د طالبانو د قبایلو چارو مرستیال وزیر:رسمیت پېژندنې ته اړتیا نه لرو، الله به زموږ وطن جوړوي

د طالبانو د قومونو، قبایلو او سرحداتو چارو مرستیال وزیر عبدالخالق عابد وايي، چې دوی د نړۍوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لري.

د طالبانو د قومونو، قبایلو او سرحداتو چارو مرستیال وزیر عبدالخالق عابد وايي، چې دوی د نړۍوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لري.
په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت دوه کاله پوره شول او تر اوسه هېڅ کوم هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې، د طالبانو دغه لوپوړي چارواکي په پروان ولایت کې په یوې غونډې کې ویلي، چې د نړۍ هېوادونه د افغانستان په پرمختګ کې هېڅ ونډه نه لري؛ نو ځکه دوی هېڅ اړتیا نه لري، چې د نړۍوالې ټولنې له خوا دې دوی په رسمیت وپېژندل شي.
عبدالخالق عابد وويل: "د هيچا په رسمیت پېژندنې ته اړتیا نه شته، الله به زموږ وطن جوړوي او دا د الله رضا ده."
په ورته وخت کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ملا ندا محمد ندیم هم په یوې غونډې کې ویلي وو، چې هېڅکله به له “کفارو” سره تعامل ونه کړي.
د طالبانو دغه دوه لوړ پوړي چارواکي دا ډول څرګندونې په داسې مهال کوي، چې تېره اونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي وو، چې نړۍواله ټولنه دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او له طالبانو سره دې تعامل وکړي.


د پامیر کولا شرکت مسوولین وايي، چې دوی له افغانستان څخه ترکیې او فرانسې ته د خپلو تولیداتو د صادراتو لومړۍ جوپه دغو هېوادونو ته ولېږله.
یاد شرکت په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې هم د خپلو تولیداتو د صادراتو خبر ورکړی و؛ خو د طالبانو د واک ته له رسېدا وروسته دا لومړی ځل دی، چې پامیر کولا خپل تولیدات اروپايي هېوادونو ته صادروي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم نن دوشنبه پر خپلې ایکس پاڼې د پامیر کولا شرکت د تولیداتو د صادراتو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې یاد شرکت بېلابېل جوسونه او څښوونکي توکي ترکیې او فرانسې ته صادر کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ګڼو تولیدي فابریکو مسوولینو د طالبانو له لوړې مالیې او ملا ماتوونکي ګمرکي محصول څخه شکایت کاوه او زیاته کړې یې وه، چې که د طالبانو مالیات او ګمرکي محصول همداسې دوام وکړي؛ ښايي ځینې فابریکې وتړل شي.

د امریکا د استازو جرګې مشر د کابل په هوايي ډګر کې د هغو ۱۳ امریکايي پوځیانو د درناوي په خاطر امر وکړ، چې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د دغه هېواد بیرغ به نیم ځوړندوي.
کیون مک کارتي وویل؛ دا حقیقت دا دی چې دا یوه تراژیدي او یوه سخته ورځ وه.
دوه کاله وړاندې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي په پنځمه د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د وتلو پر مهال د داعش د خراسان څانګې دوو ځانمرګو بریدګرو د کابل په هوايي ډګر کې د خلکو او نړۍوالو ځواکونو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه.
په دغه برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون شاوخوا دوه سوه کسان ووژل شول، چې د دغه برید ډېری قربانیان ملکي افغانان وو.
د دغه برید په دویمه کلیزه کې د امریکا د استازو جرګې ځینو غړو له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو په مدیریت کې د ولسمشر جوبایډن د ادارې پر بې کفایتۍ نیوکه وکړه.
پر ایکس ټولنیزې شبکې مارک ګرین لیکلي؛ نن د هغې ورځې دویمه کلیزه نمانځي، چې په افغانستان کې د ابي دروازې ځانمرګي برید کې ديارلس سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د شنبې په ورځ د دغه برید د دوه کلنې کلیزې په مناسبت یوه بیانه خپره کړه .
هغه دا برید "وحشتناک" بللی او د خپل هېواد "د فوځ د غیر معمولي مهارتونه، شفقت او زړورتیا" ستاینه یې کړې ده.
هغه د امريکا د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وويل: "نن ټول ملي دفاع وزارت په غم کې د هغوى تر څنګ ولاړ دى."
له دې پېښې دوه ورځې وروسته د سنبلې په اوومه د امریکا دفاع وزارت پنټاګون اعلان وکړ چې په یوه موټر کې یې یو ځانمرګی بریدګر په نښه کړی، چې د کابل پر هوايي ډګر یې د برید پلان درلود.
خو تر دې هوايي برید وروسته څرګنده شوه، چې د دې برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
د امریکا متحدو ایالتونو هم وروسته له دې اعتراف وکړ، چې له افغانستانه د ځواکونو له وتلو مخکې یې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې تېروتنه کړې وه.

د امریکا د سمندري طوفان ملي مرکز خبرداری ورکړی، چې د فلورېډا سواحلو ته په نېږدې کېدو سره د ایډیالیا طوفان د درېیمې کټګورۍ په طوفان بدلیږي.
دغه مرکز وویل، چې طوفان به سخت باران، قوي بادونه او ویجاړونکي حالت رامنځته کړي.
د امریکا د سمندري طوفان ملي مرکز په پنځو کټګوریو کې طوفانونه طبقه بندي کړي دي.
د دغې کټګورۍ درېیم طوفان یو خطرناک طوفان دی، چې کولی شي باثباته کورونه ویجاړ کړي او چتونه یې لېرې کړي، ونې له بېخه وباسي او د برېښنا د لېنونو د پرې کېدو او سړکونو د بندېدو لامل شي.
د یاد مرکز په وینا؛ تمه کېږي چې دغه طوفان نن دوشنبه(د وږي ۶مه) لا ډېر شدت ومومي او د چهارشنبې په سهار د فلوریډا په بېګ بېنډ کې د ځمکې ښویېدنې لامل شي.
د متحده ایالاتو د طوفان ملي مرکز د دوشنبې په سهار اعلان وکړ، چې د ایډیالیا طوفان په شدت سره به د فلوریډا په ځینو برخو کې ګواښوونکي بادونه رامنځته شي.
د دغه خبر له خپرېدو سره سم په فلورېډا کې ژوغورونکې ډلې ځای پر ځای شوي او چارواکو د ښوونځیو او یو شمېر استوګنځایونو د تخلیې هوډ کړی دی.
د امریکا د سمندري طوفان ملي مرکز د سهار په اتو بجو اعلان وکړ، چې د طوفان مرکز له کیوبا څخه ۹۰ مایله لېرې دی او په ساعت کې ۶۵ کیلومتره سرعت لري.
دغه مرکز زیاته کړه، چې که څه هم د طوفان حرکت ناڅاپي مګر ډېر ګړندی نه دی او دوی اټکل کړی چې د نن ورځ تر پایه به د مکسیکو سویلي خلیج ته ورسیږي.

په امریکا کې د کرونا ناروغۍ له زیاتېدو سره؛ امریکايي کارپوهانو په مني او ژمي کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو خبرداری ورکړی.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې د شمېرو له مخې؛ د زمري په ۲۱مه پای ته رسېدونکو دوو اونیو کې په روغتونونو کې د بستر شویو کسانو شمېر د تېرو دوو اونیو په پرتله ۲۴ سلنه لوړ شوی دی.
د دغې ادارې د شمېرو له مخې؛ په امریکا کې د کووېډ-۱۹ خپرېدل د سرطان په میاشت کې د پام وړ کم شوي و، خو په دې وروستیو کې معلومه شوې چې د ګڼې ګوڼې په مرکزونو لکه ښوونځیو، کارځایونو او دولتي دفترونو کې د دغه ویروس خپرېدل ډېر شوي دي.
دا شمیرې ښیې، چې په دې وروستیو دوه اونیو کې په امریکا کې د کرونا ناروغانو منځنۍ کچه 3056 وه او په دې هیواد کې له هرو زرو تنو څخه یې پنځلس تنه په روغتون کې بستري وي.
امریکا د تېر کال په جدي میاشت کې د کرونا ناروغۍ له یوې سترې څپې سره مخ شوه، داسې څپې چې د لا زیاتو ټولنیزو محدودیتونو د لګولو لامل شو.
له هغه وروسته دا ناروغي کمه شوه؛ خو د زمري له پيله بيا مخ په خپرېدو شوه.
په دې هېواد کې کارپوهان د کرونا ناروغۍ د پراخېدو د نوې څپې په اړه اندېښمن دي .
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې؛ د دغې ناروغۍ له پيل څخه د تېرې اونۍ د می تر ۱۹مې نېټې پورې په امريکا کې نږدې ۱۰۴ ميليونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او شاوخوا ۱،۱۲۴ کسان یې له امله مړه شوي دي.
دغه پوهنتون د کرونا د وبا له پیله تر دې دمه د نړۍ د احصایې له مخې ویلي، چې یادې وبا په ټوله نړۍ کې نېږدې ۶ میلیونه نهه سوه زره کسان وژلي دي.

په لارو کوڅو کې له خلکو سره د طالبانو د محتسبانو د تاوتریخوالی په دوام؛ په غور ولایت کې د دغې ډلې یوه محتسب د یوه ځوان لاسونه تر شا تړلي او د هغه وېښتان یې په زور پرې کړي دي.
افغانستان انټرنشنل ته لېږل په لېږل شوې ویډیو کې ویل شوي، چې دا پېښه د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې شوې ده.
د ویډیو رالېږونکي د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۶ مه) وویل، چې دا ویډیو یې د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ د (کوتل نورک) په نوم سیمه کې ثبت کړې ده.
د پسابند ولسوالۍ لږ تر لږه دوو تنو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې په دې ویډیو کې لیدل شوی کس د طالبانو امربالمعروف محتسب دی.
دا د افغان اتباعو په وړاندې د طالبانو د ناوړه چلند لومړۍ قضیه نه ده، چې د افغانستان انټرنشنل لخوا مستند شوې ده.
د یکشنبې په ورځ (د وږي په پنځمه) د افغانستان انټرنشنل یوه ویډیو خپره کړه، چې په سرپل کې د طالبانو یو محتسب د ږیرې د خریلو امله یو ځوان په څپېړه وهي.
د ویډیو رالېږونکي ویلي، چې دا ویډیو یې د موبایلونو د خرڅلاو په یوه بازار کې ثبت کړې ده.
افغانستان انټرنشنل د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له ویاند محمد صادق عاکف مهاجر څخه د دغه وزارت د محتسب د ناوړه چلند په اړه پوښتنه وکړه؛ خو هغه ځواب ورنه کړ.
تر دې مخکې د طالبانو د امربالمعروف وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي وو، چې د دغه وزارت چارواکي د خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي حق نه لري.
خو افغانستان انټرنشنل په تېرو مياشتو کې څو ويډيوګانې خپرې کړې، چې ښيي دغه وزارت په رسنيو کې له خپلو څرګندونو خلاف د دې ادارې محتسیبان د خلکو پر وړاندې له تاوتريخوالي څخه کار اخلي.
افغانستان انټرنشنل د روان کال د چنګاښ په دویمه یوه ویډیو خپره کړه، چې د طالبانو یو محتسب له لنډو خبرو وروسته یو موټر چلوونکی په څپېړه وهي.
د ویډیو رالېږونکی هغه وخت ویلي وو، چې طالبانو د امربالمعروف وزارت په ښاري موټرو کې د ښځینه مسافرو د جامو د کتلو لپاره د پلټنې ځای جوړ کړی دی.
د ویډیو د رالیږونکي په وینا؛ موټر چلوونکی له دې امله وهل شوی، چې د طالبانو په خبره ښځینه مسافرو سمې جامې نه وې اغوستې.
تر دې مخکې؛ د روانې میاشتې په نیمایي کې افغانستان انټرنشنل یوه ویډیو خپره کړه، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت یو محتسب په کې ښیې چې یو ټکسي چلوونکی یې د یوې ښځینه سوارلۍ د پورته کولو په جرم وهلی او ډبولی دی.
په ویډیو کې لیدل کېږي، چې طالبان په مزارشریف ښار کې د ښاري موټرو مسافر تلاشي کوي.
یو طالب پلټونکی یو ټکسي ودروي، چې پکې یوه ښځینه مسافر له خپل ماشوم سره سفر کوي او طالبان د ټکسي ډریور شکنجه کوي.
د طالبانو امربالمعروف وزارت کارکوونکی ښځینه مسافره او چلوونکی له موټره ښکته کوي، له لنډو خبرو وروسته موټر چلوونکی په څپېړو وهي او اجازه نه ورکوي، چې دغه ښځینه مسافره تر کوره ورسوي.
د دې ویډیو له خپرېدو وروسته؛ د طالبانو د امربالمعروف وزارت اعلان وکړ چې لوی څارنوال چې په په مزار شریف ښار کې موټر چلوونکی یې وهلی و، "قانون منګولو ته سپارلی دی."
دا په داسې حال کې ده چې راپورونه ښیي؛ د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبینو لخوا د خلکو سره د تاوتریخوالي او ناوړه چلند پېښې دوام لري.
د طالبانو له دې خبرو یوه ورځ وروسته افغانستان انټرنشنل یوه بله ویډیو هم خپره کړه، چې پکې یو طالب جنګیالی د "تلیفون د غوږۍ" له امله د صدارت په څلورلارې کې یو ځوان په څپېړو وهي.
په ویډیو کې لیدل کیږي، چې د طالبانو یو غړی په کوڅه کې له دغه ځوان څخه له همدې امله پوښتنې کوي.
یو جنګیالي چې د طالبانو د دفاع وزارت یونیفورم یې اغوستی و او یوه امریکايي وسله ورسره په لاس وه ، دغه ځوان وهې او ټکوي.