پوځي کودتا؛ په ګابن کې پوځیانو د ټاکنو په لغوه کولو سره واک ترلاسه کړ

افریقايي هېواد ګابن کې د جګپوړو پوځي چارواکو یوې ډلې اعلان وکړ، چې حکومت یې منحل او واک یې ترلاسه کړی دی.

افریقايي هېواد ګابن کې د جګپوړو پوځي چارواکو یوې ډلې اعلان وکړ، چې حکومت یې منحل او واک یې ترلاسه کړی دی.
دوی د چهارشنبې په ورځ (د وږي۸ مه) په یوه تلویزیوني چینل کې راڅرګند شول او ویې ویل چې د ولسمشرۍ ټاکنې یې هم لغوه کړې دي.
دغو پوځي چارواکو دا خبر د انتخاباتو د پایلو له اعلانیدو یوازې څو شېبې وروسته اعلان کړ. د ګابن د انتخاباتو د کمېسیون د اعلان له مخې د دغه هېواد ولسمشر علي بونګو د درېیم ځل لپاره انتخابات ګټلي دي.
هغه قوماندانان چې د ګابن په ملي ټلویزیون کې راڅرګند شول ویې ویل، چې دوی د هېواد د ټولو امنیتي او پوځي ادارو په استازیتوب واک ترلاسه کړی دی.
همدا راز دوی اعلان وکړ، چې د هېواد پولې یې تر بلې خبرتیا پورې تړلي او دولتي بنسټونه یې منحل کړي دي.
په ګابن ۲۴ تلویزیون کې د دوی له څرګندونو وروسته د دې هېواد په پلازمینه لیبرویل ښار کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
د ګابن دولتي چارواکو تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۸ مه) سهار وختي د دغه هېواد پر شپږو سیمو اوکرایني بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي. له دغو بریدونو وروسته، د پسکوف په هوايي ډګر کې ټولې الوتنې وځنډول شوې.
داسې ویل کېږي، چې پر کيیف د مسکو له یرغل وروسته دغه بریدونه تر ټولو ستر بریدونه وو چې تر دې مهاله یې ساری نه دی لېدل شوی.
روسي چارواکو ویلي، چې بې پیلوټه الوتکو د پسکوف په لویدیځ کې پر هوایي ډګر برید کړی او د مسکو، اوریول، بریانسک، ریازان او کالوګا په سیمو کې نسکورې شوې دي.
د راپورونو له مخې، پر پسکوف د دغو بریدونو په پایله کې پراخ اورونه لګېدلي او لږ تر لږه څلور الوتکې هم په کې له کاره لویدلې دي.
په همدې حال کې د پسکوف قوماندان میخائیل ودرنیکوف ویلي، چې دغو بریدونو ځاني زیان نه دی اړولی او د اور لمبې هم کابو شوې دي.
هغه دا رنګه زیاته کړې، چې د پسکوف هوایي ډګر به سبا ته د (پنجشنبې په ورځ د وږي ۹ مه) بیا له سره د الوتنو لپاره چمتو شي.
په خواله رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښيي، چې له پسکوف له ښاره شنې لوخړې پورته کېږي او د دغه ښار فضا پر لوګیو پوښل شوې ده.
له دغه بریده څو ساعته وړاندې اوکرایني چارواکو پر کيیف ښار د روسیې د برید خبر ورکړی و.
د کيیف ښاروال ویلي، د روسیې د بریدونو او د هغوی د الوتکو د رانسکورولو په پایله کې دوه تنه وژل شوي دي.

د یوګني پرېګوژین له مړینې شپږ ورځې وروسته؛ د واګنر جنګیالیو دا مشر د سنټ پترزبورګ په یوې هدیره کې د خصوصي مراسمو په ترسراوي سره خاورو ته وسپارل شو. د هغه جنازه د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې او د رسنیو له پامه لرې وشوه.
یوګني پرXګوژین د وږي په لومړې نېټه د روسیې په شمال لویدیځ کې د الوتکې د نسکوریدو په پېښه کې مړ شو. ګومان کېږي چې نوموړی د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه دسیسه کې وژل شوی دی. کرملین دا تور رد کړی او هغه یې "مطلق دروغ" بللی دی.
د شخصي جټ الوتکې د رالوېدو په پېښه کې د پرېګوژین تر څنګ د واګنر دوه د لومړۍ درجې قوماندانان، څلور ساتونکي او د الوتکې درې خدماتي کارکوونکي هم مړه شوي دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې د الوتکې د لوېدو لامل څه دی، خو د پېښې ځایي خلکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دوی لومړی د چاودنې غږ واورېد او بیا یې د الوتکې غورځېدل ولیدل.
د پرېګوژین له مړینې وروسته پوتین هغه د «با استعداده سوداګر» په توګه یاد کړ او ویې ویل: «هغه یو سخت برخلیک درلود او په ژوند کې یې جدي تېروتنې وکړې».
د پرېګوژین له مړینې وروسته پوتین د واګنر جنګیالیو ته امر وکړ، چې د روسیې حکومت ته خپله وفادارۍ اعلان کړي، هغه کړنه چې پریګوژین یې خلاف و.
د دې ډلې مشر سږکال په سرطان میاشت کې د هاغه بغاوت مشري وکړه، چې په ترڅ کې یې د روستوف آن دون ښار کنټرول ترلاسه کړ او وروسته بیا د مسکو په لور ولاړل.
په لومړیو کې پوتین پرېګوژین د یوه غدار په توګه معرفي کړ، چې بغاوت یې روسیه کورنې جګړې ته بیوله. هغه ویلي وه؛ «د هغه خیانت به ناوړې پایلې ولري».

د استرالیا ډاکټرانو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په کانبرا کې یې د یوې ۶۴ کلنې مېرمنې له مغزو څخه د ۸ سانتي مترو په انداز ژوندی چینجی لرې کړی.
ويل کيږي چې دغه مېرمن اوس له جراحۍ عملیاته وروسته خپل عادي ژوند ته ستنه شوې ده. د اسټرالیا ساینس پوهانو اعلان وکړ، چې دا ډول چینجي په پیټون مارانو کې ډېر لیدل کیږي.
ډاکټرانو ویلي چې په دې بې سارې پېښه کې تېر کال ناروغ د زړه له درده، هېرېدو او خپګان له نښو سره ډاکټر ته ورغله چې بیایې جراحي عملیات ترسره شو.
دا لومړی ځل دی، چې د یوه انسان له مغزو په دې اندازه اوږد چینجی ویستل کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت د صفري قطعاتو زرګونه پخواني عسکر، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې په ملاتړ جنګېدلي په امریکا کې له قانوني ستونزو سره مخامخ دي.
این بي سي خبري شبکې راپور ورکړی، چې د صفري واحدونو له 10,000 څخه تر 12,000 پورې غړو کاري جوازونه به په راتلونکو ورځو یا اونیو کې پای ته ورسیږي.
دغه واحدونه تر ډېره په افغانستان کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) د افسرانو د امنیت په تامین بوخت وو او په ۱۴۰۰ کې د طالبانو په لاس د دغه هېواد د حکومت له نسکورېدو وروسته امریکا ته منتقل شول.
د این بی سي خبري شبکې د راپور په بنسټ؛ اوس د دوی د کار جواز دوه کلنه دوره پای ته رسېدلې او دې کار دوی اندیښمن کړي، چې د دوی د کار جواز له لاسه ورکولو سره به د خپلو کورنیو مالي ملاتړ ونه شي کړی او حتا د کار کولو او ګرین کارت د اخیستو فرصت به له لاسه ورکړي.
دغې امریکايي خبري شبکې زیاته کړې، چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې دغو پخوانیو پوځیانو د امریکا له کانګرسه غوښتي، چې له دغه «حالت» څخه دې وژغوري.
د دې شبکې د معلوماتو له مخې؛ د ملي امنیت د دغو پخوانیو قطعاتو یو قوماندان جنرال محمد شاه تېره میاشت امریکايي وکیلانو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی و، چې دغه پخواني ځواکونه له یوه " بحران" سره مخ دي.
د ملي امنیت دغه پخواني جنرال د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل، چې د دې قانوني ستونزې په هواري او د دغو پوځیانو د استوګنې د وضعیت په اړه چې د امریکا د استخباراتي ځواکونو همکاران دي ورسره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه: "په دې وروستیو کې زموږ په ټولنه کې د ځان وژنې پېښې رامنځته شوي، چې دا زموږ په منځ کې د بې کوره کېدو د قوي احساس له امله رامنځته کیږي ، ځکه چې د امریکا حکومت د کډوالۍ مرستې لپاره زموږ غوښتنې رد کړې دي."
د این بي سي شبکه د دې تجربه کونکو څخه د یو تن ناصر اندړ حواله هم ورکړې، چې لیکلي یې دي؛ د دوی د کار جواز نېټې په هر تېرېدونکي ساعت کې د خپګان سره لاس او ګرېوان دي.
هغه وویل: "ځینې یې د نا امیدۍ احساس کوي، دوی نه پوهیږي چې څه وکړي، موږ دوی ته لارښوونه کوو چې د دوی مورال پیاوړی کړي."
د ناصر اندړ په حواله؛ له هغه راهیسې چې دا ځواکونه امریکا ته لېږدول شوي، لږ تر لږه دوه کسانو یې ځانوژنه کړې ده.
په ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې د طالبانو په لاس د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته، د امریکايي بنسټونو څه باندې ۷۲ زره سیمه ییز همکاران له افغانستان څخه امریکا ته انتقال شول.
ډیری کډوالو یې بشردوستانه ویزې او دوه کلن کاري جواز ترلاسه کړی. د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت امر کړی، چې د دوی ویزې او کاري جوازونه دې د نورو دوه کلونو لپاره وغځول شي ترڅو د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه پروسس کړي.

د استانبول د کلتور او ګرځندوی ریاست وايي، چې په دغه ښار کې د بهرنیو سیلانیانو د ۱۵ سلنه زیاتوالي سره د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۹ میلیونه ۷۷۶ زره ۶۳۵ بهرنيو سیلانیانو له دغه ښار څخه لیدنه کړې ده.
استانبول د ترکیې او نړۍ یو له مهمو سیاحتي ځایونو څخه دی.
د استانبول د کلتور او ګرځندوی رياست د شمېرو له مخې؛ د روان کال له پيله تر اوسه څه د پاسه نهه ميليونه بهرنيو سيلانيانو له دغه ښار څخه ليدنه کړې ده.
دغه شمېره د تېر کال په پرتله په همدې موده کې ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
راپورونه وايي، چې هره مياشت په اوسط ډول يو میليون او درې سوه زره بهرني سيلانيان له دغه ښار څخه ليدنه کوي.
د استانبول د کلتور او ګرځندوی ریاست چارواکي وايي؛ له هرو درېیو سیلانیانو څخه چې ترکیې ته ورځي یو یې استانبول ته راځي.
د بهرنیو سیلانیانو په منځ کې، روسان په لومړي ځای کې دي.
روسیه د ۱۸۵۶۳۶ سیلانیانو سره استانبول ته د لیدونکو د لیست په سر کې ده.
له روسانو وروسته جرمني، سعودي عربستان، امريکا، ايران، فرانسه، بريتانيا، عراق، کويت، اسرایيل او هالنډ دي.
په ټولیز ډول د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ۱۹۶ هېوادونو سیلانیانو استانبول ته سفر کړی دی.
د تېر کال په پرتله د مسافرینو شمېر کې چې د هوا له لارې استانبول ته رسیدلي پنځه سلنه زیاتوالی راغلی او د هغو مسافرینو شمېر چې د سمندر له لارې یې دغه ښار ته سفر کړی ۷۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
