د هغه په وينا، له دې پروژې سره به هېوادوالو ته د پانګونې او کار زمينه برابره شي.
دغه پروژه د کابل په شمال ختيځ او په ده سبز ولسوالۍ کې موقعيت لري، چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال طرحه شوې وه، خو د ستونزو له امله د دې سترې پروژې کار نه و پيل شوی. د ځمکې اخیستل او استملاک د دې پروژې له یوېستونزو څخه وه.
د ملا برادر مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د نوي کابل پروژه د اوسني کابل ښار په پرتله یو نیم چنده لویه ده، چې په ۳۷۰ زره جریبه ځمکه کې په څلورو پړاوونو کې طرحه شوې ده.
طالبانو دغه پروژه په څو برخو ویشلې چې طالب چارواکو یې د پنجشنبې په ورځ دویمه برخه پرانیسته.
د ملا برادر دفتر وايي، د دې پروژې دویم پارسل په ۷۴۰ جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی دی.
د افغانستان د پخواني حکومت کابینې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د نوي کابل د پروژې پلان تصویب کړ. نوی کابل چې د درې ملیونو خلکو لپاره جوړ شوی و، په ډیزاین یې شاوخوا شپیته میلیونه ډالره لګښت راغلی.
عبدالسلام حنفي، ملا برادر، د طالبانو د لومړي وزیر مرستیالان، امیرخان متقي، ندا محمد ندیم، دین محمد حنیف، د بهرنیو چارو، د لوړو زده کړو او سوداګرۍ وزیران او همدارنګه په کابل کې د طالبانو والي او د طالبانو د چارو ادارې مشر د دغې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې کډون کړی وو.
ملا برادر په دې مراسمو کې وویل، چې د نوي کابل پروژه به ټولې عصري اسانتیاوې له ځان سره ولري.
د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سیمه ییزو او نړۍوال پانګوال په افغانستان کې د پانګونې لپاره راوبلل.هغه زياته کړه، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به تر ډېره بریده ترافيکي او چاپېريالي ستونزې هوارې شي.
د باختراژانس دخبر له مخې، دوسله والو طالبانو تر واکمنۍ لاندې دنوي کابل دپروژې ماسټر پلان به په دوو پنځلس کلنو مرحلو کې عملي شي، چې په لومړي پړاو کې به یونیم میلیون کسانو ته ۲۵۰ زره استوګنځي د تجارتي، کرهنیز، تفریحي او صنعتي سیمو په ګډون جوړ شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دې پروژې د پرانستې په مراسمو کې وویل، «دا څرګنده ده چې په سیاسي په ځانګړۍ توګه د رسمیت پیژندې برخې کې ستونزې شته، خو اسلامي امارت په نورو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی».