• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انتوني بلېنکن: موږ بل ځوان نسل نه لرو، چې په افغانستان کې جګړه وکړي او ووژل شي

۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۳۷ GMT+۱

انتوني بلېنکن له افغانستانه د امريکا د وتلو پرېکړه "پرځای" وبلله او دا يې د امريکا تر ټولو د اوږدې جګړې پای وباله. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، موږ بل امریکايي ځوان نسل نه لرو چې په افغانستان کې جګړه وکړي او ووژل شي.

هغه وویل، «موږ د امریکا بل ځوان نسل نه لرو، چې په افغانستان کې جګړه وکړي او ووژل شي.»

بلېنکن د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۳مه) له طالبانو سره د هر ډول عادي اړیکو جوړول په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو ته په درناوي پورې تړلي وبلل.

نوموړي د ښځو د حقونو د تامین په اړه د امریکا او لسګونو نورو هېوادونو د ښکاره دریځ یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې "موږ کرار نه کېنو، تر هغه به يې پرې نه ږدو چې طالبان مو خپلو کړو ژمنو ته نه وي راګرځولي، دوی به ځواب وايي ."

خو دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې امریکا به "بیا هم د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو اصلي تمویلونکی وي."

د بایډن د حکومت په مشرۍ له افغانستان څخه د امریکا وتل په امریکا او افغانستان کې ګڼ نیوکه کوونکي لري.

په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکو د سرتېرو پر وتلو نیوکه کړې؛ خو افغان سیاستوال د طالبانو د بېرته راتګ لامل د اشرف غني له حکومته هغه مهال د ملاتړ کموالی بولي.

ځینې منتقدان په ټينګار سره وايي، چې امریکا "افغانستان طالبانو ته تسلیم کړ."

بلېنکن په دې خبري ناسته کې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکا د وتلو دفاع وکړه.

هغه وویل، چې "له افغانستانه د وتلو پریکړه ډېره ستونزمنه خو سمه وه."

دغه امریکايي چارواکی په داسې حال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د "سمې" پرېکړې خبره کوي، چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په یوه بیان کې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هغه لوړ پوړي چارواکي له افغانستانه د امریکا "ناوړه" وتلو په وړاندې مسوول وبلل.

مایکل مک کال ادعا کوي، چې بایډن افغانستان پرته له کوم قید و شرط طالبانو ته تسلیم کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې په افغانستان کې د امريکايي بنسټونو کارکوونکو ته د خپلو مکلفيتونو يادونه وکړه او ويې ويل، چې په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ٣٤ زره د کډوالۍ ځانګړې وېزې غوښتونکو او د هغوى د کورنيو غړو ته ورکړل شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

مایکل مکال: له افغانستان څخه د امریکا د 'جنجالي' وتلو د مسالې تر سپیناوي ارام نه کېنم

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۳۹ GMT+۱

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مکال، په افغانستان باندې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ د پوره کېدو په مناسبت یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو نیوکه کړې او ددغه کار پړه یې د ولسمشر جوبایډن پر حکومت واچوله.

په یادې اعلامیې کې دغه امریکايي قانون جوړونکي ویلي دي، چې له افغانستان څخه وتل او د زرو امریکايي اتباعو او همدا راز د سل زره افغان همکارانو پرځای پرېښودل، زموږ اخلاقي ځواک کمزوری کړی او دغه کار د روسیې، چین او ایران په څېر دښمنان زړه ور کړي دي.

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړو ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي، چې دغه پرېکړه یې له ډېپلوماتیکو او پوځي چارواکو سره د مشورې او د امریکا د ملي ګټو په پام کې نیولو سره کړې ده.

بایډن دا هم ویلي دي، چې له افغانستان څخه د پوځيانو د ایستلو عملیات په تاریخ کې ساری نه لري.

خو د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال وايي، چې تر هغه به آرام نه کېني چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر روښانه شوی نه وي او د دغو ناکامیو عاملین نه وي معلوم.

د دغه تړون له مخې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱ کال د مې لومړۍ نېټه ټاکل شوې وه، خو ولسمشر بایډن د همدې کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونه به د اګست تر پایه له افغانستانه ووځي.

شاه محمود میاخېل: افغانستان د پاکستان په هر اړخیز ښکېلاک کې ګېر دی

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د افغانستان د ملي دفاع پخوانی سرپرست او د جمهوري غوښتونکي خوځښت د سیاسي اړیکو مشر شاه محمود میاخېل وايي، چې د اګست پنځلسمه نېټه د افغانستان د خلکو لپاره یوه توره ورځ ده.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوې نړۍوالې دسیسې په اساس ونړول شو او پر ځای یې طالبان واکمنان شول.

هغه زیاتوي: “افغانستان له خپلو ټولو قانونمندو ارزښتونو سره- سره د یوې نړۍوالې او سیمه ییزې پراخې، پېچلې او استخباراتي دسیسې په ترڅ کې سقوط کړی شو”.

د میاخېل په خبره، چې افغانستان په نړۍواله ټولنه کې په شدت منزوي، بېقانونه، بې نظامه او بې تعریفه هېواد دی، چې هېڅ راز اصولي او نړۍوال تعامل ورسره نه کیږي.

هغه زیاتوي، چې افغانستان عملاً د پاکستان په هراړخیز ښکېلاک کې ګېر هېواد دی.

میاخېل وايي: “همدا تېره ورځ په خوست کې د پاکستاني بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې بېګاه انسانان ووژل شول، پاکستان افغانستان خپله خاوره ګڼي هر وخت یې چې زړه وغواړي هر څه کولی شي”.

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت دغه پخوانی چارواکي زیاتوي، چې امریکا، ناټو، چین، روسیه، پاکستان، ایران او نورو سیمه ییزو او نړۍوالو قدرتونو په شدید او خونړي رقابت کې افغانستان په شدت سره د یوه بل نیابتي جنګ پر خوا روان دی.

نوموړی وايي، چې دوی د افغانستان لپاره د یوې داسې ملي سراسري جبهې د جوړېدو په هڅه کې دي، چې د افغانستان د خاموش اکثریت استازولي وکړلای شي او افغانستان د یوه ملي اساسي قانون په رڼا کې د یوه ولسواک، جمهوري، ملي او مشروع نظام ټینګښت ته ورسوي.

د یادونې وړ ده،چې نن د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشتې عباسي هم ویلي وو، چې افغانستان له یوه بشري بحران سره مخ دی.

رنګین دادفر سپنتا: نړۍوال قدرتونه پر طالبانو د واکمنۍ لپاره له یو بل سره سیالي کوي

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار وايي؛ واک ته د طالبانو د راتګ یو اصلي لامل "اوسنۍ جیوپولیټیکي غوښتنې" دي.

ډآکتر رنګین دادفر سپنتا پر ایکس (ټویټر) شبکې لیکلي، چې نړۍوال قدرتونه د طالبانو پر ملیشو د لا زیات حاکمیت لپاره سیالي کوي.

د هغه په ​​وينا؛ طالبانو خلک په ژور تمدني شکست اخته کړي، خو د زمري٢٤مه، له "ټولو تيارو او کړاوونو سره د تاريخ پای نه دى."

ښاغلی سپنتا زیاتوي، چې عدالت او ازادي د خلکو په توان او ځواک پر تکیه کولو سره پلي کیږي.

رنګين دادفر سپنتا ليکلي؛ د ډېرو ټولنو په تاريخ کې داسې وحشتناک بدلونونه ليدل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې "د مظلومو خلکو د ګډ برخلیک څخه په انکار سره تاسو نه شئ کولی د ازادۍ افق ته ورسیږئ. له هدفمند پلان جوړونې او هڅو سره کولې شئ له دې سخت حالت څخه ووځی".

د یادونې وړ ده، چې نن پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره شول.

اسپوتنیک خبري اژانس: د تخار په چاودنه کې څلور طالبان وژل شوي او پنځه ټپیان دي

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۰۸ GMT+۱

سرچینې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی. سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دا پېښه نن سې شنبه (د زمري ۲۴مه)د تالقانو ښار په دویمه امنیتي حوزه کې رامنځته شوې ده. د طالبانو سېمه ایزو چارواکو دا پېښه تایید کړې ده.

اسپوتنیک خبري اژانس ته د ملي مقاومت په نوم جبهې تایید کړې، چې د تخار په تالقانو ښار کې نننۍ چاودنه د دې جبهې د ځواکونو کار و، چې د طالبانو د ځواکونو یو موټر یې په نښه کړ.

بلخوا د تخار د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند مبین صافي وایي، چې چاودېدونکي توکي په یوه «ویټز» ډوله شخصي موټر کې ځای پر ځای شوي وو او په برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

صافي زياته کړه، لومړنيو څېړنو ښودلې، چې چاودنه د شخصي دښمنۍ له امله شوې ده.

خو اسپوتنیک اژانس زیاتوي؛ چې په دې چاودنه کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د دغې ډلې پنځه تنه جنګيالي ټپيان شوي دي.

انجلینا جولي مطیع الله ویسا ته: په هرې تورې شپې پسې سهار راځي

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۴۸ GMT+۱

د هالیووډ سینما وتلې فلمي ستورې او د کډوالۍ د چارو فعاله انجلینا جولي د زده کړو فعال مطیع الله ویسا ته په یوه لیک کې د هغه په نیول کېدو حیرانتیا څرګنده کړې او هیله یې ښودلې، چې یوه ورځ به ورسره وویني.

د دغه لیک یوه کاپي د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې؛ پکې مېرمن جولي د مطیع الله ویسا د خلاصون هیله څرګنده کړې ده.

نوموړې ویسا ته ویلي: " له ټولو هغو کسانو سره یو ځای، چې ستاسو د خلاصون او د نجونو لپاره د زده کړو په اړه د ټولو بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه کوي؛ خپل اواز پورته کوم تر څو تاسې بېرته د دې جوګه شئ، چې خپل دغه مهم کار ته دوام ورکړئ."

انجلینا جولي؛ په دغه لیک کې زیاتوي، چې د مطیع الله ویسا په څېر د داسې یوې ورځې خوب ویني، چې پکې د افغانستان هر ماشوم وشي کولی په ازاده توګه ښوونځي او پوهنتون ته لاړ شي.

نوموړې په دغه لیک کې ویلي، چې د افغانستان په زندانونو کې ښوونکي، خبریالان او د بشري حقونو مدافعین ځای نه لري. هغه زیاتوي: " تاسو او د مدني حقونو ټول هغه فعالان چې پرته له کوم تور څخه په زندان کې ساتل شوي یاست، ځای مو ستاسو په خپله ټولنه کې دی، چېرته چې تاسو د افغانانو لپاره ډېر ښه او غوره کار کوئ."

د هالیووډ دغه وتلې فلمي ستورې په داسې حال کې د مطیع الله ویسا په نوم لیک لیکي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني دوه کلنه شوه، خو په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار لا هم بندیزونه موجود دي.

طالبانو د قلم لارې ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا د روان کال په مارچ میاشت کې په خپل کور کې ونیو او تر اوسه د دوی په زندان کې دی.

د یادونې وړ ده، چې انجلینا جولي د فلم ستورې تر څنګ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په چوکاټ کې نېږدې دوه لسیزې کار کړی دی.