د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو وزارت د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې پیل کړې دي

د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د ۸۰ کیلو مټرو په اوږدوالي د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې او اساسي ترمیم کارونه پیل شوي او د وږي په ۱۹مه تر بشپړېدو پورې به دغه لاره تړلي وي.