د ازادۍ جبهه: په کابل کې مو لسو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ازادۍ جبهه وايي، چې نن چهارشنبه( د زمري ۲۵مه) ماخوستن اته نیمې بجې یې په کابل کې په یوه برید کې څلور طالبان وژلي او شپږ نور ټپیان دي.

د ازادۍ جبهه وايي، چې نن چهارشنبه( د زمري ۲۵مه) ماخوستن اته نیمې بجې یې په کابل کې په یوه برید کې څلور طالبان وژلي او شپږ نور ټپیان دي.
یاده جبهه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، چې نن ماخوستن یې د کابل د خېرخانې په پنجشیر واټ کې د طالبانو د پلټنې پر یوې پوستې برید کړی.
له سیمې څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړه، چې د کابل ښار په یوولسمه حوزه کې لومړی د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي او ورپسې ډزې شوي دي.
سرچینه د تلفاتو په اړه څه نه وايي؛ خو زیاتوي چې یادې سیمې ته نور طالب وسلوال رسېدلي دي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د امنیتي چارواکو نظر هم ولرو، خو له پرله پسې اړیکو نیولو ونه توانېدو، چې د یادې پېښې په اړه د دغې ډلې نظر راواخلو.
دا لومړی ځل نه دی چې د ازادۍ جبهه په کابل کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کوي، له دې وړاندې هم د کابل په خېرخانې، باګرامیو او یو شمېر نورو سیمو کې ورته پېښې شوي دي.


د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د چهارشنبې په ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون څه کم۱۰۰ کسان په یوې کښتۍ کې د برېتانیې سویل ته رسېدلي دي. شمېرې ښیي، چې په تېرو دوه اونیو کې له افغانستان، ایران او سوریې څخه له دوه زرو ډېر پناه غوښتونکي برېتانیا ته راغلي دي.
د مانش کانال په اوږدو کې د هوا ښه والي له پناه غوښتونکو سره مرسته کړې، چې د فرانسې له ساحلونو څخه په خوندي ډول برېتانیا ته ورسېږي او هلته د پناه غوښتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیې لومړي وزیر ریشي سوناک ژمنه کړې چې د پناه غوښتونکو کښتیو د ننوتلو مخه به نیسي.
سره له دې؛ د ۲۰۲۳ میلادي له پیله څه باندې ۱۷ زره پناه غوښتونکي په کښتیو کې برېتانیا ته رسېدلي، که څه هم دا شمېره د تېر کال په پرتله کمه ده.
په ۲۰۲۲ میلادي کال کې نېږدې ۴۶ زره پناه غوښتونکي په کښتیو کې برېتانیا ته رسېدلي وو.
لومړی وزیر سوناک په پارلمان کې د هغه د ګوند د ځینو غړو لخوا برېتانیا ته د نا قانونه پناه غوښتونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو په نه کولو نیوکه کړې ده.
ښاغلي سوناک له فرانسې او ترکیې هېوادونو سره د پناه غوښتونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره جلا - جلا تړونلیکونه لاسلیک کړي او د هغه حکومت دا قانون هم تصویب کړی؛ که څوک په ناقانونه توګه برېتانیا ته راځي روانډا ته به لېږل کیږي.
خو یادو تړونونو برېتانیا ته په ناقانونه توګه د پناه غوښتونکو د ننوتلو په لړۍ ډېره اغېزه نه ده کړې.

د فرانسې د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیرې نجات ولو بلقاسم؛ د دغه هېواد له ولسمشر څخه وغوښتل، چې افغان مېرمنو ته دې د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
نوموړې امانویل مکرون څخه وغوښتل، چې په دې برخه کې دې بیړنۍ مرسته وکړي او په ځانګړې توګه هغو میرمنو ته دې ډېر پام وشي چې پاکستان او ایران ته کډوالې شوې دي.
دغه پخوانۍ فرانسوۍ چارواکې، چې اوس مهال د «فرانسه، د کډوالو ځمکه» موسسې مشره ده، په لیبراسیون ورځپاڼه کې د یوې لیکنې په خپرولو سره؛ د طالبانو د واکمني کلیزه په افغانستان کې یو تور تاریخ بللی.
د نوموړې په وینا؛ دا د نړۍ یوه بې ساری شاتګ دی.
نوموړې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو ناوړه زېږند ځای هېواد وباله او د افغان مېرمنو د ملاتړ غوښتنه یې وکړه.
مېرمن بلقاسم دې ته په اشارې سره چې فرانسه به د را روانې ډیسمبر میاشت کې د کډوالو د ملاتړ د نړۍوالې غونډې له جوړوونکو څخه وي، ټینګار وکړ چې دا له تصوره لرې خبر ده، چې د افغان ښځو مساله دې د دې غونډې په لومړیتوبونو کې نه وي.
د فرانسې د کډوالو د ملاټړ د ادارې د مشر په وینا، په اوسنیو شرایطو کې اروپا ته د افغانو ښځو قانوني ننوتلو لپاره د یوې عملي حل لارې په توګه یوازینې لار د ویزې د ورکړې د ځانګړي پلان تطبیقول دي.
تر دې مخکې څه باندې ۳۵۰ فرانسوي شخصیتونو د اپریل په میاشت کې د لومونډ ورځپاڼې له لاریې په فرانسې کې د افغان مېرمنو د قانوني منلو لپاره د بیړنۍ برنامې د جوړولو غوښتنه کړې ده.
هغوی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې، د فرانسې د حکومت مشرانو ته لیکلي، چې دا هېواد د « فمینستي ډیپلوماسۍ د ودې مدافع» دی او باید د افغانو ښځو او نجونو سره د مرستې لپاره له ټولو اړینو امکاناتو کار واخلي.

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلمشره، ۲۱ کلنه فاطمه یوسفي وايي: '' مونږ نه تسليميږو''. هغه وایي: "موږ په افغانستان کې د خپلو خویندو او میندو لپاره لوبېږو. موږ د هغوی غږ یو".
له دوو کلونو را په دې خوا کله چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، افغان مېرمنې له بنسټیزو حقونو؛ لکه له زده کړو، کار او په سپورت کې له ګډونه محرومې شوې دي.
اغلې یوسفي له ای خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: "افغانستان اوس مهال د ښځو لپاره زندان دی".
نوموړې زیاتوي؛ کله چې طالبانو پلازمېنه کابل ونیوه، هغه په دې بریالۍ شوه، چې له خپلې لوبډلې سره یو ځای اسټرالیا ته لاړه شي.
هغې وویل: "زموږ د لوبې کولو مهمه برخه داده، چې خپلو هغو خویندو ته چې په افغانستان کې مبارزه کوي ښکاره کړو چې دوی یوازې نه دي، بلکې موږ ورسره یو".
نوموړې وايي، چې دوی په جلاوطنۍ کې د خپل هېواد استازیتوب نه شي کولی او غواړي چې یو ځل بیا د خپل هېواد په استازیتوب سیالۍ وکړي.
بلخوا د فوټبال نړۍوالې ادارې «فیفا» د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې له رسمیت پېژندنې څخه ډډه کړې ده.
هغه وايي، چې فیفا د دوی له پر له پسې غوښتونو سره - سره هم دوی ته ځواب نه دی ویلی.
د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې بنسټګره او اوسنۍ مشره وایي، چې د افغانستان د فوټبال فدارسیون د طالبانو په کنټرول کې دی.
هغه له فیفا غواړي، چې د لوبډلې، لوبغاړو، اتحادیې او فیفا له استازو یوه موقته کمېټه جوړه کړي، چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه خپلواکه وي او بیا دې په رسمیت وپېژني.
دوی د یوه غوښتنلیک په لیکلو سره چې تر سل زرو زیات لاسلیکونه پکې شوي له فیفا څخه غوښتې چې اجازه ورکړي یو ځل بیا د افغانستان استازیتوب وکړي.
د پاکستان د ښځو او جونو د زده کړو فعالې ملالۍ یوسفزۍ هم په دې برخه کې خپل ملاتړ له افغان ښځینه فوټبال لوبډلې سره څرګند کړی دی.

د پخواني جمهوري نظام د ډېپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا وايي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو روان وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی.
یادې شورا تېره ورځ (د زمري ۲۳مه) د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسبت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو پر افغان مېرمنو سخت او ځورېدونکي بندیزونه لګولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبانو په قصدي ډول مېرمنې او نجونې له زده کړو او ټولنیزو ازادیو محرومې کړي دي او د دغې ډلې له خوا بشري حقونه په ښکاره ډول تر پښو لاندې کیږي.
د جمهوري نظام د ډېپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې طالبان په رسمیت ونه پېژني او پر دغې ډلې فشارونه لا زیات کړي.
خو بلخوا طالبان بیا له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپېژني او د ټولو ستونزو د حل لار یوازې تعامل دی.
خو نړۍوالې ټولنې له طالبانو سره د خبرو اساسي خنډ د دغې ډلې له خوا پر نجونو او مېرمنو بندیزونه، د ټولګډونه حکومت نه موجودیت او د بشري حقونو تر پښو لاندې کول یاد کړي دي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله بیا څه موده وړاندې په یوه غږیز پیغام کې ویلي وو، چې نړۍ ورته مشورې ورکوي او دوی د هیچا فرمایش نه مني.
د ډېپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا بیا روانو ستونزو ته د حل یوازینۍ لار ملي ډیالوګ ګڼي.
دا په داسې حال کې ده، چې اونۍ وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د افغانستان د ستونزو یوازینی حل د یوه ملي ډیالوګ جوړېدل ګڼلی و.

د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي وايي، چې سیاسي احزاب شرعي بڼه نه لري او نه هم د ملت په ګټه دي، نو ځکه یې په افغانستان کې سیاسي ګوندونه بند کړي دي.
نوموړي نن سې شنبه(د زمري ۲۵) په کابل کې ملت ته د دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې تجربو ښودلې، چې سیاسي ګوندونه د افغانستان د خلکو لپاره په ګټه نه دي.
شرعي وايي: “سیاسي ګوندونه نه شرعي بڼه لري، نه د ملت په ګټه دي او نه یې هم ملت غواړي، زموږ تجربو هم ثابته کړه چې دا ملت څومره وران دی؟ یوازینۍ لامل یې همدا سیاسي احزاب دي، نو یو شی چې نه شرعي وي، نه ملي ګټې په کې خوندي وي او نه یې ولس غواړي، نو دا به څومره د منلو وي چې جواز ورکړو، مطلق بند دي، په هېڅ صورت نه جواز ورکوو او نه یې ورکولای شو”.
نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې هېڅ سیاسي ګوند په افغانستان کې فعالیت نه لري.
د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر د افغانستان د پخواني جمهوري نظام قوانینو ته په اشارې وايي، چې په پخوانیو قوانینو کې یوه ماده هم د اسلام له دین سره برابره نه وه.
شرعي وايي: “ د پخوانیو قوانینو هېڅ داسې ماده به ماته څوک ونه ښيي، چې د هغې استناد کتاب الله ته شوی وي او یا هم سنت رسول ته شوی وي”.
دا په داسې حال کې ده، چې د پخواني اسلامي جمهوري دولت چارواکو په بېلابېلو وختونو کې ویلي، چې د افغانستان د اساسي قانون په شمول ټول فرعي قوانین د قران کریم او احادیثو په رڼا کې جوړ شوي دي.