د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ۵۰ اوریزه دویمه لوبه پاکستان وګټله

د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ د سوپر کولا جام د یوې ورځینۍ لوبلړۍ په دویمه لوبه کې یو ځل بیا افغانستان ماته وخوړه.

د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ د سوپر کولا جام د یوې ورځینۍ لوبلړۍ په دویمه لوبه کې یو ځل بیا افغانستان ماته وخوړه.
یاده یوه ورځینۍ لوبه چې نن پنجشنبه په سرېلنکا کې د افغانستان په توپ وهنې پیل شوه، د پاکستان لپاره یې د ۳۰۱ منډو هدف وټاکه.
د لوبې په پیل کې د پرانیستونکو توپ وهونکو ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز له خوا ۲۲۷ منډې وشوې.
خو پاکستان په ډېر کم توپیر سره د لوبې په وروستي اور د افغانستان له خوا ټاکلی هدف پوره کړ او لوبه یې په خپلې ګټې تمامه کړه.
دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان او پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره کیږي.
دواړه هېوادونه له دې لوبو د راتلونکي اسیا جام لپاره، چې د روانې میاشتې په پای کې په سرېلنکا کې کیږي د چمتووالي په موخه کار اخلي.
د یادونې وړ ده، چې د پنځوس اوریزو لوبو په دغې لړۍ کې لومړۍ لوبه هم پاکستان له افغانستان څخه په ډېر لوړ توپیر ګټلې وه.

د الحبتور خیریه بنسټ رییس وايي، چې درې افغانې نجونې نن پنجشنبه دوبۍ ته رسېدلي او ډېر ژر به په خپلو زده کړو پیل وکړي.
د متحده عربي اماراتو د الحبتور خیریه بنسټ له خوا نېږدې سلو افغانو جونو ته په اماراتو کې د زده کړو زمینه برابره شوې وه، خو د تېرې چهارشنبې په ورځ طالبانو د دغو نجونو د سفر مخه ونیوله.
عرب میلیاردر خلف بن احمد الحبتور ویلي، چې درې نجونې دوبۍ ته ور سېدلي او ډېر ژر به خپلو زده کړو پیل وکړي، نوموړي تېره ورځ (چهارشنبه) په یوه ویډیويي پیغام کې افغانو نجونو ته یې د زدکړو زمینه برابره کړې وه؛ خو طالبانو له افغانستان څخه د وتلو اجازه ورنه کړه.
الحبتور د طالبانو دا ګام یوه تراژیدي او پر انسانیت، زدکړو، برابرۍ او عدالت ګوزار بولي او له ښکېلو لورو غواړي چې د دې نجونو «د ژغورلو هڅې وکړي.»
دغې پېښې په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي؛ خو طالبانو تراوسه په دې اړه چې ولې یې ددغو نجونو زده کوونکو د سفر مخه نیولې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون د پنجشنبې په ورځ (د وږی دویمه) د طالبانو له خوا د ایراني خبریال محمد حسین ولایتي نیول کېدل؛ غندلي او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.
دغه فدراسیون په تېرو دوو اونیو کې د طالبانو له خوا د اوو نورو خبریالانو د نیولو کېدو خبر هم ورکړی دی.
د ایران له سپاه پاسداران سره تړلې تسنیم خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) خبر ورکړ، چې طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې د دې خبري اژانس عکاس او مدیر نیولی دی.
د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنه وايي؛ له پرله پسې هڅو سره- سره د محمد حسين ولايتي د نيول کېدو لامل نه دى معلوم.
د خبريالانو نړۍوال فدراسيون د اعلاميې په خپرولو زياته کړې: «د نا څرګندو تورونو له امله د يوه بهرني وګړي نيول د رسنيو په وړاندې د طالبانو د چلند مبهم او ناوړه کړنې ښيي».
په دې ورستیو کې د خبریالانو ملاتړي بنسټونو د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیول کېدو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې؛ خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ادعا کوي، چې په تېر یوه کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي کومه پېښه نه ده ثبت شوې.
د خبريالانو نړۍوال فدراسيون وايي، چې د دغو خبريالانو د نيولو لامل نه دى څرګند او د هغوى د ځاى او حالت په اړه هم معلومات نه شته.
خو طالبان بيا ادعا کوي، چې د ځينو خبريالانو نيول له بهرنيو رسنيو سره د هغوى د اړيکو له امله شوي دي.
د خبريالانو د نړۍوال فدراسيون په اعلاميه کې راغلي، چې له هغې وروسته چې طالبانو د ۱۴۰۰ لمريز کال د زمري په ٢٤مه، د افغانستان واک تر لاسه کړ؛ د طالبانو له خوا د افغانستان رسنۍ د ظالمانه قوانينو، ګواښونو، تاوتريخوالي او د خبريالانو د نيولو له امله د تباهۍ له ګواښ سره مخ دي.
دغه فدراسیون د دغو کسانو د نیول کېدو د علت په څرګندولو سره ټینګار کوي، چې د رسنیو قضیې باید له مناسبو قانوني لارو تعقیب شي.

د جرمني په مونیخ ښار کې د یوه افغان کډوال له خوا پر یوې پولنډۍ نجلۍ له جنسي تېري وروسته د پولنډ لومړي وزیر ویلي، چې دا پېښه د پرانیستو پولو د سیاستونو پایله ده.
ماتیوس موراویسکي د جنسي تېري د دغې قضیې په څېړنه کې د پولنډي څارنوالانو د ګډون غوښتنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې: "موږ په سیمه کې یو له خورا خوندي هېوادونو څخه یو، زموږ لپاره امنیت اهمیت لري، زه له المان څخه غواړم چې د پولنډیانو قضیو ته دې رسیده ګي وکړي”.
بلخوا المانۍ ورځپاڼې بيلډ راپور ورکړى، چې پر دغه ښځينه زده کوونکې د تېرې شنبې په ورځ(د زمري ۲۸مه) د مونيخ په فرعي تمځای کې جنسي تېری شوی دی.
د دغه راپور له مخې؛ پوليس توانېدلي، چې د مونیخ په رامیرسدورف کې د کډوالو په یوه کمپ کې شکمن کس ونیسي.
له دې پېښې وروسته د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت یو جرمني ډېپلومات ور غوښتی، چې د یادې پېښې په اړه وضاحت ورکړي.
اوسمهال په پولنډ کې پارلماني ټاکنې نېږدې دي، د کډوالۍ مساله یوه له ټاکنیزو مسالو څخه ده، چې ډېر پام ورته کیږي.
دا لومړۍ پېښه نه ده، بلکې تېر کال هم په فرانسه کې د یوه افغان له خوا پر یوې فرانسوي نجلۍ د جنسي تېري پېښه ثبت شوې وه.

د ایران د پارلمان غړي او ویاند د طالبانو له بند څخه د ایراني خبریال په خلاصون باندې په ټینګار سره وویل دغه ډله غواړي په نوي عصر کې له نړۍ سره کار وکړي.
سید نظام الدین موسوي ویلي؛ د طالبانو جنګي او نا سوله ییزه روحیه دا مساله پیاوړې کوي، چې « ایا طالبان هماغه طالبان نه دي؟».
دغه ایراني چارواکي تسنیم خبري اژانس ته ویلي؛ د طالبانو له خوا د ایراني عکاس او خبریال محمد حسین ولایتي نیول کیدل په عامه ذهنونو کې دا خبره راژوندې کوي چې «ایا طالبان هماغه طالبان دي، که غواړي توپیر ولري؟»
تسنیم خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د زمري په ۳۰مه) راپور ورکړ، چې طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې د دې خبري اژانس عکاس او مدیر محمد حسین ولایتي نیولی دی.
د دغه ایراني خبریال له نیول کېدو څو ورځې تېرې شوې، خو طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې او په دوحه کې د سولې د خبرو په ترڅ کې د ایران د اسلامي شورا د یوه غړي په ګډون یو شمېر طالب چارواکو ویلي وو، چې دغه ډله د پخوا په پرتله بدله شوې ده.
سید نظام الدین موسوي خبرداری ورکړی، چې د دغه ایراني خبریال د بند دوام به د طالبانو لپاره «لګښتونه» زیات کړي.
که څه هم طالبان او اسلامي جمهوري دولت سره نږدې اړیکې لري، خو د جګړې او سرحدي مسایلو په اړه په بېلابېلو مواردو کې په پوځي جګړو او لفظي شخړو کې ښکېل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیاله فلورنسیا سوتو وايي، چې طالبان باید د نړۍوالو قوانینو تر چتر لاندې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.
نوموړي تېره ورځ ناوخته؛ وروسته له هغې چې طالبانو متحده عربي اماراتو ته د زده کړو لپاره د یو شمېر افغان نجونو مخنیوی وکړ، رسنیو ته ویلي، چې زده کړو ته د لاسرسي حق د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو څخه دی او باید مخنیوی یې ونه شي.
هغه زیاتوي، چې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې دا ډول بندیزونه ټول افغانستان ته په اوږد مهال کې پر زیان تمامیږي او طالبان باید له دغو ډول کړنو لاس واخلي.
د سوتو نینو په خبره، چې طالبان باید د ټولو نړۍوالو قوانینو په رڼا کې د کړیو ژمنو عملي کولو ته ژمن پاتې شي.
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیالې زیاته کړه، چې دوی به د ښځو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي او افغانستان د ښځو له مشارکته پرته پرمختګ نه شي کولی.
نوموړې زیاتوي: “په حقیقت کې دا د خواشینۍ وړ خبره ده، چې ښځې خپل حقونه غواړي مګر پر وړاندې یې خنډونه جوړیږي".
د یادونې وړ ده چې د متحده عربي اماراتو د الحبتور ګروپ مشر احمد الحبتور یو شمېر افغان kجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې وه، چې د طالبانو له خوا یې د سفر پر مهال مخنیوی وشو.
دغې چارې په کور دننه او بهر د یو شمېر نړۍوالو سازمانونو غبرګونونه راپارولي او طالبان یې له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن کړي دي.
