• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: له ایرانه تښتول شوی کس دوه میاشتې په افغانستان کې یرغمل و

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۹ GMT+۱

په ایران کې د جیرفت عمومي او انقلابي څارنوال اعلان وکړ، چې دوه میاشتې وړاندې د کرمان ولایت یو د منځني عمر سړی د انسان تښتونکو لخوا تښتول شوی او افغانستان ته لېږدول شوی دی. افشین صالحي نژاد وايي، تښتول شوی کس له ۶۱ ورځو وروسته خوشې شو.

د ایراني رسنیو د راپونو له مخې ویل کېږي چې:« د منځني عمر لرونکی کس د جیرفت ښار په یوه پارک کې د خپل ماشوم زوی سره د قدم وهلو په حال کې تښتول شوی و، چې د څارنوالۍ او پولیسو له سم دستي هڅو په پایله کې په خوندي ډول خوشې شو.»

له افغانستانه د نوموړي د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم طالبانو په دې اړه کوم نظر څرګند کړی دی.

د جیرفت عمومي څارنوال د چهار شنبې په ورځ (د زمري۲۵مه) وویل، د نوموړي ک‍س د تښتول کېدو د راپور د ترلاسه کولو وروسته د دغه کس د خلاصون لپاره د پولیسو هڅې پیل شوې او د استخباراتي معلوماتو له مخې دا جوته شوه چې تورنو کسانو یاد کس افغانستان ته بیولی و.

د افشین صالحي په وینا، انسان تښتونکي د کرمان ولایت اصلي اوسیدونکي نه وو او د یرغمل شوي کس له کورنۍ څخه یې د پیسو اخیستلو په موخه دغه کس تښتولی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران پخوانی سفیر: یو شمېر سلفي او تکفیري مکتبونه، افغانستان ته د ورتګ په حال کې دي

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۳۲ GMT+۱

په کابل کې د ایران پخوانی سفیر وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ترهګریز او بنسټپالي خوځښتونه فعاله دي، او یو شمېر سلفي او تکفیري مکتبونه هم دغه هېواد ته د ورتګ په حال کې دي. ابوالفضل ظهره‌وند ویلي، افغانستان په یوه خطرناک ناسور بدلیږي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ ( د زمري ۲۶ مه) د ایرنا خبري اژانس سره په خپره شوې مصاحبه کې ویلي، د سیمې په کچه هره ترهګره او افراطي وسله واله ډله په افغانستان کې خپل استازي لري.

ابوالفضل ظهره‌وند په دغې مرکه کې چي پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د دویمې کلیزې په مناسبت تر سره شوې ویلي، هغه څه چې باید تر نظر لاندې وي، د افغانستان په اړه د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد څرګندونې دي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دویم کال په درشل کې د امریکا پخواني استازي له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې د طالبانو له مخالفو مشرانو وغوښتل، چې کابل ته ولاړ شي او له طالبانو سره دې خبرې وکړي.

ابوالفضل ظهره‌وند وایي، زلمی خلیلزاد په ښکاره ډول په افغانستان کې د طالبانو شتون یو سیاسي واقعیت بولي او ان د دغه هېواد له سیاستوالو یې غوښتي، چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي او خپل ژوند ته دوام ورکړي: "دا ټولې څرګندونې په داسې حال کې شوې چې متحده ایالات په رسمي ډول نه غواړي طالبان په رسمیت وپېژني او یوازې نوې سناریوګانې یې په اجنډا کې ځای پر ځای کړې دي."

هغه په دې باور دی، چې امریکا حتی په هره ممکنه طریقه په پاکستان کې د جګړې او کړکېچ د لېږلو په لټه کې ده.

د هغه په وينا، د پاکستان په ګوادر بندر کې د چينايانو په نښه کول، هم هدفي چاره وه.

په کابل کې د ایران پخوانی سفیر په دې باور دی، چې د پاکستان په پوځ کې بېلوالی رامنځ ته شوی او د دغه هېواد استخباراتي اداره له نویو کورنیو او بهرنیو ننګونو سره مخامخ ده. "
د هغه په باور دغه ټولې مسئلې او جګړه د واک لپاره دي، چې امریکا ‌په افغانستان او پاکستان کې پیل کړې دي.

ابوالفضل ظهره‌وند د طالبانو مشروعیت ته په اشارې سره وایي، اوسني وضعیت ته په کتو ممکن په افغانستان کې یو ولسي پاڅون پیل شي، چې له شک پرته به طالبان په ژور کړکېچ کې راونغاړل شي.

د خبریالانو د خوندیتوب ټولنه: طالبانو په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۶۴ خبریالان نېولي

۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۱۴ GMT+۱

د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهیسې لږ تر لږه ۶۴ خبریالان د خپلو کاري فعالیتونو له امله نېول شوي دي. د دغې ټولنې مشران وایي، هره ورځ افغان خبریالان دوی ته د طالبانو له بد چلنده شکایتونه کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب د نړۍ والې ټولنې یوه مشره لیه‌‌یي، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې سره هم مهاله په هغې لیکنه کې چې د نیکي اسیا په ورځپاڼه کې خپره شوې لیکلي، د افغانستان رسنیز چاپېریال چې یو مهال د شور او ځوږ څخه برخمن و د طالبانو له واکمنۍ وروسته د سانسور، بریدونو، خپلسرو نېونو او پر ښځينه خبریالانو تر فشارونو لاندې دی.
مېرمن لیه‌‌یي وایي، د دوو کالو په تېرېدو سره په افغانستان کې د رسنیو له منځه وړلو لړۍ پرته له کوم ځنډه روانه ده.
په تېرو دوو کالو کې د یو شمېر کورنیو رسنیو وېب پاڼې تړل شوې، او د خبریااانو د وهلو، ټکولو او د هغوی د ځورولو رپوټونه ورکړل شوي او دا رنګه د یو شمېر نړیوالو رسنیو فعالبتونه بند شوي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې دغې چارواکې لیکلي، طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډېر ځله د جنسیتي توپير له مخې پر رسنیو بریدونه کړي.
په روانه میاشت کې د ننګرهار په ولایت کې د همېشه بهار په نامه خصوصي ټلویزیون له دط امله وتړل شو، چې هلته ښځينه او نارینه خبریالانو په یوې ښوونیزه غونډه کې برخه لرله.

د خبریالانو د خوندیتوب دغه نړیواله ټولنه وايي، افغانستان ته د بهرنیو خبریالانو د ورتګ پر مهال هغوی ته د ویزو په ورکړه کې هم ستونزې زیاتې شوي.

دا رنګه طالبانو کورني خبریالان اړ کړي، چې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې سره د خپلو نومونو د لیکلو او راجسترولو وروسته د پېژنګلوۍ کارتونه واخلي.

د خبریالانو د خوندیتوب دغه پرېکړې پر خبریالانو د کنټرول او څارنې د وروستي برید کړنې یادې کړې دي.

طالبان د هرې ورځې په تېرېدو سره پر خواله رسنیو هم یو لړ بندیزونه لګولي دي.

دغې ټولنې لیکلي، چې طالبانو سږنی کال داسې تګلارې خپلې کړي چې له مخې یې یوټیوب کانالونه له یو لړ بندیزونو سره مخامخ کړي.

مېرمن لیه‌‌یي دا رنګه په افغانستان کې پر فیسبوک د احتمالي بندیز لګولو په اړه هم اندېښنه ښودلې.

د سره صلیب کمېټه: د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې له ۲۵ روغتونونو سره مرستې بندوو

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۰۳ GMT+۱

د سره صليب نړۍواله کمېټه وايي، چې د اګست تر پايه به په افغانستان کې پر ۲۵ روغتونونو مرستې بندې شي.

د یادې کمېټې ویاند ډېیګو الکانترا د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) وویل، چې د سره صلیب کمېټه د یادو روغتونونو لپاره اړینې مالي سرچینې نه لري نو ځکه مجبور دي، چې پر دغو روغتونونو مرستې بندې کړي.

نوموړي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې وویل:«موږ له وزارتونو، تمویلوونکو او مرستندویه موسسو سره کار ته دوام ورکوو څو په افغانستان کې د روغتونونو د ملاتړ لپاره نورې دوامداره لارې پېدا کړو.»

په تېر اپريل مياشت کې د سره صليب نړۍوالې کمېټې د رييسانو بورډ پرېکړه کړې، چې د نړۍوالو مرستو د کمښت له امله په ځینو سیمو کې بشري مرستې وځنډوي.

دغې کمېټې هغه مهال ویلي وو، چې بورډ د لګښتونو د کمولو په نوم د ادارې له بودیجې څخه ۴۷۵ میلیونه ډالر کم کړي دي.

ویل کیږي چې د سره صلیب له خوا د روغتونونو د ملاتړ له بندېدو وروسته به بدغه روغتونونه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شي.

دوه کاله وړاندې د ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته افغانستان ته د بهرنیو مرستو د استولو لړۍ ودرول شوه.

د جمهوري نظام له ړنګېدا وروسته ناڅاپه مالي ټکان د روغتیا او تعلیم په ګډون حیاتي عامه خدمتونه له خطر سره مخامخ کړل.

په دغه وخت سره صلیب او ځینې مرستندویه سازمانونه د یادو تشو د ډکولو لپاره ګامونه پورته کړ.

په افغانستان کې د سره صليب يوه وياند وويل، دغه سازمان هغه مهال پرېکړه وکړه چې د روغتيايي څارنې د سيستم د ملاتړ مسووليت پر غاړه واخلي.

د سره صلیب کمېټې په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو مسوولیت پر غاړه لاره، چې پر اتو یې له دې وړاندې مرستې بندې شوې وې او ۲۲ نور یې اوس د مالي ملاتړ د کمښت له امله د روانې میاشتې تر پایه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ته سپارل کیږي.

د مرستندویه سازمانونو په وینا، د افغانستان نږدې درې پر څلورمه برخه وګړي اوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازو جرګې ته له افغانستانه د وتلو اسناد وړاندې کړي

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۲ GMT+۱

امریکايي رسنۍ خبر ورکوي، چې د امریکا د استازو د جرګې په غوښتنه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ۳۰۰ صفحې اسناد یادې جرګې ته سپارلي دي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایکل مکال بیا ګواښ کړی، چې که چېرې دا اسناد له پخوانیو سره مطابقت ونه لري نو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن به کانګرس ته د سپکاوي په تور ونیسي.

مسینجر پالېټیکس لیکي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د روانې اونۍ په پیل کې د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له مشر مایکل مکال سره ژمنه کړې وه، چې له افغانستان څخه د وتلو اسناد به وروسپاري.

سرچینه زیاتوي، چې په دغو اسنادو کې به تر ډېره د ۲۰۲۱ کال د وضعیت او له افغانستانه د امریکا د وتلو یاداښتونه شامل وي.

د سرچینې په خبره، چې د بهرنیو چارو وزارت د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته دغه ۳۰۰ صفحې راپور سپارلی دی.

مایک مکال بیا په یوه بیان کې ویلي وو: "زه د بهرنیو چارو د وزیر له ژمنې ستاینه کوم، چې ما ته تفصیلي او منظم راپور چمتو کړي او زه هیله لرم چې هغه په خپلو خبرو کې ریښتینی وي، ځکه وخت رارسېدلی چې موږ خپلو سرتېرو او د هغوی کورنیو ته ځواب ووایو."

مایکل مکال په تېرې جولايي میاشت کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د اسنادو غوښتنه کړې وه او ګواښ یې کړی و؛ که چېرې د بهرنیو چارو وزیر دغه اسناد وړاندې نه کړي؛ نو دا به کانګرس ته د سپکاوي په معنا وي.

دوستم: د امریکا جنګي وسایلو ته نور اړتیا نه شته، خلک ستړي شوي او رهبرۍ ته اړتیا لري

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۳۹ GMT+۱

عبدالرشید دوستم وايي، د طالبانو د ځپلو لپاره امریکايي ټانکونو، توپونو او الوتکو ته اړتیا نه شته. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دویم کال په مناسبت ښاغلي دوستم په یوې خبري غونډه کې وویل، چې خلک له اوسني وضعیت څخه ستړي شوي او یوازې رهبرۍ ته اړتیا لري.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا یو شمېر غړو د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) د افغانستان د جمهوري دولت د ړنګېدو او پر افغانستان د طالبانو د تسلط د دویم کال په مناسبت یوه انلاین غونډه کړې ده.

عبدالرشید دوستم په دې ناسته کې وویل، چې طالبان د ملګرو ملتونو، امریکا او روسیې پلانونو ته رښتیني نه دي.

هغه ټینګار وکړ؛ هغه هېوادونه چې د ملاتړ توان لری، لږ تر لږه دې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا په رسمیت وپېژني.

هغه وویل، چې د مقاومت د شورا غړي له طالبانو سره د جګړې تجربه لري او په مناسب وخت کې به د طالبانو پر ضد اقدامات وکړي.

نوموړي په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا برید ته په اشارې سره وویل، چې په هغه وخت کې هم امریکا د طالبانو د نسکورولو لپاره د شمالي جبهې مشرانو ته مراجعه کړې وه.

عبدالرشید دوستم د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر دی. نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل؛ طالبان به له زور پرته د نړۍوالې ټولنې هېڅ طرحه او وړاندیز ونه مني.

ښاغلي دوستم زیاته کړه، چې طالبان د شریعت تر چتر لاندې خپلو سیاستونو ته دوام ورکوي.

دوستم د طالبانو پر وړاندې د اقدام په اړه وويل؛ د طالبانو مخالف مشران په دې کار کوي؛ کله چې نړۍواله ټولنه او ګاونډي هېوادونه په دې باوري شول چې نور نه شي کولی له طالبانو سره کار وکړي، د مقاومت دغه شورا به د طالبانو پر ضد په اقداماتو پیل وکړي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا بل غړي عطاء محمد نور هم طالبان د امریکا «اصلي غلامان» بللي او ویلي یې دي، چې امریکا د طالبانو د غلامۍ په بدل کې دغې ډلې ته افغانستان «ډالۍ» کړې دی.

ښاغلي نور زیاته کړه، چې امریکا د طالبانو ملاتړ کوي او د طالبانو مخالفینو ته په سیاسي برخو کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

ښاغلي نور د خپلو خبرو په یوه برخه کې دا هم وویل، چې امریکا له یوې خوا غواړي د طالبانو مخالفین سره یو ځای کړي خو له بلې خوا دوی ته په سیاسي برخه کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.