلي دي.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له دې پرېکړې وروسته چې «د کډوالۍ سیاست کې څرګند بدلون» راولي، د کډوالو په تېره د افغانانو د نیولو او اېستلو بهیر هم چټک شوی دی.

تېرکال ترکیې ۵۷ زره ۱۷۴افغان کډوال ونیول او افغانستان ته یې ستانه کړل.

بریتانیا ته پر لار د کښتۍ ډوبېدو کې یو افغان او ۵ نور کسان مړه شول

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۵ GMT+۱

بریتانیا ته پر لار د بې قانونه کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د یوه افغان په ګډون ۶ کسان مړه شول فرانسوي چارواکو ویلي، پېښه د شنبې په سهار وختي مانش کانال کې شوې او لا هم د ورکو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د فرانسې سمندرساتې ادارې یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې لا هم دوه کسان ورک دي او ۵۵ نور ژغورل شوي دی.

چارواکو ویلي څلورو فرانسوي کښتیو او یوې چورلکې او دوو بریتانوي کښتیو د ژغورنې په هڅو کې برخه اخیستې او ځینې ژوندي پاتې کسان هم د بریتانوي کښتیو لخوا ژغورل شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې هم ۲۷ بې قانونه کډوال په مانش کانال کې د بېړۍ ډوبېدو له امله مړه شول.

د بریتانیا د رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د مانش کانال له لارې له دغه هېواد ته تر یو لکو ډېر بې قانونه کډوال اوښتي دي.

تېر مارچ کې فرانسوي چارواکو له هغه وروسته بریتانیا ته د بې قانونه کډوالو د تګ د مخنیوي لپاره ګزمه او نورې هڅې زیاتې کړې چې لندن دغه هېواد ته په کال کې د میلیونونو ایرو د ورکړې ژمنه وکړه.