د افغانستان د جوجیټسو ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ په کابل کې پیل شوې

د افغانستان د جوجیټسو د ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ په کابل، فاریاب، بادغیس، هرات، بلخ، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، پکتیا، غزني او خوست ولایتونو د ۲۵۰ ورزشکارانو په ګډون پیل شوې.

د افغانستان د جوجیټسو د ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ په کابل، فاریاب، بادغیس، هرات، بلخ، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، پکتیا، غزني او خوست ولایتونو د ۲۵۰ ورزشکارانو په ګډون پیل شوې.
دغه سيالۍ په کابل ښار کې د عمر د رده بندۍ له مخې د ځوانانو او لویانو تر منځ د کابل د بدني روزني ریاست په ورزشي سالون کې ترسره کیږي.
د دغو سیالیو په پای کې چې پنځه ورځې به دوام وکړي، د افغانستان د جوجیټسو ملي لوبډلې ته به ۳۰ غوره لوبغاړي وټاکل شي؛ ترڅو په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه په روزنیزو کمپونو کې ګډون وکړي.


د پاکستان کرېکټ بورډ د خبر له مخې، تېره ورځ د افغانستان ملي لوبډله پاکستان ته رسیدلې او راتلونکې یک شنبې به له بنګله دېش سره خپله لومړنۍ سیالي ترسره کړي.
په سریلانکا کې د افغانستان په کوربهتوب د پاکستان سره د یو ورځینیو سیالیو له لړۍ وروسته افغان لوبډله د پاکستان او سریلانکا په کوربهتوب اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته ورسېده.
اسیا کپ راتلونکې چهار شنبه د اګسټ په دېرشمه نېټه د پاکستان او نیپال ترمنځ لوبې سره پیلیږي.
د افغانستان ملي لوبډله به بیا د راتلونکې یکشنبې په ورځ د لاهور په قذافي لوبغالي کې خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش سره او د سېپټمبر په پنځمه به په همدې لوبغالي کې له سریلانکا سره مخامخ شي.
سږکال په اسیا کپ کې شپږ لوبډلې افغانستان،هندوستان، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا او نیپال لوبیږي.
دغه شپږ لوبډلې به په دوو ګروپونو کې سیالۍ تر سره کړي او له ډلې به یې یواځي څلور ټیمونه دوهم پړاو ته لاره پیدا کړي.
افغانستان په یو ورځینو لوبو کې د بنګله دېش او سریلانکا لوبډلې ماتې کړې؛ خو له پاکستان سره یې تر اوسه په ټولو تر سره شویو لوبو کې یوه هم نه ده ګټلې.
همدارنګه افغانستان د خپلو یو ورځنیو لوبو په دوام له هند سره څلور یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي او په دغو لوبو کې یوه مساوي او درې یې هند ته بایللې دي.
د اسیا کپ لوبو کې د ګډون لپاره تېره ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ لوبډله اعلان کړه او ویلي یې دي، چې د دغو سیالیو لپاره افغان لوبډلې پوره چمتوالی نیولی دی.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي: «په تېرو څو میاشتو کې مو له درېیو اسیایي هېوادونو سره د یو ورځینیو لوبو لړۍ ترسره کړې وې، چې په دغو لوبو کې د بنګله دېش او سریلانکا په وړاندې افغان لوبډله ښه وځلیده؛ خو د پاکستان سره په درېیو واړو یو ورځینیو لوبو کې که څه هم ښه ونه ځلیده؛ خو د اسیا کپ سیالیو لپاره ډېرې ګتورې وي.»
د افغانستان کرېکټ بورډ په داسې حال کې په اسیا کپ کې د ګډون په موخه لوبډله اعلان کړه، چې د تل په څېر په اعلان شوې لوبډله کې د یو شمېر لوبغاړو په شتهوالي او د ځینو نورو پر نشتوالي د کرېکټ د مینهوالو له لوري پر بورډ سختې نیوکې هم وشوې.

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۳۰مه نېټه د پاکستان په ملتان ښار کې پیل شي، چې د راتلونکې سېپټمبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به د پاکستان او سریلانکا هېوادونو په بېلابېلو ښارونو کې روانې وي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر ښاغلي اسدالله خان د یوې خبري ناستې پر مهال د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ۱۷کسیز نوملړ اعلان کړ، چې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل وېکېټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، راشد خان، عبدالرحمن، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، نور احمد، محمد سلیم ساپی او فضل الحق فاروقي په کې شامل دي.
افغان کرېکټ ملي لوبډله به د اسیا جام سیالیو په لړ کې، خپله لومړنۍ لوبه د راتلونکې سېپټمبر میاشتې په درېیمه نېټه د بنګله دېش او دویمه لوبه د همدې میاشتې په پنځمه نېټه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي، چې دواړه سیالۍ به د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شي.

د افغانستان د ۲۳ کلنو فوټبال ملي لوبډله د بوه لنډ مهاله تمریني کمپ لپاره پلازمینې دوشنبې ته ورسېده. افغان لوبډله به له دغه کمپ وروسته، د ۲۰۲۴ اسیا جام لومړنیو سیالیو لپاره ازبکستان ته ولاړه شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وینا، د ۲۰۲۴ کال اسیایي جام ته د لارموندنې سیالۍ د سېپټمبر له ۶مې تر ۱۲مې ترسره کېږي.
د افغانستان د ۲۳ کلنو ملي لوبډله د سېپټمبر په ۶مه له ازبکستان سره، د سېپټمبر په ۹مه ایران سره او د سېپټمبر په ۱۲مه به له هانګ کانګ سره ولوبیږي.

افغان لامبوزن چې د نړۍ د پوهنتونونو په سیالیو کې د ګډون لپاره د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت لهخوا لېږل شوی و، د سیالۍ له پیل وروسته د سیالیو په ځای کې په اوبو کې ډوب شو، چې د ژغورنې ټیم هغه د اوبو څخه راواېست.
له دغې پېښې وروسته ځینو روسي رسنیو دغه راپور خپور کړ، چې پر یوې طنزي سوژې واوښوته.
افغانستان د پوهنتونونو په نړیوالو سیالیو کې د لامبو، کښتۍ، بوکس، ټکوانډو او جوډو په برخو کې ګډون کړی دی.

د دې لوبلړۍ لومړۍ دوه لوبې چي د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې د روانې اګسټ میاشتې پر ۲۲ مه او ۲۴شوې پاکستان وګتلې.
د افغانستان لوبغاړي په لومړۍ لوبه کې ښه ونه ځلیدل، خو په دوهمه لوبه کې د رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران د ښې توپ وهنې په پایله کې افغان لوبډلې د پاکستان لوبډلې لپاره د ۳۰۱ منډو ستر هدف وټاکه، خو د لوبې د ورستي اوور په پنځم توپ د پاکستان لوبډلې دا ستر هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې په خپله ګته پای ته ورسول.
دا دریمه سیالي د افغانستان په وخت ماسپښین دوه بجې پیلېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مسولین وايي، د پاکستان کرېکټ د ملي لوبډلې سره به دا لوبې ډیرېګټورې ثابتې شي، ځکه تر دې لوبو وروسته اسیايي جام او بیا نړیوال جام مخي ته لرو.
د اسیا د کرېکټ جام لوبې د اګسټ په ۳۱مه د پاکستان او سریلانکا په کوربتوب تر سره کیږي.
د اسیا د یو ورځنو لوبو جام وروسته ، د یو ورځینو سیالیو نړیوال جام د اکټوبر په ۵مه د هند په کوربتوب پیلیږي.