• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د سرپرست حکومت ۱۶ کسیزې کابینې لوړه وکړه

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۰۵ GMT+۱

د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزیر په مشرۍ د دغه هېواد د سرپرست حکومت د کابینې ۱۶ غړو په اسلام اباد کې لوړه وکړه. د پاکستان ولسمشر عارف علوي، د پنجشنبې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځانګړو مراسمو سره، دې ۱۶ وزیرانو ته سوګند ور کړ.

د پاکستان د اطلاعاتو نوي وزیر مرتضا سولنګي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دې کابینه کې د مرکزي بانک پخوانی مشر شمشاد اختر د مالیې وزیر او په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر جلیل عباس جیلاني د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی دی.

د بلوچستان پخوانی صوبايي وزیر سرفراز بګټي د کورنیو چارو وزیر او د کشمیري د زنداني مشر یاسین ملک مېرمن مشال ملک د بشري حقونو وزیره ټاکل شوې ده.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ هم د اګسټ پر ۱۴ لوړه کړې وه.

دا سرپرست حکومت به په نومبر کې تر ټولټاکنو پورې نږدې درې میاشتې پاکستان اداره کوي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، بې پرې سرپرست حکومت د ټاکنو څارنه کوي چې د ولسي جرګې له ړنګېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې ترسره کېږي.

د پاکستان ولسمشر د اګسټ پر ۹ قامي اسمبلۍ ړنګه کړه او همدې نېټې ته په پام به دغه هېواد کې د نومبر په پیل کې بهد بل منتخب حکومت لپاره ټاکنې وشي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په ډرون برید کې د پاکستاني طالبانو د مخکښ مشر اسد اپریدي د ژوبلېدو ضد او نقیض راپورونه

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۹ GMT+۱

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وويل تېره شبه ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار د لالپورې ولسوالۍ په راماتي نوم سیمه کې د پاکستان په ډرون برید کې د پاکستاني طالبانو یو مخکښ مشر اسد اپریدی ټپي شوی او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي. تر اوسه پاکستاني طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

د طالبانو ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند نن پنچشنبي ( اسد ۲۶ مه ) افغانستان ته انټرنشنل ته وویل چې د افغانستان په خاوره کې د اسد اپریدي ټپي کېدل هیڅ حقیقت نه لري.

تر اوسه تحریک طالبان پاکستان د خپل دغه مشر د وژلو او یا هم د ټپي کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت هم تر اوسه د افغانستان په خاوره کې شوي هوايي برید کې د پاکستاني طالبانو پورې اړوند جماعت الحرار کوچنۍ ډلې د یوه مشر اسد اپریدي په نښه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

اسد اپریدی د تحریک طالبان پاکستان لخوا د خیرپښتونخوا ایالت د ډېره اسمعیل خان لپاره د والي په توکه ټاکل شوی و خو د ځینې خپلمنځي اختلافاتو له امله له دندې ګوښه شوی و.

راپورنه وايي اسد اپریدي د پاکستان بلوچستان ایالت ژوب سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر مرکز خونړي برید کې چې څو ځانمرګو بریدګرو کړی و، پړه پر غاړه اخیستې وه او دا کار د دې ډلې د خپلمنځي اختلافاتو لامل وګرځېد.

سرچینې وايي اسد اپریدی د تحریک طالبان پاکستان پر مرکزي شورا نیوکه کړې وه چې د دې ډلې د یوه مشر عمر خالد خراساني د وژلو په تړاو یې څیړنې نه دي کړې.

عمر خالد خراسانی د تحریک طالبان پاکستان له مخښکو مشرانو څخه و چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدو څو میاشتې وروسته په پکتیکا کې د خپلو څو تنو ملګرو سره د سرک غاړې یوه چاودنه کې ووژل شو.

نوموړی د پاکستان حکومت او ددې ډلې د سولې خبرو اترو ټیم کې هم غړیتوب درلود.

په لالپوره کې د دې هوايي برید په اړه په داسې وخت کې راپورونه لاس په لاس کیږي چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو دفاع وزیر ملایقوب ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره چاته خطر نه ده.

هغه د پاکستان له نوم اخیستو پرته زیاته کړه، یو شمیر هیوادونه پر خپلو ځواکونو مېلیاردونه پیسې مصرفوي خو د خپل هیواد امنیت نشی نیولی او پړه پر افغانستان اچوي.

طالبانو د تیرې یکشنبې ( اسد ۲۳ مه ) په خوست مرکز کې هوټل کې شوي برید په اړه تروسه معلومات نه دي شریک کړي چې ځايي سرچینو دا برید ډرون بللی و.

تر اوسه د طالبانو لخوا ددغو وروستیو څو بریدونو په تړاو کوم څرګند غبرګون نه دی ښودلی.

دا بریدونه له هغه وروسته دي چې څه موده وړاندې پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی و چې د دې هیواد ضد وسلوال به په افغانستان په نښه کړي.

د پاکستان پولیسو په پنجاب کې له سلو ډېر کسان پر عیسویانو د برید له امله ونیول

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۴ GMT+۱

د پاکستان پولیس وايي، په پنجاب صوبه کې یې له سلو ډېر کسان پر عیسویانو او کلیساوو د برید له امله ونیول. د پاکستان امنیتي ځواکونه د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره د ځايي عیسیویانو ساتنه کوي. د بښنې نړیوالې ادارې پر پاکستان غږ کړی چې د مذهبي لږکیو خوندیتوب باوري کړي.

پرون غوسه مسلمانانو قرآن ته د دوو عیسویانو د سپکاوي په تور پسې په فیصل اباد کې د دې لږکیو پر مېنه برید وکړ.

دوی ویل، چې دا تورن کسان باید ور وسپارل شي، خو دغه لس ساعته تاوتریخوالی پر پولیسو سربېره د نورو امنیتي ځواکونو په مداخله ارام شو.

د ایکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، دا مهال د پنجاب په صنعتي ښار فیصل اباد کې د عیسیوانو د استوګنې سیمه سخته څارل کېږي.

ویل کېږي پرون غوسه مسلمانانو په دغه ښار کې څلور کلیساوې او پنځوس کورونه سوځولي دي.

د پاکستان حکومت په دې هکله پلټنې پیل کړې دي.

لاریونوالو په پاکستان کې څلور کلیساګانې سوځولې دي

۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۲۳ GMT+۱

پاکستاني چارواکي وايي، چې یوه ډله لاریون کوونکو نن چهار شنبه (د زمري ۲۵مه) د پاکستان په فیصل اباد ښار کې د یوې عیسوي کورنۍ له خوا قران کریم ته د سپکاوي له امله څلور کلیساګانې سوځولې دي.

د فیصل اباد پولیس وايي، چې سلګونو کسانو د فیصل اباد ښار په عیسويي مېشته سیمو برید کړی، د عیسویانو څلور کلیساګانې یې سوځولي او د یو شمېر عیسویانو کورونه ته یې ډبرې ورغورځولې دي.

د پولیسو یوه چارواکي رانا عمران جمیل رسنیو ته ویلي، چې دغو لاریونوالو وروسته له هغې پر یادو کلیساګانو برید وکړ، چې مذهبي توندلارو یوه عیسوي کورنۍ قران کریم ته په سپکاوي تورنه کړه.

نوموړی وايي، چې په ټولنیزو شبکو کې د قران کریم د سوځولو عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوي او دغې چارې د یو شمېر خلکو غوسه را وپاروله.

د پولیسو دا چارواکی د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي؛ خو زیاتوي چې په دغه برید کې څلور کلیساګانې سوځول شوي دي.

بلخوا په لاهور کې د عیسویانو ټولنې په یاده پېښه اندېښنه ښودلې او له امنیتي ارګانونو څخه یې د دغې پېښې د مخنیوي او دقیقو پلټنو غوښتنه کړې.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړۍ پېښه نه ده چې په پاکستان کې رامنځته کیږي، له دې وړاندې هم څو ځله د عیسویانو او سیکانو پر مذهبي مرکزونو بریدونه شوي دي.

شاه محمود میاخېل: افغانستان د پاکستان په هر اړخیز ښکېلاک کې ګېر دی

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د افغانستان د ملي دفاع پخوانی سرپرست او د جمهوري غوښتونکي خوځښت د سیاسي اړیکو مشر شاه محمود میاخېل وايي، چې د اګست پنځلسمه نېټه د افغانستان د خلکو لپاره یوه توره ورځ ده.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوې نړۍوالې دسیسې په اساس ونړول شو او پر ځای یې طالبان واکمنان شول.

هغه زیاتوي: “افغانستان له خپلو ټولو قانونمندو ارزښتونو سره- سره د یوې نړۍوالې او سیمه ییزې پراخې، پېچلې او استخباراتي دسیسې په ترڅ کې سقوط کړی شو”.

د میاخېل په خبره، چې افغانستان په نړۍواله ټولنه کې په شدت منزوي، بېقانونه، بې نظامه او بې تعریفه هېواد دی، چې هېڅ راز اصولي او نړۍوال تعامل ورسره نه کیږي.

هغه زیاتوي، چې افغانستان عملاً د پاکستان په هراړخیز ښکېلاک کې ګېر هېواد دی.

میاخېل وايي: “همدا تېره ورځ په خوست کې د پاکستاني بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې بېګاه انسانان ووژل شول، پاکستان افغانستان خپله خاوره ګڼي هر وخت یې چې زړه وغواړي هر څه کولی شي”.

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت دغه پخوانی چارواکي زیاتوي، چې امریکا، ناټو، چین، روسیه، پاکستان، ایران او نورو سیمه ییزو او نړۍوالو قدرتونو په شدید او خونړي رقابت کې افغانستان په شدت سره د یوه بل نیابتي جنګ پر خوا روان دی.

نوموړی وايي، چې دوی د افغانستان لپاره د یوې داسې ملي سراسري جبهې د جوړېدو په هڅه کې دي، چې د افغانستان د خاموش اکثریت استازولي وکړلای شي او افغانستان د یوه ملي اساسي قانون په رڼا کې د یوه ولسواک، جمهوري، ملي او مشروع نظام ټینګښت ته ورسوي.

د یادونې وړ ده،چې نن د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشتې عباسي هم ویلي وو، چې افغانستان له یوه بشري بحران سره مخ دی.

ملا یعقوب پاکستان ته په اشارې وايي: ځیني هېوادونه د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزیر که څه هم د پاکستان نوم نه اخلي؛ خو وايي ځیني هېوادونه په خپل پوځ او استخباراتي ادارو ميلیاردونه پيسې مصرفوي خو بیا هم نه دي توانیدلي چې خپل امنیت خوندي کړي او پړه پر افغانستان اچوي.

ملا یعقوب دا خبرې نن سه شنبه ( د زمري۲۲ مه ) د طالبانو د دوه کلنۍ بریا په نمانځغونډه کې وکړې.

د طالبانو دفاع وزیر، چې د ملي دفاع وزارت په یوه تالار کې یې سلکونو نظامي لباس پر تن طالبانو ته خبرې کولې وویل؛ دوی هیچا ته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

یعقوب وايي؛ ځیني هېوادونه غواړي د خپل ملت په سترګو کې خاورې واچوي او د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان اچوي.

هغه په غیرمستقیم ډول پاکستان ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دوی دې خپل مسوولیت وپېژني او د خپل هېواد امنیت دې وساتي.
نوموړی زیاتوي، چې دوی څو ځله د دغو هېوادونو ادعاوې رد کړي؛ خو دوی بیا هم خپلو تورونو ته ادامه ورکړې ده.
د هغه په خبره؛ دغه هېواد غواړي نړۍ ته پېغام ورکړي، چې افغانستان ستاسو لپاره هم خطر دی.

ملا یعقوب وايي؛ دا ځل به د افغانستان د جغرافیې دښمنان دا ارمان ګور ته یوسي چې یو ځل بیا افغانستان ته ستونزې راوړي او د خپلو اقتصادي ګټو لپاره افغانستان بیا ناامنه کړي.

له دې وړاندې پاکستاني چاوراکو خبردارۍ ورکړی و، چې پاکستاني طالبان به په افغانستان کې دننه په نښه کړي.

ملا یعقوب د کوم هېواد نوم نه اخلي؛ خو وايي ځینې هېوادونه په بېلابېلو نومونو د افغانستان پر ضد ډلې جوړوي تر څو د افغانستان امنیت خراب کړي.

څېړونکې وايي، چې اوس مهال پاکستان د افغانستان د ناامنه کولو لپاره داعش ډلې ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی ترڅو یې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جکړې لپاره اماده کړي، چې دغه کار د طالبانو د مشرانو غبرګونونه راپارولي دي.