د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست: له کفارو سره تعامل نه کوم

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ملا ندا محمد ندیم وايي، چې اسلامي شریعت دا اجازه نه ورکوي، چې له کفارو سره تعامل وکړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ملا ندا محمد ندیم وايي، چې اسلامي شریعت دا اجازه نه ورکوي، چې له کفارو سره تعامل وکړي.
نوموړي د تېرې یکشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) په ارزګان ولایت کې یوې غونډې ته ویلي؛ دوی پرېکړه کړې چې له کفارو سره به د اسلامي شریعت خلاف هېڅ ډول تعامل نه کوي.
د ندیم په خبره، چې دی به د هېڅ مستحب عمل څخه هم نه تېرېږي او الله ج ورته دا اجازه نه ورکوي چې له کفارو سره تعامل وکړي.
هغه زیاته کړه: “ هیچا ته د ظلم اجازه نه ورکوم، هغه که مجاهد دی، که قاضي دی، که رییس دی، که والي دی او که وزیر دی”.
ندا محمد ندیم د طالبانو مشر ملا هبت الله ته له نېږدې اشخاصو ګڼل کیږي.
نوموړي د نجونو د پوهنتونونو د پرانیستو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې دوی به په افغانستان کې حقیقي شریعت پلی کړی.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال ندا محمد ندیم په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د بندیز اصلي لامل بې حجابي یاده کړې وه او ویلي یې وو، چې د نجونو او هلکانو ګډ ټولګي ورته د منلو وړ نه دي.
ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو له طالبانو سره د خبرو اساسي خنډ پر نجونو او مېرمنو د دغې ډلې بندیزونه یاد کړي او زیاته کړې یې ده، چې طالبانو په افغانستان کې نجونې او مېرمنې له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړي دي.