په استرالیا کې ډاکټرانو د یوې مېرمنې له مغزو ۸ سانتي متره ژوندی چینجی لرې کړ

د استرالیا ډاکټرانو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په کانبرا کې یې د یوې ۶۴ کلنې مېرمنې له مغزو څخه د ۸ سانتي مترو په انداز ژوندی چینجی لرې کړی.

د استرالیا ډاکټرانو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په کانبرا کې یې د یوې ۶۴ کلنې مېرمنې له مغزو څخه د ۸ سانتي مترو په انداز ژوندی چینجی لرې کړی.
ويل کيږي چې دغه مېرمن اوس له جراحۍ عملیاته وروسته خپل عادي ژوند ته ستنه شوې ده. د اسټرالیا ساینس پوهانو اعلان وکړ، چې دا ډول چینجي په پیټون مارانو کې ډېر لیدل کیږي.
ډاکټرانو ویلي چې په دې بې سارې پېښه کې تېر کال ناروغ د زړه له درده، هېرېدو او خپګان له نښو سره ډاکټر ته ورغله چې بیایې جراحي عملیات ترسره شو.
دا لومړی ځل دی، چې د یوه انسان له مغزو په دې اندازه اوږد چینجی ویستل کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت د صفري قطعاتو زرګونه پخواني عسکر، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې په ملاتړ جنګېدلي په امریکا کې له قانوني ستونزو سره مخامخ دي.
این بي سي خبري شبکې راپور ورکړی، چې د صفري واحدونو له 10,000 څخه تر 12,000 پورې غړو کاري جوازونه به په راتلونکو ورځو یا اونیو کې پای ته ورسیږي.
دغه واحدونه تر ډېره په افغانستان کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) د افسرانو د امنیت په تامین بوخت وو او په ۱۴۰۰ کې د طالبانو په لاس د دغه هېواد د حکومت له نسکورېدو وروسته امریکا ته منتقل شول.
د این بی سي خبري شبکې د راپور په بنسټ؛ اوس د دوی د کار جواز دوه کلنه دوره پای ته رسېدلې او دې کار دوی اندیښمن کړي، چې د دوی د کار جواز له لاسه ورکولو سره به د خپلو کورنیو مالي ملاتړ ونه شي کړی او حتا د کار کولو او ګرین کارت د اخیستو فرصت به له لاسه ورکړي.
دغې امریکايي خبري شبکې زیاته کړې، چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې دغو پخوانیو پوځیانو د امریکا له کانګرسه غوښتي، چې له دغه «حالت» څخه دې وژغوري.
د دې شبکې د معلوماتو له مخې؛ د ملي امنیت د دغو پخوانیو قطعاتو یو قوماندان جنرال محمد شاه تېره میاشت امریکايي وکیلانو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی و، چې دغه پخواني ځواکونه له یوه " بحران" سره مخ دي.
د ملي امنیت دغه پخواني جنرال د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل، چې د دې قانوني ستونزې په هواري او د دغو پوځیانو د استوګنې د وضعیت په اړه چې د امریکا د استخباراتي ځواکونو همکاران دي ورسره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه: "په دې وروستیو کې زموږ په ټولنه کې د ځان وژنې پېښې رامنځته شوي، چې دا زموږ په منځ کې د بې کوره کېدو د قوي احساس له امله رامنځته کیږي ، ځکه چې د امریکا حکومت د کډوالۍ مرستې لپاره زموږ غوښتنې رد کړې دي."
د این بي سي شبکه د دې تجربه کونکو څخه د یو تن ناصر اندړ حواله هم ورکړې، چې لیکلي یې دي؛ د دوی د کار جواز نېټې په هر تېرېدونکي ساعت کې د خپګان سره لاس او ګرېوان دي.
هغه وویل: "ځینې یې د نا امیدۍ احساس کوي، دوی نه پوهیږي چې څه وکړي، موږ دوی ته لارښوونه کوو چې د دوی مورال پیاوړی کړي."
د ناصر اندړ په حواله؛ له هغه راهیسې چې دا ځواکونه امریکا ته لېږدول شوي، لږ تر لږه دوه کسانو یې ځانوژنه کړې ده.
په ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې د طالبانو په لاس د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته، د امریکايي بنسټونو څه باندې ۷۲ زره سیمه ییز همکاران له افغانستان څخه امریکا ته انتقال شول.
ډیری کډوالو یې بشردوستانه ویزې او دوه کلن کاري جواز ترلاسه کړی. د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت امر کړی، چې د دوی ویزې او کاري جوازونه دې د نورو دوه کلونو لپاره وغځول شي ترڅو د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه پروسس کړي.

د استانبول د کلتور او ګرځندوی ریاست وايي، چې په دغه ښار کې د بهرنیو سیلانیانو د ۱۵ سلنه زیاتوالي سره د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۹ میلیونه ۷۷۶ زره ۶۳۵ بهرنيو سیلانیانو له دغه ښار څخه لیدنه کړې ده.
استانبول د ترکیې او نړۍ یو له مهمو سیاحتي ځایونو څخه دی.
د استانبول د کلتور او ګرځندوی رياست د شمېرو له مخې؛ د روان کال له پيله تر اوسه څه د پاسه نهه ميليونه بهرنيو سيلانيانو له دغه ښار څخه ليدنه کړې ده.
دغه شمېره د تېر کال په پرتله په همدې موده کې ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
راپورونه وايي، چې هره مياشت په اوسط ډول يو میليون او درې سوه زره بهرني سيلانيان له دغه ښار څخه ليدنه کوي.
د استانبول د کلتور او ګرځندوی ریاست چارواکي وايي؛ له هرو درېیو سیلانیانو څخه چې ترکیې ته ورځي یو یې استانبول ته راځي.
د بهرنیو سیلانیانو په منځ کې، روسان په لومړي ځای کې دي.
روسیه د ۱۸۵۶۳۶ سیلانیانو سره استانبول ته د لیدونکو د لیست په سر کې ده.
له روسانو وروسته جرمني، سعودي عربستان، امريکا، ايران، فرانسه، بريتانيا، عراق، کويت، اسرایيل او هالنډ دي.
په ټولیز ډول د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ۱۹۶ هېوادونو سیلانیانو استانبول ته سفر کړی دی.
د تېر کال په پرتله د مسافرینو شمېر کې چې د هوا له لارې استانبول ته رسیدلي پنځه سلنه زیاتوالی راغلی او د هغو مسافرینو شمېر چې د سمندر له لارې یې دغه ښار ته سفر کړی ۷۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معین قاري یونس رشید وايي، چې افغانستان ته بهرنۍ مرستندویه موسسې د افغانستان د جوړولو لپاره نه بلکې د غلا او لوټمارۍ لپاره راغلي دي.
نوموړي دغه خبرې د سې شنبې په ورځ(د وږي ۷مه) د پکتیا پوهنتون له یو شمېر محصلینو سره په لیدنه کې کړي دي او زیاته کړې یې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د مرستندویه موسسو له خوا د دوو میلیاردو ډالرو مصرف ناسم کار دی.
قاري رشید وویل، چې د لګول شویو پېسو لویه برخه د افغانانو د روحیې په زخمي کولو مصرف شوې ده او دا دوی ته د منلو نه دي.
نوموړي د نجونو د زده کړو په اړه وویل، چې له ملا هبت الله سره په لیدنه کې هغه ورته ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې د نجونو د زده کړې لپاره زمینه نه ده برابره.
د طالبانو دغه چارواکی په داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر څو ځلې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی؛ که چېرې افغانستان ته بشري مرستې ونه رسېږي نو دغه هېواد به له بشري بحران سره مخ شي.
بل خوا ملګرو ملتونو ویلي، چې سږکال په افغانستان کې نېږدې شل میلیونه انسانانو ته بشري مرستې ورسېدلې دي او د افغانستان نېږدې ۲۸ میلیونه انسانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي، چې د هلمند د اوبو د اندازې په اړه افغانستان ته د ایراني متخصص پلاوي د سفر راپور څېړل کېږي.
ښاغلي رییسي د سې شنبې په ورځ په تهران کې په یوې خبري غونډې کې یو ځل بیا د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د تړون پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
ښاغلي ابراهیم رییسي وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې لري.
د ایران ولسمشر په ایران کې د اوبو د کمښت ستونزې ته په اشارې سره وویل؛ دغه هېواد له پخوا هم له خپلو ګاونډیانو سره د اوبو د مسالې په اړه موافقې لري، چې د ده په خبره دغه هېوادونه باید ټاکل شوې حقابه مراعات کړي.
ښاغلي رئیسي وویل: "په تېره بیا د افغانستان د سیستان او بلوچستان په شاوخوا سیمو کې د اوبو په اړه، په افغانستان کې زموږ د ځانګړي استازي کاظمي قومي او د هغه د همکارانو خبرې اترې د دې لامل شوې چې یو متخصص ټیم واستول شي".
هغه زیاتوي، چې طالبانو هم دغه پلاوی منلی چې څېړنه وکړي او وګوري چې ایا اوبه د سیستان او بلوچستان د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي دي که نه.
د ایران ولسمشر وویل چې د دغه پلاوي راپور تعقیب او څېړل کېږي.
رییسي پخوانی خبرداری
د ثور په ۲۸ مه د ایران ولسمشر سیستان او بلوچستان ته د سفر په ترڅ کې د هلمند حقابې موضوع راپورته کړه او طالبانو ته یې په ګواښونکي غږ وویل: "زما خبرې جدي ونیسئ تر څو وروسته شکایت ونه کړئ".
ابراهیم رییسي د هغه سفر په ترڅ کې د طالبانو ته ګواښ وکړ او ویې ویل: "زه غواړم د افغانستان واکمنانو ته ووایم چې زما خبرې دې عادي نه ګڼي، جدي دې ونیسي".
هغه زیاته کړه: "زه د افغانستان چارواکو او واکمنانو ته اخطار ورکوم چې سمدستي د سیستان او بلوچستان د خلکو او سیمې حقابه ورکړي".
د ایران د ولسمشر دغه څرګندونې د طالبانو له غبرګون سره مخ شوې او د دې ډلې ویاند له تهران څخه غوښتي چې له پارونکو څرګندونو ډډه وکړي.
ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ایراني چارواکي باید خپله غوښتنه په "مناسبو الفاظو" مطرح کړي.
افغانستان ته د تخنیکي ټیم سفر
د روانې میاشتې په نیمایي کې ایراني رسنیو اعلان وکړ، چې د اسلامي جمهوریت یو تخنیکي ټیم د هلمند سیند د اوبو د وضعیت د کتلو لپاره د کجکي بند څخه لیدنه وکړه.
د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي هلمند سیند ته د ایراني پلاوي سفر د ایران او طالبانو ترمنځ د باور او ښه ګاونډیتوب د رامنځته کولو لپاره د رغنده خبرو اترو د پیل لپاره یوه مثبته نښه وبلله.
ښاغلي قومي وویل: "د هغو کارپوهانو په وینا، چې د دهراوید د اوبو د اندازه کولو په مرکز کې یې د اوبو جریان لیدلی او اندازه کړې یې دي، د ۱۴۰۲ کال د اسد په میاشت کې د اوبو د جریان اندازه د عادي اوبو د میاشتني مقدار څخه کمه دی".
تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي وو، چې تهران افغانستان ته د ایران د تخنیکي پلاوي راپور څېړي.

کرملین ماڼۍ اعلان کړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سپټمبر په میاشت کې په هند کې د جي ۲۰سرمشریزه کې ګډون ونه کړي.
د جرمونو نړۍوالې محکمې ښاغلی پوتین په جګړه ییزو جرمونو تورن کړی او د هغه د نیولو امر یې صادر کړی؛ هغه څه چې کرملین یې په کلکه ردوي.
رویټرز د سې شنبې په ورځ (دوږي اوومه) راپور ورکړ ، چې د جي ۲۰ سرمشریزې ته د روسیې د ولسمشر نشتوالی ښایي بهر ته د سفر پرمهال د هغه د نیول کېدو ویره وي.
ښاغلي پوتین په سویلي افریقا کې د برېکس په سرمشریزه کې هم د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په ورته وخت کې الجزیرې راپور ورکړی، چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د دوشنبې په ورځ له ښاغلي پوتین سره تلیفوني خبرې کړي او د جي ۲۰ په سرمشریزه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ګډون په اړه "تفاهم" ته رسیدلي دي.
په دې ټیلیفوني خبرو کې ښاغلي پوتین د هند لومړي وزیر ته په سپوږمۍ کې د هند د بېړۍ د بریالۍ ښکته کېدو له امله مبارکي وویله.
په روانه میاشت کې هند او روسیې دواړه سپوږمۍ ته خپل څېړونکي واستول؛ مګر د روسیې سپوږمکۍ سپوږمۍ ته له رسېدو د مخه ولوېده، په داسې حال کې چې د هند څېړنیزه سپوږمکۍ د سپوږمۍ په سویل قطب کې ښکته شوه.
