• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا: که د طالبانو کړنې همداسې دوام وکړي، د افغانستان ستونزې به ډېرې شي

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۷ وږی ۱۴۰۲ - ۲۹ اګست ۲۰۲۳، ۰۱:۲۲ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي اعلان کړی، چې د طالبانو له لوري لګېدلي بندیزونه په ځانګړې توګه د ښځو پر کار بنديز د مرستو په برخه کې د افغانانو ستونزې ډېروي.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د وينا پر مهال وویل، د طالبانو د زور او جبر سیاست په افغانستان کې د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.

د امریکا دغه دیپلوماټیک استازي زیاته کړه، تېر کال په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګول شو چې له امله یې یو شمېر مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند او یا را کم کړل.

دغو بندیزونو د هغو خلکو اقتصادي ستونزې لا ډېرې کړې، چې ژوند یې په نړۍوالو مرستو پورې تړلی و.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي له رسنيو سره په خبرو کې ویلي:« بېکاري زياته شوې له هغې ورځې چې بهرنۍ مرستې کمې شوې ژوند مو له ستونزو سره مخ شوی.»

د امريکا د سولې انسټيټيوټ د روانې مياشتې په ١١مه نېټه په يوه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې د نړۍوالو مرستو کمېدو او د طالبانو وروستيو کړنو په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه لوړه کړې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان د اقتصادي حالت د نویو ارزونو له مخې داسې ښکاري، چې راتلونکې کې به لا له نورو ډېرو ستونزو سره مخ شي.

تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام هم په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې له لسو کورنیو څخه ۹ هغه یې کافي خواړه نه لري او نږدې۲۰ میلیونه وګړي د شپې وږي ويده کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په ۱۴۰۱ مالي کال کې د پنجشیر له ولایته ۶۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۲۶ GMT+۱

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو مالي مسوولین وايي، چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې یې له ۶۳ میلیونو افغانیو ډېر مالیات راټول کړي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړ، چې دغه پېسې په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د حکومت حساب ته تللي دي.

د دغه راپور له مخې، دغه پیسې د دولتي ادارو، خصوصي شرکتونو، اصنافو او نورو مالیاتي عوایدو له لارې ترلاسه شوې دي.

ویل شوي، چې دغه ۶۳ میلیونه افغانۍ د احصایې او مالوماتو، د پوهنې، لوړو زده‌کړو موسسو، ښار جوړونې، مستوفیت او د پاسپورټ له ریاستونو راټولې شوې دي.

په پنجشير ولایت کې د طالبانو د ادارې د عوايدو د راټولولو مسوول لطف الله باور باختر خبري ژانس ته ويلي، چې د دغې ډلې عوايد په راڼه ډول راټوليږي.

طالبانو تر اوسه د ۱۴۰۲ کال په وروستیو څو میاشتو کې له پنجشیر څخه د خپلو عوایدو په اړه راپور نه دی خپور کړی؛ خو طالبانو په زمري میاشت کې اعلان وکړ چې د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې یې د زمردو کان کیندنه پیل کړې ده.

د ایران د پارلمان غړی وايي؛ که طالبان حقابه مراعت نه کړي نو بېلابېل فشارونه به پرې راوړو

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۵۰ GMT+۱

د ایران په ولسي جرګه کې د زاهدان استازي فدا حسین مالکي ویلي؛ طالبان له ایران سره د حقابې د عملي کېدا اراده نه لري او ایران په له دوی سره ورته اقدام وکړي.

د ایران په ولسي جرګه کې د ملي امنیت د کمیسیون دغه غړي وړاندیز وکړ، چې ایران دې له هغو اوبو او برېښنا څخه پر طالبانو د فشار په توګه کار واخلي، چې ایران یې د افغانستان سرحدي سیمو ته ورکوي.

هرات یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې له ایران سره پر پوله پروت دی او د دغه هېواد له وارداتي برېښنا څخه ګټه اخلي.

هغه وویل: “طالبانو حتا د ایران تخنیکي کارپوهانو ته د لیدنې اجازه نه ده ورکړې، په یقین سره اوس د ایران اسلامي جمهوریت د انتقامي اقداماتو اختیارونه د اجنډا په سر کې لری. غچ اخیستنه له طالبانو سره د جګړې په معنا نه ده. خو دا چې طالبانو دا کړنې ترسره کړې، نو موږ باید له هغوی سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړو”.

هغه په ​​افغانستان کې د ګاونډیو ولایتونو لپاره د ایران د اوبو او برېښنا قطع کول له طالبانو سره د مقابلې یوه لاره وبلله.

مالکي وویل: "موږ له طالبانو سره د معاملې لپاره مختلفې حل لارې لرو، ځکه چې موږ په افغانستان کې خپلو ګاونډیو ولایتونو ته اوبه او برېښنا دواړه برابروو. په ایران کې د افغانستان سفارت په داسې حال کې پرانیستل شو، چې په دغه هېواد کې د مخالفتونو څپه رامنځ ته شوې ده. موږ بله چاره نه لرو او موږ باید د طالبانو پر وړاندې ځینې انتخابونه عملي کړو”.

هغه وویل، چې د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا باید طالبانو ته پر سیاسي او سوداګریزو امتیازاتو له سره غور وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ایراني چارواکو او طالبانو تر منځ پر اوبو لفظي شخړې رامنځته شوي، چې یادې مسالې وخت ناوخت سرحدي وسلوالو شخړو ته هم زمینه برابره کړې ده.

د ملي مقاومت جبهه او د ازادۍ جبهه وايي؛ په کابل او لغمان کې يې پر طالبانو بریدونه کړي دي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۵۱ GMT+۱

د ملي مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې اعلان کړی، چې له طالبانو سره په جلا-جلا نښتو کې يې په کابل او لغمان کې د دغې ډلې درې تنه جنګيالي وژلي څلور يې ټپيان کړي دي.

تر اوسه طالبانو د دغو دوو وسله والو ډلو د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملي مقاومت جبهې پر خپل ایکس (ټویټر) پاڼه لیکلي، چې دوی د شنبې په شپه (د وږي ۵مه) د کابل ولایت په ګلدرې ولسوالۍ کې د طالبانو پر امنیه قومندانۍ او استخباراتو برید کړی.

د ملي مقاومت جبهې د دغې ادعا له مخې؛ د دواړو لورو ترمنځ له نښتې وروسته يو طالب وسله وال وژل شوى او د دغې ډلې يو بل غړى ټپي شوى دى.

د ملي مقاومت جبهې تایید کړې، چې په یاده جګړه کې د دوی یو جنګیالی هم ټپي شوی دی.

د یو بل خبر له مخې؛ د ازادۍ جبهې اعلان کړی، چې د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر پوسته برید کړی، چې له امله یې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

خبر زياته کړې، چې د دواړو لورو ترمنځ په نيم ساعت جګړه کې طالبانو ته مالي زیانونه هم ور اوښتي دي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د طالبانو د مخالفو جبهو چریکي بریدونه زیات شوي دي.

افغان کرېکټ بورډ د اسیا جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۸ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د اسیا جام لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د ملي لوبډلې ۱۷-کسیز نوملړ اعلان کړ. دغه سیالۍ به راتلونکې چارشنبه پیل او تر ۱۸ ورځو د پاکستان او سریلانکا په کوربتوب په بېلابېلو ښارونو کې روانې وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان په خبري ناسته کې د دې نوملړ اعلانولو سره وویل، چې دې جام کې به حشمت الله شهیديد افغان ملي ټیم لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی به مرستیال لوبډلمشر وي.

د نوموړي په خبره، رحمن الله ګربز او اکرام علي خیل ویکټ ساتونکيدي.

د دې جام لپاره پاتې لوبغاړو کې ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، راشد خان، عبدالرحمن، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، نور احمد، محمد سلیم ساپی او فضل الحق فاروقي شامل دي.

افغان ملي لوبډله به په اسیا جام کې لومړۍ لوبه د سپټمبر میاشتې په دریمه د بنګله دېش او دویمه لوبه د همدې میاشتې په پنځمه له سریلانکا سره ولري.

دواړه سیالۍ به د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شي.

اسیا جام سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، سریلانکا او نېپال لوبډلې سره لوبېږي.

د اغا خان بنسټ په غزني کې د باباجي تاریخي جومات بیارغوي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۰۳ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د يکشنبې په ورځ (د وږي ۵مه ) خبر ورکړی، چې په غزني کې د باباجي تاريخي جومات د بيارغونې چارې د اغاخان فرهنګي بنسټ په مرسته پيل شوې دي.

مخکې ویل شوي وو، چې دغه تاریخي جومات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی او که بیا ونه رغول شي نو د نړېدو احتمال یې شته.

د باباجي تاریخي جومات د غزنویانو په دوره کې جوړ شوی لرغونی جومات دی.

دغه جومات شاوخوا ۲۰۰ مربع متره مساحت او دوه پوړونه لري.

د یادونې وده، چې له دې وړاندې په افغانستان کې د لرغونو او تاریخي اثارو د ساتنې په اړه نړۍوالو سازمانونو او په ځانګړي ډول یونسکو اندېښنه ښودلې وه.