• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نېشنل ورځپاڼه: د نشه یي توکو د کښت د مخنیوي له امله افغان ځوانانو کډوالۍ ته مخه کړې

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د نشه یی توکو یوه مخکښ کارپوه نېشنل ورځپاڼې ته ویلي، د کوکنارو پر کښت د طالبانو بندیز اروپا ته د افغان ځوانانو کډوالي ډیره کړې. ډیویډ منسفیلډ وایی، که طالبان دا چلند بدل نه کړي، بریټانیا باید د نشه یي توکو او کډوالو د منلو تر منځ انتخاب وکړي.

ښاغلی منسفیلډ له ۲۵ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ناقانونه اقتصاد په اړه څېړنې کوي. هغه د بریټانیا حکومت ، نړیوال بانک او د المان پراختیایی اداره کې د مشاور په توګه کې کار کړی دی.

د تېر کال په پسرلي کې د طالبانو مشر د کوکنارو پر کرلو بندیز ولګاوه.

ښاغلی منسفیلډ وایی، له دغه امر وروسته سږ کال د افغانستان په ځینو برخو کې د کوکنارو په تولید کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.

هغه وایی، اوس داسې شواهد شته چې افغان ځوانان لا دمخه ایران او ترکیې ته تللی دي او که دا اقدامات د دویم کال لپاره دوام وکړي، ښایی د هغوی شمېر په ډراماټیک ډول لوړ شي.

د ښاغلي منسفیلډ په خبره، په اوسنیو شرایطو کې بزګران، په ځانګړې توګه په ختیځ کې، چې له یو هکتار څخه لږ ځمکه لري او د اپین زیرمې نه لري، د بدیل معیشت په نشتوالي کې د کوکنارو د کرلو له بندیز سره مخ دی.

هغه وویل،مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسیږی، د افغان بزگرانو بدیل دا وو چې خپل بچیان ملی اردو یا هم د ساختماني کارونو لپاره لویو ښارونو ته واستوي.

خو د ښاغلی منسفیلډ په وینا، اوس د کوکنارو د کښت په منع کولو سره، کورنۍ عاید ته اړتیا لري ځکه چې د دوی ځمکه په کافي اندازه ډېره نه ده او دوی مجبور دي چې د کورنۍ یو غړی بهر ته واستوي.

د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت وروستۍ شمېرې ښیی چې ډیری افغانان اوس کوچنیو کښتیو کې دغه هیواد ته ور اوړي او د پناه غوښتنه کوي.

یوازې د مارچ په میاشت کې له ۸۰۰۰ څخه ډېر افغان کډوال بریټانیا ته رسېدلي دي. د تېر کال په همدې موده کې دغه شمېره ۲۴۶۶ وه.

د افغان کډوالو د شمېر د زیاتوالي په اړه ښاغلی منسفیلډ وویل، د لویدیځو هېوادونو لپاره یو انتخاب شته: "ایا موږ نشه یی توکي غواړو یا تاسو خلک غواړئ؟"

هغه یادونه وکړه، "تاسو نشئ کولی چې دا بهیر بدل کړئ پرته له دې چې په افغانستان کې له طالبانو سره د خپلو اړیکو په ډیپلوماټیکو او مالي برخو کې بدلون راولی.

د پناه غوښتونکو د حقونو کارپوهان او مدافعین په دې باور دي چې که بریټانیا غواړي دغه هېواد ته په کوچنیو کښتیو د کډوالو د تیریدو مخه ونیسي، نو باید له خپلو پولو هاخوا وګوري او د فقر او نړیوالې بې ثباتۍ پراخې ستونزو په حل کې هڅې وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امربالمعروف وزارت: که ښځې مخونه ښکاره کړي بې ارزښته کیږي

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند وايي، چې د طالبانو ټول دیني علماء په دې موافق دي، چې که چېرې ښځې په عام محضر کې خپل مخونه ښکاره کړي او سړي یې وویني نو بې ارزښته کیږي.

اسوشیتډ پریس خبري اژانس؛ د دغه وزارت د ویاند محمد صادق عاکف په حواله وايي، چې که چېرې په عامه ځایونو کې د ښځو مخونه ښکاره شي نو د فتنې د رامنځته کېدا او په ګناه د اخته کېدو امکان ډېریږي.

عاکف زیاتوي: “په لویو ښارونو کې د بې حجابه مېرمنو ګرځېدل ډېر بد عمل دی او موږ ټول په دې موافق یو، چې الله ج باحجابه ښځو ته په عزت ګوري”.

د نوموړي په خبره، چې د افغانستان خلکو اسلامي نظام غوښت او طالبان ټول هغه قواعد چې په اسلام کې وضع شوي پر افغانانو تطبیقوي.

عاکف زیاتوي، چې دوی په افغانستان کې بچه بازي او د نڅاګرۍ د پروګرامونو مخه هم نیولې ده.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د طالبانو په لیکو کې د بچه بازۍ راپورونه له بل هر وخت زیات شوي او د دغې ډلې په لیکو کې د کم عمره ماشومانو موجودیت د طالبانو یو شمېر چارواکي هم تاییدوي.

د امربالمعروف وزارت ویاند وايي، چې ښځې هغو ځایونو ته تللی شي په کوم ځای کې چې نارینه نه وي.

نوموړي زیاته کړه: “ښځې کولی شي چې پارک ته لاړې شي؛ خو که چېرې په پارک کې سړي وي بیا پارک ته د تګ اجازه نه لري”.

د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو په پوره کېدو سره ګڼو نړۍوالو سازمانونو طالبان د ښځو پر وړاندې په خشن برخورد تورن کړل او ویلي یې دي، چې طالبان په افغانستان کې په قصدي ډول ښځې له ټولنیز ژوند څخه محروموي.

تېره ورځ د برېتانيا پخواني لومړي وزير ګورډن براون ویلي، چې د طالبانو عقاید باید د نظر اختلاف ونه ګڼل شي او د بېلابېلو مسايلو په اړه باید د دغې ډلې مذهبي نظرونه تر پوښتنې لاندې راشي.

نوموړي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې کندهار ته يو پلاوى ولېږي او طالبانو ته قناعت ورکړي.

براون چې د زده کړو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازی دی، د زمري میاشتې په نوولسمې نېټې یې ویلي وو، چې له ښځو سره د طالبانو چلند «د بشریت ضد جنایت» دی.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: نېږدې ۷۹ سلنه افغانان کافي اوبو ته لاسرسی نه لري

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په افغانستان کې د اوبو او روغتیا ساتنې د ناورین په اړه خبرداری ورکړی. دغه سازمان ویلي چې شاوخوا ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخلي، حمام او مینځلو لپاره کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.

یاد سازمان وايي، د افغانستان لپاره وخت په ختمېدو دی.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) په ایکس (پخوانۍ ټویټر) کې لیکلي، چې افغانستان په نړۍ کې «تر ټولو لوی او سخت» بشري ناورین لري.

دغه سازمان د خپلو مرستو د کمښت او د میلیونونو افغانانو لپاره د نړۍوالې ټولنې دوامداره مرستو ته هم اشاره کړې ده.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي؛ تېر کال هم د غوښتل شویو مرستو یو پر درېیمه برخه ورکړل شوې، چې له مخې یې ۱،۳۲ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې وېشل شوې دي.

دغه سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې د اوبو د ناورین په اړه خبرې کوي، چې په دې وروستیو کې رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې په افغانستان کې وچکالي د بشري ناورین د ژورېدو لامل بللی دی.
رویټرز راپور ورکړی، چې په افغانستان کې روانه وچکالي د کروندګرو او د خلکو د خوړو خوندیتوب ته زیان رسوي او بشري ناورین لا پسې ژوروي.

د هوا د کیفیت د نړۍوال شاخص له مخې افغانستان د نړۍ شپږم هېواد دی، چې د اقلیم د بدلون له ګواښونو سره مخامخ دی.

یوناما د خبریالانو په نیولو غبرګون ښودلی

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۰۶ GMT+۱

یوناما له طالب چارواکو غوښتي چې نړۍوال بشري حقونه دې رعایت او د بیان ازادۍ ته دې درناوی وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی «یوناما» نن پنجشنبه (د زمري ۲۶مه ) پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي؛ په تېرو لسو ورځو کې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د رسنیو کارکوونکي نیول شوي دي. یوناما د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د زده کړو فعال مطیع الله ویسا یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دواړه د طالب چارواکو لخوا د کال په پیل کې نیول شوي او لا تر اوسه په بند کې دي.

یوناما زیاته کړې؛ طالبان دې نړۍوال بشري حقونه رعایت او د بیان ازادۍ ته دې درناوی وکړي. او ټولو هغو کسانو ته چې د دوی په بند کې دي، اجازه ورکړي چې له خپلو کورنیو سره وګوري، د ځان لپاره مدافع وکیل ونیسي او د هغو تورونو په اړه پوه شي چې پر دوی لګېدلي دي.

د بې پولې خبریالانو بنسټ (ار ایس ایف) پرون ویلي وو چې په تېرو لسو ورځو کې په افغانستان کې نهه خبریالان نیول شوي دي.

د دې بنسټ د معلوماتو له مخې، پروېز څرګند، عطا الله عمر، وحید رحمان افغانمل، شمس الله عمري، سید وحدت الله ابدالي، فقیر محمد فقیرزی، حسیب حساس، حبیب سراب او جان اغا صالح، په تېرو لسو ورځو کې د طالبانو لخوا نیول شوي چې له دې شمېر څخه یوازې وحید رحمان په بند کې نه دی.

جان بولټن: د افغانستان د جمهوري دولت له حضور پرته له طالبانو سره مذاکرات کول تېروتنه وه

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۱

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له حضور پرته له طالبانو سره د امریکا خبرې یوه لویه تېروتنه وه او یادې ډلې په تېرو دوو کلونو کې له دوی سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

نوموړي نن پنجشنبه (د زمري ۲۶مه) له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکې کې ویلي، چې افغانستان ته د طالبانو په ورتګ سره ګڼې ترهګرې ډلې بېرته افغانستان ته ستنې شوي او خلک ګواښي.

د بولټن په خبره، طالبانو د پخواني حکومت او د ناټو د همکارانو پر ضد ځینې افراطي اقدامات کړي او دغې ډلې هېڅ تغیر نه دی کړی.

نوموی زیاتوي، چې یاده ډله د ۲۰۰۱ کال په څېر هماغسې خشنه او افراطي ده.

دی وايي: “طالبان په زور واک ته رسېدلي دي او ټوله نړۍ باید متوجې وي”.

نوموړی له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل یوه تېروتنه بولي او زیاتوي چې طالبان په مذاکراتو باور نه لري.

د بولټن په خبره، چې د امریکا د ۲۰۲۴ ټاکنو وروسته ښايي د طالبانو په اړه د امریکا په نظر کې بدلون راشي.

بولټن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني استازي خلیلزاد خبرو ته په اشارې وايي، چې طالبان په افغانستان کې خپل سیاسي مخالفین نه شي زغملی او دوی نه غواړي چې له نورو افغاني لوریو سره ایتلاف وکړي.

د هغه په خبره، چې دا مهال په افغانستان کې بېړني حالت دي، امریکا او نړۍواله ټولنه باید جدي پاملرنه وکړي، چې په افغانستان کې څه روان دي او د چین نفوذ څومره په زیاتېدو دی.

نوموړی زیاتوي، چې طالبانو افغان مېرمنې له ټولنیز ژوند څخه محرومې کړي دي او د خپلې لومړۍ واکمنۍ څخه یې ډېر افراطي اقدامات کړي دي.

دی له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو په اړه اندېښنه لري او زیاتوي، چې یادې مرستې اړمنو خلکو ته نه رسیږي او داسې راپورونه شته چې له دغو مرستو طالبان ګټه پورته کوي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني دوه کلنه شوې او تېره اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي وو، چې افغان جهادي رهبران او سیاستوال دې بېرته افغانستان ته ستانه شي او امریکا نور نه شي کولی چې د دوی لپاره جګړه وکړي.

سرچینه: طالبانو د ملي تلویزیون د ارزیابۍ مشر په اعلان کې د ښځینه انځور د نشر له امله نیولی

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۱۸ GMT+۱

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو د استخباراتو ادارې د پنجشنبې په ورځ د ملي تلویزیون د ارزیابۍ مشر د کرېکټ لوبو په یوه اعلان کې د ښځینه انځورونو د نشرېدو له امله نیولی.

د سرچینې په خبره، د ملي تلویزیون د ارزیابۍ امر ضیاالحق د دې ټلویزیون پخوانی کارمند دی او د طالبانو حاکمیت کې یې هم خپلې دندې ته ادامه ورکړې وه.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړي ته د ملي راډیو تلویزون په دروازه کې د استخباراتو له خوا پرسر توره بوجۍ ور اغوستل شوې او په خشن انداز نیول شوی دی.

دغه سرچینه وايي طالبانو د ملي تلویزیون خبري څانګې ته هم په دې پلمه ګواښ کړی چې یوه ژوندۍ خبري ناسته کې یې د یوې مېرمنې لوڅ مخ خبرې خپرې کړې وې.

د سرچینې په خبره، دا کار د استخباراتو لخوا د توند غبرګون سره مخ شوی او د ځینو مسوولینو د نیولو خبرداری یې ورکړی دی.

د طالبانو د ملي رادیو تلویزیون مسوولانو په دې تړاو زموږ پوښتنې ته ځواب را نه کړ.

د ښځینه انځور د خپرولو له امله د ملي تلویزیون د یوه مسوول نیول په داسې مهال دي، چې دې وروستیو کې طالبانو د خپلواکو رسنیو خبریالان هم نیولي دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان په خبره، په تېرو لسو ورځو کې طالبانو په ننګرهار، کندهار، کندز، پکتیا او نورو ولایتونو کې نهه خبریالان نیولي دی.