• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي د ټولګډونه حکومت ملاتړو ته؛ زموږ د بندیانو شمېر ستاسو له اعدامونو کم دی

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر (د وږي په اتمه) په کابل کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د پلوي عالمانو په ناسته کې، د پراخ بنسټه حکومت ملاتړو هېوادونو ته وویل: «زموږ په زندانونو کې هومره بندیان نه شته لکه هومره چې تاسې یې اعداموئ.»

امیرخان متقي دغو هېوادونو ته د کنایې په ‌‌‌‌‌‌ډول وویل: ایا تاسو پراخ بنسټه حکومتونه لرئ؟

هغه زیاته کړه: «ستاسو په هېوادونو کې زرګونه کسان تري تم شوي؛ خو هېڅوک یې د پوښتنې جرائت نه لري.»


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د هېڅ یو هېواد نوم وانه‌خیست؛ خو د ایران جمهوري اسلامي دولت یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د خپلو مخالفینو د تري تم کولو او د هغوی پر اعدامولو تورن دی او له طالبانو یې په وار، وار غوښتي چې پراخ بنسټه حکومت دې جوړ کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د ۱۴۰۲ کال د وري په میاشت کې د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان د ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو هېوادونو په غونډه کې له امیر خان متقي سره لیدلي و.

امیرعبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته په دغې لېدنه کې ویلي و: «ښاغلی ملا متقي! دغه یوویشت میاشتې کېږي، چې موږ د پراخ بنسټه دولت ته په تمه یو.»

له ایران پرته نړۍوالې ټولنې هم په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې پراخ بنسټه حکومت دې جوړ کړي.
له دې سره، سره امیرخان متقي په خپلې وینا کې، د طالبانو د نظام څرنګوالی یوه کورنۍ مسله یاده کړه او له هېوادونو یې وغوښتل، چې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه و نه کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د ترکیې سفیر وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۳۰۰ میلیونو ډالرو سوداګري شوې

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۴۳ GMT+۱

طالبان وايي، چې د ترکیې سفیر د دوی د ریاست الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

خو د ترکیې رسمي شمېرې ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۷،۸ میلیونه ډالره ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې؛ له ۱۳۸۸ لمریز کال راهیسې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ اندازه مخ په کمېدو وه.

په داسې حال کې چې په دې کال کې د راکړې ورکړې کچه ۲۶۵ډالرو ته رسېده؛ خو د طالبانو له راتګ وروسته د راکړې ورکړې کچه ۳۷،۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ پر اېکس (پخواني ټویټر) شبکې لیکلي، چې جهادي ارګینای له عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې له افغانستان سره به د انقرې مرستې او همکارۍ په راتلونکي کې زیاتې شي.

ښاغلي ارګینای هیله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې به د تبادلې شمېر یو میلیارد ډالرو ته ورسیږي.

دغه جګپوړي طالب چارواکي په دې کتنه کې وويل، چې دغه ډله غواړي له ترکيې سره په سياسي، اقتصادي، سوداګريزو او ښوونيزو برخو کې اړيکې پراخې کړي.

همداراز د رییس الوزرا مرستیال هيله څرګنده کړې، چې د ترکيې سفارت دې افغان سوداګرو ته د وېزو د ورکولو په برخه کې زياتې اسانتياوې برابرې او په ترکيه کې د افغان مهاجرينو د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

ارګ نه دې ویلي، چې طالبان د افغان مهاجرینو په اړه له ترکیې څخه څه ډول همکاري غواړي.

ترکیه په وروستیو کلونو کې اروپا ته د کډوالو د تګ له امله د لسګونو زرو افغان کډوالو کوربه دی.

خو د راپورونو له مخې؛ د ترکیې پولیس له افغان پناه غوښتونکو سره سخت چلند کوي او د دغه هېواد په توقیف ځایونو کې د افغان اتباعو د ځورولو او وهلو انځورونه څو ځلې خپاره شوي دي.

په افغانستان د طالبانو پر حاکمیت او ځینو افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو سربېره؛ ترکیې له تېر کال راپه دېخوا د افغانانو د ویستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړۍوال مرکز:په دوو کلونو کې داعش ۳۷۷۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړۍوال مرکز د تېرې سې شنبې په ورځ(د وږي ۷مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته یو لیک لېږلی، چې پکې یې په افغانستان کې د اسلامي دولت -خراسان (داعش) ډلې د بریدونو، چاودنو او تلفاتو معلومات ورکړي دي.

دغه مرکز په خپل لیک کې وايي؛ د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د روان کال د می تر میاشت پورې د داعش ډلې په بریدونو، چاودنو او وسلوالو نښتو کې ۳۷۷۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دوی زیاتوي، چې داعش ډلې په افغانستان کې هدفمن بریدونه کړي او داسې ښکاري چې فعالیتونه یې پراخه شوي دي.

یاد مرکز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۴مې غونډې په مناسبت د دغې شورا غړو ته په لېږلي لیک کې وايي، چې په افغانستان کې اکثره قومي او مذهبي اقلیتونه لکه؛ شیعه مذهبي، صوفیان، سیکان او هزاره ګان د داعش ډلې د بریدونو، چاودنو او هدفي وژنو موخه ګرځېدلي دي.

دوی زیاتوي؛ له هغې ورځې چې طالبانو افغانستان په "زور نیولی" په مذهبي سیمو او قومي اقلیتونو بریدونه او چاودنې ډېرې شوې دي.

دغه مرکز وايي، چې طالبان د نجونو او ښځو پر وړاندې له جنسیتي تبعیض څخه کار اخلي او په افغانستان کې یې ښځې له ټولنیز ژوند او بشري حقونو څخه محرومې کړي دي.

دوی د طالبانو شکنجې او سختو محدودیتونو یادونه هم کړې ده.

له تېر یوه کاله را په دېخوا طالب چارواکي بیا په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو خبر ورکوي او وايي، چې یاده ډله په افغانستان کې له منځه تللې ده.

د یادونې وړ ده، چې تېره میاشت امنیت شورا د ملګرو ملتونو غونډې ته په خپل راپور کې په افغانستان کې د داعش سربېره د یو شمېر وسلوالو ډلو د غښتلي کېدو خبر هم ورکړی و.

سراج الدین حقاني:ورځ تر بلې برکتونه زیاتیږي ځکه چې خدای راباندې د حلالو دروازې راخلاصې کړې

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني وايي، چې دوی په تېرو شلو کلونو کې د نړۍوالو له دسیسو سره مخ وو او بالاخره نړۍواله ټولنه ورته خدای په جهادي او سیاسي ډګر کې ماته کړه.

سراج الدین حقاني نن چهار شنبه( د وږي ۸مه) په کابل کې د طالبانو د دیني علماو او مخورو په غونډې کې وویل، چې روان مشکلات په خدای تعالی حل کړي.

دی زیاتوي: “ که چېرې موږ او تاسو اعمال او افعال په شریعت برابر شي، یقین وکړئ چې تاسو به نورې ګټې هم وګورئ”.

دا چې دغه ګټې څه دي، په اړه یې حقاني څه ونه ویل؛ خو د ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت لوړېدلو ته په اشارې وايي، چې ورځ تر بلې برکتونه زیاتېږي او له خلکو یې غوښتي، چې په یادو برکتونو فکر وکړي.

هغه وویل: “ اصلي وجه دا ده، چې پر موږ د حرامو دړې (دروازې) بندې شوې او خدای پاک راباندې د حلالو دروازې راخلاصې کړي دي”.

سراج الدین حقاني په افغانستان کې د برکتونو خبره په داسې مهال کوي، چې امریکا هره اونۍ د څلوېښت میلیونه ډالرو کڅوړې افغانستان ته ورکوي او له دې سره - سره نړۍوالو سازمانونو بار – بار په افغانستان کې د بشري بحران د راتلو خبر ورکړی.

دغو سازمانونو ویلي؛ چې په افغانستان کې لوږه، فقر او بې کاري اوج ته رسېدلې او که چېرې افغانستان ته بشري مرستې ونه رسیږي نو لېرې نه ده، چې په دغه هېواد کې به بشري او روغتیايي بحران رامنځته شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې یو طالب لوړ پوړی چارواکی دا ډول څرګندونې کوي، بلکې له دې وړاندې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم ورته څرګندونې کړې وې او له خلکو یې غوښتي وو، چې خدای ته بغارې ووهئ.

امیرخان متقي: نړۍوالو راته ډاډ راکړی چې زموږ د مخالفو وسلوالو ډلو ملاتړ نه کوي

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي؛ ټولې نړۍ ورته دا ډاډ ورکړی، چې د دوی د وسلوالو مخالفینو ملاتړ نه کوي. خو بل خوا د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په روسیه کې له یو شمېر روسي سیاسي مشرانو سره لیدلي دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه( د وږي ۸مه) د طالبانو د علماو او مخورو په غونډه کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې که څوک د دوی وسلوال مخالفت کوي دا به د هغوی په زیان وي.

متقي وايي، چې مخدره مواد او امنیت نړۍ ته خطر دی: “ که هغه مخدره مواد دي موږ یې کښت صفر ته راټیټ کړی او که هغه د امنیت مساله ده موږ سل فیصده دلته عملي کړې او په تېرو دوو کلونو کې مو وښوده”.

نوموړی زیاتوي، چې پرته له امنیت او مخدره موادو نور ټول مسایل د افغانستان کورني مسایل دي او چا ته پکې د مداخلې حق نه ورکوي.

متقي نړۍوالې ټولنې او ګاونډیانو ته په اشارې وايي، چې دوی د چا په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او بل چا ته هم د دې حق نه ورکوي چې د دوی په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

هغه وویل: “ ته چې ما ته همېشه د همه شموله توصیه کوې، ایا تا په خپل هېواد کې همه شموله حکومت جوړ کړی؟ تا په خپله هېواد کې خپل حقوق ورکړي؟ زما په بندیخانو کې دومره بندیان نه شته لکه څومره چې یې ته اعداموې، ستا په هېواد کې په زرهاو انسانان ورک دي څوک یې پوښتنه نه شي کولی”.

په ظاهره متقي د کوم هېواد نوم وانه خیست خو زیاته یې کړه، چې طالبانو ته د نړۍوالو دا ډول غوښتنې د منلو وړ نه دي.

د طالبانو د واک ته له رسېدو وروسته دغې ډلې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار بندیز لګولی او هم د نړۍوالو بنسټونو د راپورنو په اساس دغې ډلې سلګونه د پخواني حکومت کارکوونکي نیولي، شکنجه کړي او وژلي یې دي.

نړۍواله ټولنه له طالبانو سره د تعامل اساسي خنډونه د ښځو او بشر حقونو څخه سرغړونه، د همه شموله حکومت نه موجودیت او د ترهګریزو ګروپونو فعالیت ګڼلي دي.

د طالبانو مشر د دې ډلې له سترې محکمې د قبالو د وېش غوښتنه وکړه

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده ترې غوښتي چې د قبالو د وېش بهیر پیل کړي. دې ادارې د چارشنبې په ورځ-د وږي ۸- په اعلامیه کې ویلي، چې هبت الله اخوندزاده وړمه ورځ دا خبره د سترې محکمې له رییس سره په لیدنه کې کړې ده.

د دې اعلامیې له مخې په دې لیدنه کې د سترې محکمې پر رییس سربېره د اړوند ارګان نور چارواکي او د کرنې او اوبو لګولو وزیر او د دې وزارت د قبایلو چارو رییس هم وو.

طالبان وايي، قبالې به په کابل او ولایتي مرکزونو کې په کاغذي بڼه پیل شي او کله چې ټولو ولایتونو ته برېښنايي سیستم ورسېد، نو دا سندونه به برېښنايي شي.

د طالبانو دا ګام په داسې مهال دی چې تېرو دوو کلونو کې دې ډلې په کابل او ولایتونو کې ډېری ښارګوټي ناقانونه او په غصب شویو ځمکو اباد بللي او ضبط کړي یې دي.

خو په ورته مهال پر دوی تور دی چې په مختلفو ولایتونو کې یې د پخوانیو چارواکو پر جایدادونو ولکه کړې ده.