د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: طالبانو د پاکستان په ترهګریزو بریدونو کې ښکېل کسان نیولي

د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي، طالبانو یوشمېر هغه کسان نیولي چې په پاکستان کې یې په ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود. هغه زیاته کړه، چې طالبانو د مشکوکو کسانو د نیولو په اړه پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړی دی.