• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جان بولټن: د افغانستان د جمهوري دولت له حضور پرته له طالبانو سره مذاکرات کول تېروتنه وه

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ زمری ۱۴۰۲ - ۱۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۴۳ GMT+۱

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له حضور پرته له طالبانو سره د امریکا خبرې یوه لویه تېروتنه وه او یادې ډلې په تېرو دوو کلونو کې له دوی سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

نوموړي نن پنجشنبه (د زمري ۲۶مه) له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکې کې ویلي، چې افغانستان ته د طالبانو په ورتګ سره ګڼې ترهګرې ډلې بېرته افغانستان ته ستنې شوي او خلک ګواښي.

د بولټن په خبره، طالبانو د پخواني حکومت او د ناټو د همکارانو پر ضد ځینې افراطي اقدامات کړي او دغې ډلې هېڅ تغیر نه دی کړی.

نوموی زیاتوي، چې یاده ډله د ۲۰۰۱ کال په څېر هماغسې خشنه او افراطي ده.

دی وايي: “طالبان په زور واک ته رسېدلي دي او ټوله نړۍ باید متوجې وي”.

نوموړی له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل یوه تېروتنه بولي او زیاتوي چې طالبان په مذاکراتو باور نه لري.

د بولټن په خبره، چې د امریکا د ۲۰۲۴ ټاکنو وروسته ښايي د طالبانو په اړه د امریکا په نظر کې بدلون راشي.

بولټن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني استازي خلیلزاد خبرو ته په اشارې وايي، چې طالبان په افغانستان کې خپل سیاسي مخالفین نه شي زغملی او دوی نه غواړي چې له نورو افغاني لوریو سره ایتلاف وکړي.

د هغه په خبره، چې دا مهال په افغانستان کې بېړني حالت دي، امریکا او نړۍواله ټولنه باید جدي پاملرنه وکړي، چې په افغانستان کې څه روان دي او د چین نفوذ څومره په زیاتېدو دی.

نوموړی زیاتوي، چې طالبانو افغان مېرمنې له ټولنیز ژوند څخه محرومې کړي دي او د خپلې لومړۍ واکمنۍ څخه یې ډېر افراطي اقدامات کړي دي.

دی له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو په اړه اندېښنه لري او زیاتوي، چې یادې مرستې اړمنو خلکو ته نه رسیږي او داسې راپورونه شته چې له دغو مرستو طالبان ګټه پورته کوي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني دوه کلنه شوې او تېره اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي وو، چې افغان جهادي رهبران او سیاستوال دې بېرته افغانستان ته ستانه شي او امریکا نور نه شي کولی چې د دوی لپاره جګړه وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سرچینه: طالبانو د ملي تلویزیون د ارزیابۍ مشر په اعلان کې د ښځینه انځور د نشر له امله نیولی

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۱۸ GMT+۱

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو د استخباراتو ادارې د پنجشنبې په ورځ د ملي تلویزیون د ارزیابۍ مشر د کرېکټ لوبو په یوه اعلان کې د ښځینه انځورونو د نشرېدو له امله نیولی.

د سرچینې په خبره، د ملي تلویزیون د ارزیابۍ امر ضیاالحق د دې ټلویزیون پخوانی کارمند دی او د طالبانو حاکمیت کې یې هم خپلې دندې ته ادامه ورکړې وه.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړي ته د ملي راډیو تلویزون په دروازه کې د استخباراتو له خوا پرسر توره بوجۍ ور اغوستل شوې او په خشن انداز نیول شوی دی.

دغه سرچینه وايي طالبانو د ملي تلویزیون خبري څانګې ته هم په دې پلمه ګواښ کړی چې یوه ژوندۍ خبري ناسته کې یې د یوې مېرمنې لوڅ مخ خبرې خپرې کړې وې.

د سرچینې په خبره، دا کار د استخباراتو لخوا د توند غبرګون سره مخ شوی او د ځینو مسوولینو د نیولو خبرداری یې ورکړی دی.

د طالبانو د ملي رادیو تلویزیون مسوولانو په دې تړاو زموږ پوښتنې ته ځواب را نه کړ.

د ښځینه انځور د خپرولو له امله د ملي تلویزیون د یوه مسوول نیول په داسې مهال دي، چې دې وروستیو کې طالبانو د خپلواکو رسنیو خبریالان هم نیولي دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان په خبره، په تېرو لسو ورځو کې طالبانو په ننګرهار، کندهار، کندز، پکتیا او نورو ولایتونو کې نهه خبریالان نیولي دی.

د طالبانو لوړ پوړو چارواکو د نوي کابل د پروژې د عملي کار پرانیسته وکړه

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۴ GMT+۱

د طالبانو یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د پنجشنبې په ورځ د نوي کابل پروژه چې د افغانستان د پخوانیو حکومتونو ه خوا طرحه شوې وه، پرانیسته. د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا برادر ویلي، چې د نوي کابل پروژه به د طالبانو او خصوصي سکتور په ګډون پلې شي.

د هغه په ​​وينا، له دې پروژې سره به هېوادوالو ته د پانګونې او کار زمينه برابره شي.

دغه پروژه د کابل په شمال ختيځ او په ده سبز ولسوالۍ کې موقعيت لري، چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال طرحه شوې وه، خو د ستونزو له امله د دې سترې پروژې کار نه و پيل شوی. د ځمکې اخیستل او استملاک د دې پروژې له یوېستونزو څخه وه.

د ملا برادر مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د نوي کابل پروژه د اوسني کابل ښار په پرتله یو نیم چنده لویه ده، چې په ۳۷۰ زره جریبه ځمکه کې په څلورو پړاوونو کې طرحه شوې ده.

طالبانو دغه پروژه په څو برخو ویشلې چې طالب چارواکو یې د پنجشنبې په ورځ دویمه برخه پرانیسته.

د ملا برادر دفتر وايي، د دې پروژې دویم پارسل په ۷۴۰ جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی دی.

د افغانستان د پخواني حکومت کابینې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د نوي کابل د پروژې پلان تصویب کړ. نوی کابل چې د درې ملیونو خلکو لپاره جوړ شوی و، په ډیزاین یې شاوخوا شپیته میلیونه ډالره لګښت راغلی.

عبدالسلام حنفي، ملا برادر، د طالبانو د لومړي وزیر مرستیالان، امیرخان متقي، ندا محمد ندیم، دین محمد حنیف، د بهرنیو چارو، د لوړو زده کړو او سوداګرۍ وزیران او همدارنګه په کابل کې د طالبانو والي او د طالبانو د چارو ادارې مشر د دغې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې کډون کړی وو.

ملا برادر په دې مراسمو کې وویل، چې د نوي کابل پروژه به ټولې عصري اسانتیاوې له ځان سره ولري.

د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سیمه ییزو او نړۍوال پانګوال په افغانستان کې د پانګونې لپاره راوبلل.هغه زياته کړه، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به تر ډېره بریده ترافيکي او چاپېريالي ستونزې هوارې شي.

د باختراژانس دخبر له مخې، دوسله والو طالبانو تر واکمنۍ لاندې دنوي کابل دپروژې ماسټر پلان به په دوو پنځلس کلنو مرحلو کې عملي شي، چې په لومړي پړاو کې به یونیم میلیون کسانو ته ۲۵۰ زره استوګنځي د تجارتي، کرهنیز، تفریحي او صنعتي سیمو په ګډون جوړ شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دې پروژې د پرانستې په مراسمو کې وویل، «دا څرګنده ده چې په سیاسي په ځانګړۍ توګه د رسمیت پیژندې برخې کې ستونزې شته، خو اسلامي امارت په نورو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی».

د شانګهای همکارۍ سازمان د پراختیا مشر: په افغانستان کې سیاسي بې ثباتي ډېره زیاته ده

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د شانګهای همکارۍ سازمان د پراختیا او د ایروایشیا د یوځایولو برخې مشر وایي، په افغانسان کې سیاسي بې ثباتي ډېره زیاته ده او له دغه هېواد نورو ته بالقوه خطر متوجه دی.

نوموړي د سپوتنیک خبري اژانس له تاجکستان برخې سره مرکه کې ویلي، چین هم د تاجکستان له پوله ساتو ځواکونو سره مرسته کوي، چې د سرحدونو په کنټرول سره خپل ټیکاو وساتي.

ولادیمیر اوسیف چې د خپلواکو همګټو هېوادونو پوځي څېړونکی هم دی وايي، روسیه او چین هم د خپلو پولو امنیت څاري او هم د تاجکستان د پولو په امنیت ټینګولو کې لویه ونډه لري.

د هغه په خبره، له افغانستان ډېره اندازه نشه يي توکي تاجکستان ته قاچاق کېږي.

نوموړي دا هم وویل، چې طالبان د نشه يي توکو له قاچاق سره مبارزه نه کوي.

د تاجکستان ولسمشر امان علي رحمان د دغه هېواد د پولو د امنیت ټینګولو لپاره تېره سې شنبه له افغانستان سره پر پوله څو نوې پوستې پرانیستې.

د اوچا مشر ډینیل انډریس: افغانان له شدیدې لوږې او ناروغیو سره مخ دي

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مشر ډینیل انډریس وايي، چې سږ کال ۲۹.۲ میلیونه افغانان یوازې د ژوندي پاتې کېدو په موخه بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا نن پنجشنبه (د زمري ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې ادارې د مشر ډینیل انډریس په حواله؛ په افغانستان کې د بشري مرستو په رسولو کې د دوی د ښځینه همکارانو له هڅو ستاینه کړې او خواشیني یې څرګنده کړې ده، چې د ښځینه همکارانو د کار بندیز له امله یې د مرستو بهیر یو څه ټکنی شوی دی.

نوموړی وايي: “دا ټولو ته جوته ده، چې ښځینه کارکوونکي په نړۍواله کچه په مرستو رسولو کې مهم رول لري”.

ډینیل انډریس زیاتوي؛ په تېرو دوو کلونو کې په پراخه کچه د بشري مرستو د رسېدو له امله ګڼ افغانان ژوندي پاتې دي او که چېرې دوی مرستې نه وی رسولې ښايي یو لوی ناورین رامنځته شوی وی.

د هغه په خبره، چې د مرسته کوونکو د تمویل د بې ساري کمښت له امله د افغانانو د ژوند ژغورنې پروګرامونه په بې ساري او چټکه توګه بند شوي او دوی د می په میاشت کې یوازې له پنځو میلیونو اړمنو افغانانو سره مرسته کړې.

د اوچا مشر روغتیايي ستونزو ته په اشارې وايي، چې تر دا مهاله له ۲۶۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې له امله یې نېږدې دوه میلیونه وګړو روغتیايي خدمات له لاسه ورکړي دي.

انډریس خبرداری ورکوي، چې لېرې نه ده چې یو شمېر نور د بشري مرستو پروګرامونه هم وځنډول شي.

اعلامیه د اوچا د مشر په حواله زیاتوي، چې په روان کال کې ۲۹.۲ میلیونه افغانان یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري، چې دا شمېره په تېرو پنځو کلونو کې ۴۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړی وايي: “ د بشردوستانه غبرګون پلان لپاره یوازې ۲۵ سلنه تمویل ترلاسه شوی دی او د ۱.۳ میلیارده ډالرو له جدي کمښت سره مخ دی، هغه څه چې د ژمي په رارسېدو سره زیانمنې افغانې کورنۍ به له شدیدې لوږې، ناروغیو او حتا د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي”.

نوموړی په افغانستان کې د یوه سخت بشري ناورین د رامنځته کېدو وړاندوینه کوي او وايي چې د افغانانو د ژوندي پاتې کېدو یوازینۍ هیله بشري مرستې دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو چارواکو، بشر حقونو چارواکو او ګڼو نورو نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې د روان بشري وضعیت او د خوړو پر کمښت اندېښنه څرګنده کړې وه.

په ډرون برید کې د پاکستاني طالبانو د مخکښ مشر اسد اپریدي د ژوبلېدو ضد او نقیض راپورونه

۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۹ GMT+۱

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وويل تېره شبه ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار د لالپورې ولسوالۍ په راماتي نوم سیمه کې د پاکستان په ډرون برید کې د پاکستاني طالبانو یو مخکښ مشر اسد اپریدی ټپي شوی او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي. تر اوسه پاکستاني طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

د طالبانو ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند نن پنچشنبي ( اسد ۲۶ مه ) افغانستان ته انټرنشنل ته وویل چې د افغانستان په خاوره کې د اسد اپریدي ټپي کېدل هیڅ حقیقت نه لري.

تر اوسه تحریک طالبان پاکستان د خپل دغه مشر د وژلو او یا هم د ټپي کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت هم تر اوسه د افغانستان په خاوره کې شوي هوايي برید کې د پاکستاني طالبانو پورې اړوند جماعت الحرار کوچنۍ ډلې د یوه مشر اسد اپریدي په نښه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

اسد اپریدی د تحریک طالبان پاکستان لخوا د خیرپښتونخوا ایالت د ډېره اسمعیل خان لپاره د والي په توکه ټاکل شوی و خو د ځینې خپلمنځي اختلافاتو له امله له دندې ګوښه شوی و.

راپورنه وايي اسد اپریدي د پاکستان بلوچستان ایالت ژوب سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر مرکز خونړي برید کې چې څو ځانمرګو بریدګرو کړی و، پړه پر غاړه اخیستې وه او دا کار د دې ډلې د خپلمنځي اختلافاتو لامل وګرځېد.

سرچینې وايي اسد اپریدی د تحریک طالبان پاکستان پر مرکزي شورا نیوکه کړې وه چې د دې ډلې د یوه مشر عمر خالد خراساني د وژلو په تړاو یې څیړنې نه دي کړې.

عمر خالد خراسانی د تحریک طالبان پاکستان له مخښکو مشرانو څخه و چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدو څو میاشتې وروسته په پکتیکا کې د خپلو څو تنو ملګرو سره د سرک غاړې یوه چاودنه کې ووژل شو.

نوموړی د پاکستان حکومت او ددې ډلې د سولې خبرو اترو ټیم کې هم غړیتوب درلود.

په لالپوره کې د دې هوايي برید په اړه په داسې وخت کې راپورونه لاس په لاس کیږي چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو دفاع وزیر ملایقوب ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره چاته خطر نه ده.

هغه د پاکستان له نوم اخیستو پرته زیاته کړه، یو شمیر هیوادونه پر خپلو ځواکونو مېلیاردونه پیسې مصرفوي خو د خپل هیواد امنیت نشی نیولی او پړه پر افغانستان اچوي.

طالبانو د تیرې یکشنبې ( اسد ۲۳ مه ) په خوست مرکز کې هوټل کې شوي برید په اړه تروسه معلومات نه دي شریک کړي چې ځايي سرچینو دا برید ډرون بللی و.

تر اوسه د طالبانو لخوا ددغو وروستیو څو بریدونو په تړاو کوم څرګند غبرګون نه دی ښودلی.

دا بریدونه له هغه وروسته دي چې څه موده وړاندې پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی و چې د دې هیواد ضد وسلوال به په افغانستان په نښه کړي.