• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ډرون برید کې د پاکستاني طالبانو د مخکښ مشر اسد اپریدي د ژوبلېدو ضد او نقیض راپورونه

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۲ GMT+۱

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وويل تېره شبه ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار د لالپورې ولسوالۍ په راماتي نوم سیمه کې د پاکستان په ډرون برید کې د پاکستاني طالبانو یو مخکښ مشر اسد اپریدی ټپي شوی او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي. تر اوسه پاکستاني طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

د طالبانو ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند نن پنچشنبي ( اسد ۲۶ مه ) افغانستان ته انټرنشنل ته وویل چې د افغانستان په خاوره کې د اسد اپریدي ټپي کېدل هیڅ حقیقت نه لري.

تر اوسه تحریک طالبان پاکستان د خپل دغه مشر د وژلو او یا هم د ټپي کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت هم تر اوسه د افغانستان په خاوره کې شوي هوايي برید کې د پاکستاني طالبانو پورې اړوند جماعت الحرار کوچنۍ ډلې د یوه مشر اسد اپریدي په نښه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

اسد اپریدی د تحریک طالبان پاکستان لخوا د خیرپښتونخوا ایالت د ډېره اسمعیل خان لپاره د والي په توکه ټاکل شوی و خو د ځینې خپلمنځي اختلافاتو له امله له دندې ګوښه شوی و.

راپورنه وايي اسد اپریدي د پاکستان بلوچستان ایالت ژوب سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر مرکز خونړي برید کې چې څو ځانمرګو بریدګرو کړی و، پړه پر غاړه اخیستې وه او دا کار د دې ډلې د خپلمنځي اختلافاتو لامل وګرځېد.

سرچینې وايي اسد اپریدی د تحریک طالبان پاکستان پر مرکزي شورا نیوکه کړې وه چې د دې ډلې د یوه مشر عمر خالد خراساني د وژلو په تړاو یې څیړنې نه دي کړې.

عمر خالد خراسانی د تحریک طالبان پاکستان له مخښکو مشرانو څخه و چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدو څو میاشتې وروسته په پکتیکا کې د خپلو څو تنو ملګرو سره د سرک غاړې یوه چاودنه کې ووژل شو.

نوموړی د پاکستان حکومت او ددې ډلې د سولې خبرو اترو ټیم کې هم غړیتوب درلود.

په لالپوره کې د دې هوايي برید په اړه په داسې وخت کې راپورونه لاس په لاس کیږي چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو دفاع وزیر ملایقوب ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره چاته خطر نه ده.

هغه د پاکستان له نوم اخیستو پرته زیاته کړه، یو شمیر هیوادونه پر خپلو ځواکونو مېلیاردونه پیسې مصرفوي خو د خپل هیواد امنیت نشی نیولی او پړه پر افغانستان اچوي.

طالبانو د تیرې یکشنبې ( اسد ۲۳ مه ) په خوست مرکز کې هوټل کې شوي برید په اړه تروسه معلومات نه دي شریک کړي چې ځايي سرچینو دا برید ډرون بللی و.

تر اوسه د طالبانو لخوا ددغو وروستیو څو بریدونو په تړاو کوم څرګند غبرګون نه دی ښودلی.

دا بریدونه له هغه وروسته دي چې څه موده وړاندې پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی و چې د دې هیواد ضد وسلوال به په افغانستان په نښه کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پولیسو په پنجاب کې له سلو ډېر کسان پر عیسویانو د برید له امله ونیول

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۴ GMT+۱

د پاکستان پولیس وايي، په پنجاب صوبه کې یې له سلو ډېر کسان پر عیسویانو او کلیساوو د برید له امله ونیول. د پاکستان امنیتي ځواکونه د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره د ځايي عیسیویانو ساتنه کوي. د بښنې نړیوالې ادارې پر پاکستان غږ کړی چې د مذهبي لږکیو خوندیتوب باوري کړي.

پرون غوسه مسلمانانو قرآن ته د دوو عیسویانو د سپکاوي په تور پسې په فیصل اباد کې د دې لږکیو پر مېنه برید وکړ.

دوی ویل، چې دا تورن کسان باید ور وسپارل شي، خو دغه لس ساعته تاوتریخوالی پر پولیسو سربېره د نورو امنیتي ځواکونو په مداخله ارام شو.

د ایکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، دا مهال د پنجاب په صنعتي ښار فیصل اباد کې د عیسیوانو د استوګنې سیمه سخته څارل کېږي.

ویل کېږي پرون غوسه مسلمانانو په دغه ښار کې څلور کلیساوې او پنځوس کورونه سوځولي دي.

د پاکستان حکومت په دې هکله پلټنې پیل کړې دي.

د زمري ۲۸؛ له انګرېزانو د خپلواکۍ بیا ګټلو ورځ طالبانو عمومي رخصتي اعلان کړه

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پنج شنبې ورځ د (۱۴۰۲ د زمري ۲۸مه) د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړه، خو لا هم روښانه نه ده، چې په دغه ورځ به لمانځغونډې هم جوړې شي که نه؟

په افغانستان کې د زمري ۲۸ مه هر کال په ډېرو پرتمینو مراسمو سره لمانځل کېده او نږدې په ټولو ولایتونو کې به جشنونه جوړېدل او خلګو به خوشحالۍ کولې.

خو تېر کال په افغانستان کې د خپلواکۍ ورځ هغه ډول ونه لمانځل شوه، لکه څنګه چې نور کلونه کې به لمانځل کېده.
د کابل ښار اوسېدونکی اکرام الله وايي:«تیر کال د خپلواکۍ ورځ موږ هیڅ ونه لمانځله، ځکه طالبانو پر موسیقۍ او ملي بېرغ بندیز لګولی دی.»

نوموړی زیاتوي:« نور کلونه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو په مناسبت د ښار ټول واټونه د افغانستان په درې رنګه ملي بېرغ پوښل کېده، خو تېر کال چې هر څوک به له ملي بېرغ سره ولیدل شوه پر هماغه ځای به وهل ډبول کېده.»
تېر کال هم د طالبانو له لورې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه.
د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د دفاع وزارت په انګړ کې د یادې ورځې د لمانځلو پر مهال په وینا کې ويلي و:« موږ اوس په رښتینې ډول ازاد یوو او هیچا پورې تړلي نه یو، زموږ ځواکونه د ملي ګټو پر ضد او یا هم د اسلامي عقیدې بدلون د هیچا په غوښتنه نشي منلی.»

د طالبانو د کار او تولنیزو چارو وزارت د خپلواکۍ د ورځې په مناست په داسې حال کې د عمومي رخصتۍ اعلان کوي، چې د طالبانو ګن شمېر چارواکي د شاه امانو الله د مفکورې سرسخته مخالفت کوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزېر ندا محمد ندیم په یو ویډیو یې کلیپ کې د افغانستان د خپلواکۍ تر لاسه کوونکي شاه امان الله خان په اړه ویلي :«دغه امان الله خان پر غربیانو او کافرانو باندې و ګرځید او د هغې خوا یې دا فرموله راوړه، چې ښځې ولې په کورونو کې ناستې دي ښځې ولې ښوونځیو ته نه ځې؟همدغه د عیاشۍ او فاحشۍ نسخه یې راوړه او غوښتل یې په افغانستان کې یې عملي کړي. دغه قدرمن علما ورته ودریدل او ورته یې ویل موږ دا در سره نه منو. دا د اسلام، افغانیت او غیرت سره په ټکر کې دي. هغه ظالم(امان الله خان)علماو ته ویلي و، د ټولنې فساد تاسو یاست، پر دا علماو یې د فساد نوم کښیښود، علمآ یې بندیان کړل او ډیر مشکلات یې ورته جوړ کړه.»
هغه مهال د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخامخې شوې.


د دې تر څنګ د طالبانو یو شمیر نورو چارواکو هم د شاه امان الله خان په اړه د سپکاوي ډکې ویناوې کړي دي.

همدارنګه طالبانو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د شاه امان الله خان نقاشي شوي انځورونه او د افغانستان دري رنګه ملي بیرغ چي پر واټونو او دیوالونو نقاشي شوي ول، له منځه وړي دي.

یو شمیر افغانان د ملي مسایلو په اړه د طالبانو د نرمښت هرکلی کوي. د کندهار اوسیدونکې ډ‌اکتره فرزانه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي:«طالبان په ډیرو مسایلو کې د شاه امان الله د فکر سره مخالف دي، خو پر دې هیڅوک سترګې نشي پټولی چې د شاه د واکمنۍ پر مهال افغانستان یو بشپړ خپلواک هېواد اعلان شو، زه هیله لرم چې طالبان زموږ درې رنګه ملي بیرغ ته هم اجازه ورکړي او تر څنګ یې د شاه امان الله په څېر د ډیموکراسۍ اصولو ته غاړه کیږدي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د اګسټ ۱۵ مه د خپلې بریا او آزادۍ د ورځي لمانځلو په موخه رخصتي اعلان کړي وه، او نږدې د هېواد په ټولو ولایتونو کې یې یاده ورځ ولمانځله.

کندهار اوسېدونکې ډ‌اکتره فرزانه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي:« طالبان په ډېرو مسایلو کې د شاه امان الله د فکر سره مخالف دي؛ خو پر دې هیڅوک سترګې نشي پټولی چې د شاه د واکمنۍ پر مهال افغانستان یو بشپړ خپلواک هېواد اعلان شو، زه هیله لرم چې طالبان زموږ درې رنګه ملي بېرغ ته هم اجازه ورکړي او تر څنګ یې د شاه امان الله خان په څېر د ډیموکراسۍ اصولو ته غاړه کېږدي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د اګسټ ۱۵ مه د خپلې بریا او ازادۍ د ورځې لمانځلو په موخه عمومي رخصتي اعلان کړې وه، او د هېواد په ټولو ولایتونو کې یې یاده ورځ ولمانځله.

نادر نادري: تاوتریخوالی ځکه کم شوی، چې طالبان نور ښوونځي او پلونه نه ورانوي

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۲۸ GMT+۱

نادر نادري چې د تېر جمهوري حکومت یو له لوړپوړو چارواکو څخه و، د ښه امنیت د رامنځته کېدو په اړه يې د طالبانو د ادعا په غبرګون کې ویلي، چې د حکومت تر ړنګېدو مخکې همدې ډلې په "تاوتریخوالي او د خلکو په وژلو" سره امنیت ګډوډ کړی و.

هغه وویل، «هو، تاوتریخوالی کم شوی دی. ځکه طالبان اوس ښوونځي او پلونه نه الوځوي.»

هغه له پي بي اېس شبکې سره په یوه مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، زیاته کړه چې له پخواني حکومت سره د طالبانو جګړې " ګډوډۍ رامنځته کړې او هغوی تاوتریخوالی کاوه او خلک يې وژل."

طالبانو د سه شنبې په ورځ له پخواني حکومت او امریکایي ځواکونو سره له شل کلنې خونړۍ جګړې وروسته واک ته د خپل راتګ دویم کال ولمانځه. د دې ډلې چارواکو د امنیت ټینګښت د خپلو لویو لاسته راوړنو په توګه یاد کړ.

ځینو لویدیځو چارواکو او کارپوهانو هم د طالبانو له دغه دریځ سره زړه نږدې کړی او له همدې امله یې له دغې ډلې سره په جوړجاړي او همکارۍ پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.

نادر نادري، چې په واشنګټن کې د وېلسن د څېړنیز مرکز لوړپوړی څېړونکی دی، پر طالبانو د فشار د زیاتېدو او له طالبانو سره یې پر نه همکارۍ ټینګار وکړ.

هغه وويل، طالبانو په قطر کې له امريکا سره له خبرو څخه دا زده کړل، چې که پر خپل دریځ ودرېږي، نړيواله ټولنه به خپل چلند بدل کړي او امتيازات به ورکړي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو د کمیسیون پخواني مشر وویل: "که تاسو د متحده ایالاتو څخه ترلاسه شوي امتیازونو اندازې ته وګورئ، تاسو به وپوهیږئ چې دوی څنګه پوهېدل چې په خپله نېولې لاره روان و اوسي."

نوموړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دوه کلنې کلیزې په مناسبت د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو هرکلی وکړ او ویې ویل، لویدیځ هېوادونه باید پر طالبانو فشار ډېر کړي چې له نړیوالو سره کړو ژمنو ته غاړه کېږي.

بلېنکن د سه شنبې په ورځ له طالبانو سره د هر ډول عادي اړیکو جوړول په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په درناوي پورې تړلي وبلل.

د برېتانیې د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې د مشر په ګډون پاکستاني چارواکو او یو شمېر نورو له لوېديځو هېوادونو غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو له دغه سیاست سره، سره دې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي او له طالبانو سره دې جوړجاړی وکړي.

دوی ټینګار کوي، چې یوازې اړيکې او جوړجاړی کولی شي طالبان بدل کړي؛ خو ښاغلی نادري وايي، چې دا " یو ناسم تعبیر دی."

یونیسف: په افغانستان کې د نجونو رواني وضعیت د اندېښنې وړ دی

۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۴۰ GMT+۱

په امریکا کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نجونو د رواني روغتیا په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې په افغان نجونو کې خفګان پراخ دی او د دوی تر منځ د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده.

یونیسف د نجونو دا حالت «خواشینوونکی» ښودلی.

په دې راپور کې د افغانستان د روباټیکو نجونو د لوبډلمشرې سمیه فاروقي له خولې ویل شوي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستانه وتلو ته اړ شوې ده. هغه د کابل له سقوط دوه میاشتي وروسته کله چې په قطر کې وه؛ له سخت حالت څخه تېریده او له هېواده بهر یې باید ځان د ژوند کولو لپاره چمتو کړی وی.

سمیه فاروقي د یونیسف دفتر ته ویلي؛ «ما ډېر د خفګان حس کولو، هر کله چې به د افغانستان په اړه غږېدو سترګې به مو له اوښکو ډکې شوې. د هغه څه په اړه خبرې چې په دې وروستیو کې مو لیدلي وو، ستونزمن وو».

سمیه فاروقي په قطر کې له دولسم ټولګي څخه فارغه شوه، کالج ته یې غوښتنلیک ورکړ او د قطر د پراختیایي صندقه یې په امریکا کې د انجنیرۍ په برخه کې بورسیه ترلاسه کړه.

هغه وایي: «هغه هیلې چې ما په ماشومتوب کې لرلې د نن له واقعیت سره په پرتله ډېر توپیر لري. زه د هغې رشتې په لوستلو بوخته یم چې تل مې هیله لرله، خو ما هیڅکله دا فکر نه و کړی، چې د دې کار لپاره مجبوره شم هېواد پرېږدم».

هغې له هغو نجونو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له زدکړو بې برخې شوي او باور نه کوي، چې په افغانستان کې د دې ملګرې لا هم د زدکړو له حقه محرومې دي.

د ازادۍ جبهه: په کابل کې مو لسو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۲۸ GMT+۱

د ازادۍ جبهه وايي، چې نن چهارشنبه( د زمري ۲۵مه) ماخوستن اته نیمې بجې یې په کابل کې په یوه برید کې څلور طالبان وژلي او شپږ نور ټپیان دي.

یاده جبهه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، چې نن ماخوستن یې د کابل د خېرخانې په پنجشیر واټ کې د طالبانو د پلټنې پر یوې پوستې برید کړی.

له سیمې څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړه، چې د کابل ښار په یوولسمه حوزه کې لومړی د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي او ورپسې ډزې شوي دي.

سرچینه د تلفاتو په اړه څه نه وايي؛ خو زیاتوي چې یادې سیمې ته نور طالب وسلوال رسېدلي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د امنیتي چارواکو نظر هم ولرو، خو له پرله پسې اړیکو نیولو ونه توانېدو، چې د یادې پېښې په اړه د دغې ډلې نظر راواخلو.

دا لومړی ځل نه دی چې د ازادۍ جبهه په کابل کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کوي، له دې وړاندې هم د کابل په خېرخانې، باګرامیو او یو شمېر نورو سیمو کې ورته پېښې شوي دي.