د اوچا مشر ډینیل انډریس: افغانان له شدیدې لوږې او ناروغیو سره مخ دي

د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مشر ډینیل انډریس وايي، چې سږ کال ۲۹.۲ میلیونه افغانان یوازې د ژوندي پاتې کېدو په موخه بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مشر ډینیل انډریس وايي، چې سږ کال ۲۹.۲ میلیونه افغانان یوازې د ژوندي پاتې کېدو په موخه بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا نن پنجشنبه (د زمري ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې ادارې د مشر ډینیل انډریس په حواله؛ په افغانستان کې د بشري مرستو په رسولو کې د دوی د ښځینه همکارانو له هڅو ستاینه کړې او خواشیني یې څرګنده کړې ده، چې د ښځینه همکارانو د کار بندیز له امله یې د مرستو بهیر یو څه ټکنی شوی دی.
نوموړی وايي: “دا ټولو ته جوته ده، چې ښځینه کارکوونکي په نړۍواله کچه په مرستو رسولو کې مهم رول لري”.
ډینیل انډریس زیاتوي؛ په تېرو دوو کلونو کې په پراخه کچه د بشري مرستو د رسېدو له امله ګڼ افغانان ژوندي پاتې دي او که چېرې دوی مرستې نه وی رسولې ښايي یو لوی ناورین رامنځته شوی وی.
د هغه په خبره، چې د مرسته کوونکو د تمویل د بې ساري کمښت له امله د افغانانو د ژوند ژغورنې پروګرامونه په بې ساري او چټکه توګه بند شوي او دوی د می په میاشت کې یوازې له پنځو میلیونو اړمنو افغانانو سره مرسته کړې.
د اوچا مشر روغتیايي ستونزو ته په اشارې وايي، چې تر دا مهاله له ۲۶۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې له امله یې نېږدې دوه میلیونه وګړو روغتیايي خدمات له لاسه ورکړي دي.
انډریس خبرداری ورکوي، چې لېرې نه ده چې یو شمېر نور د بشري مرستو پروګرامونه هم وځنډول شي.
اعلامیه د اوچا د مشر په حواله زیاتوي، چې په روان کال کې ۲۹.۲ میلیونه افغانان یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري، چې دا شمېره په تېرو پنځو کلونو کې ۴۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
نوموړی وايي: “ د بشردوستانه غبرګون پلان لپاره یوازې ۲۵ سلنه تمویل ترلاسه شوی دی او د ۱.۳ میلیارده ډالرو له جدي کمښت سره مخ دی، هغه څه چې د ژمي په رارسېدو سره زیانمنې افغانې کورنۍ به له شدیدې لوږې، ناروغیو او حتا د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي”.
نوموړی په افغانستان کې د یوه سخت بشري ناورین د رامنځته کېدو وړاندوینه کوي او وايي چې د افغانانو د ژوندي پاتې کېدو یوازینۍ هیله بشري مرستې دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو چارواکو، بشر حقونو چارواکو او ګڼو نورو نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې د روان بشري وضعیت او د خوړو پر کمښت اندېښنه څرګنده کړې وه.