• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الدین حقاني:ورځ تر بلې برکتونه زیاتیږي ځکه چې خدای راباندې د حلالو دروازې راخلاصې کړې

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني وايي، چې دوی په تېرو شلو کلونو کې د نړۍوالو له دسیسو سره مخ وو او بالاخره نړۍواله ټولنه ورته خدای په جهادي او سیاسي ډګر کې ماته کړه.

سراج الدین حقاني نن چهار شنبه( د وږي ۸مه) په کابل کې د طالبانو د دیني علماو او مخورو په غونډې کې وویل، چې روان مشکلات په خدای تعالی حل کړي.

دی زیاتوي: “ که چېرې موږ او تاسو اعمال او افعال په شریعت برابر شي، یقین وکړئ چې تاسو به نورې ګټې هم وګورئ”.

دا چې دغه ګټې څه دي، په اړه یې حقاني څه ونه ویل؛ خو د ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت لوړېدلو ته په اشارې وايي، چې ورځ تر بلې برکتونه زیاتېږي او له خلکو یې غوښتي، چې په یادو برکتونو فکر وکړي.

هغه وویل: “ اصلي وجه دا ده، چې پر موږ د حرامو دړې (دروازې) بندې شوې او خدای پاک راباندې د حلالو دروازې راخلاصې کړي دي”.

سراج الدین حقاني په افغانستان کې د برکتونو خبره په داسې مهال کوي، چې امریکا هره اونۍ د څلوېښت میلیونه ډالرو کڅوړې افغانستان ته ورکوي او له دې سره - سره نړۍوالو سازمانونو بار – بار په افغانستان کې د بشري بحران د راتلو خبر ورکړی.

دغو سازمانونو ویلي؛ چې په افغانستان کې لوږه، فقر او بې کاري اوج ته رسېدلې او که چېرې افغانستان ته بشري مرستې ونه رسیږي نو لېرې نه ده، چې په دغه هېواد کې به بشري او روغتیايي بحران رامنځته شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې یو طالب لوړ پوړی چارواکی دا ډول څرګندونې کوي، بلکې له دې وړاندې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم ورته څرګندونې کړې وې او له خلکو یې غوښتي وو، چې خدای ته بغارې ووهئ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

امیرخان متقي: نړۍوالو راته ډاډ راکړی چې زموږ د مخالفو وسلوالو ډلو ملاتړ نه کوي

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي؛ ټولې نړۍ ورته دا ډاډ ورکړی، چې د دوی د وسلوالو مخالفینو ملاتړ نه کوي. خو بل خوا د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په روسیه کې له یو شمېر روسي سیاسي مشرانو سره لیدلي دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه( د وږي ۸مه) د طالبانو د علماو او مخورو په غونډه کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې که څوک د دوی وسلوال مخالفت کوي دا به د هغوی په زیان وي.

متقي وايي، چې مخدره مواد او امنیت نړۍ ته خطر دی: “ که هغه مخدره مواد دي موږ یې کښت صفر ته راټیټ کړی او که هغه د امنیت مساله ده موږ سل فیصده دلته عملي کړې او په تېرو دوو کلونو کې مو وښوده”.

نوموړی زیاتوي، چې پرته له امنیت او مخدره موادو نور ټول مسایل د افغانستان کورني مسایل دي او چا ته پکې د مداخلې حق نه ورکوي.

متقي نړۍوالې ټولنې او ګاونډیانو ته په اشارې وايي، چې دوی د چا په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او بل چا ته هم د دې حق نه ورکوي چې د دوی په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

هغه وویل: “ ته چې ما ته همېشه د همه شموله توصیه کوې، ایا تا په خپل هېواد کې همه شموله حکومت جوړ کړی؟ تا په خپله هېواد کې خپل حقوق ورکړي؟ زما په بندیخانو کې دومره بندیان نه شته لکه څومره چې یې ته اعداموې، ستا په هېواد کې په زرهاو انسانان ورک دي څوک یې پوښتنه نه شي کولی”.

په ظاهره متقي د کوم هېواد نوم وانه خیست خو زیاته یې کړه، چې طالبانو ته د نړۍوالو دا ډول غوښتنې د منلو وړ نه دي.

د طالبانو د واک ته له رسېدو وروسته دغې ډلې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار بندیز لګولی او هم د نړۍوالو بنسټونو د راپورنو په اساس دغې ډلې سلګونه د پخواني حکومت کارکوونکي نیولي، شکنجه کړي او وژلي یې دي.

نړۍواله ټولنه له طالبانو سره د تعامل اساسي خنډونه د ښځو او بشر حقونو څخه سرغړونه، د همه شموله حکومت نه موجودیت او د ترهګریزو ګروپونو فعالیت ګڼلي دي.

د طالبانو مشر د دې ډلې له سترې محکمې د قبالو د وېش غوښتنه وکړه

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده ترې غوښتي چې د قبالو د وېش بهیر پیل کړي. دې ادارې د چارشنبې په ورځ-د وږي ۸- په اعلامیه کې ویلي، چې هبت الله اخوندزاده وړمه ورځ دا خبره د سترې محکمې له رییس سره په لیدنه کې کړې ده.

د دې اعلامیې له مخې په دې لیدنه کې د سترې محکمې پر رییس سربېره د اړوند ارګان نور چارواکي او د کرنې او اوبو لګولو وزیر او د دې وزارت د قبایلو چارو رییس هم وو.

طالبان وايي، قبالې به په کابل او ولایتي مرکزونو کې په کاغذي بڼه پیل شي او کله چې ټولو ولایتونو ته برېښنايي سیستم ورسېد، نو دا سندونه به برېښنايي شي.

د طالبانو دا ګام په داسې مهال دی چې تېرو دوو کلونو کې دې ډلې په کابل او ولایتونو کې ډېری ښارګوټي ناقانونه او په غصب شویو ځمکو اباد بللي او ضبط کړي یې دي.

خو په ورته مهال پر دوی تور دی چې په مختلفو ولایتونو کې یې د پخوانیو چارواکو پر جایدادونو ولکه کړې ده.

د تاجکستان په بارانونو او ځمکې ښویېدنې کې ۲۳ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۰ GMT+۱

تاجکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې د تاجکستان په وروستیو اورښتونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدنې په پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۲۳ تنو ته ورسېده او ۴ نور چې دوه یې کوچني ماشومان دي ورک شوي دي.

د تاجکستان د بېړنیو پېښو کمېټه وايي، چې تر دا مهاله له کافرنهان له سیند څخه ۱۱جسدونه تر لاسه شوي چې شپږ یې ماشومان او ۷ یې مېرمنې دي.

دوی زیاتوي، چې د پلټنې او ژغورنې ډلې په نورو ورکو شویو کسانو پسې لټه کوي او ښايي د مړو شمېره له دې هم پورته شي، تر دا مهاله په سیمه کې د پلټنې او ژغورنې عملیات روان دي.

د بېړنیو پېښو کمېټه زیاتوي، چې د ځمکې ښویېدنې د نورو پېښو رامنځته کېدو ګواښ زیات دی او دوی یې پر وړاندې چمتوالی نیسي.

دغه بارانونه د پلازمېنې دوشنبې په وحدت، تاجک اباد، ورزوب او رودکي سیمو کې شوي، چې ګڼې کورنۍ یې بې کوره کړي دي، سړکونه او پلونه یې ویجاړ کړي دي.

ومه ورځ د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په یوې خبرپاڼې کې د ۱۳ کسانو د وژلو د خبر تر څنګ له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې خبره کړې وه.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې موسمي بارانونو او سېلابونو د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

مایکل مکال د ۲۰۲۱ په اګسټ میاشت کې پر کابل هوايي ډګر د برید جزییات خپاره کړل

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۴۳ GMT+۱

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل پر هوايي ډګر د شوي برید ځینې جزییات خپاره کړل.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال؛ د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د ځانمرګي برید د قربانیانو په یاد غونډه کې وویل، چې امریکايي ځواکونو یاد بریدګر له پېښې وړاندې پېژندلی و؛ مګر ورته ویل شوي وو، چې دوی اوس نه شي کولی چې د دغه ګواښ پر وړاندې سم له واره اقدام وکړي.

د نوموړي په خبره، چې دوه ورځې وړاندې په کابل کې د سي ای اې له خوا برید کوونکي په نښه شوي وو؛ مګر امنیتي ځواکونو ته د هوايي برید امر نه و شوی.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر؛ ولسمشر بایډن له افغانستان د دا ډول ګواښمن او بې شرطه وتلو مسوول ګڼي او وايي، چې د بایډن حکومت باید د دغې لویې فاجعې په اړه ځواب ووايي او حساب ورکړي.

نوموړی زیاتوي، چې راتلونکې اونۍ به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په څېړنو کې پرمختګ وشي؛ خو د بایډن ادارې یې په اړه څه نه دي ویلي.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې یو بل غړی بر این ماسټ وايي، چې دا ټوله د ولسمشر بایډن د بې غورۍ پایله ده.

نوموړی زیاتوي: “ زه له خدایه شکر کوم چې بایډن هغه څه وکړل کوم چې ما د خپل پوځي ماموریت پر مهال نه وو تجربه کړي”.

ماسټ وايي؛ بایډن د دې پر ځای چې جګړه د منظمو پوځي عملیاتو په کولو پای ته ورسوي، د سیاسي جوجاړي په لټه و او غوښتل یې چې خپل ځانته سیاسي امتیازات واخلي.

د امریکا د کانګرس یوه بل غړي ماډلین ډین بیا په خپلو خبرو کې وویل، چې نور امریکا نه شي کولی چې د اسیايي خلکو لپاره د امریکايي وګړو ژوند په خطر کې واچوي.

نوموړي زیاته کړه: “ دا شل کلنه جګړه موږ ته په ډېره لوړه بیه تمامه شوه، نور نه شو کولی چې د خپلو نارینه او ښځینه وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کړو”.

په دغه یاد غونډه کې د کانګرس ګڼو غړو برخه اخیستې وه او په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدل یې یوه اړتیا یاده کړه؛ خو زیاته یې کړه چې د دغې اړتیا بیه ډېره لوړه وه.

د یادونې وړ ده، چې ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې داعش وسلوالې ډلې پر کابل هوايي ډګر برید وکړ، چې له امله یې ۱۷۰ ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

پوځي کودتا؛ په ګابن کې پوځیانو د ټاکنو په لغوه کولو سره واک ترلاسه کړ

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۲ GMT+۱

افریقايي هېواد ګابن کې د جګپوړو پوځي چارواکو یوې ډلې اعلان وکړ، چې حکومت یې منحل او واک یې ترلاسه کړی دی.

دوی د چهارشنبې په ورځ (د وږي۸ مه) په یوه تلویزیوني چینل کې راڅرګند شول او ویې ویل چې د ولسمشرۍ ټاکنې یې هم لغوه کړې دي.

دغو پوځي چارواکو دا خبر د انتخاباتو د پایلو له اعلانیدو یوازې څو شېبې وروسته اعلان کړ. د ګابن د انتخاباتو د کمېسیون د اعلان له مخې د دغه هېواد ولسمشر علي بونګو د درېیم ځل لپاره انتخابات ګټلي دي.

هغه قوماندانان چې د ګابن په ملي ټلویزیون کې راڅرګند شول ویې ویل، چې دوی د هېواد د ټولو امنیتي او پوځي ادارو په استازیتوب واک ترلاسه کړی دی.

همدا راز دوی اعلان وکړ، چې د هېواد پولې یې تر بلې خبرتیا پورې تړلي او دولتي بنسټونه یې منحل کړي دي.

په ګابن ۲۴ تلویزیون کې د دوی له څرګندونو وروسته د دې هېواد په پلازمینه لیبرویل ښار کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د ګابن دولتي چارواکو تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.