• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له افغانستان او نورو هېوادونو څخه څه باندې دوه زره پناه غوښتونکي برېتانیا ته ورسېدل

۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د چهارشنبې په ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون څه کم۱۰۰ کسان په یوې کښتۍ کې د برېتانیې سویل ته رسېدلي دي. شمېرې ښیي، چې په تېرو دوه اونیو کې له افغانستان، ایران او سوریې څخه له دوه زرو ډېر پناه غوښتونکي برېتانیا ته راغلي دي.

د مانش کانال په اوږدو کې د هوا ښه والي له پناه غوښتونکو سره مرسته کړې، چې د فرانسې له ساحلونو څخه په خوندي ډول برېتانیا ته ورسېږي او هلته د پناه غوښتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیې لومړي وزیر ریشي سوناک ژمنه کړې چې د پناه غوښتونکو کښتیو د ننوتلو مخه به نیسي.

سره له دې؛ د ۲۰۲۳ میلادي له پیله څه باندې ۱۷ زره پناه غوښتونکي په کښتیو کې برېتانیا ته رسېدلي، که څه هم دا شمېره د تېر کال په پرتله کمه ده.

په ۲۰۲۲ میلادي کال کې نېږدې ۴۶ زره پناه غوښتونکي په کښتیو کې برېتانیا ته رسېدلي وو.

لومړی وزیر سوناک په پارلمان کې د هغه د ګوند د ځینو غړو لخوا برېتانیا ته د نا قانونه پناه غوښتونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو په نه کولو نیوکه کړې ده.

ښاغلي سوناک له فرانسې او ترکیې هېوادونو سره د پناه غوښتونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره جلا - جلا تړونلیکونه لاسلیک کړي او د هغه حکومت دا قانون هم تصویب کړی؛ که څوک په ناقانونه توګه برېتانیا ته راځي روانډا ته به لېږل کیږي.

خو یادو تړونونو برېتانیا ته په ناقانونه توګه د پناه غوښتونکو د ننوتلو په لړۍ ډېره اغېزه نه ده کړې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۴۴ GMT+۱

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر اعلان وکړ، چې افغانستان له بې ساري بشري ناورین سره مخ دی او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه دفتر په راپور کې راغلي، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اروپايي اتحادیې د بشري مرستو د دفتر (ECHO) په وینا؛ په ۲۰۲۳ کال کې له 17 میلیونو څخه زیات خلک د شدیدې لوږې سره مخ دي.

په دغه راپور کې، چې نن چهار شنبه(د زمري ۲۵مه) خپور شو؛ خبرداری ورکړل شوی، چې افغانستان دا مهال له چټک اقتصادي زوال، لوږې، خوارځواکۍ، انفلاسیون او د بېوزلۍ له ډېرېدو سره مخ دی.

په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې بېکاري او بې ثباته انفلاسیون زیات شوی دی.

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر دا هم ويلي، چې د وردګو په جغتو، بهسودو او سيداباد ولسواليو کې کورنۍ له روغتيايي ستونزو سره مخ دي.

ویل کېږي، چې د افغان وګړو روغتیا د خوارځواکۍ او د لازم روغتیايي میکانیزم د نشتوالي له امله له خطر سره مخامخ ده.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړې او ویلي یې دي، چې د دغو مرستو له امله به د ځینو بدو پایلو مخه ونیول شي.

د فرانسې د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیرې افغان مېرمنو ته د ویزو د اسانتیا غوښتنه وکړه

۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د فرانسې د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیرې نجات ولو بلقاسم؛ د دغه هېواد له ولسمشر څخه وغوښتل، چې افغان مېرمنو ته دې د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړې امانویل مکرون څخه وغوښتل، چې په دې برخه کې دې بیړنۍ مرسته وکړي او په ځانګړې توګه هغو میرمنو ته دې ډېر پام وشي چې پاکستان او ایران ته کډوالې شوې دي.

دغه پخوانۍ فرانسوۍ چارواکې، چې اوس مهال د «فرانسه، د کډوالو ځمکه» موسسې مشره ده، په لیبراسیون ورځپاڼه کې د یوې لیکنې په خپرولو سره؛ د طالبانو د واکمني کلیزه په افغانستان کې یو تور تاریخ بللی.

د نوموړې په وینا؛ دا د نړۍ یوه بې ساری شاتګ دی.

نوموړې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو ناوړه زېږند ځای هېواد وباله او د افغان مېرمنو د ملاتړ غوښتنه یې وکړه.

مېرمن بلقاسم دې ته په اشارې سره چې فرانسه به د را روانې ډیسمبر میاشت کې د کډوالو د ملاتړ د نړۍوالې غونډې له جوړوونکو څخه وي، ټینګار وکړ چې دا له تصوره لرې خبر ده، چې د افغان ښځو مساله دې د دې غونډې په لومړیتوبونو کې نه وي.

د فرانسې د کډوالو د ملاټړ د ادارې د مشر په وینا، په اوسنیو شرایطو کې اروپا ته د افغانو ښځو قانوني ننوتلو لپاره د یوې عملي حل لارې په توګه یوازینې لار د ویزې د ورکړې د ځانګړي پلان تطبیقول دي.

تر دې مخکې څه باندې ۳۵۰ فرانسوي شخصیتونو د اپریل په میاشت کې د لومونډ ورځپاڼې له لاریې په فرانسې کې د افغان مېرمنو د قانوني منلو لپاره د بیړنۍ برنامې د جوړولو غوښتنه کړې ده.

هغوی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې، د فرانسې د حکومت مشرانو ته لیکلي، چې دا هېواد د « فمینستي ډیپلوماسۍ د ودې مدافع» دی او باید د افغانو ښځو او نجونو سره د مرستې لپاره له ټولو اړینو امکاناتو کار واخلي.

د افغانستان د فوټبال ښځینه جلاوطنه لوبډلې له فیفا څخه د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې

۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۵ GMT+۱

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلمشره، ۲۱ کلنه فاطمه یوسفي وايي: '' مونږ نه تسليميږو''. هغه وایي: "موږ په افغانستان کې د خپلو خویندو او میندو لپاره لوبېږو. موږ د هغوی غږ یو".

له دوو کلونو را په دې خوا کله چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، افغان مېرمنې له بنسټیزو حقونو؛ لکه له زده کړو، کار او په سپورت کې له ګډونه محرومې شوې دي.

اغلې یوسفي له ای خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: "افغانستان اوس مهال د ښځو لپاره زندان دی".

نوموړې زیاتوي؛ کله چې طالبانو پلازمېنه کابل ونیوه، هغه په دې بریالۍ شوه، چې له خپلې لوبډلې سره یو ځای اسټرالیا ته لاړه شي.

هغې وویل: "زموږ د لوبې کولو مهمه برخه داده، چې خپلو هغو خویندو ته چې په افغانستان کې مبارزه کوي ښکاره کړو چې دوی یوازې نه دي، بلکې موږ ورسره یو".

نوموړې وايي، چې دوی په جلاوطنۍ کې د خپل هېواد استازیتوب نه شي کولی او غواړي چې یو ځل بیا د خپل هېواد په استازیتوب سیالۍ وکړي.

بلخوا د فوټبال نړۍوالې ادارې «فیفا» د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې له رسمیت پېژندنې څخه ډډه کړې ده.

هغه وايي، چې فیفا د دوی له پر له پسې غوښتونو سره - سره هم دوی ته ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې بنسټګره او اوسنۍ مشره وایي، چې د افغانستان د فوټبال فدارسیون د طالبانو په کنټرول کې دی.

هغه له فیفا غواړي، چې د لوبډلې، لوبغاړو، اتحادیې او فیفا له استازو یوه موقته کمېټه جوړه کړي، چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه خپلواکه وي او بیا دې په رسمیت وپېژني.

دوی د یوه غوښتنلیک په لیکلو سره چې تر سل زرو زیات لاسلیکونه پکې شوي له فیفا څخه غوښتې چې اجازه ورکړي یو ځل بیا د افغانستان استازیتوب وکړي.

د پاکستان د ښځو او جونو د زده کړو فعالې ملالۍ یوسفزۍ هم په دې برخه کې خپل ملاتړ له افغان ښځینه فوټبال لوبډلې سره څرګند کړی دی.

د ډېپلوماتیکو ماموریتونو د همغږۍ شورا: طالبانو قصداً مېرمنې له ټولنیزو ازادیو محرومې کړي

۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۱ GMT+۱

د پخواني جمهوري نظام د ډېپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا وايي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو روان وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی.

یادې شورا تېره ورځ (د زمري ۲۳مه) د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسبت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو پر افغان مېرمنو سخت او ځورېدونکي بندیزونه لګولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبانو په قصدي ډول مېرمنې او نجونې له زده کړو او ټولنیزو ازادیو محرومې کړي دي او د دغې ډلې له خوا بشري حقونه په ښکاره ډول تر پښو لاندې کیږي.

د جمهوري نظام د ډېپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې طالبان په رسمیت ونه پېژني او پر دغې ډلې فشارونه لا زیات کړي.

خو بلخوا طالبان بیا له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپېژني او د ټولو ستونزو د حل لار یوازې تعامل دی.

خو نړۍوالې ټولنې له طالبانو سره د خبرو اساسي خنډ د دغې ډلې له خوا پر نجونو او مېرمنو بندیزونه، د ټولګډونه حکومت نه موجودیت او د بشري حقونو تر پښو لاندې کول یاد کړي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله بیا څه موده وړاندې په یوه غږیز پیغام کې ویلي وو، چې نړۍ ورته مشورې ورکوي او دوی د هیچا فرمایش نه مني.

د ډېپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا بیا روانو ستونزو ته د حل یوازینۍ لار ملي ډیالوګ ګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې اونۍ وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د افغانستان د ستونزو یوازینی حل د یوه ملي ډیالوګ جوړېدل ګڼلی و.

د امریکا د هاوايي ایالت په اورلګېدنه کې ۱۰۶ تنه مړه شوي دي

۲۵ زمری ۱۴۰۲ - ۱۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۵۳ GMT+۱

د هاوايي ایالت چارواکي وايي، چې تر دا مهاله یې د ۱۰۶ کسانو جسدونه موندلي دي او ښايي د مړو شمېره له دې څو چنده زیاته شي.

په هاوايي ټاپو کې د اورلګېدنې له امله د وژل شويو کسانو لومړني نومونه يوه اوونۍ وروسته له هغې د چارواکو له خوا خپاره شول، چې په هاوايي ټاپو کې لږ تر لږه ۱۰۶ کسان ووژل شول.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې په دغه اور کې د هاوايي ایالت د لاهاینا تاریخي ښار لویه برخه سوځېدلې ده او د پلټنې او ژغورنې ډله د قربانیانو د جسدونو په لټه ده .

د دغه ایالت والي جوش ګرین امریکايي رسنیو ته ویلي، چې ښايي په راتلونکو لسو وروځو کې د مړو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

نوموړی زیاتوي، چې د مړو د پېژندلو پروسه ستونزمنه ده او د DNA یوې متخصصې ډلې ته اړتیا لري.

د دغه ایالت د والي په خبره، چې د لاهاینا ښار د سوځېدلې سیمې ۳۲ سلنه برخه د پلټنې د سپیو له خوا پلټل شوې او په نورې پلټنې کار روان دی.

بلخوا د هاوايي د مایوي ښار د بېړنیو پېښو ادارې ویلي، چې دغې اورلګېدنې نېږدې ۵.۵۲ میلیارده ډالره زیان اړولی دی.

د راپورنو له مخې؛ دا د امریکا په تېر سل کلن تاریخ کې بې ساری اور دی، چې د هاوايي ایالت ګڼې برخې یې سوځولي او درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.