• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لندن اسمان د افغانستان له خلکو سره د پیوستون په پار په رنګارنګ پتنګانو پوښل شوی و

۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۵۷ GMT+۱

د پتنګ پورته کولو په دغو مراسمو کې د افغان کلتور د لمانځنې تر څنګ، پر افغانستان د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال پر ښځو او ن‍جونو د لګول شویو بندیزونو پر ضد لاریون وشو. د پروګرام ګډونوال وایي، چې د رژیم په بدلېدو باید فرهنګونه بدل نه شي.

د دغه پروګرام ګډونوال وايي، د لندن په شمال کې پریمروز هېل کې د غونډې موخه دا وه، چې نړیوالو ته وښیې یو وخت د افغانستان کلتور څومره رنګین و، او له خپل کوره (افغانستان) لرې د ټولو افغانانو لپاره غږ پورته کول وو، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو لپاره چې د طالبانو د ظالم رژیم تر سیوري لاندې ژوند کوي.

د پتنګ الوتنې دغه جشن (د ښه چانس تیاتر) له خوا جوړ شوی و، چې د هیلې تیاتر په نوم پېژندل کېږي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې د رنګارنګ کاغذونو څخه د پتنګ جوړولو او اسمان په لور پورته کولو هنر د افغانستان د کلتور یوه دودیزه برخه ده؛ خو د طالبانو په تېره واکمنۍ کې هم د کاغذ باد الوځونه منعه کړای شوې وه.

د تیاتر کار کوونکی او افغان کډوال امیر حسین ابراهیمي وايي:«ز موږ له ماشومتوبه دغه لوبه خوښېده، دا زموږ د دودونو او کلتور یوه برخه ده او موږ پرې ویاړو.»
نوموړی وايي، دا دود په افغانستان کې سلګونه کلونه مخینه لري او په افغانستان کې د پتنګ پورته کول یوه عامه لوبه ده.
ابراهیمي زیاتوي: « دا هغه څه دي چې د الوتلو پرمهال يې ډېر ویاړ کوو، ځکه دا د افغانانو د هیلو یوه برخه ده.»

په ۲۰۰۱ کال کې کله چې د طالبانو واکمني ړنګه شوه، په جشنونو او نورو ملي ورځو کې به د کاغذ بادونو لوبه هم ترسره کېده.

د ښاغلي ابراهیمي په خبره که په افغانستان کې هر ‌‌‌‌‌‌ډول نظام حاکم شي؛ نو د خلکو دودونه او فرهنګونه له منځه نه شي وړلای.

خو ابراهیمي وايي، اوس طالبانو یو ځل بیا د نورو خوښیو لمانځلو تر څنګ د پتنګ په پورته کولو باندې هم بندیز لګولی دی.

دغه تیاتر پر انسټاګرام یو پیغام هم خپور کړی او خپلو ټولو څارونکو ته یې بلنه ورکړې، چې د اګسټ له ۱۵ څخه د اګسټ تر ۲۰مې د افغانستان د خلګو سره د پیسون لپاره د نړۍ په هر ځای کې پتنګ پورته کړي او ویډیوګانې او انځورونه دې د ځانګړي هشتګ « افغانستان په یاد ولرئ» له لارې له ټولو خلکو سره شریک کړي.

د ښاغلي ابراهیمي په خبره که په افغانستان کې هر ‌‌‌‌‌‌ډول نظام حاکم شي؛ نو د خلکو دودونه او فرهنګونه له منځه نه شي وړلای.

خو ابراهیمي وايي، اوس طالبانو یو ځل بیا د نورو خوښیو لمانځلو تر څنګ د پتنګ په پورته کولو باندې هم بندیز لګولی دی.

دغه تیاتر پر انسټاګرام یو پیغام هم خپور کړی او خپلو ټولو څارونکو ته یې بلنه ورکړې، چې د اګسټ له ۱۵ څخه د اګسټ تر ۲۰مې د افغانستان د خلګو سره د پیسون لپاره د نړۍ په هر ځای کې پتنګ پورته کړي او ویډیوګانې او انځورونه دې د ځانګړي هشتګ « افغانستان په یاد ولرئ» له لارې له ټولو خلکو سره شریک کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

کندهاریان: د برېښنا د لوړو بیلونو د پرې کولو توان نه لرو

۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۰۶ GMT+۱

د کندهار ګڼ شمېر اوسېدونکي وايي، څو ورځې وړاندې د کندهار د برېښنا شرکت له لوري د برېښنا د لګښتونو د (غبرګولي ـ او چنګاښ ) میاشتو بیلونه کورنیو ته سپارلي؛ خو اوسني بیلونه د پخوانیو هغو پرتله څو برابره زیات دي.

د کندهار ښار اوسېدونکی محمد شفیق افغانستان انټرنشنل ته وویل:« زموږ د کور د پخوانیو دورو بیلونه تر دوه زره افغانیو نه دي لوړ شوي؛ خو دا ځلې راته د برېښنا د لګښتونو بیل ۱۵۰۰۰ افغانۍ راغلی دی، زه اوس دې ته فکر وړی یم چې ایا زموږ په مېټر کې ستونزه ده او که د برېښنا شرکت د کارکوونکو له لوري کومه تېروتنه شوې؟»
د محمد شفیق په څېر خورا ډېرو نورو کسانو ته هم د برېښنا د لګښت بیلونه لوړ راغلي دي.

د ګل احمد په نوم د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکی چې په یو کرایې کور کې اوسېږي وايي:« ما دوه کوټیزه کور د میاشتې په شپږ زره افغانۍ په کرایه نیولی دی، د خپلو پنځو اولادونو سره په دغه کور کې اوسېږم، اولادونه مې واړه دي او په ښار کې رېکشا چلووم، زما میاشتنی عاید دومره نه دی څومره چي راته د برق بیل راغلی دی.»
نوموړي ته د تېرو دوو میاشتو د برېښنا د لګښت بیل ۱۶۰۰۰ افغانۍ راغلی دی.
خپلواک خبریال اسدالله نوري وايي:« د کندهار د برېښنا بیلونه ډېر لوړ دي، د پرې کولو وس یې نه لرو، ځکه کاروبار نه شته، د نورو مالیاتو پیسې هم‌ ډېرې اخیستل کېږي. موږ د اوسنیو چارواکو ځينې په تنګ شوي یو.»

ډېری کسانو د برېښنا د لګښتونو د لوړو بیلونو په غبرګون د ټولنیزو رسنیو له لارې هم غبرګونونونه په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړي، چې د همدغو شکایتونو وروسته، د کندهار د برېښنا ریاست له لوري د لوړو بیلونو په اړه یوه خبرپاڼه هم خپره کړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي وو، د دوامدارې تودوخې، څلوروېشت ساعته برېښنا او ډېر لګښت هغه لاملونه دي چې د برېښنا د لښګټ بیلونه ورسره لوړ شوي دي:« هغه اوازې چې ګواکې د برېښنا بیه لوړه شوې یا سیسټم کې ستونزې دي، دا ټولې بې بنسټه اوازې دي.»

کندهار ښار ته د هلمند د کجکي د اوبو له بند څخه برېښنا ورکول کېږي، چې دغه برېښنا د ټول کندهار ولایت له پاره بسنه نه کوي، او د تېرو څو کلونو را په دې خوا له کابله کندهار ته د وارداتي برېښنا د رسولو چارې هم روانې دي.

انتوني بلېنکن: موږ بل ځوان نسل نه لرو، چې په افغانستان کې جګړه وکړي او ووژل شي

۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۳۷ GMT+۱

انتوني بلېنکن له افغانستانه د امريکا د وتلو پرېکړه "پرځای" وبلله او دا يې د امريکا تر ټولو د اوږدې جګړې پای وباله. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، موږ بل امریکايي ځوان نسل نه لرو چې په افغانستان کې جګړه وکړي او ووژل شي.

هغه وویل، «موږ د امریکا بل ځوان نسل نه لرو، چې په افغانستان کې جګړه وکړي او ووژل شي.»

بلېنکن د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۳مه) له طالبانو سره د هر ډول عادي اړیکو جوړول په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو ته په درناوي پورې تړلي وبلل.

نوموړي د ښځو د حقونو د تامین په اړه د امریکا او لسګونو نورو هېوادونو د ښکاره دریځ یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې "موږ کرار نه کېنو، تر هغه به يې پرې نه ږدو چې طالبان مو خپلو کړو ژمنو ته نه وي راګرځولي، دوی به ځواب وايي ."

خو دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې امریکا به "بیا هم د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو اصلي تمویلونکی وي."

د بایډن د حکومت په مشرۍ له افغانستان څخه د امریکا وتل په امریکا او افغانستان کې ګڼ نیوکه کوونکي لري.

په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکو د سرتېرو پر وتلو نیوکه کړې؛ خو افغان سیاستوال د طالبانو د بېرته راتګ لامل د اشرف غني له حکومته هغه مهال د ملاتړ کموالی بولي.

ځینې منتقدان په ټينګار سره وايي، چې امریکا "افغانستان طالبانو ته تسلیم کړ."

بلېنکن په دې خبري ناسته کې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکا د وتلو دفاع وکړه.

هغه وویل، چې "له افغانستانه د وتلو پریکړه ډېره ستونزمنه خو سمه وه."

دغه امریکايي چارواکی په داسې حال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د "سمې" پرېکړې خبره کوي، چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په یوه بیان کې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هغه لوړ پوړي چارواکي له افغانستانه د امریکا "ناوړه" وتلو په وړاندې مسوول وبلل.

مایکل مک کال ادعا کوي، چې بایډن افغانستان پرته له کوم قید و شرط طالبانو ته تسلیم کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې په افغانستان کې د امريکايي بنسټونو کارکوونکو ته د خپلو مکلفيتونو يادونه وکړه او ويې ويل، چې په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ٣٤ زره د کډوالۍ ځانګړې وېزې غوښتونکو او د هغوى د کورنيو غړو ته ورکړل شوې دي.

مایکل مکال: له افغانستان څخه د امریکا د 'جنجالي' وتلو د مسالې تر سپیناوي ارام نه کېنم

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۳۹ GMT+۱

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مکال، په افغانستان باندې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ د پوره کېدو په مناسبت یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو نیوکه کړې او ددغه کار پړه یې د ولسمشر جوبایډن پر حکومت واچوله.

په یادې اعلامیې کې دغه امریکايي قانون جوړونکي ویلي دي، چې له افغانستان څخه وتل او د زرو امریکايي اتباعو او همدا راز د سل زره افغان همکارانو پرځای پرېښودل، زموږ اخلاقي ځواک کمزوری کړی او دغه کار د روسیې، چین او ایران په څېر دښمنان زړه ور کړي دي.

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړو ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي، چې دغه پرېکړه یې له ډېپلوماتیکو او پوځي چارواکو سره د مشورې او د امریکا د ملي ګټو په پام کې نیولو سره کړې ده.

بایډن دا هم ویلي دي، چې له افغانستان څخه د پوځيانو د ایستلو عملیات په تاریخ کې ساری نه لري.

خو د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال وايي، چې تر هغه به آرام نه کېني چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر روښانه شوی نه وي او د دغو ناکامیو عاملین نه وي معلوم.

د دغه تړون له مخې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱ کال د مې لومړۍ نېټه ټاکل شوې وه، خو ولسمشر بایډن د همدې کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونه به د اګست تر پایه له افغانستانه ووځي.

شاه محمود میاخېل: افغانستان د پاکستان په هر اړخیز ښکېلاک کې ګېر دی

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د افغانستان د ملي دفاع پخوانی سرپرست او د جمهوري غوښتونکي خوځښت د سیاسي اړیکو مشر شاه محمود میاخېل وايي، چې د اګست پنځلسمه نېټه د افغانستان د خلکو لپاره یوه توره ورځ ده.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوې نړۍوالې دسیسې په اساس ونړول شو او پر ځای یې طالبان واکمنان شول.

هغه زیاتوي: “افغانستان له خپلو ټولو قانونمندو ارزښتونو سره- سره د یوې نړۍوالې او سیمه ییزې پراخې، پېچلې او استخباراتي دسیسې په ترڅ کې سقوط کړی شو”.

د میاخېل په خبره، چې افغانستان په نړۍواله ټولنه کې په شدت منزوي، بېقانونه، بې نظامه او بې تعریفه هېواد دی، چې هېڅ راز اصولي او نړۍوال تعامل ورسره نه کیږي.

هغه زیاتوي، چې افغانستان عملاً د پاکستان په هراړخیز ښکېلاک کې ګېر هېواد دی.

میاخېل وايي: “همدا تېره ورځ په خوست کې د پاکستاني بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې بېګاه انسانان ووژل شول، پاکستان افغانستان خپله خاوره ګڼي هر وخت یې چې زړه وغواړي هر څه کولی شي”.

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت دغه پخوانی چارواکي زیاتوي، چې امریکا، ناټو، چین، روسیه، پاکستان، ایران او نورو سیمه ییزو او نړۍوالو قدرتونو په شدید او خونړي رقابت کې افغانستان په شدت سره د یوه بل نیابتي جنګ پر خوا روان دی.

نوموړی وايي، چې دوی د افغانستان لپاره د یوې داسې ملي سراسري جبهې د جوړېدو په هڅه کې دي، چې د افغانستان د خاموش اکثریت استازولي وکړلای شي او افغانستان د یوه ملي اساسي قانون په رڼا کې د یوه ولسواک، جمهوري، ملي او مشروع نظام ټینګښت ته ورسوي.

د یادونې وړ ده،چې نن د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشتې عباسي هم ویلي وو، چې افغانستان له یوه بشري بحران سره مخ دی.

رنګین دادفر سپنتا: نړۍوال قدرتونه پر طالبانو د واکمنۍ لپاره له یو بل سره سیالي کوي

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار وايي؛ واک ته د طالبانو د راتګ یو اصلي لامل "اوسنۍ جیوپولیټیکي غوښتنې" دي.

ډآکتر رنګین دادفر سپنتا پر ایکس (ټویټر) شبکې لیکلي، چې نړۍوال قدرتونه د طالبانو پر ملیشو د لا زیات حاکمیت لپاره سیالي کوي.

د هغه په ​​وينا؛ طالبانو خلک په ژور تمدني شکست اخته کړي، خو د زمري٢٤مه، له "ټولو تيارو او کړاوونو سره د تاريخ پای نه دى."

ښاغلی سپنتا زیاتوي، چې عدالت او ازادي د خلکو په توان او ځواک پر تکیه کولو سره پلي کیږي.

رنګين دادفر سپنتا ليکلي؛ د ډېرو ټولنو په تاريخ کې داسې وحشتناک بدلونونه ليدل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې "د مظلومو خلکو د ګډ برخلیک څخه په انکار سره تاسو نه شئ کولی د ازادۍ افق ته ورسیږئ. له هدفمند پلان جوړونې او هڅو سره کولې شئ له دې سخت حالت څخه ووځی".

د یادونې وړ ده، چې نن پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره شول.