د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې: افغانستان له بشري بحران سره مخ دی

د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي وايي؛ د افغانستان خلک له سخت بشري ناورین سره مخ دي، مګر افغانستان د نړۍوالو رسنیو له پامه غورځېدلی هېواد دی.

د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي وايي؛ د افغانستان خلک له سخت بشري ناورین سره مخ دي، مګر افغانستان د نړۍوالو رسنیو له پامه غورځېدلی هېواد دی.
د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو په پوره کېدو سره په یوه پیغام کې ویلي، چې د افغانستان له نېږدې درېیو برخو څخه دوه برخې خلک یې د خوړو له کمښت سره مخ دي او په سلګونه زره ماشومان او مېرمنې په خوارځواکۍ اخته دي.
نوموړې زیاتوي، چې د طالبانو په راتګ سره افغانستان له یوه بحران سره مخ شوی او د نړۍوالو مرستې هم کمې شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په مېرمنو او نجونو د زیاتېدونکو بندیزونو له امله بشري وضعیت لا ترینګلی شوی دی.
د هغې په خبره، چې نړۍوال باید په افغانستان کې روان بشري ناورین ته په کتو د بشري مرستو اندازه زیاته کړي او د طالبانو له خوا د ښځو د بشري حقونو څخه د سرغړونو د پای ته رسولو تر وخته دې پر طالبانو فشارونه لا زیات کړي.
د یادونې وړ ده، چې نن (د زمري ۲۴مه) د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشرې ایلین پییرسن هم پر ایکس (ټویټر) د دغه سازمان په یوه سپیس کې ویلي، چې دوه کاله پخوانی له شور، ویرې او ګډ وډۍ ډک کابل او د خوندي ځای په لټه د خلکو ویرېدلي مخونه له هیچا نه هېریږي.
نوموړې زیاتوي، چې طالبانو افغان مېرمنې او نجونې له کار، زده کړو او ټولنیز فعالیت څخه محرومې کړي او پر هغوی یې د ټولنیز ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.
تر اوسه طالبانو د نړۍوالو سازمانونو د غبرګونونو په اړه څه نه دي ویلي.


د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چې طالبانو په افغانستان کې نن ورځ (د زمري ۲۴مه) ملي رخصتي اعلان کړې، مګر دا ورځ د جشن لپاره نه بلکې د غبرګون ورځ ده.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشرې ایلین پییرسن نن سې شنبه (د زمري ۲۴مه) پر ایکس (ټویټر) د "په افغانستان کې د طالبانو دوه کلنه واکمني" تر سرلیک لاندې د دغه سازمان په یوه سپیس کې وویل، چې دوه کاله پخوانی له شور، ویرې او ګډ وډۍ ډک کابل او د خوندي ځای په لټه د خلکو ویرېدلي مخونه له هیچا نه هېریږي.
نوموړې زیاتوي، چې طالبانو افغان مېرمنې او نجونې له کار، زده کړو او ټولنیز فعالیت څخه محرومې کړي او پر هغوی یې د ټولنیز ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.
مېرمن پییرسن زیاتوي: “طالبانو په رسنیو هم محدودیتونه وضع کړي، سیمه ییزې رسنۍ تر څار لاندې دي او نړۍوالې رسنۍ په بشپړ ډول بندې شوي دي”.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشره وايي، چې د طالبانو له خوا د پخواني حکومت عسکر او کارکوونکي شکنجه شوي او حتا وژل شوي دي.
نوموړې دا خبرې په داسې مهال کوي، چې نن په ملګرو ملتونو کې د ښځو د چارو اجراییوي رییسې سیما بحوث هم په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې د افغانستان مېرمنې د طالبانو د بندیزونو له امله له ټولنیز ګډون څخه محرومې شوي دي او دوی نه شي کولی چې د خپلو افغانو خویندو پر وړاندې چوپ پاتې شي.
هغه وايي: “زموږ د افغان خویندو ځورېدنه موږ ته د منلو وړ نه ده او دا بندیزونه باید ژر تر ژره پای ومومي”.
مېرمن سیما بحوث په ټولو غاړو غږ کړی، چې د افغان مېرمنو د ملاتړ په موخه له ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي او د افغان مېرمنو لپاره دې خدماتي بودیجه ورکړي، ځکه له بل هر وخته زیاته اړتیا لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وايي، د طالبانو په رهبرۍ کې د نظر اختلافات شته؛ خو د افغانستان د ابادۍ په برخه کې دغه ډله متحده ده.
حقاني دا خبرې نن سه شنبې ( د زمري ۲۴ مه ) د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې د دې ډلې د دوه کلنۍ بریا په نمانځغونډه کې وکړې
سراج الدین حقاني وايي؛ نړۍ دې د ستونزو پر ځاي دغې ډلې سره د تعامل لاره خپله کړي.
طالبانو تل له نړۍ سره د تعامل خبره کړې ده؛ خو بیا دغې ډلې د نړۍ غوښتنې، چې ټولشموله حکومت، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو پرانیستل او ښځو ته د کار اجازه ورکول له پامه غورځولي.
حقاني ټینکار کوي، چې د دې ډلې مسوولین د چوکۍ او واک غوښتونکي نه دي او نه هم د خپلې جګړې په بدل کې د امتیاز غوښتنه کوي؛ خو چا ته اجازه نه ورکوي، چې په افغانستان کې فساد او اختلافات رامنځته ته کړي.
بلخوا پر طالبانو نیوکې دي، چې په خپل حکومت کې د دې ډلې له غړو پرته بل چاته دولتي دندې نه ورکوي او دولتي چوکۍ یې په خپلو منځونو کې سره تقسیم کړي دي.
حقاني وايي؛ جګړه سخته وه او دا یې تصور کې هم نه وو، چې داسې ازادي به لاسته راوړي.
دوه کاله وړاندې پرلپسې د افغانستان د ولایتونو پرته له جګړې سقوط کېدو ګڼې پوښتنې لا تروسه بې ځوابه پاتې دي.
حقاني خبردارۍ ورکوي؛ که چیرې د دوی په ډله کې یووالی او اتفاق نه وي نو لېرې نه ده چې لاسته راغلی قدرت به یې له لاسه وځي.
له دې وړاندې د طالبانو مشرانو خپلې ځانګړې ورځې په کډه نمانځلې؛ خو سږ کال سراج الدین حقاني تر خپل کنټرول لاندې د کورنیو چارو په وزارت کې د طالبانو د بیا راتګ ورځ ونمانځله.
د یادونې وړ ده، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب ترڅنګ د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په جلا - جلا غونډو کې د طالبانو بریا ونمانځله.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو اجراییوي رییسه سیما بحوث وايي، چې طالبانو په خپلې دوه کلنې واکمنۍ کې د افغان مېرمنو په بشري حقونو بې ساري بریدونه کړي دي.
نوموړې نن سې شنبه (د زمري ۲۴مه) په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي، چې نړۍواله ټولنه دې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د پالیسیو د بدلولو په موخه خپل فشارونه لا زیات کړي.
په اعلامیه کې راغلي، چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د ښځو او نجونو د محدودولو لپاره یوازې پنځوس فرمانونه او حکومنه صادر کړي، چې له مخې یې د ښځو د ټولنیز ژوند هېڅ داسې برخه نه ده پاتې چې محدوده شوې نه وي.
اعلامیه د مېرمن سیما بحوث په حواله وايي:" طالبانو پر ښځو د ډله ییز زور زیاتي یو داسې سیستم رامنځته کړی، چې په پراخه کجه پکې جنسیتي تبعیض په پام کې نیول شوی دی".
نوموړې دا خبرې په داسې مهال کوي، چې نن سې شنبه (د زمري ۲۴مه) په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدنې دوه کاله پوره شول، خو نړۍواله ټولنه لا هم اندېښنه لري، چې د طالبانو له خوا په دوحه کې د کړیو ژمنو سربېره پر ښځو بندیزونه زیات شوي دي.
د ملګروملتونو د ښځو د چارو اجراییوي رییسه وايي، چې په روان کال کې یې افغانستان ته سفر کړی و او په دغه سفر کې یې د ښځو د حقونو په باب له طالب چارواکو سره مخامخ خبرې هم کړي دي.
نوموړې زیاتوي، چې د افغانستان مېرمنې د طالبانو د بندیزونو له امله له ټولنیز ګډون څخه محرومې شوي دي او دوی نه شي کولی چې د خپلو افغانو خویندو پر محدودیت چوپ پاتې شي.
هغه وايي: “زموږ د افغان خویندو ځورېدنه موږ ته د منلو وړ نه ده او دا بندیزونه باید ژر تر ژره پای ومومي”.
مېرمن سیما بحوث په ټولو غاړو غږ کوي، چې د افغان مېرمنو د ملاتړ په موخه له ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي او د افغان مېرمنو لپاره دې خدماتي بودیجه ورکړي، ځکه له بل هر وخته زیاته اړتیا لري.
نوموړې وايي: “ له نړۍوالې ټولنې څخه غواړم، چې د هرې ممکنه لارې څخه خپلو فشارونو ته دوام ورکړي."
د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو واکمني دوه کلنه شوه، خو لا هم افغانې نجونې او ښځې د زده کړو، کار او د ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو اجازه نه لري.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې هم په خپله اعلامیې کې ویلي وو، چې د طالبانو د اصلاح فکر ناسم و.

په کابل کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په مناسبت د افغانستان د ژغورلو لپاره د مقاومت ملی شورا "د افغانستان د خلکو پر ضد د طالبانو د ظلم " پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوې متحدې جبهې د جوړولو غوښتنه وکړه.
بلخوا د افغانستان د ازادۍ جبهې هم ویلی دی، چې د طالبانو پر ضد به خپلې وسله والې مبارزې ته تر هغه وخته دوام ورکړی تر څو چې دغه هېواد ازاد نه شی.
د افغانستان د ژغورنې ملي شورا، چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو چلند، په ځانګړې توګه پر ښځو د سختو محدودیتونو لګولو ته په اشارې په یوې اعلامیې کې وايي؛ له طالبانو سره یو اړخیزه ښکیلتیا د افغانانو د ارادې او ګټو خلاف ده.
شورا په بېلابېلو هېوادونو غږ وکړ، چې د " خلکو" غوښتنې دې له پامه نه غورځوي بلکې درناوی دې ورته وکړي.
شورا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د ترهګرو ډلو د ودې او بیا پیاوړي کولو یو مناسب ځای وباله او نړۍوالې ټولنې ته یې د بې تفاوتۍ په اړه خبرداری ورکړ.
د شورا په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د دوحې تړون "د اوسني ناوړه وضعیت اصلي اساس" دی او باید د راتلونکي سیاسي مساواتو تمرکز نه وي.
د افغانستان د ازادۍ جبهه
د افغانستان د ازادۍ جبهه، یوه فعاله ډله ده، چې د طالبانو پر ضد په وسله واله مبارزه کې ښکېله ده، دغه جبهه په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو ظلم ته اشاره کړې، چې پر ښځو باندې یې سخت محدودیتونه لګولي او امنیتي ځواکونه او پخواني حکومتي کارکوونکي وژني: "اوس اساسی پوښتنه دا ده، چې کوم معیارونه او مېکانیزمونه، د توجیه شوي دفاع او وسله والې مبارزې پرته، د وحشي ډلې په له منځه وړلو کې مرسته کولی شي".
د ازادۍ جبهه زیاتوي چې، دغه طالبان خپله اراده نه لري او په څرګنده توګه "د بهرنیانو ګوډاګیاندي، نو جبهه له دې پرته بله لاره نه لری چې له طالبانو سره جګړه وکړی.
دغه جبهه وایي، له طالبانو سره په خبرو اترو او همدارنګه د طالبانو د "ترهګرۍ او سخت دریځه ماهیت" په بدلولو باور نه لري.
د ازادۍ جبهه ټینګار کوي، چې تر هغې یې افغانستان ازاد کړی نه وي تر هغې به خپلې نه ستړې کېدونکې مبارزې ته دوام ورکړي.

سي بي ایس نیوز په یوه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د چارواکو لپاره دا ډېره ستونزمنه ده، چې د دې ډلې له مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره وګوري. دغه رسنۍ د طالبانو د یوه لوړ پوړي غړي له خولې لیکلي، چې د دې ډلې مشر له کندهار څخه د «اروا» په څېر افغانستان اداره کوي.
د طالبانو د یوه چارواکي په وینا؛ ملا هبت الله د امریکا د بې پیلوټه الوتکو او داعش د بریدونو د احتمالي ګواښونو له امله په پټه ژوند کوي.
راپور د طالبانو د وزیر د یوه مرستیال په حواله لیکلي، چې د ملا هبت الله ټول ساتونکي او کارکوونکي۲۴ ساعته تر څارنې لاندې دي او د ځیرک ټلیفونونو د کارولو اجازه نه لري.
دغه طالب چارواکی وايي؛ د یوې محرمې غونډې په څېر هغه دوه جلا - جلا ځایونو ته وړل شوی او ټول توکي ترې ضبط شوي تر هغه چې ملا هبت الله سره وګوري.
یو بل طالب چاروکي هم له ملا هبت الله سره د لیدنې خپله تجربه د امنیتي تدابیرو په اړه همدا شان بیان کړې او حتا د ملاقات ځای ته د وړل کېدو پر مهال د لېږد کوډ ورکړل شوی دی.
د طالبانو د رهبرۍ د ساتنې قطعاتو یوه غړي سي بي ایس نیوز ته وویل؛ د دوی میاشتينی معاش ۱۷۰ امریکایي ډالره دی او هغوي د ځیرک ټلیفون لرلو، د ټلویزیون د لیدلو او یا هم ټولنیزو شبکو ته د لاسرسي اجازه نه لري.
له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل، دغې ډلې په کراتو ویلي، چې ښځې دې ښوونځیو، پوهنتونونو، پارکونو، د سپورټ سالونونو او عمومي حمامونو ته نه ځي، چې دا ټول د ملا هبت الله په امر ترسره شوي دي.
سي بي ایس په خپل راپور کې لیکلي، چې اوس د طالبانو مشرتابه شاوخوا ۲۵۰۰ځانمرګو بریدګرو محاصره کړی، چې د ده د خوندیتوب لپاره چمتو دي ځانونه قرباني کړي.
راپور زیاتوي؛ دوی په هغه کمپ کې ژوند کوي، چې یو وخت د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا عمر کوربه و او وروسته بیا په کندهار کې د سي ای اې لخوا د نظامي کمپ په توګه ترې کار واخیستل شو.