• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر:د خبریالانو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی نه دی ثبت شوی

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۴۴ GMT+۱

په تېرو دوو اونیو کې د لسو خبریالانو د نیول کېدو په اړه د خبریالانو د حقونو د ملاتړو بنسټونو له اندېښنو وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ویلي، چې په تېر یو کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي هېڅ یوه پېښه نه ده ثبت شوې.

په دې وروستیو کې یوناما، نۍ او د بې پولې خبریالانو بنسټونو د طالبانو له خوا د خبریالانو پر نیولو نیوکې کړې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) د « ملت ته د حکومت حساب ورکولو» په پروګرام کې وویل، چې خبریالانو ته به د دوی د کار د اسانتیا لپاره د خبریالۍ ځانګړي کارتونه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون (دوشنبه د زمري۳۰مه) د افغانستان د ازادو رسنیو د څار ادارې (نۍ) د یوه اعلامیې په خپرولو سره په دوو اونیو کې د ۱۰ خبریالانو د نیول کېدو اعلان وکړ او د خبریالانو د نیولو پر دوام یې ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د دې اعلامیې له مخې؛ په ننګرهار کې فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح، په کونړ کې پروېز څرګند، په کندز کې حسیب الله حسېب او عطاءالله عمر، په کندهار کې شمس الله عمري، په زابل کې محبوب حکیمي او په ارزګان کې شاه محمود همدرد په بند کې دي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې په تېرو لسو ورځو کې د طالبانو له خوا د خبریالانو پر نیول کېدو هم اندېښنه ښودلې ده.

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما هم د خبریالانو پر نیول کېدو نیوکه کړې او وايي، چې طالبانو په تېرو لسو ورځو کې په شپږو ولایتونو کې د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

همداراز، د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه راپور کې چې د تېر ثور میاشتې په ۱۲مه نېټه یې خپور کړی، په تېرو ۱۲ میاشتو کې (د ۲۰۱۱ می میاشتې څخه تر ۲۰۲۳ کال می میاشتې) یې اعلان کړی، چې ۶۴ سلنه د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د هغه راپور له مخې، چې د رسنیو د ازادۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپور شو، په دې موده کې په ټول افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، بندي کېدو او ګواښونو ۲۱۳ پېښې ثبت شوې دي.

د لرغونو سیمو وضعیت

د باختر اژانس د خبرله مخې؛ خيرالله خيرخواه په دې خبري غونډه کې وويل، چې دا مهال په هېواد کې د پنځلسو تاريخي او لرغونو ځايونو د بيارغونې کار روان دى.

د دغه وزارت چارواکو په دې خبري ناسته کې وویل، چې د لوګر د عینک د مسو د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې ۱۴۲ اثار پاک شوي او د لوښو ۶۰۰ کڅوړې ثبت او د لوګر ولایتي موزیم ته سپارل شوي دي.

دوی په افغانستان کې د مطالعې د فرهنګ د ودې په برخه کې دا هم وویل، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تېر کال کې په مرکز او ولایتونو کې ۱۸ فرهنګي غونډې او سیمینارونه جوړ کړي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، چې دوی به په مرکز او ولایتونو کې د ځوانانو د انسجام لپاره ۸۰۰ بنسټونه جوړوي.

دوی ټینګار وکړ، چې دې وزارت د طالبانو له ادارو سره په همکارۍ د هغو ځوانانو لپاره چې له ولایتونو څخه کابل ته راځي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د اړتیا وړ وسایلو په لرلو سره یوه لیلیه جوړه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته په ۱۴۲ منډو ماتې ورکړه

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ د سوپر کولا جام د یو ورځینۍ لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ماته وخوړه.

یاده یوه ورځینۍ لوبه چې نن سې شنبه( د زمري ۳۱مه) د سرېلنکا په سویلي همبانتوتا ښار کې د پاکستان په توپ وهنې پیل شوه، په لومړي پړاو کې یې د افغانستان لپاره د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه.

افغانستان له ټاکل شویو پنځوسو اورونو څخه یوازې شل اورونه ولوبول او د ۵۹ منډو په جوړولو ټوله لوبډله وسوځېده.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره کیږي.

دواړه هېوادونه له دې لوبو د راتلونکي اسیا جام لپاره چې د روانې میاشتې په پای کې په سرېلنکا کې کیږي د چمتووالي په موخه کار اخلي.

د پاملرنې نړۍواله موسسه: افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو منع دي

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۰۱ GMT+۱

د پاملرنې نړۍواله موسسه په خپل یوه تازه راپور کې وايي، چې په افغانستان کې اتیا سلنه هغه مېرمنې او نجونې چې د زده کړو مستحقې دي لیک لوست نه شي کولی.

دغه اداره وايي، چې د یادو مېرمنو او نجونو شمېر نېږدې دوه نیم میلیونو ته رسېږي.

په راپور کې راغلي؛ یو نیم میلیون نورې نجونې چې ۳۰ سلنه جوړوي لومړنیو زده کړو ته لاسرسی نه لري.

یاده موسسه په خپل راپور کې وايي: “ افغانستان یوازېنی هېواد دی، چې د نجونو زده کړې پکې منع دي”.

د پاملرنې موسسې په وینا؛ د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د طالبانو له خوا د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو د دروازو د تړلو له امله له ۱۰۰ زرو زیاتې نجونې له لوړو زده کړو بې برخې شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د نجونو او مېرمنو پر مخ د زده کړو او کار د بندیز له امله د افغانستان اقتصاد ۵.۴ میلیارده ډالره زیانمن شوی دی.

دغه موسسه وړاندې وايي، چې په افغانستان کې زده کړو ته لاسرسی د ماشومانو او په ځانګړي ډول د نجونو لپاره په یوې سترې ننګونې بدل شوی.

یاده موسسه دا راپور په داسې مهال خپروي، چې تېره ورځ د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دا مهال په ټول افغانستان کې څلور ميلیونه نجونې په زده کړو بوختې دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له خوا پر نجونو او مېرمنو د کار او زده کړو د بندیز له امله نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو پراخه غبرګونونه ښودلي؛ خو طالبان بیا دا بندیز د دوی داخلي مساله ګڼي او نړۍوالو ته پکې د مداخلې حق نه ورکوي.

فنلینډ د ناقانونه کډوالۍ د کمولو لپاره روغتیایي خدماتو ته د پناه غوښتونکو لاسرسی محدودوي

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د فنلنډ لومړي وزیر پرېکړه کړې، چې هېواد ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د ننوتلو د کمولو لپاره روغتیایي خدماتو ته د هغوی لاسرسی محدود کړي.

پټري اورپو په پام کې لري، چې په هېواد دننه د ټولو کډوالو لپاره د وړیا روغتیایي خدماتو قانوني طرحه لغوه کړي.

په دې قانون کې د ناقانونه کډوالو سربېره نور هغه کسان هم شامل دي، چې د پناه غوښتنې ټول پړاوونه یې بشپړ کړي وي.

د انفومایګرنتس د راپور له مخې؛ نوی سیستم به د اروپايي اتحادیې هغه اتباع هم اغېزمن کړي، چې د ۹۰ ورځو څخه ډېر په فنلینډ کې پاتي شوي، مګر د هېواد د قوانینو سره سم یې خپل استوګنځي نه دي تنظیم کړي.

اوس مهال په دغه هېواد کې د اروپایي کډوالو لوی نفوس د رومانیا او بلغاریا اتباع جوړوي.

د روغتیایي پاملرنې د قانون لغوه کولو وړاندیز، فنلینډ ته دکډوالۍ د کمولو د قانوني وړاندیزونو یوه برخه ده.

د دې پلان بل هدف د کډوالو لپاره د ټولنیزو مرستو کمول دي.

د فنلنډ دولت د کډوالۍ او پناه غوښتنې د طرحې په کمولو سربیره، غواړې چې درېیم هېواد ته د کډوالو په شړلو هم غور وکړي.

د فنلنډ د روغتیایي ټولنې په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو د کډوالۍ پر وړاندې د فنلنډ پر دې دریځ نیوکه کړې ده.

د دې ټولنې د روغتیایي سیاستونو سلاکار لوري وورنکوسکي وویل: "د حکومت اراده له دې حقیقت سره په ټکر کې ده، چې اعلان یې کړی چې په ټولنه کې د برابرۍ او عدم تبعیض د ودې لپاره له هوډ سره کار کوي".

هبت الله اخوند زاده ته منسوب فرمان: د طالبانو ادارې دې کورني تولیدات وکاروي

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د طالبانو ویاند ملا هبت الله اخندزاده ته منسوب یو نوی فرمان خپور کړی، چې په کې د طالبانو له وزارتونو او ریاستونو غوښتل شوي، چې له کورنیو تولیداتو څخه "ترڅو چې امکان ولري" استفاده وکړي.

د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۱) ذبیح الله مجاهد د طالبانو مشر ته منسوب درې ماده ییز حکم پر ایکس(ټویټر)ټولنیزه شبکه خپور کړ.

په دغه فرمان کې راغلي، چې د طالبانو وزارتونه او ادارې مکلفې دي، چې د کورنیو صنایعو د ودې او پر ځان بسیاینې په خاطر له کورنیو تولیداتو څخه د امکان تر حده استفاده وکړي.

د دغه فرمان په یوه بله برخه کې د طالبانو له مرکزي او ولایتي ادارو غوښتل شوي، چې د خصوصي سکتور له مسوولینو سره د «نافذو تقنیني اسنادو» له مخې «ښه چلند» وکړي او د اړوندو اجراتو له ځنډولو دې ډډه وکړي.

د طالبانو مشر ته د منسوب فرمان له مخې؛ د دې ډلې وزارتونه او ادارې هم اړ دي، چې په بندرونو، ترانزیتي سیمو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو ملا هبت الله اخوندزاده ته منسوب لسګونه فرمانونه خپاره کړي، چې تر اوسه په عام محضر کې نه دي خپاره شوي.

ډېری دا فرمانونه د نجونو او مېرمنو د زده کړې او کارموندنې د حق محدودولو او د عامه ژوند څخه د ښځو د لرې کولو سره سم صادر شوي دي.

له ساتونکي سره د طالب چارواکي د څملاستو له ویډیو خپرېدو وروسته نوموړی کندهار ته غوښتل شوی

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۱۸ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل له خوا له ساتونکي سره د کابل د برېښنا رییس ملا احمد اخوند د څملاستو د ویډیو له خپرېدو وروسته؛ نوموړی د ملا هبت الله اخوند له خوا کندهار ته غوښتل شوی دی.

که څه هم طالبانو د نوموړي د احضار د کره لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته رسېدلي مکتوبونه کې دطالبانو د برېښنا عمومي شرکت د کابل د برېښنا د رییس ملا احمد اخوند پر ځای د دغه ریاست مرستیال مولوي عطاءالله صدیق د ده ځای ناستی ټاکلی.

په یوه بل مکتوب کې کندهار ته د ملا احمد اخوند تګ د هغه کورنۍ ستونزې یادې شوي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د کابل د برېښنا شرکت رییس ملا احمد یوه ویډیو افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې وه، چې پکې نوموړی له خپل ساتونکي سره یو ځای څملي.

له ساتونکي سره د ملا احمد اخوند د څملاستو ویډیو:

د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي؛ هغه ځوان چې له ملا احمد سره

یو ځای څملي ۲۱ کاله عمر لري او له دې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر له مرستیال ملافاضل سره هم لیدل شوی دی.

خو تر اوسه طالبانو په یادې موضوع چوپتیا غوره کړې.