لومړی مکتوب د روانې وږي میاشتې په ۴مه نېټه لېږل شوی، چې پکې ویل شوي؛ د مېدان وردګو د طالبانو د غړو په فورمو کې ستونزه موجوده ده.
مکتوب کې له طالبانو غوښتل شوي وو:” اوسنۍ تایید شوې فورمې باید بېرته امنیتي او تصفیوي کمېسیون ته ور تسلیم کړئ”.
دغه کمېسیون د دویم ځل لپاره د تاییدئ خبره کړې او ویل یې دي، چې د میدان وردګو د طالبانو د تایید فورمې به بیا ګوري.
له دغه مکتوب وروسته د میدان وردګو یو شمېر طالبانو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د طالبانو امنیتي او تصفیوي کېمسیون د کندهاري طالبانو په کنټرول کې دی.
دوی زیاتوي، چې دغه کندهاري ډله د نورو ولایتونو او په ځانګړي توکه د میدان وردګو د طالبانو د غړیتوب فورمې نه تاییدوي.
د میدان وردګو طالبان په دغه غږیز پېغام کې وايي؛ ملا قیوم ذاکر پورې اړوند طالبان په پنجشیر، پروان او کاپیسا ولایتونو کې کم عمره هلکان تښتوي او په زوره یې پوستو ته بیايي او ښځو سره یې جنسي زیاتی کوي.
دوي ادعا کوي، چې د تصفیې کمېسیون دې د ملا فاضل او ملا قیوم ذاکر پورې اړوند د طالبانو کې تصفیه وکړي، چې دواړو یې په خپلو وسلوالو ډلو کې غیر طالبان ځای پر ځای کړي دي.
دغه طالبان په خپلو څرګندونو کې د کابل برېښنا ریاست رییس ملا احمد اخوند هغه ویډیو ته هم اشاره کوي، چې افغانستان انټرنشنل دوه اونۍ وړاندې خپره کړې وه.
په ورته وخت کې د طالبانو د میدان وردګو د والي قاري بختیار معاذ یو غږیز پیغام چې د میدان وردګو طالبانو ته یې لېږلی افغانستان انټرنشنل تر لاسه کړی.
په دغه غږیز پیغام کې د طالبانو والي له طالبانو غواړي، چې په ټولنیزو رسنیو کې دې له غبرګونونو څخه لاس واخلي او دوی هڅه کوي، چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.
له دې وروسته د طالبانو د امنیتي او تصفیوي کمېسیون یو بل مکتبوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، چې پکې دغه کمېسیون خپله پرېکړه بېرته اخیستې ده.
دغه مکتوب د روانې وري میاشتې په ۶مه نېټه د طالبانو د تصفیوي کمېسیون له خوا اړونده وزارتونو او ادارو ته لېږل شوی دی.
په مکتوب کې له ټولو وزارتونو او ادارو څخه بښنه غوښتل شوې او ویل شوي، چې د دغه کمېسیون د تایید په فورمو کې ستونزه نه شته او د میدان وردګو طالبانو ته په وزارتونو او ادارو کې دندې ورکړئ.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو تر منځ د کندهاري، پکتیا او میدان وردګو د ډلو په نوم اختلافات رسنیز کیږي، له دې وړاندې هم د میدان وردګو یو شمېر طالبانو په ټولنیزو شبکو کې پر کندهاري طالبانو نیوکه کړې وه، چې جګړه دوی کړې او اوس ټولې مهمې دندې د کندهاري طالبانو په لاس کې دي.