• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غور کې یو طالب محتسب د يوه ځوان لاسونه شاته تړلي او په زور یې د هغه وېښتان پرې کړي

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۰۹ GMT+۱

په لارو کوڅو کې له خلکو سره د طالبانو د محتسبانو د تاوتریخوالی په دوام؛ په غور ولایت کې د دغې ډلې یوه محتسب د یوه ځوان لاسونه تر شا تړلي او د هغه وېښتان یې په زور پرې کړي دي.

افغانستان انټرنشنل ته لېږل په لېږل شوې ویډیو کې ویل شوي، چې دا پېښه د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې شوې ده.

د ویډیو رالېږونکي د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۶ مه) وویل، چې دا ویډیو یې د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ د (کوتل نورک) په نوم سیمه کې ثبت کړې ده.

د پسابند ولسوالۍ لږ تر لږه دوو تنو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې په دې ویډیو کې لیدل شوی کس د طالبانو امربالمعروف محتسب دی.

دا د افغان اتباعو په وړاندې د طالبانو د ناوړه چلند لومړۍ قضیه نه ده، چې د افغانستان انټرنشنل لخوا مستند شوې ده.

د یکشنبې په ورځ (د وږي په پنځمه) د افغانستان انټرنشنل یوه ویډیو خپره کړه، چې په سرپل کې د طالبانو یو محتسب د ږیرې د خریلو امله یو ځوان په څپېړه وهي.

د ویډیو رالېږونکي ویلي، چې دا ویډیو یې د موبایلونو د خرڅلاو په یوه بازار کې ثبت کړې ده.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له ویاند محمد صادق عاکف مهاجر څخه د دغه وزارت د محتسب د ناوړه چلند په اړه پوښتنه وکړه؛ خو هغه ځواب ورنه کړ.

تر دې مخکې د طالبانو د امربالمعروف وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي وو، چې د دغه وزارت چارواکي د خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي حق نه لري.

خو افغانستان انټرنشنل په تېرو مياشتو کې څو ويډيوګانې خپرې کړې، چې ښيي دغه وزارت په رسنيو کې له خپلو څرګندونو خلاف د دې ادارې محتسیبان د خلکو پر وړاندې له تاوتريخوالي څخه کار اخلي.

افغانستان انټرنشنل د روان کال د چنګاښ په دویمه یوه ویډیو خپره کړه، چې د طالبانو یو محتسب له لنډو خبرو وروسته یو موټر چلوونکی په څپېړه وهي.

د ویډیو رالېږونکی هغه وخت ویلي وو، چې طالبانو د امربالمعروف وزارت په ښاري موټرو کې د ښځینه مسافرو د جامو د کتلو لپاره د پلټنې ځای جوړ کړی دی.

د ویډیو د رالیږونکي په وینا؛ موټر چلوونکی له دې امله وهل شوی، چې د طالبانو په خبره ښځینه مسافرو سمې جامې نه وې اغوستې.

تر دې مخکې؛ د روانې میاشتې په نیمایي کې افغانستان انټرنشنل یوه ویډیو خپره کړه، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت یو محتسب په کې ښیې چې یو ټکسي چلوونکی یې د یوې ښځینه سوارلۍ د پورته کولو په جرم وهلی او ډبولی دی.

په ویډیو کې لیدل کېږي، چې طالبان په مزارشریف ښار کې د ښاري موټرو مسافر تلاشي کوي.

یو طالب پلټونکی یو ټکسي ودروي، چې پکې یوه ښځینه مسافر له خپل ماشوم سره سفر کوي او طالبان د ټکسي ډریور شکنجه کوي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت کارکوونکی ښځینه مسافره او چلوونکی له موټره ښکته کوي، له لنډو خبرو وروسته موټر چلوونکی په څپېړو وهي او اجازه نه ورکوي، چې دغه ښځینه مسافره تر کوره ورسوي.

د دې ویډیو له خپرېدو وروسته؛ د طالبانو د امربالمعروف وزارت اعلان وکړ چې لوی څارنوال چې په په مزار شریف ښار کې موټر چلوونکی یې وهلی و، "قانون منګولو ته سپارلی دی."

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه ښیي؛ د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبینو لخوا د خلکو سره د تاوتریخوالي او ناوړه چلند پېښې دوام لري.

د طالبانو له دې خبرو یوه ورځ وروسته افغانستان انټرنشنل یوه بله ویډیو هم خپره کړه، چې پکې یو طالب جنګیالی د "تلیفون د غوږۍ" له امله د صدارت په څلورلارې کې یو ځوان په څپېړو وهي.

په ویډیو کې لیدل کیږي، چې د طالبانو یو غړی په کوڅه کې له دغه ځوان څخه له همدې امله پوښتنې کوي.

یو جنګیالي چې د طالبانو د دفاع وزارت یونیفورم یې اغوستی و او یوه امریکايي وسله ورسره په لاس وه ، دغه ځوان وهې او ټکوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست: له کفارو سره تعامل نه کوم

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ملا ندا محمد ندیم وايي، چې اسلامي شریعت دا اجازه نه ورکوي، چې له کفارو سره تعامل وکړي.

نوموړي د تېرې یکشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) په ارزګان ولایت کې یوې غونډې ته ویلي؛ دوی پرېکړه کړې چې له کفارو سره به د اسلامي شریعت خلاف هېڅ ډول تعامل نه کوي.

د ندیم په خبره، چې دی به د هېڅ مستحب عمل څخه هم نه تېرېږي او الله ج ورته دا اجازه نه ورکوي چې له کفارو سره تعامل وکړي.

هغه زیاته کړه: “ هیچا ته د ظلم اجازه نه ورکوم، هغه که مجاهد دی، که قاضي دی، که رییس دی، که والي دی او که وزیر دی”.

ندا محمد ندیم د طالبانو مشر ملا هبت الله ته له نېږدې اشخاصو ګڼل کیږي.

نوموړي د نجونو د پوهنتونونو د پرانیستو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې دوی به په افغانستان کې حقیقي شریعت پلی کړی.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال ندا محمد ندیم په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د بندیز اصلي لامل بې حجابي یاده کړې وه او ویلي یې وو، چې د نجونو او هلکانو ګډ ټولګي ورته د منلو وړ نه دي.

ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو له طالبانو سره د خبرو اساسي خنډ پر نجونو او مېرمنو د دغې ډلې بندیزونه یاد کړي او زیاته کړې یې ده، چې طالبانو په افغانستان کې نجونې او مېرمنې له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړي دي.

ګارډین: واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو ځانوژنه زیاته شوې ده

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۱۴ GMT+۱

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د طبي مرکزونو د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هغو ښځو شمېر چې ځانوژنې کوي او یا د ځان وژنې پلان لري، زیات شوی دی.

ګارډین لیکي، چې طالب چارواکو د دغو ځانوژنو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

ګارډین دا راپور د عامه روغتونونو او رواني روغتیا کلینیکونو څخه د راټولو شويو معلوماتو پراساس لیکلی.

په همدې حال کې ویل شوي، چې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو کارکوونکي د ځانوژنو د شمېرو په اړه له معلوماتو ورکولو منع کړي دي.

ګارډین ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (سنبله ۶) لیکلي: "معلومات ښيي چې افغانستان د نړۍ یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې ښځې پکې د نارینه وو په پرتله زیاتې ځان وژنې کوي."

د دغه راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو چارواکو او د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دغو چارواکو په وینا؛ په ټولنه کې د ښځو د حضور د محدودولو، د نجونو پر زده کړو د بندیز لګولو، پارکونو، حمامونو او نورو عامه ځایونو ته د هغوی د ورتګ د بندیز په اړه د طالبانو حکمونو د افغان ښځو وضعیت کړکېچن کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې استازې الیسون ډیویډیان وايي؛ افغانستان د ښځو د حقونو د کړکېچ له امله د رواني روغتیا له بحران سره مخ دی.

الیسون ډیویډیان وویل: "موږ په اوسنیو شرایطو کې د ښځو او نجونو د ډېرېدونکي شمېر شاهدان یو چې د ژوند پرځای مرګ غوره کوي."

د ګارډین په وینا؛ په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې شمېره د ښځو د مایوسۍ ژوروالی ښيي.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې په افغانستان کې ځان وژنه د شرم خبره ده او اکثره وخت دا پېښې پټېږي.

حتا ځینې ښځې چې د ځان وژنې هڅه کوي بیا وروسته د درملنې لپاره نه منل کیږي او هغه چې مړې کیږي کېدای شي پرته له نوم څخه ښخې شي.

د دې رسنۍ په وینا؛ د ازادۍ او هیلو له لاسه ورکول، په زوره او کم عمره ودونو زیاتوالي په تېرو دوو کلونو کې افغان مېرمنې ډېرې زیانمنې کړې دي.

ګارډین د یوې نجلۍ کیسه رابرسیره کړې چې د ډاکټرې کېدو خوب یې لیدلی و؛ خو د طالبانو له خوا د نجونو د تعلیم د بندولو له حکم وروسته یې دا خوب پوره نه شو.

دغې اتلس کلنې نجلۍ د غور ولایت په مرکز کې وویل: «ما دوه لارې درلودې، یا به ما نشه یي توکو روږدی تره زوي سره واده کړی وی او بدبخته ژوند به مې تېروه او یا به ځان وژنه کومه". هغه وايي، چې دې دویم انتخاب غوره یې کړی و.

لطیفې روغتون ته له لېږدولو او د هوش ته د راتلو وروسته وویل، چې که د هغې د تره زوی چې په نشه یې توکو روږدي دی او بیا ځلې له هغه سره واده ته اړ کړ ی شي، نو بیا به ځان وژنه وکړي.

حنفي: طالبان د ښځو د حقونو د ورکړې په برخه کې د ملت غوښتنو ته ژمن دي

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۱۹ GMT+۱

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې غور ولایت ته تللی. د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون په اېکس شبکه کې لیکلي، چې ښاغلي حنفي په دغه سفر کې د ښځو د حقونو پر ورکړه ټینګار کړی دی.

نوموړی په غور ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې طالبان د ښځو د حقونو ورکړې په برخه کې د ملت غوښتنو ته ژمن دي.

حنفي همداراز زیاتوي، د ښځو د حقونو د ملاتړ په نوم ځینې کسان هڅه کوي، چې څو ښځې بې حجابۍ ته وهڅوي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پر ښځو د بندیزونو لسګونه فرمانونه صادر کړي او وروستی اقدام یې بند امیر ملي پارک ته د ښځو په ورتګ د بندیز لګول و.

محمد خالد حنفي د شنبې په ورځ په خپله وینا کې بند امیر ملي پارک ته د ښځو په ورتګ بندیز په شفاهي ډول اعلان کړ.

نوموړي د دغه بنديز لامل د ښځو " بې حجابي" په ګوته کړه.

په لغمان کې د واده د موټرو پر کاروان د طالبانو په ډزو کې يو ځوان ووژل شو

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۵۱ GMT+۱

د لغمان په قرغه يیو ولسوالۍ کې سرچينې وايي، چې د واده د مراسمو په موټرو کې د موسیقۍ د غږولو له امله يو ځوان د طالبانو په ډزو ووژل شو. د سرچینو په وینا، دغه پېښه هغه مهال وشوه چې د واده د مراسمو یو کاروان له سیمې څخه تېرېده او موسیقي یې غږوله.

د سرچينې د مالوماتو له مخې، د طالبانو په دې ډزو کې د سميع الله په نوم يو ځوان چې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي د لومړي کال زده‌کړیال و وژل شوی.

د لغمان ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه کاله وړاندې هم د واده پر دوو مراسمو د موسيقۍ غږولو له امله ډزې کړې وې، چې په پایله کې یې درې تنه ووژل شوي او څو نور ټپيان شوي وو؛ خو هغه وخت طالبانو ویلي وو، چې وسله‌والو د طالبانو له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د موسیقۍ غږول او اورېدل حرام ګڼلی او وایي،چې د خوښۍ په مراسمو کې هم باید موسیقي ونه غږول شي.

یو برېتانوي چارواکی وایي، په هوټلونو کې د ګڼو مېشتو افغانانو د استوګنې ستونزې هوارې شوې

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۴۳ GMT+۱

د برېتانیې د پخوانیو سرتېرو د وزارت مرستیال جاني مرسر د یکشنبې په ورځ وویل، ‌‌‌‌‌‌ډېری هغه افغان کډوال چې د کابل له سقوطه وروسته دغه هېواد ته کډه شوي، اوس له هوټلونو وتلي او په خپلو نویو مېنو کې استوګن شوي دي.

هغه په پوځي قرارګاوو کې د کډوالو مېشتېدنه رد کړه.

د سکای نیوز په لیکنه برېتانیا ته د دغو کډوالو د لېږدولو دوه کاله وروسته ښاغلي مرسر وویل، چې په هوټلونو کې د «د ‌‌‌‌‌‌ډېرو لږو» پاتې شویو کډوالو لپاره تر دې مهاله د حل کومه لاره نه ده مېندل شوې.

د هغه په وینا، هغه استوګنځي چې دوی ته په پام کې نیول شوي وو، تراوسه یې هغه نه دي منلي.

په ۱۴۰۰ کال کې د کابل له سقوط وروسته شاوخوا پنځه ویشت زره هغه افغانان چې د برېتانیا د دولتي یا نادولتي او یا هم د هغه هېواد له ځواکونو سره یې همکاري کړې وه برېتانیا ته ولېږدول شول.

د اوږده مهال لپاره په هوټلونو کې د دغو کډوالو پاتې کېدل او د هغوی لپاره د استوګنځایونو نشتوالي د برېتانیا د حکومت لپاره سرخوږی جوړ کړی دی.

ښاغلي مرسر وویل، په هوټلونو کې د پاتې افغانانو لپاره ۹۰ زره پونډو ته اړتیا ده چې په هوټلونو کې پاتې کډوال له هوټلونو واېستل شي.

د دغو کډوالو لپاره د برېتانیا د حکومت ضرب‌الاجل د اګست میاشتې په وروستیو کې پای ته رسیږي، له همدې امله چې د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټونه په دې اړه خپلې اندېښنې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړي.

د برېتانیا د پخوانیو سرتېرو د وزارت مرستیال ژمنه وکړه، چې دغه کډوال به له دغه سیاسته زیان نه ویني.
دا رنګه هغه دغه اوازه هم رد کړه، چې ګواکې افغان کډوال به هغو پوځي قرارګاو ته لېږدول کېږي چې هلته د استوګنې لپاره وړ نه دي.