• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین د جي ۲۰ په سرمشرېزه کې ګډون نه کوي

۷ وږی ۱۴۰۲ - ۲۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۱

کرملین ماڼۍ اعلان کړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سپټمبر په میاشت کې په هند کې د جي ۲۰سرمشریزه کې ګډون ونه کړي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې ښاغلی پوتین په جګړه ییزو جرمونو تورن کړی او د هغه د نیولو امر یې صادر کړی؛ هغه څه چې کرملین یې په کلکه ردوي.

رویټرز د سې شنبې په ورځ (دوږي اوومه) راپور ورکړ ، چې د جي ۲۰ سرمشریزې ته د روسیې د ولسمشر نشتوالی ښایي بهر ته د سفر پرمهال د هغه د نیول کېدو ویره وي.

ښاغلي پوتین په سویلي افریقا کې د برېکس په سرمشریزه کې هم د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په ورته وخت کې الجزیرې راپور ورکړی، چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د دوشنبې په ورځ له ښاغلي پوتین سره تلیفوني خبرې کړي او د جي ۲۰ په سرمشریزه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ګډون په اړه "تفاهم" ته رسیدلي دي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې ښاغلي پوتین د هند لومړي وزیر ته په سپوږمۍ کې د هند د بېړۍ د بریالۍ ښکته کېدو له امله مبارکي وویله.

په روانه میاشت کې هند او روسیې دواړه سپوږمۍ ته خپل څېړونکي واستول؛ مګر د روسیې سپوږمکۍ سپوږمۍ ته له رسېدو د مخه ولوېده، په داسې حال کې چې د هند څېړنیزه سپوږمکۍ د سپوږمۍ په سویل قطب کې ښکته شوه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د سره صلیب نړۍواله کمټه: له هرو دوو افغانانو څخه یې یو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

۷ وږی ۱۴۰۲ - ۲۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۱ GMT+۱

په افغانستان کې د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې رییس وايي، چې د افغانستان نیمايي اوسېدونکي له لومړنیو روغتیایي خدمتونو او خوړو څخه بې برخې دي.

ایلوي فیلیون نن سې شنبه( د وږي ۷مه) پر خپلې ایکس(ټویټر) پاڼې لیکلي، چې دا مهال د افغانستان له نیمايي زیات اوسېدونکي بشري مرستو ته اړ دي.

دی زیاتوي، چې له هرو دوو افغانانو څخه یې یو روغتیايي خدماتو ته لاس رسی نه لري.

د فیلیون په خبره، چې په افغانستان کې ګڼ شمېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي او میلیونونه انسانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ایلوي فیلیون زیاتوي، چې دوی به د معلولینو د درملنې او توانمندۍ له مرکزو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې له افغان معلولیت لرونکو وګړو سره مرسته وکړي.

د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې د رییس په خبره، چې د افغانستان خلک لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري او نړۍوال مرستندویه بنسټونه باید له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د تاجېکستان په بارانونو او سیلابونو کې ۱۹ کسان مړه شوي او ۷ نور ورک دي

۷ وږی ۱۴۰۲ - ۲۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۲ GMT+۱

تاجېکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې د تاجېکستان په وروستیو اورښتونو، سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې په پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۱۹ تنو ته ورسېده او ۷ نور چې دوه یې کوچني ماشومان دي ورک شوي دي.

د تاجېکستان د بېړنیو پېښو کمېټه وايي، چې تر دا مهاله له کافرنهان سیند څخه شپږ جسدونه تر لاسه کړي، چې دوه یې ماشومان او څلور یې مېرمنې دي.

دوی زیاتوي، چې د پلټنې او ژغورنې ډلې په نورو ورکو شویو کسانو پسې لټه کوي او ښايي د مړو شمېره له دې هم پورته شي، تر دا مهاله په سیمه کې د پلټنې او ژغورنې عملیات روان دي.

دغه بارانونه د پلازمېنې دوشنبې په وحدت، تاجېک اباد، ورزوب او رودکي سیمو کې شوي، چې ګڼې کورنۍ یې بې کوره کړي دي، سړکونه او پلونه یې ویجاړ کړي دي.

تېره ورځ د تاجېکستان ولسمشر امام علي رحمان په یوې خبرپاڼې کې د ۱۳ کسانو د وژلو د خبر تر څنګ له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې خبره کړې وه.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې موسمي بارانونو او سېلابونو د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

سپینه ماڼۍ: افغانې نجونې باید ازاد ژوند وکړي او ښوونځيو ته لاړې شي

۷ وږی ۱۴۰۲ - ۲۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۰ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ ویاندې یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د حق پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې امریکا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او کار د حق ملاتړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین جان پییر د دوشنبې په ورځ (د وږي ۶مه) په یوې خبري غونډې کې وویل، چې د نجونو د زده کړو په اړه د امریکا دریځ روښانه دی.

نوموړې زیاتوي، چې په افغانستان کې افغانې نجونې باید ازاد ژوند وکړي او ښوونځيو ته لاړې شي.

د سپينې ماڼۍ وياندې زياته کړه، چې امريکا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه څرګندې او ثابتې اندېښنې لري او تل یې روښانه کړي دي.

خو مېرمن جان پییر ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د افغان ولس ملاتړ ته په داسې حال کې دوام ورکړي چې طالبان پیاوړي نه شي.

نوموړې د خپلو خبرو په یوه برخه کې د افغانو نجونو د تعلیم په برخه کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ادارې ملاتړ ته په اشارې سره وویل، چې د امریکا حکومت په دوامداره توګه له طالبانو سره خپلې اړیکې او چلند ارزوي.

له څه باندې ۷۰۰ ورځو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، د ښځو کار یې محدود کړی او پر ټولنیز ژوند یې بېلابېل بندیزونه لګېدلي دي.

محکمې د امریکا د پخواني ولسمشر د لومړۍ محاکمې نېټه وټاکله

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۴۸ GMT+۱

په واشنګټن ډي سي کې د فېډرالي محکمې قاضۍ د دوشنبې په ورځ امر وکړ، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو د باطلولو په تور د ډونالډ ټرمپ محاکمه به د ۱۴۰۲ کال د حوت په ۱۴ ترسره شي.

له دې پرېکړې سره د ټرمپ د وکیلانو هغه هڅې، چې غوښتل یې له ټاکنو دوه کاله وروسته د هغه محاکمه ترسره کړي؛ ناکامې شوې.

دوی استدلال وکړ، چې دوی باید کافي وخت ولري، چې د متحده ایالاتو د لويې څارنوالۍ شاوخوا 12 ميلیونو مخونو اسنادو بیا کتنه وکړي او له همدې امله یې وړاندیز وکړ، چې د ټرمپ محاکمه دې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په لومړیو کې ترسره شي.

د محکمې قاضۍ تانیا چیټکن د ټرمپ د وکیلانو غوښتنه ونه منله او ویې ویل چې د ټرمپ حقوقي ټیم دومره اوږدې مودې ته اړتیا نه لري.

دا محاکمه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په شپږمه په کانګرس کې د ټرمپ د پلویانو له پاڅون سره تړاو لري.

دوی په ټاکنو کې د جوبایډن د بریا د تایید د مخنیوي لپاره کانګرس ته ننوتل.

پر ټرمپ هم تور دی، چې خلک یې فساد ته هڅولي او پر خپل مرستیال مایک پنس یې فشار راوړی و، چې په مشرانو جرګه کې د ټاکنو د پایلو د تایید مخه ونیسي.

د قانون پر بنسټ؛ د امریکا د سنا مجلس د ولسمشریزو ټاکنو پایلې تاییدوي او د دغه مجلس ریاست د امریکا د ولسمشر مرستیال پر غاړه لري.

ښاغلي ټرمپ دا ټول تورونه رد کړي او د دوی پلان یې سیاسي انګیزه ګڼلې ده. هغه پرته له دې چې اسناد وړاندې کړي د قاضۍ چيټکن بې پرېتوب یې تر پوښتنې لاندې راوستی.

دغه فېډرالي قاضۍ ټرمپ ته خبرداری ورکړ، چې د شاهدانو او نورو په قضیه کې د ښکیلو کسانو په وړاندې له سختو څرګندونو ډډه وکړي.

د طالبانو د قبایلو چارو مرستیال وزیر:رسمیت پېژندنې ته اړتیا نه لرو، الله به زموږ وطن جوړوي

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د قومونو، قبایلو او سرحداتو چارو مرستیال وزیر عبدالخالق عابد وايي، چې دوی د نړۍوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لري.

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت دوه کاله پوره شول او تر اوسه هېڅ کوم هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې، د طالبانو دغه لوپوړي چارواکي په پروان ولایت کې په یوې غونډې کې ویلي، چې د نړۍ هېوادونه د افغانستان په پرمختګ کې هېڅ ونډه نه لري؛ نو ځکه دوی هېڅ اړتیا نه لري، چې د نړۍوالې ټولنې له خوا دې دوی په رسمیت وپېژندل شي.

عبدالخالق عابد وويل: "د هيچا په رسمیت پېژندنې ته اړتیا نه شته، الله به زموږ وطن جوړوي او دا د الله رضا ده."

په ورته وخت کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ملا ندا محمد ندیم هم په یوې غونډې کې ویلي وو، چې هېڅکله به له “کفارو” سره تعامل ونه کړي.

د طالبانو دغه دوه لوړ پوړي چارواکي دا ډول څرګندونې په داسې مهال کوي، چې تېره اونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي وو، چې نړۍواله ټولنه دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او له طالبانو سره دې تعامل وکړي.