سپینه ماڼۍ: افغانې نجونې باید ازاد ژوند وکړي او ښوونځيو ته لاړې شي

د سپینې ماڼۍ ویاندې یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د حق پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې امریکا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او کار د حق ملاتړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د حق پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې امریکا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او کار د حق ملاتړې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین جان پییر د دوشنبې په ورځ (د وږي ۶مه) په یوې خبري غونډې کې وویل، چې د نجونو د زده کړو په اړه د امریکا دریځ روښانه دی.
نوموړې زیاتوي، چې په افغانستان کې افغانې نجونې باید ازاد ژوند وکړي او ښوونځيو ته لاړې شي.
د سپينې ماڼۍ وياندې زياته کړه، چې امريکا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه څرګندې او ثابتې اندېښنې لري او تل یې روښانه کړي دي.
خو مېرمن جان پییر ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د افغان ولس ملاتړ ته په داسې حال کې دوام ورکړي چې طالبان پیاوړي نه شي.
نوموړې د خپلو خبرو په یوه برخه کې د افغانو نجونو د تعلیم په برخه کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ادارې ملاتړ ته په اشارې سره وویل، چې د امریکا حکومت په دوامداره توګه له طالبانو سره خپلې اړیکې او چلند ارزوي.
له څه باندې ۷۰۰ ورځو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، د ښځو کار یې محدود کړی او پر ټولنیز ژوند یې بېلابېل بندیزونه لګېدلي دي.

نرګس مومند حسنزۍ وايي؛ دا جایزه هغه کسانو ته ورکول کیږي، چې د سولې، زده کړو، د بیان ازادي، جنستي نابرابري پر وړاندې مبارزه کوي.
نوموړې دا جایزه هغه افغانو نجونو ته ډالۍ کړه، چې د تېرو دوه کالونو راهيسې یې د ښوونځي دروازې نه دي لیدلي.
د ښوونې او روزنې پوهنتون پخوانۍ استاده او د ښځو حقونو فعاله نرګس مومند حسنزۍ نن سې شنبه (وږي ۷مه) په خپل فېسبوک کې لیکلي چې ویاړي په دومره یوه معتبرې جایزې کې د یوه هیر شوي هېواد ( افغانستان) نوم هم راغی.
نوموړې وايي دا جایزه د هغو افغانو نجونو ده، چې په دننه افغانستان کې د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې یې سر پورته کړی او کلک دریځ یې خپل کړی.
حسنرۍ زیاتوي، چې په خپله وینا کې یې د افغان نجونو دوه کلن مزل، د هغوي نقص شوي حقونو، هېواد کې روان بشري ناروین او د افراطیت ترویج خبرې وکړې.
نوموړې زیاتوي، د افغانستان سره د بشري مرستې، افغانو نجونو ته د زده کړو بورسیې، د فوټبال له نړۍوالي ټولنې «فیفا» څخه د افغانستان د ښځینه قوټبال ملي لوبډله په رسمیت پېژنده او په اروپا کې مېشتو کډوالو ته د ژوند اسانتیاو غوښتنه وکړه.
د سوېډن هېواد ۲۰۲۳ کال د سوالې نړۍواله جایزه د افغانستان ترڅنګ د نړۍ څلورو نورو هېوادونو وګړو ته هم ورکړل شوه.

د طالبانو په لیکو کې د خپلمنځي اختلافاتو په دوام د میدان وردګ ولایت د طالبانو د دوه غړو غږیز پېغامونه افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي. دوي نیوکه کوي، چې د طالبانو د تصفې کیمسیون د کندهاري طالبانو په کنټرول کې دی.
دوی زیاتوي، چې دغه کندهاري ډله د نورو ولایتونو او په ځانګړي توکه د میدان وردګو د طالبانو د غړیتوب فورمې نه تاییدوي.
د میدان وردګو طالبان په دغه غږیز پېغام کې وايي؛ ملا قیوم ذاکر پورې اړوند طالبانو په پنجشیر، پروان او کاپیسا ولایتونو کې کم عمره هلکان تښتوي او په زوره یې پوستو ته بیايي او ښځو سره یې جنسي زیاتی کوي.
دوي ادعا کوي، چې د تصفیې کمیسیون دې د ملا فاضل او ملا قیوم ذاکر پورې اړوند طالبانو کې تصفیه وکړي چې دواړو یې په خپلو وسلوالو ډلو کې غیر طالبان ځای پر ځای کړي دي.
دغه طالبان په خپلو څرګندونو کې د کابل برېښنا ریاست رییس ملا احمد اخوند هغه ویډیو ته هم اشاره کوي، چې افغانستان انټرنشنل دوه اونۍ وړاندې خپره کړې وه.
په یاده ویډیو کې نوموړي له خپل یو ساتونکي سره په یوه کمپله کې څملي خو تر اوسه طالبان د دغه ویډیو په اړه چوپه خوله دي.
ملا احمد اخوند د کندهار اوسېدونکی په قوم اسحاقزی او د طالبانو د مشر ملا هبت الله له خپلوانو څخه ګڼل کیږي.
د میدان وردګو طالبان وايي؛ کندهاري طالبان د نورو ولایتونو له طالبانو سره تعصب کوي او په ټولو ادارو کې یې کندهاریان ګمارلي دي.
دوی ادعا کوي، چې په تېره شل کلنه جګړه کې کندهاري طالبانو جګړه نه ده کړې بلکې د وردګو طالبانو قرباني ورکړې ده.
د وردګو طالبان کندهاري طالبانو ته ګواښ کوي؛ که په طالبانو کې یې د غړیتوب فورمي تایید نه شي، نو د کندهاري طالبانو پرضد به پاڅون او وسلواله مبارزه لاس پورې کړي.
تر اوسه پورې طالبانو په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو په ډله کې د طالبانو له مشر ملا هبت الله نیولې تر ګڼو تصمیم نیوونکو چارواکو یې له کندهار او جنوبي ولایاتو څخه دي، چې دا کار د نورو ولایتونو د طالبانو د ناخوښۍ سبب ګرځېدلی دی.
افغانستان انټرنشنل ته داسې معلومات د معتبرو سرچینو څخه رسېدلي دي، چې په کابل کې له وزیرانو څخه د تغیر او تبدیل واک ملا هبت الله اخیستی دی او ګمارنې یوازې د نوموړي له خوا ترسره کیږي.
که څه هم د افغانستان پلازمېنه کابل دی، خو تصمیم نیوونکی په کندهار کې مېشت ملا هبت الله دی، چې له وزیرانو څخه شروع تر یو عادي مامور هم مقرروي او په کابل کې مېشت د طالبانو چارواکي د هرې کړنې اجازه په کندهارکې له ملا هبت الله څخه اخلي.
څیړونکي په دې باور دي، چې په تېر جمهوري نظام کې د میدان وردګو ولایت یو له ډېرو ناامنه ولایتونو څخه شمېرل کېده، چې بهرنیو او افغان ځواګونو ته یې ډېره درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دغې ډلې د کابل او غزني ترمنځه غځېدلې لار کې پر حکومتي ځواګونو مرګوني بریدونه ترسره کړي دي، خو یادې ډلې د نورو ولایتونو په پرتله زیات تلفات هم ورکړي دي؛ مګر د طالبانو واک ته له رسېدو سره دغه ولایت ته طالبانو په واک کې مهمه چوکۍ نه دي ورکړي او دوی ناراضه دي.

تېره ورځ د ایران د پارلمان یوې ډلې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال سره په لېدنه کې د نشه یي توکو پر وړاندې د «پراخې مبارزې»او پر ایران یې د مثبتو اغېزو ستاینه وکړه.
تر دې وړاندې ایراني چارواکو د طالبانو په واکمنۍ کې د نشه یي توکو د تولید په زیاتېدو نیوکې کړې وې.
د ارګ د اېکس ټوېټر پاڼې په لیکنه، ایراني پلاوي د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال عبدالکبیر سره په لېدنه کې ویلي: «د اسلامي امارت د واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د نشه یي توکو پر ضد مبارزه شوې، چې پر ایران یې هم اغېزې جوتې دي، دا د پام وړ پرمختګ دی.»
په کابل کې د ایران سفارت هم په خپلې اېکس پاڼه کې دغه څرګندونې کټ مټ خپرې کړې دي.
داسې برېښي چې ایراني چارواکي د طالبانو او نشه یي توکو په اړه بېلابېل نظرونه او لید لوري لري، څه موده مخکې د ایران د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مشر د طالبانو په واکمنۍ کې د نشه یي توکو د تولید په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او هغه یې د ایران له پاره ستره ننګونه یاده کړې وه.
سکندر مومني ویلي و، چې د طالبانو له کړیو ژمنو سره، سره د نشه یي توکو کر او تولید زیات شوی او کمی په کې نه دی راغلی.
ایران د افغانستان لپاره د قاچاقو اصلي لاره ده، چې د دغه هېواد د چارواکو په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نشه یي توکو لېږد ایران او بیا له هغه ځایه نورو هېوادونو ته زیات شوی دی.
د فارس د خبري اژانس په حواله د ایران د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال مسعود زاهدیان د چنګاښ په شپږمه نېټه ویلي و:«له افغانستانه د قاچاقو بله دودیزه لاره د بالکان لاره ده او د توکو د لېږد له دغې لارې څخه، نشه یي توکي له افغانستان او پاکستان څخه زموږ هېواد ته قاچاقیږي او وروسته د ترکیې بلغارستان ته وړل کېږي او بیا وروسته نورو هېوادنو لکه هالنډ، جرمني، فرانسې او انګلستان ته قاچاق کېږي.»
طالبانو د دویم ځل واکمنېدو سره د کوکنارو پر کر بندیز ولګاوه او د نشه یی توکو د تولید کموالی خپله ستره لاس ته راوړنه بولي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د نشه یی توکو او جرمونو ضد ادارې سږکال د چنګاښ په څلورمه راپور ورکړ، چې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ اتیا سلنه اپيم یا تریاک تولید کړي دي.
د دې یو لامل دا د، چې د کوکنارو په کر د بندیزونو سره، سره افغان کروندهګرو پخواني تریاک ساتلي او اوس هغه پخوانۍ زېرمې په ګرانه بیه پلوري.
په دغه راپور کې راغلي، چې افغانستان په سېمه کې د متامفتامینو یا کرستال چې یوه صنعتي نشه یي ماده ده ستر تولیدونکی هېواد دی.
افغانستان ته د ایران د پارلماني پلاوي سفر له څو اونیو تاوتریجنو ناندریو وروسته کېږي، چې ایران د حقابې پر سر له طالبانو سره پيل کړې وې؛ خو بیا وروسته د افغانستان له سیندونو او د اوبو له سرچېنو څخه د ایراني کارپوهانو په لېدو سره دغه ترینګلیتیا یو څه کمه شوه.
د ایران د پارلمان دغه پلاوي له یو شمېر نورو طالب چارواکو سره په ایران کې د کډوالو پر ستونزو، د سوداګریزو اړیکو په پراختیا، د داعش ډلې پر ځپلو او د دواړو هېوادونو تر منځ په ښې راشه درشې غږېدلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د ایراني پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې د ایران او افغانستان ګډو دښمنانو ته به اجازه نه ورکوي چې «د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې» زیانمنې کړي.

د ملي مقاومت جبهې د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په کابل او تخار کې په بېلابېلو بریدونو کې "دوه طالب جنګیالي" وژلي او "شپږ تنه نور" یې ټپیان کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې وسله والې مخالفې ډلې د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
ملي مقاومت جبهې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د یکشنبې په شپه (د وږي ۵مه) دوی د کابل ولایت په شکردره او د تخار په فرخار ولسوالیو کې د طالبانو په قرارګاو بریدونه وکړل چې دوه طالبان یې ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.
د دغې ډلې په وينا؛ لومړى بريد یې د کابل ولايت د شکردرې ولسوالۍ په سياب قلي کلي کې د حسين کوټ کنډک ته څېرمه د طالبانو د استخباراتي ګزمې پر موټر کړی، چې په ترڅ کې يې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
دويم برید د طالبانو پر یوې پوځي قرارګاه چې د تالقان ښار په ختیځه دروازه کې موقعیت لري شوی، چې پکې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو له خوا درېیم چریکي برید د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ او مرکز باندې ترسره شوی، چې د دغې جبهې په وینا په یاده پېښه کې څو تنه طالبان ټپیان شوي دي.
د ملي مقاومت جبهه وايي؛ څلورم برید یې د کابل ښار د ۱۹مې ناحیې او د دې ولایت د ده سبز ولسوالۍ ترمنځ د سړک په غاړو کې د طالبانو د پوځي تجهیزاتو په لاره کې د ماین په اېښودلو سره ترسره کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان ټپيان او د هغوى پوځي تجهيزات له منځه تللي دي.
افغانستان انټرنشنل نه شي کولای په خپلواکه توګه دغه بریدونه او د هغوی د تلفاتو ارقام تایید کړي. په تېرو څو اوونیو کې د طالبانو پر ضد وسله والې ډلې د طالبانو پر ډلې د خپلو پوځي بریدونو ګڼ خبرونه خپاره کړي، چې دا چاره د دوی پوځي تحرک ښيي.

په واشنګټن ډي سي کې د فېډرالي محکمې قاضۍ د دوشنبې په ورځ امر وکړ، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو د باطلولو په تور د ډونالډ ټرمپ محاکمه به د ۱۴۰۲ کال د حوت په ۱۴ ترسره شي.
له دې پرېکړې سره د ټرمپ د وکیلانو هغه هڅې، چې غوښتل یې له ټاکنو دوه کاله وروسته د هغه محاکمه ترسره کړي؛ ناکامې شوې.
دوی استدلال وکړ، چې دوی باید کافي وخت ولري، چې د متحده ایالاتو د لويې څارنوالۍ شاوخوا 12 ميلیونو مخونو اسنادو بیا کتنه وکړي او له همدې امله یې وړاندیز وکړ، چې د ټرمپ محاکمه دې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په لومړیو کې ترسره شي.
د محکمې قاضۍ تانیا چیټکن د ټرمپ د وکیلانو غوښتنه ونه منله او ویې ویل چې د ټرمپ حقوقي ټیم دومره اوږدې مودې ته اړتیا نه لري.
دا محاکمه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په شپږمه په کانګرس کې د ټرمپ د پلویانو له پاڅون سره تړاو لري.
دوی په ټاکنو کې د جوبایډن د بریا د تایید د مخنیوي لپاره کانګرس ته ننوتل.
پر ټرمپ هم تور دی، چې خلک یې فساد ته هڅولي او پر خپل مرستیال مایک پنس یې فشار راوړی و، چې په مشرانو جرګه کې د ټاکنو د پایلو د تایید مخه ونیسي.
د قانون پر بنسټ؛ د امریکا د سنا مجلس د ولسمشریزو ټاکنو پایلې تاییدوي او د دغه مجلس ریاست د امریکا د ولسمشر مرستیال پر غاړه لري.
ښاغلي ټرمپ دا ټول تورونه رد کړي او د دوی پلان یې سیاسي انګیزه ګڼلې ده. هغه پرته له دې چې اسناد وړاندې کړي د قاضۍ چيټکن بې پرېتوب یې تر پوښتنې لاندې راوستی.
دغه فېډرالي قاضۍ ټرمپ ته خبرداری ورکړ، چې د شاهدانو او نورو په قضیه کې د ښکیلو کسانو په وړاندې له سختو څرګندونو ډډه وکړي.
