اروپايي ټولنه: په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر اعلان وکړ، چې افغانستان له بې ساري بشري ناورین سره مخ دی او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر اعلان وکړ، چې افغانستان له بې ساري بشري ناورین سره مخ دی او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دغه دفتر په راپور کې راغلي، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د اروپايي اتحادیې د بشري مرستو د دفتر (ECHO) په وینا؛ په ۲۰۲۳ کال کې له 17 میلیونو څخه زیات خلک د شدیدې لوږې سره مخ دي.
په دغه راپور کې، چې نن چهار شنبه(د زمري ۲۵مه) خپور شو؛ خبرداری ورکړل شوی، چې افغانستان دا مهال له چټک اقتصادي زوال، لوږې، خوارځواکۍ، انفلاسیون او د بېوزلۍ له ډېرېدو سره مخ دی.
په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې بېکاري او بې ثباته انفلاسیون زیات شوی دی.
د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر دا هم ويلي، چې د وردګو په جغتو، بهسودو او سيداباد ولسواليو کې کورنۍ له روغتيايي ستونزو سره مخ دي.
ویل کېږي، چې د افغان وګړو روغتیا د خوارځواکۍ او د لازم روغتیايي میکانیزم د نشتوالي له امله له خطر سره مخامخ ده.
په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړې او ویلي یې دي، چې د دغو مرستو له امله به د ځینو بدو پایلو مخه ونیول شي.