د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازو جرګې ته له افغانستانه د وتلو اسناد وړاندې کړي

امریکايي رسنۍ خبر ورکوي، چې د امریکا د استازو د جرګې په غوښتنه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ۳۰۰ صفحې اسناد یادې جرګې ته سپارلي دي.

امریکايي رسنۍ خبر ورکوي، چې د امریکا د استازو د جرګې په غوښتنه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ۳۰۰ صفحې اسناد یادې جرګې ته سپارلي دي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایکل مکال بیا ګواښ کړی، چې که چېرې دا اسناد له پخوانیو سره مطابقت ونه لري نو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن به کانګرس ته د سپکاوي په تور ونیسي.
مسینجر پالېټیکس لیکي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د روانې اونۍ په پیل کې د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له مشر مایکل مکال سره ژمنه کړې وه، چې له افغانستان څخه د وتلو اسناد به وروسپاري.
سرچینه زیاتوي، چې په دغو اسنادو کې به تر ډېره د ۲۰۲۱ کال د وضعیت او له افغانستانه د امریکا د وتلو یاداښتونه شامل وي.
د سرچینې په خبره، چې د بهرنیو چارو وزارت د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته دغه ۳۰۰ صفحې راپور سپارلی دی.
مایک مکال بیا په یوه بیان کې ویلي وو: "زه د بهرنیو چارو د وزیر له ژمنې ستاینه کوم، چې ما ته تفصیلي او منظم راپور چمتو کړي او زه هیله لرم چې هغه په خپلو خبرو کې ریښتینی وي، ځکه وخت رارسېدلی چې موږ خپلو سرتېرو او د هغوی کورنیو ته ځواب ووایو."
مایکل مکال په تېرې جولايي میاشت کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د اسنادو غوښتنه کړې وه او ګواښ یې کړی و؛ که چېرې د بهرنیو چارو وزیر دغه اسناد وړاندې نه کړي؛ نو دا به کانګرس ته د سپکاوي په معنا وي.


عبدالرشید دوستم وايي، د طالبانو د ځپلو لپاره امریکايي ټانکونو، توپونو او الوتکو ته اړتیا نه شته. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دویم کال په مناسبت ښاغلي دوستم په یوې خبري غونډه کې وویل، چې خلک له اوسني وضعیت څخه ستړي شوي او یوازې رهبرۍ ته اړتیا لري.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا یو شمېر غړو د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) د افغانستان د جمهوري دولت د ړنګېدو او پر افغانستان د طالبانو د تسلط د دویم کال په مناسبت یوه انلاین غونډه کړې ده.
عبدالرشید دوستم په دې ناسته کې وویل، چې طالبان د ملګرو ملتونو، امریکا او روسیې پلانونو ته رښتیني نه دي.
هغه ټینګار وکړ؛ هغه هېوادونه چې د ملاتړ توان لری، لږ تر لږه دې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا په رسمیت وپېژني.
هغه وویل، چې د مقاومت د شورا غړي له طالبانو سره د جګړې تجربه لري او په مناسب وخت کې به د طالبانو پر ضد اقدامات وکړي.
نوموړي په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا برید ته په اشارې سره وویل، چې په هغه وخت کې هم امریکا د طالبانو د نسکورولو لپاره د شمالي جبهې مشرانو ته مراجعه کړې وه.
عبدالرشید دوستم د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر دی. نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل؛ طالبان به له زور پرته د نړۍوالې ټولنې هېڅ طرحه او وړاندیز ونه مني.
ښاغلي دوستم زیاته کړه، چې طالبان د شریعت تر چتر لاندې خپلو سیاستونو ته دوام ورکوي.
دوستم د طالبانو پر وړاندې د اقدام په اړه وويل؛ د طالبانو مخالف مشران په دې کار کوي؛ کله چې نړۍواله ټولنه او ګاونډي هېوادونه په دې باوري شول چې نور نه شي کولی له طالبانو سره کار وکړي، د مقاومت دغه شورا به د طالبانو پر ضد په اقداماتو پیل وکړي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا بل غړي عطاء محمد نور هم طالبان د امریکا «اصلي غلامان» بللي او ویلي یې دي، چې امریکا د طالبانو د غلامۍ په بدل کې دغې ډلې ته افغانستان «ډالۍ» کړې دی.
ښاغلي نور زیاته کړه، چې امریکا د طالبانو ملاتړ کوي او د طالبانو مخالفینو ته په سیاسي برخو کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.
ښاغلي نور د خپلو خبرو په یوه برخه کې دا هم وویل، چې امریکا له یوې خوا غواړي د طالبانو مخالفین سره یو ځای کړي خو له بلې خوا دوی ته په سیاسي برخه کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د نشه یی توکو یوه مخکښ کارپوه نېشنل ورځپاڼې ته ویلي، د کوکنارو پر کښت د طالبانو بندیز اروپا ته د افغان ځوانانو کډوالي ډیره کړې. ډیویډ منسفیلډ وایی، که طالبان دا چلند بدل نه کړي، بریټانیا باید د نشه یي توکو او کډوالو د منلو تر منځ انتخاب وکړي.
ښاغلی منسفیلډ له ۲۵ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ناقانونه اقتصاد په اړه څېړنې کوي. هغه د بریټانیا حکومت ، نړیوال بانک او د المان پراختیایی اداره کې د مشاور په توګه کې کار کړی دی.
د تېر کال په پسرلي کې د طالبانو مشر د کوکنارو پر کرلو بندیز ولګاوه.
ښاغلی منسفیلډ وایی، له دغه امر وروسته سږ کال د افغانستان په ځینو برخو کې د کوکنارو په تولید کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.
هغه وایی، اوس داسې شواهد شته چې افغان ځوانان لا دمخه ایران او ترکیې ته تللی دي او که دا اقدامات د دویم کال لپاره دوام وکړي، ښایی د هغوی شمېر په ډراماټیک ډول لوړ شي.
د ښاغلي منسفیلډ په خبره، په اوسنیو شرایطو کې بزګران، په ځانګړې توګه په ختیځ کې، چې له یو هکتار څخه لږ ځمکه لري او د اپین زیرمې نه لري، د بدیل معیشت په نشتوالي کې د کوکنارو د کرلو له بندیز سره مخ دی.
هغه وویل،مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسیږی، د افغان بزگرانو بدیل دا وو چې خپل بچیان ملی اردو یا هم د ساختماني کارونو لپاره لویو ښارونو ته واستوي.
خو د ښاغلی منسفیلډ په وینا، اوس د کوکنارو د کښت په منع کولو سره، کورنۍ عاید ته اړتیا لري ځکه چې د دوی ځمکه په کافي اندازه ډېره نه ده او دوی مجبور دي چې د کورنۍ یو غړی بهر ته واستوي.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت وروستۍ شمېرې ښیی چې ډیری افغانان اوس کوچنیو کښتیو کې دغه هیواد ته ور اوړي او د پناه غوښتنه کوي.
یوازې د مارچ په میاشت کې له ۸۰۰۰ څخه ډېر افغان کډوال بریټانیا ته رسېدلي دي. د تېر کال په همدې موده کې دغه شمېره ۲۴۶۶ وه.
د افغان کډوالو د شمېر د زیاتوالي په اړه ښاغلی منسفیلډ وویل، د لویدیځو هېوادونو لپاره یو انتخاب شته: "ایا موږ نشه یی توکي غواړو یا تاسو خلک غواړئ؟"
هغه یادونه وکړه، "تاسو نشئ کولی چې دا بهیر بدل کړئ پرته له دې چې په افغانستان کې له طالبانو سره د خپلو اړیکو په ډیپلوماټیکو او مالي برخو کې بدلون راولی.
د پناه غوښتونکو د حقونو کارپوهان او مدافعین په دې باور دي چې که بریټانیا غواړي دغه هېواد ته په کوچنیو کښتیو د کډوالو د تیریدو مخه ونیسي، نو باید له خپلو پولو هاخوا وګوري او د فقر او نړیوالې بې ثباتۍ پراخې ستونزو په حل کې هڅې وکړي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند وايي، چې د طالبانو ټول دیني علماء په دې موافق دي، چې که چېرې ښځې په عام محضر کې خپل مخونه ښکاره کړي او سړي یې وویني نو بې ارزښته کیږي.
اسوشیتډ پریس خبري اژانس؛ د دغه وزارت د ویاند محمد صادق عاکف په حواله وايي، چې که چېرې په عامه ځایونو کې د ښځو مخونه ښکاره شي نو د فتنې د رامنځته کېدا او په ګناه د اخته کېدو امکان ډېریږي.
عاکف زیاتوي: “په لویو ښارونو کې د بې حجابه مېرمنو ګرځېدل ډېر بد عمل دی او موږ ټول په دې موافق یو، چې الله ج باحجابه ښځو ته په عزت ګوري”.
د نوموړي په خبره، چې د افغانستان خلکو اسلامي نظام غوښت او طالبان ټول هغه قواعد چې په اسلام کې وضع شوي پر افغانانو تطبیقوي.
عاکف زیاتوي، چې دوی په افغانستان کې بچه بازي او د نڅاګرۍ د پروګرامونو مخه هم نیولې ده.
نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د طالبانو په لیکو کې د بچه بازۍ راپورونه له بل هر وخت زیات شوي او د دغې ډلې په لیکو کې د کم عمره ماشومانو موجودیت د طالبانو یو شمېر چارواکي هم تاییدوي.
د امربالمعروف وزارت ویاند وايي، چې ښځې هغو ځایونو ته تللی شي په کوم ځای کې چې نارینه نه وي.
نوموړي زیاته کړه: “ښځې کولی شي چې پارک ته لاړې شي؛ خو که چېرې په پارک کې سړي وي بیا پارک ته د تګ اجازه نه لري”.
د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو په پوره کېدو سره ګڼو نړۍوالو سازمانونو طالبان د ښځو پر وړاندې په خشن برخورد تورن کړل او ویلي یې دي، چې طالبان په افغانستان کې په قصدي ډول ښځې له ټولنیز ژوند څخه محروموي.
تېره ورځ د برېتانيا پخواني لومړي وزير ګورډن براون ویلي، چې د طالبانو عقاید باید د نظر اختلاف ونه ګڼل شي او د بېلابېلو مسايلو په اړه باید د دغې ډلې مذهبي نظرونه تر پوښتنې لاندې راشي.
نوموړي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې کندهار ته يو پلاوى ولېږي او طالبانو ته قناعت ورکړي.
براون چې د زده کړو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازی دی، د زمري میاشتې په نوولسمې نېټې یې ویلي وو، چې له ښځو سره د طالبانو چلند «د بشریت ضد جنایت» دی.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په افغانستان کې د اوبو او روغتیا ساتنې د ناورین په اړه خبرداری ورکړی. دغه سازمان ویلي چې شاوخوا ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخلي، حمام او مینځلو لپاره کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.
یاد سازمان وايي، د افغانستان لپاره وخت په ختمېدو دی.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) په ایکس (پخوانۍ ټویټر) کې لیکلي، چې افغانستان په نړۍ کې «تر ټولو لوی او سخت» بشري ناورین لري.
دغه سازمان د خپلو مرستو د کمښت او د میلیونونو افغانانو لپاره د نړۍوالې ټولنې دوامداره مرستو ته هم اشاره کړې ده.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي؛ تېر کال هم د غوښتل شویو مرستو یو پر درېیمه برخه ورکړل شوې، چې له مخې یې ۱،۳۲ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې وېشل شوې دي.
دغه سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې د اوبو د ناورین په اړه خبرې کوي، چې په دې وروستیو کې رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې په افغانستان کې وچکالي د بشري ناورین د ژورېدو لامل بللی دی.
رویټرز راپور ورکړی، چې په افغانستان کې روانه وچکالي د کروندګرو او د خلکو د خوړو خوندیتوب ته زیان رسوي او بشري ناورین لا پسې ژوروي.
د هوا د کیفیت د نړۍوال شاخص له مخې افغانستان د نړۍ شپږم هېواد دی، چې د اقلیم د بدلون له ګواښونو سره مخامخ دی.

یوناما له طالب چارواکو غوښتي چې نړۍوال بشري حقونه دې رعایت او د بیان ازادۍ ته دې درناوی وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی «یوناما» نن پنجشنبه (د زمري ۲۶مه ) پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي؛ په تېرو لسو ورځو کې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د رسنیو کارکوونکي نیول شوي دي. یوناما د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د زده کړو فعال مطیع الله ویسا یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دواړه د طالب چارواکو لخوا د کال په پیل کې نیول شوي او لا تر اوسه په بند کې دي.
یوناما زیاته کړې؛ طالبان دې نړۍوال بشري حقونه رعایت او د بیان ازادۍ ته دې درناوی وکړي. او ټولو هغو کسانو ته چې د دوی په بند کې دي، اجازه ورکړي چې له خپلو کورنیو سره وګوري، د ځان لپاره مدافع وکیل ونیسي او د هغو تورونو په اړه پوه شي چې پر دوی لګېدلي دي.
د بې پولې خبریالانو بنسټ (ار ایس ایف) پرون ویلي وو چې په تېرو لسو ورځو کې په افغانستان کې نهه خبریالان نیول شوي دي.
د دې بنسټ د معلوماتو له مخې، پروېز څرګند، عطا الله عمر، وحید رحمان افغانمل، شمس الله عمري، سید وحدت الله ابدالي، فقیر محمد فقیرزی، حسیب حساس، حبیب سراب او جان اغا صالح، په تېرو لسو ورځو کې د طالبانو لخوا نیول شوي چې له دې شمېر څخه یوازې وحید رحمان په بند کې نه دی.