د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر: سیاسي ګوندونه شرعي بڼه نه لري او مطلق بند دي

د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي وايي، چې سیاسي احزاب شرعي بڼه نه لري او نه هم د ملت په ګټه دي، نو ځکه یې په افغانستان کې سیاسي ګوندونه بند کړي دي.

د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي وايي، چې سیاسي احزاب شرعي بڼه نه لري او نه هم د ملت په ګټه دي، نو ځکه یې په افغانستان کې سیاسي ګوندونه بند کړي دي.
نوموړي نن سې شنبه(د زمري ۲۵) په کابل کې ملت ته د دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې تجربو ښودلې، چې سیاسي ګوندونه د افغانستان د خلکو لپاره په ګټه نه دي.
شرعي وايي: “سیاسي ګوندونه نه شرعي بڼه لري، نه د ملت په ګټه دي او نه یې هم ملت غواړي، زموږ تجربو هم ثابته کړه چې دا ملت څومره وران دی؟ یوازینۍ لامل یې همدا سیاسي احزاب دي، نو یو شی چې نه شرعي وي، نه ملي ګټې په کې خوندي وي او نه یې ولس غواړي، نو دا به څومره د منلو وي چې جواز ورکړو، مطلق بند دي، په هېڅ صورت نه جواز ورکوو او نه یې ورکولای شو”.
نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې هېڅ سیاسي ګوند په افغانستان کې فعالیت نه لري.
د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر د افغانستان د پخواني جمهوري نظام قوانینو ته په اشارې وايي، چې په پخوانیو قوانینو کې یوه ماده هم د اسلام له دین سره برابره نه وه.
شرعي وايي: “ د پخوانیو قوانینو هېڅ داسې ماده به ماته څوک ونه ښيي، چې د هغې استناد کتاب الله ته شوی وي او یا هم سنت رسول ته شوی وي”.
دا په داسې حال کې ده، چې د پخواني اسلامي جمهوري دولت چارواکو په بېلابېلو وختونو کې ویلي، چې د افغانستان د اساسي قانون په شمول ټول فرعي قوانین د قران کریم او احادیثو په رڼا کې جوړ شوي دي.


د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرایي مدیرې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د مېرمنو د حقونو د نقضولو له امله پر طالبانو فشار ته دوام ور کړي. سیما باهوس طالبان تورن کړل چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر حقونو سیستماتیک، بنسټیز او بې مخینې تېری کوي.
مېرمن باهوس د سې شنبې په ورځ، د اسد پر ۲۴ چې د اګسټ له ۱۵ سره سمون لري، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنېدو په مناسبت بیان کې ویلي: «له افغان نجونو او ښځو سره د ملګرو ملتونو ژمنه نه ماتېدونکې او لازمي ده.»
هغې پر طالبانو غږ وکړ چې په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان پر اوس او راتلونکي کوم څه تپلي د هغه تاوان دې هم وسنجوي.
دې چارواکې خپل بیان کې لیکلي: «طالبانو له ۵۰ ډېرو فرمانونو او بندیزونو سره د ښځو د ژوند یوه برخه هم بې لاسوهنې نه ده پرېښودلې او یو ډول ازادي یې هم ترې په امن نه ده پاتې. هغوی داسې سیستم جوړ کړی چې د ښځو پر ځپلو ولاړ دی او په پراخ ډول جنستي تبعیض ګڼل کېږي.»
مېرمن باهوس د افغان مېرمنو د ډېر ملاتړ غوښتنه وکړه او د هغوی پر غږ اوچتولو، د دوی د وړاندیزونو او لومړیتونو په شمول د دوی د اړتیا وړ خدمتونو پر مالي تامین یې ټینګار وکړ.

د ایران سپاه پاسدران ته نږدې تسنیم خبري اژانس وايي، د دغه هېواد په شېراز ښار کې پر شاه چراغ زیارت بریدګر درې میاشتې په افغانستان کې روزل شوی دی. دوه ورځې وړاندې دې برید کې دوه کسان ووژل او اته ټپیان شول. د ایران امنیتي ځواکونو د پېښې په ځای کې بریدګر ونیو.
تسنیم خبري اژانس د چارشنبې په ورځ لیکلي، د شاه چراغ بریدګر رحمت الله نوروزوف چې په داعش کې په سلمان اسلمیار مشهور دی د انټرنېټ له لارې د داعش له یوه مشر سره اشنا شوی دی.
نوموړی د دې اشنايي له لارې د عملیاتي همکارۍ لپاره ترکیې ته تللی او هلته د داعش پر غړي بدل شوی دی.
د دې خبری اژانس د راپور له مخې، تاجک توکمه نوروزوف بیا افغانستان ته ستون شوی او هلته داعش درې میاشتې روزلی او ایران ته یې د «ترهګریز برید» لپاره لېږلی و.
د فارس د فجر سپاه قومندان یدالله بوعلي سې شنبه وویل، چې دا بریدګر له داسې شبکې سره تړلی چې په څو هېوادونو کې فعالیت کوي.
د نوموړي په خبره، په دې تړاو تر لسو ډېر کسان نیول شوي دي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې وویل، چې داعش د افغانستان او سیمې لپاره نوی ګواښ دی او خپله عملیاتي وړتیا یې ډېره کړې ده.
پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو پسې ځینې ګاونډي او د منځنۍ اسیا هېوادونه تل په دغه هېواد کې د وسلوالو ډلو په تېره داعش پر شتون اندېښنه ښيي.
که څه هم طالب چارواکي ادعا کوي چې داعش په افغانستان کې عملیاتي وړتیا له لاسه ور کړې ده، خو تېرو میاشتو کې یې بیا بیا د دې ډلې د غړو د وژلو خبره کړې ده.
داعش هم تېرو څو میاشتو کې پر طالب چارواکو د بریدونو مسوولیت منلی دی.

افغان توکمه امریکایي لیکوال خالد حسیني وایي، د نجونو د زدکړو مخنیوی نه یوازې له بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د پرمختګ مخه هم نیسي. ښاغلي حسیني له طالبانو وغوښتل چې نجونو ته د ښوونځیو د تګ اجازه ور کړي.
افغانستان انټرنشنل د طالبانو د حاکمیت د دوه کلنېدو په مناسبت د نجونو د زدکړو د مخنیوي په برخه کې د ځینو مهمو افغان څیرو نظر اخیستی .
خالد حسیني له افغانستان انټرنشنل سره مرکه کې زیاته کړه، پهافغانستان له کلونو تاوتریخوالي او ناورین وروستهد نجونو پرتعلیمبندیز دغه هېوادشاته پاتې کوي.
ښاغلی حسیني وایي، زدکړې د نجونو حق دی او په دې برخه کې به له نجونو سره همغږی پاتې شي.
د هغه په خبره، د نجونو زدکړې ډېرې مهمې دي، ځکه ثابته شوې چې د کومې ټولنې نجونې ښوونځي ته نه ځي، هغه ټولنه نېکمرغۍ ته نه رسېږی.
نوموړی وايي، افغانستان له څلورو لسیزو ډېر وخت ګډوډي، تاوتریخوالی، ځور او کډوالي سره مخ و، اوس اړتیا دا ده چې ښځې د ټولنې رغولو کې کارند رول ولري او دا کار د دوی پر زدکړو له بندیز لرې کولو پرته ناشونی دی.
نږدې ۷۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي او هم یې تېر ژمی پر دوی پوهنتوني زدکړې بندې کړې.
د افغان ولس او نړیوالې ټولنې له ټینګار او غوښتنو سره طالبان بیا هم پر خپله پرېکړه ولاړ دي.

د طالبانو د ریاست الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، چې دا ډله د افغانستان لپاره پر اساسي قانون او نورو فرعي قوانینو کار کوي. نوموړی وایي، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د دې قانون د جوړولو موضوع سترې محکمې ته سپارلې ده او «ډېر ژر به افغانستان د اساسي قانون خاوند شي.»
ملا کبیر له طلوع نیوز سره په مرکه کې زیاته کړه: «موږ له امیرالمومنین سره خبره کړې ده، هلته د امارت ډېر چارواکي موجود وو. امیر المومنین دا موضوع د سترې محکمې د رییس په مشرۍ یو هیت ته سپارلې ده. کار پرې روان دی.»
د هغه په خبره: «په نږدې وخت کې به افغانستان د اساسي قانون خاوند او وزارتونه به د فرعي قوانینو خاوندان وي.»
واک ته د طالبانو رسېدو راهیسې د نجونو له شپږم ټولګي پورته زدکړې هم بندې دي.
مولوي عبدالکبیر هم دې موضوع ته په اشاره وايي، تر شپږم پورته د نجونو ښووځي ځکه تړلي پاتې دي چې په نصاب يې کار روان دي، خو دا يې څرګنده نه کړه چې د دوو کلونو په اوږدو کې د نصاب جوړولو کار تر کومه ځایه رسیدلی دی.
مولوي عبدالکبیر وايي، دوی د امریکا او ناټو غلامان نه دي چې حکومت يې ترلاسه کړی؛ بلکې دا يې د افغانانو په ملاتړ ترلاسه کړی دی.
دی وايي، د دوی او ولس تر منځ واټن نشته نو ځکه يې دا دوه کاله په کابل کې حکومت دوام وکړ.
د ده په خبره چې مشر یې مولوي هبت الله ورته اختیار ورکړی، چې د خلکو ورځنۍ چارې په سم ډول مخته بوځي.
سره له دې چې مولوي عبدالکبیر د مرکې په پيل کې په ټول افغاستان کې د امن خبره کوي؛ خو د خپلو خبرو په دوام زیاتوي چې: «يوازې کندهار کې امن دی، مشر ملا هبت الله ویلي چې د مرمۍ ضد ګاډي نورو ولايتونو ته ولېږئ چې هلته امن نشته.»
هغه وايي د افغانستان په اساسي قانون کار روان دی، خو دا يې و نه ويل چې څه کار پرې روان دی.
د کارپوهانو په نظر طالبان تل دا هڅه کوي، چې هغه مسايل له قوانینو وتروړي چې دوی یې خپلو مشرانو او حکومت ته توهين بولي، او وايي چې دا له شریعت سره په ټکر دي، خو تر ډیره دا باور دی چې دوی هر څه په خپله خوښه او سلیقه بدلوي.
مولوي کبیر وايي دوی غواړي چې له نړیوالو سره ښې اړیکې او راشه درشه ولري، خو دا يې و نه ويل چې څه ډول ښې اړيکې.
هغه زیاته کړه، نړیوال ترې داسې غوښتنې لري چې د دوی له ملي او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي: «نړۍ دې راوړاندې شي موږ دې په رسمیت وپیژني ،ځکه چې موږ ټول شرایط پوره کړي. نړیوال له موږ غواړي چې ښځې مو ازادې وي لکه د دوی ښځې چې دي، دا هيڅکله نه منو.»
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له طلوع نیوز سره په مرکه کې د خپلو خبرو تر منځ یو دريځ نه شي ساتلی او وايي، چې نړیوال اړ دي چې دوی په رسمیت وپېژني.
هغه وړاندې وايي:« دا د اسلامي نظام برکت دی، چې بايډن خپله اعلان وکړ چې نور راته له افغانستانه مشکل نشته، نو دا مجبوریت دی که نه دی؟»
هغه وايي د ملګرو ملتونو د امنيټ شورا ځينو غړو ورته ويلي:« ماته يې شین څراغ راښودلی، چې د همدې امنیت شورا ځينې هېوادونه به ډېر ژر موږ په رسمیت وپېژني.»
خو مولوي کبیر دا و نه ويل چې دا به کوم هېوادونه وي، چې له دوی سره د رسميت په پېژندلو کې به رامخکې شي.
مولوي کبیر وايي، په افغانستان کې بې وزلي او د خلکو اقتصادي حالت له تېر حکومت په ځای پاتې دی هغه زیاتوي: «هغه خلک چې د خوړلو لپاره څه نه لري هغو ته تسلیت وړاندې کوم او الله تعالی دې پر دوی ورحمیږي.»
هغه دا و نه ويل چې د بې روزګارۍ څخه د خلاصون لپاره د دوی حکومت کوم ځانګړی پروګرام په پام کې لري.
د تېرو دوو کلونو په تېریدو لا هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی. ځينو هېوادونو يې د طالبانو کارکوونکي سفارت ته ور پرېښي، خو د طالبانو په رسميت پېژندلو کې بیا د نورې نړۍ سترګو ته ګوري.

د پتنګ پورته کولو په دغو مراسمو کې د افغان کلتور د لمانځنې تر څنګ، پر افغانستان د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال پر ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو پر ضد لاریون وشو. د پروګرام ګډونوال وایي، چې د رژیم په بدلېدو باید فرهنګونه بدل نه شي.
د دغه پروګرام ګډونوال وايي، د لندن په شمال کې پریمروز هېل کې د غونډې موخه دا وه، چې نړیوالو ته وښیې یو وخت د افغانستان کلتور څومره رنګین و، او له خپل کوره (افغانستان) لرې د ټولو افغانانو لپاره غږ پورته کول وو، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو لپاره چې د طالبانو د ظالم رژیم تر سیوري لاندې ژوند کوي.
د پتنګ الوتنې دغه جشن (د ښه چانس تیاتر) له خوا جوړ شوی و، چې د هیلې تیاتر په نوم پېژندل کېږي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې د رنګارنګ کاغذونو څخه د پتنګ جوړولو او اسمان په لور پورته کولو هنر د افغانستان د کلتور یوه دودیزه برخه ده؛ خو د طالبانو په تېره واکمنۍ کې هم د کاغذ باد الوځونه منعه کړای شوې وه.
د تیاتر کار کوونکی او افغان کډوال امیر حسین ابراهیمي وايي:«ز موږ له ماشومتوبه دغه لوبه خوښېده، دا زموږ د دودونو او کلتور یوه برخه ده او موږ پرې ویاړو.»
نوموړی وايي، دا دود په افغانستان کې سلګونه کلونه مخینه لري او په افغانستان کې د پتنګ پورته کول یوه عامه لوبه ده.
ابراهیمي زیاتوي: « دا هغه څه دي چې د الوتلو پرمهال يې ډېر ویاړ کوو، ځکه دا د افغانانو د هیلو یوه برخه ده.»
په ۲۰۰۱ کال کې کله چې د طالبانو واکمني ړنګه شوه، په جشنونو او نورو ملي ورځو کې به د کاغذ بادونو لوبه هم ترسره کېده.
د ښاغلي ابراهیمي په خبره که په افغانستان کې هر ډول نظام حاکم شي؛ نو د خلکو دودونه او فرهنګونه له منځه نه شي وړلای.
خو ابراهیمي وايي، اوس طالبانو یو ځل بیا د نورو خوښیو لمانځلو تر څنګ د پتنګ په پورته کولو باندې هم بندیز لګولی دی.
دغه تیاتر پر انسټاګرام یو پیغام هم خپور کړی او خپلو ټولو څارونکو ته یې بلنه ورکړې، چې د اګسټ له ۱۵ څخه د اګسټ تر ۲۰مې د افغانستان د خلګو سره د پیسون لپاره د نړۍ په هر ځای کې پتنګ پورته کړي او ویډیوګانې او انځورونه دې د ځانګړي هشتګ « افغانستان په یاد ولرئ» له لارې له ټولو خلکو سره شریک کړي.
د ښاغلي ابراهیمي په خبره که په افغانستان کې هر ډول نظام حاکم شي؛ نو د خلکو دودونه او فرهنګونه له منځه نه شي وړلای.
خو ابراهیمي وايي، اوس طالبانو یو ځل بیا د نورو خوښیو لمانځلو تر څنګ د پتنګ په پورته کولو باندې هم بندیز لګولی دی.
دغه تیاتر پر انسټاګرام یو پیغام هم خپور کړی او خپلو ټولو څارونکو ته یې بلنه ورکړې، چې د اګسټ له ۱۵ څخه د اګسټ تر ۲۰مې د افغانستان د خلګو سره د پیسون لپاره د نړۍ په هر ځای کې پتنګ پورته کړي او ویډیوګانې او انځورونه دې د ځانګړي هشتګ « افغانستان په یاد ولرئ» له لارې له ټولو خلکو سره شریک کړي.