طالبانو په تخار ولایت کې د درېیو کان کېندونکو د مړینې خبر ورکړ

تخار کې طالب پولیس وایي، د سرو زرو د کان د یوې برخې د نړېدو له امله د رستاق ولسوالۍ درې تنه کان کېندونکي مړه شوي دي. تخار کې د طالبانو د پولیسو ویاند د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې تر کنټرول لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پېښه د سه‌ شنبې په ورځ شوې ده.