• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مایکل مکال: له افغانستان څخه د امریکا د 'جنجالي' وتلو د مسالې تر سپیناوي ارام نه کېنم

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مکال، په افغانستان باندې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ د پوره کېدو په مناسبت یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو نیوکه کړې او ددغه کار پړه یې د ولسمشر جوبایډن پر حکومت واچوله.

په یادې اعلامیې کې دغه امریکايي قانون جوړونکي ویلي دي، چې له افغانستان څخه وتل او د زرو امریکايي اتباعو او همدا راز د سل زره افغان همکارانو پرځای پرېښودل، زموږ اخلاقي ځواک کمزوری کړی او دغه کار د روسیې، چین او ایران په څېر دښمنان زړه ور کړي دي.

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړو ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي، چې دغه پرېکړه یې له ډېپلوماتیکو او پوځي چارواکو سره د مشورې او د امریکا د ملي ګټو په پام کې نیولو سره کړې ده.

بایډن دا هم ویلي دي، چې له افغانستان څخه د پوځيانو د ایستلو عملیات په تاریخ کې ساری نه لري.

خو د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال وايي، چې تر هغه به آرام نه کېني چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر روښانه شوی نه وي او د دغو ناکامیو عاملین نه وي معلوم.

د دغه تړون له مخې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱ کال د مې لومړۍ نېټه ټاکل شوې وه، خو ولسمشر بایډن د همدې کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونه به د اګست تر پایه له افغانستانه ووځي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

شاه محمود میاخېل: افغانستان د پاکستان په هر اړخیز ښکېلاک کې ګېر دی

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د افغانستان د ملي دفاع پخوانی سرپرست او د جمهوري غوښتونکي خوځښت د سیاسي اړیکو مشر شاه محمود میاخېل وايي، چې د اګست پنځلسمه نېټه د افغانستان د خلکو لپاره یوه توره ورځ ده.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوې نړۍوالې دسیسې په اساس ونړول شو او پر ځای یې طالبان واکمنان شول.

هغه زیاتوي: “افغانستان له خپلو ټولو قانونمندو ارزښتونو سره- سره د یوې نړۍوالې او سیمه ییزې پراخې، پېچلې او استخباراتي دسیسې په ترڅ کې سقوط کړی شو”.

د میاخېل په خبره، چې افغانستان په نړۍواله ټولنه کې په شدت منزوي، بېقانونه، بې نظامه او بې تعریفه هېواد دی، چې هېڅ راز اصولي او نړۍوال تعامل ورسره نه کیږي.

هغه زیاتوي، چې افغانستان عملاً د پاکستان په هراړخیز ښکېلاک کې ګېر هېواد دی.

میاخېل وايي: “همدا تېره ورځ په خوست کې د پاکستاني بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې بېګاه انسانان ووژل شول، پاکستان افغانستان خپله خاوره ګڼي هر وخت یې چې زړه وغواړي هر څه کولی شي”.

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت دغه پخوانی چارواکي زیاتوي، چې امریکا، ناټو، چین، روسیه، پاکستان، ایران او نورو سیمه ییزو او نړۍوالو قدرتونو په شدید او خونړي رقابت کې افغانستان په شدت سره د یوه بل نیابتي جنګ پر خوا روان دی.

نوموړی وايي، چې دوی د افغانستان لپاره د یوې داسې ملي سراسري جبهې د جوړېدو په هڅه کې دي، چې د افغانستان د خاموش اکثریت استازولي وکړلای شي او افغانستان د یوه ملي اساسي قانون په رڼا کې د یوه ولسواک، جمهوري، ملي او مشروع نظام ټینګښت ته ورسوي.

د یادونې وړ ده،چې نن د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشتې عباسي هم ویلي وو، چې افغانستان له یوه بشري بحران سره مخ دی.

رنګین دادفر سپنتا: نړۍوال قدرتونه پر طالبانو د واکمنۍ لپاره له یو بل سره سیالي کوي

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار وايي؛ واک ته د طالبانو د راتګ یو اصلي لامل "اوسنۍ جیوپولیټیکي غوښتنې" دي.

ډآکتر رنګین دادفر سپنتا پر ایکس (ټویټر) شبکې لیکلي، چې نړۍوال قدرتونه د طالبانو پر ملیشو د لا زیات حاکمیت لپاره سیالي کوي.

د هغه په ​​وينا؛ طالبانو خلک په ژور تمدني شکست اخته کړي، خو د زمري٢٤مه، له "ټولو تيارو او کړاوونو سره د تاريخ پای نه دى."

ښاغلی سپنتا زیاتوي، چې عدالت او ازادي د خلکو په توان او ځواک پر تکیه کولو سره پلي کیږي.

رنګين دادفر سپنتا ليکلي؛ د ډېرو ټولنو په تاريخ کې داسې وحشتناک بدلونونه ليدل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې "د مظلومو خلکو د ګډ برخلیک څخه په انکار سره تاسو نه شئ کولی د ازادۍ افق ته ورسیږئ. له هدفمند پلان جوړونې او هڅو سره کولې شئ له دې سخت حالت څخه ووځی".

د یادونې وړ ده، چې نن پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره شول.

اسپوتنیک خبري اژانس: د تخار په چاودنه کې څلور طالبان وژل شوي او پنځه ټپیان دي

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۰۸ GMT+۱

سرچینې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی. سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دا پېښه نن سې شنبه (د زمري ۲۴مه)د تالقانو ښار په دویمه امنیتي حوزه کې رامنځته شوې ده. د طالبانو سېمه ایزو چارواکو دا پېښه تایید کړې ده.

اسپوتنیک خبري اژانس ته د ملي مقاومت په نوم جبهې تایید کړې، چې د تخار په تالقانو ښار کې نننۍ چاودنه د دې جبهې د ځواکونو کار و، چې د طالبانو د ځواکونو یو موټر یې په نښه کړ.

بلخوا د تخار د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند مبین صافي وایي، چې چاودېدونکي توکي په یوه «ویټز» ډوله شخصي موټر کې ځای پر ځای شوي وو او په برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

صافي زياته کړه، لومړنيو څېړنو ښودلې، چې چاودنه د شخصي دښمنۍ له امله شوې ده.

خو اسپوتنیک اژانس زیاتوي؛ چې په دې چاودنه کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د دغې ډلې پنځه تنه جنګيالي ټپيان شوي دي.

انجلینا جولي مطیع الله ویسا ته: په هرې تورې شپې پسې سهار راځي

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۴۸ GMT+۱

د هالیووډ سینما وتلې فلمي ستورې او د کډوالۍ د چارو فعاله انجلینا جولي د زده کړو فعال مطیع الله ویسا ته په یوه لیک کې د هغه په نیول کېدو حیرانتیا څرګنده کړې او هیله یې ښودلې، چې یوه ورځ به ورسره وویني.

د دغه لیک یوه کاپي د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې؛ پکې مېرمن جولي د مطیع الله ویسا د خلاصون هیله څرګنده کړې ده.

نوموړې ویسا ته ویلي: " له ټولو هغو کسانو سره یو ځای، چې ستاسو د خلاصون او د نجونو لپاره د زده کړو په اړه د ټولو بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه کوي؛ خپل اواز پورته کوم تر څو تاسې بېرته د دې جوګه شئ، چې خپل دغه مهم کار ته دوام ورکړئ."

انجلینا جولي؛ په دغه لیک کې زیاتوي، چې د مطیع الله ویسا په څېر د داسې یوې ورځې خوب ویني، چې پکې د افغانستان هر ماشوم وشي کولی په ازاده توګه ښوونځي او پوهنتون ته لاړ شي.

نوموړې په دغه لیک کې ویلي، چې د افغانستان په زندانونو کې ښوونکي، خبریالان او د بشري حقونو مدافعین ځای نه لري. هغه زیاتوي: " تاسو او د مدني حقونو ټول هغه فعالان چې پرته له کوم تور څخه په زندان کې ساتل شوي یاست، ځای مو ستاسو په خپله ټولنه کې دی، چېرته چې تاسو د افغانانو لپاره ډېر ښه او غوره کار کوئ."

د هالیووډ دغه وتلې فلمي ستورې په داسې حال کې د مطیع الله ویسا په نوم لیک لیکي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني دوه کلنه شوه، خو په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار لا هم بندیزونه موجود دي.

طالبانو د قلم لارې ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا د روان کال په مارچ میاشت کې په خپل کور کې ونیو او تر اوسه د دوی په زندان کې دی.

د یادونې وړ ده، چې انجلینا جولي د فلم ستورې تر څنګ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په چوکاټ کې نېږدې دوه لسیزې کار کړی دی.

ملا یعقوب پاکستان ته په اشارې وايي: ځیني هېوادونه د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزیر که څه هم د پاکستان نوم نه اخلي؛ خو وايي ځیني هېوادونه په خپل پوځ او استخباراتي ادارو ميلیاردونه پيسې مصرفوي خو بیا هم نه دي توانیدلي چې خپل امنیت خوندي کړي او پړه پر افغانستان اچوي.

ملا یعقوب دا خبرې نن سه شنبه ( د زمري۲۲ مه ) د طالبانو د دوه کلنۍ بریا په نمانځغونډه کې وکړې.

د طالبانو دفاع وزیر، چې د ملي دفاع وزارت په یوه تالار کې یې سلکونو نظامي لباس پر تن طالبانو ته خبرې کولې وویل؛ دوی هیچا ته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

یعقوب وايي؛ ځیني هېوادونه غواړي د خپل ملت په سترګو کې خاورې واچوي او د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان اچوي.

هغه په غیرمستقیم ډول پاکستان ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دوی دې خپل مسوولیت وپېژني او د خپل هېواد امنیت دې وساتي.
نوموړی زیاتوي، چې دوی څو ځله د دغو هېوادونو ادعاوې رد کړي؛ خو دوی بیا هم خپلو تورونو ته ادامه ورکړې ده.
د هغه په خبره؛ دغه هېواد غواړي نړۍ ته پېغام ورکړي، چې افغانستان ستاسو لپاره هم خطر دی.

ملا یعقوب وايي؛ دا ځل به د افغانستان د جغرافیې دښمنان دا ارمان ګور ته یوسي چې یو ځل بیا افغانستان ته ستونزې راوړي او د خپلو اقتصادي ګټو لپاره افغانستان بیا ناامنه کړي.

له دې وړاندې پاکستاني چاوراکو خبردارۍ ورکړی و، چې پاکستاني طالبان به په افغانستان کې دننه په نښه کړي.

ملا یعقوب د کوم هېواد نوم نه اخلي؛ خو وايي ځینې هېوادونه په بېلابېلو نومونو د افغانستان پر ضد ډلې جوړوي تر څو د افغانستان امنیت خراب کړي.

څېړونکې وايي، چې اوس مهال پاکستان د افغانستان د ناامنه کولو لپاره داعش ډلې ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی ترڅو یې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جکړې لپاره اماده کړي، چې دغه کار د طالبانو د مشرانو غبرګونونه راپارولي دي.