• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لغمان کې د واده د موټرو پر کاروان د طالبانو په ډزو کې يو ځوان ووژل شو

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د لغمان په قرغه يیو ولسوالۍ کې سرچينې وايي، چې د واده د مراسمو په موټرو کې د موسیقۍ د غږولو له امله يو ځوان د طالبانو په ډزو ووژل شو. د سرچینو په وینا، دغه پېښه هغه مهال وشوه چې د واده د مراسمو یو کاروان له سیمې څخه تېرېده او موسیقي یې غږوله.

د سرچينې د مالوماتو له مخې، د طالبانو په دې ډزو کې د سميع الله په نوم يو ځوان چې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي د لومړي کال زده‌کړیال و وژل شوی.

د لغمان ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه کاله وړاندې هم د واده پر دوو مراسمو د موسيقۍ غږولو له امله ډزې کړې وې، چې په پایله کې یې درې تنه ووژل شوي او څو نور ټپيان شوي وو؛ خو هغه وخت طالبانو ویلي وو، چې وسله‌والو د طالبانو له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د موسیقۍ غږول او اورېدل حرام ګڼلی او وایي،چې د خوښۍ په مراسمو کې هم باید موسیقي ونه غږول شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

یو برېتانوي چارواکی وایي، په هوټلونو کې د ګڼو مېشتو افغانانو د استوګنې ستونزې هوارې شوې

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۴۳ GMT+۱

د برېتانیې د پخوانیو سرتېرو د وزارت مرستیال جاني مرسر د یکشنبې په ورځ وویل، ‌‌‌‌‌‌ډېری هغه افغان کډوال چې د کابل له سقوطه وروسته دغه هېواد ته کډه شوي، اوس له هوټلونو وتلي او په خپلو نویو مېنو کې استوګن شوي دي.

هغه په پوځي قرارګاوو کې د کډوالو مېشتېدنه رد کړه.

د سکای نیوز په لیکنه برېتانیا ته د دغو کډوالو د لېږدولو دوه کاله وروسته ښاغلي مرسر وویل، چې په هوټلونو کې د «د ‌‌‌‌‌‌ډېرو لږو» پاتې شویو کډوالو لپاره تر دې مهاله د حل کومه لاره نه ده مېندل شوې.

د هغه په وینا، هغه استوګنځي چې دوی ته په پام کې نیول شوي وو، تراوسه یې هغه نه دي منلي.

په ۱۴۰۰ کال کې د کابل له سقوط وروسته شاوخوا پنځه ویشت زره هغه افغانان چې د برېتانیا د دولتي یا نادولتي او یا هم د هغه هېواد له ځواکونو سره یې همکاري کړې وه برېتانیا ته ولېږدول شول.

د اوږده مهال لپاره په هوټلونو کې د دغو کډوالو پاتې کېدل او د هغوی لپاره د استوګنځایونو نشتوالي د برېتانیا د حکومت لپاره سرخوږی جوړ کړی دی.

ښاغلي مرسر وویل، په هوټلونو کې د پاتې افغانانو لپاره ۹۰ زره پونډو ته اړتیا ده چې په هوټلونو کې پاتې کډوال له هوټلونو واېستل شي.

د دغو کډوالو لپاره د برېتانیا د حکومت ضرب‌الاجل د اګست میاشتې په وروستیو کې پای ته رسیږي، له همدې امله چې د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټونه په دې اړه خپلې اندېښنې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړي.

د برېتانیا د پخوانیو سرتېرو د وزارت مرستیال ژمنه وکړه، چې دغه کډوال به له دغه سیاسته زیان نه ویني.
دا رنګه هغه دغه اوازه هم رد کړه، چې ګواکې افغان کډوال به هغو پوځي قرارګاو ته لېږدول کېږي چې هلته د استوګنې لپاره وړ نه دي.

د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۱۹ GMT+۱

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې تراوسه هم پکې د ګوزڼ ناروغي شته. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق "یونسېف" په یوه راپور کې راغلي، چې نن د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو.

د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین بهیر تېره اونۍ هم په ځینو ولایتونو کې وشو، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومانو واکسین شول.

دا په داسې حال کې ده، چې یوازې روان کال په افغانستان کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.

د یونسېف په وینا، د ګوزڼ ضد واکسین په دغه بهیر کې چې په بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، فاریاب او ارزګان ولایتونو کې ترسره کېږي، څه باندې یو نیم میلیونه ماشومان به واکسین شي.

د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرضد د واکسین دغه بهیر د طالبانو د عامې روغتیا وزرات له‌خوا د یونسېف او د روغتیا نړۍوال سازمان په مرسته پرمخ وړل کېږي.

سره له دې چې له کلونو راهیسې له بېلابېلو لارو په افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو پر ضد ښه عامه پوهاوی شوی؛ خو بیا هم د پولیو نوې مثبتې پېښې ثبتېږي.

د روغتیاپالو په خبره، پولیو درملنه نه‌لري خو پرې د اخته کېدو د مخنیوي یوازینۍ لاره یې د ګوزڼ پر ضد د واکسین د دوه څاڅکو څڅول دي.

اوس‌مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د پولیو ویرس په کې لا هم شته.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق "یونسېف" وايي، دغه ویروس د افغانستان په محدودو سیمو کې پاتې دی او که کورنۍ د خپلو ماشومانو د واکسین په برخه کې ناغیړي ونه‌کړي؛ نو دغه ناروغي به په افغانستان کې هم تر راتلونکې یوه کاله له منځه ولاړه شي.

د کډوالو چارو وزارت له ایرانه د څه باندې ۷۰۰ کډوالو د ستنېدو خبر ورکړ

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ۷۷۴ تنه افغان کډوال له ایران څخه راستانه شوي دي. دغه وزارت زیاتوي، چې ۶۲۲ تنه د کډوالو نړۍوال سازمان دفتر ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه استول شوي دي.

سږ کال له ایران څخه څه باندې ۲۲۴ زره افغان کډوال اېستل شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان کډوالو په زور شړل زیات شوي دي.

په وروستۍ جوپه کې، ایران د جمعې په ورځ (وږي دریمه) څه باندې دوه زره افغان کډوال شړلي دي.

ایران وايي، د ډېری افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لامل دغه هېواد ته په ناقانونه ډول راتګ، دغلته پاتې کېدل او یا هم د دوی په پاسپورتونو کې د وخت ختمېدل دي.

دا مهال په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي؛ خو ایران د دغو کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی دی.

د ایران د خراسان رضوي د سرحدي ساتوونکو قوماندان د زمري په میاشت کې ویلي و، چې د ۱۴۰۲ کال له پیله تر اوسه څه باندې ۲۲۴ زره افغان کډوال له ایران څخه اېستل شوي او طالبانو ته سپارل شوي دي.

د مجید شجاع په وینا، سږ کال له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله ۱۵ سلنه زیات شوی دی.

امریکا: که د طالبانو کړنې همداسې دوام وکړي، د افغانستان ستونزې به ډېرې شي

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۴۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي اعلان کړی، چې د طالبانو له لوري لګېدلي بندیزونه په ځانګړې توګه د ښځو پر کار بنديز د مرستو په برخه کې د افغانانو ستونزې ډېروي.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د وينا پر مهال وویل، د طالبانو د زور او جبر سیاست په افغانستان کې د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.

د امریکا دغه دیپلوماټیک استازي زیاته کړه، تېر کال په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګول شو چې له امله یې یو شمېر مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند او یا را کم کړل.

دغو بندیزونو د هغو خلکو اقتصادي ستونزې لا ډېرې کړې، چې ژوند یې په نړۍوالو مرستو پورې تړلی و.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي له رسنيو سره په خبرو کې ویلي:« بېکاري زياته شوې له هغې ورځې چې بهرنۍ مرستې کمې شوې ژوند مو له ستونزو سره مخ شوی.»

د امريکا د سولې انسټيټيوټ د روانې مياشتې په ١١مه نېټه په يوه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې د نړۍوالو مرستو کمېدو او د طالبانو وروستيو کړنو په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه لوړه کړې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان د اقتصادي حالت د نویو ارزونو له مخې داسې ښکاري، چې راتلونکې کې به لا له نورو ډېرو ستونزو سره مخ شي.

تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام هم په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې له لسو کورنیو څخه ۹ هغه یې کافي خواړه نه لري او نږدې۲۰ میلیونه وګړي د شپې وږي ويده کېږي.

طالبانو په ۱۴۰۱ مالي کال کې د پنجشیر له ولایته ۶۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۲۶ GMT+۱

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو مالي مسوولین وايي، چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې یې له ۶۳ میلیونو افغانیو ډېر مالیات راټول کړي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړ، چې دغه پېسې په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د حکومت حساب ته تللي دي.

د دغه راپور له مخې، دغه پیسې د دولتي ادارو، خصوصي شرکتونو، اصنافو او نورو مالیاتي عوایدو له لارې ترلاسه شوې دي.

ویل شوي، چې دغه ۶۳ میلیونه افغانۍ د احصایې او مالوماتو، د پوهنې، لوړو زده‌کړو موسسو، ښار جوړونې، مستوفیت او د پاسپورټ له ریاستونو راټولې شوې دي.

په پنجشير ولایت کې د طالبانو د ادارې د عوايدو د راټولولو مسوول لطف الله باور باختر خبري ژانس ته ويلي، چې د دغې ډلې عوايد په راڼه ډول راټوليږي.

طالبانو تر اوسه د ۱۴۰۲ کال په وروستیو څو میاشتو کې له پنجشیر څخه د خپلو عوایدو په اړه راپور نه دی خپور کړی؛ خو طالبانو په زمري میاشت کې اعلان وکړ چې د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې یې د زمردو کان کیندنه پیل کړې ده.